ارنېسټو چګوارا د ۱۹۲۸ میلادي کال د جون په ۱۴ نېټه، د آرژانتین په روساریو ښار کې زږېدلی دی.
کورنۍ یې شتمنه وه، مور یې د یوه شتمن سړي لور وه او پلار یې هم له یوې درنې او سترې کورنی څخه وو؛ نوموړي له وړکتوبه د آرنست ناروغي لرله له همدې کبله یې مور څو کاله ښوونځي ته و نه لېږه، خو په کور به یې درس ور ته وایه، وروسته چې ښوونځي ته ولاړ، نو په ښوونځۍ او نورو زدکړو کې یې تل د خپلو همځولو په منځ کې د مشر او رهبر رول لوباوه.
په ماشومتوب کې د چګوارا له لوري، د برتراند راسل (مینه او هېواد پالنه) کتاب، د نيچه د مرګ په اړه کتاب او د جک لندن ټولنیز کتابونه ددې لامل شول، چې دی ذهنآ مبارزي ته جوړ شي.
چګوارا په ۱۹۴۸ میلادي کال کې، د لومړنيو زده کړو وروسته، د طبي زدکړو لپاره بوینوس (Buenos) پوهنتون ته لاړ، هلته د زدکړو پر مهال يې پوره یو کال رخصت واخیست او له خپل يوه ملګري سره يې، د لاتینې امریکا ټولو سیموته يې سفر وکړ؛ دا سفر د ده لپاره ډېر ګټور ځکه وو، چې د خپل هېواد د خلکو حالت یې په خپلو سترکو ولېدی او دا يې درک کړه، چې دده د ولس حالت څومره ځورونکی دی.
چګوارا ته له خلکو سره، تر پرلپسي لېدنو او کتنو وروسته دا هم جوته شوه، چې ددې حالت لامل، دیکتاتوري نظام دی؛ نوموړي ددې حالت څخه، دخلاصون لار په وسله وال انقلاب کې لیدله او له ځان سره پريکړه يې همدا وه چې وسله وال انقلاب پيل کړي.
تر دې سفر وروسته، نوموړی د ۱۹۵۳ م د دسامبر په میاشت کې ګواتیمالا ته ورسید، هم هلته په ګواتیمالا کې پاتې شو.
په ګواتیمالا کې چګوارا له هیلدا ګادا اکوستا سره و پېژندل چې د پېرو تکړه اقتصاد پوه وو، هیلدا د امریکا د خلق ګوند، د چپ اړخ سره ښې اړیکې لرلې، هغه چګوارا څو لوړ پوړو دولتي کسانو ته ور وپېژندی او د هغو تبعید شوو کسانو سره يې هم اړیکې و نیولي، چې په دې ګوند پورې یې تړاو درلود، لکه فیدل کاسترو او داسې نور….
همدا اړیکو دومره صمېمي وي، چې اخير کې ورته دوی د)(che)چه) لقب ورکړ، همدې لقب ته په آرژانتني ژبه کې ملګري وايی.
چګوارا په ۱۹۵۴ م کال د سپتامبر په لومړیو کې، د فیدل کاسټرو په هڅو د هغه غورځنګ غړی شو، چې د فولخنثیو باتیستا د نظام د راپرزولو هڅه یې کوله.
چه ګوارا د غورځنګ د ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله، هغه په ټولو نظامي تمرینونو او مانورونو کې برخه اخیسته تر هغې چې (پارتیزان) شو.
د کاسترو په لومړنيو انقلابي عملیاتو کې، چې کله د باتیستا د عسکرو لخوا په دوی حمله وشوه، نو له ۸۲ یې ډیری کسان مړه شول، ډير و نیول شول او یوازې ۲۲ تنو وکړای شول، چې و تښتي؛ همدې جنګ چګوارا دې ته اړ کړ چې د طبي وسايل يې وغورځول او د يوه مړي وسلي ته يې لاس کړ او جنګ يې پيل کړ.
له دې ورځي وروسته يو ډاکتر، په يوه عسکر بدل شو؛ تر دې وروسته کاسترو، چګوارا د دوهمې ډلې د مشر په توګه و ټاکه، د دوهمې ډلي د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، چګواراد بیکیتوپر پادګانو باندي حمله وکړه او پايله کې يې پادګان د ده کسانو ته تسلیم شول.
چګوارا په خپلو نظامي کړنلارو تر بيا کتني وروسته، امر وکړ چې که هر څوک د جنګ په حالت کې وښتي، نو هغه خاين پيژندل کيږي او بايد ووژل؛ همدا امر ددې لامل شو، چې ټولي ډلي يې هر اړخيز اطاعت ته مخه کړه.
چګوارا د خپلې ډلې لپاره په ۱۹۵۸ کال کې، د (Radio Rebelde) په نامه د رادیو بنسټ کېښود، چې له پټ ځایه یې خپرونې کولې؛ دوی د دې رادیو په وسیله د کیوبا خلکو ته خپلې خبرې او اعلاميې رسولې او له هغو کسانو سره چې د ډلې ګډون یې غوښت اړیکې د همدې لارې ټېنګېدلي.
د ۱۹۵۸ کال د جون په میاشت کې، چګوارا خپل بنسټېز رول د Las Mercedes په جګړه کې تر سره کړ او ۱۵۰۰ داسې کسان یې ووژل، چې د غورځنګ د له منځه وړلو او د کاسترو د وژلو هوډ یې درلو،کله چې جګړه اوږده شوه، چګوارا د یوې بلې ډلې مشري هم واخیسته او د ۱۹۵۸ کال په دسامبر کې يې خپلې ډلې ته امر وکړ چې په سانتا کلارا برېد وکړ، دې حملې د انقلابیان بريالي کړل
کله چې د (۱۹۵۹) کال په لومړي ورځ کاسترو او ملګري یې په جګړه ې بریالي شول او د ننۍ کوبا بنسټ یې کېښود.
د کاسټرو له بريالېتوب سره، چګوارا په ډېر مهمو څوکیو کې پر دندو وګوماری، چې له هغې ډلې؛ سفیر، د مرکزي بانک ريس، د صنایو وزیر او داسې نورې دولتي دندې د يادولو وړ دي.
چګوارا په ۱۹۶۱ م کال کې، په نورو هېوادونو کې د انقلاب د ماتولو په نیت کوبا پرېښوده، د کنګو دیمکراتیک جمهوري دولت ته ولاړ.
نوموړي په کنګو کې د آزادۍ هڅې پيل کړي او ددې هڅو په لړ کې يې، د الجزایر مشر احمد بن بلا او د مصر ولسمشر جمال ناصر سره ښي اړيکي جوړي کړي.
چګوارا غوښتل، چې د کوبایانو تجربه د سیمیزو سیمبا جنګیالیو په واسطه د مارکسیست او فوکو نظریو ته ننباسي؛ خو د۱۹۶۷م کال د اکتبر په لومړیو کې د سي آی اې لخوا په مخکې پلان شوو عملیاتو کې ونیول شو.
ځنې خلک په دې باور دې چې سي آی آې دا غوره بلله، چې د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره ګوارا ژوندی وساتي، وایه ګراند ته نږدې، په یوه کلیوال ښوونځي کې، د بارریه نتوس نظامي ديکتاتور په امر ووژل شو.
دده تر مرګ وروسته، فیدل کاسترو وويل چې په ژوند کې دوو پېښو ډېر وځورولم، یو مې د مور مړينې اوبل د چه ګوارا د مرګ خبر.
تر ډيره وخته د چګوارا جسد نه وو معلوم، خو وروسته بيا په ۱۹۹۵م کې یوه بولیویایي جنرال چې د ده د نیولو په وخت کې حاظر وو، دده د ښځولو ځای وښود او ۱۹۹۷م کال کې يې جسد کوبا ته و لېږدول شو او په سانتاکلارا کې خاورو ته وسپارل شو اود ده په ویاړ یې یو څلی جوړ کړ.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/شبږمه/ پرلپسي ۱۱۰ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۹/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *