هو جين تاؤ د چين د خلکو جمهوري هېواد ولسمشر دی .
نوموړی د چين د مشهور ټبر هان څخه دی. او د ١٩٤٢ زکال په دسمبر کې د ان هوی ولايت په جی شي کې زيږيدلی دی.
هوجين تاؤ د ١٩٦٤ زکال په اپريل کې، د کمونسټ گوند غړيتوب تر لاسه کړاو بيا يې د ١٩٦٥ز کال په جولای کې په کار پيل وکړ.
دی د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی څانگې د سيندونو دپاسه د بريښنا توليدولو په چارو کې تخصص لري .
هو جين تاؤ له ١٩٦٤ کال څخه بيا تر ١٩٦٥ کال پوری، د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی په څانگه کې لوړې زده کړې کړې او د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژي څانگې او د سيندونو دپاسه د بريښنا توليدولو په چارو کې تخصص لري .
هو جين تاؤ د چين د کمونسټ گوند د مرکزي کميټې د عمومی منشی، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس، د کمونست گوند د مرکزي پوځي کمېسيون مشر او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی پوځي کميټي د مشر په توګه دندې تر سره کړي دي.
له ١٩٦٥ کال څخه تر ١٩٦٨ کال پوري يې د چينگ هوا پوهنتون د اوبو لگولو پروژی په څانگه کې د علمی څيړني کار تر سره کړی او د سياسي لارښوونکي دنده يې هم پر غاړه درلوده اود کلتوری لوی انقلاب د پيل په وخت کې دغه دنده پای ته ورسيده.
ښاغلي هو له ١٩٦٨ کال څخه تر ١٩٦٩ کال پوری د اوبو له لاري، د بريښنا توليدولو وزارت د ليو جيا تنگی پروژه کې، د کورونو جوړولو په برخه کې هم کارونه تر سره کړي دي.
له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٤ کال پوري يې د کمونستي ځوانانو ټولنې د مرکزي سکرتريت منشي او د ځوانانو د ملي ټولنې د مشر دنده تر سره کړې ده.
له ١٩٨٤ کال څخه بيا تر ١٩٨٥ کال پورې يې، د کمونستي ځوانانو ټولنې د مرکزي
سکرتريت لومړی منشي و.
له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٣ کال پوري يې د گوند د مرکزي کميټي د عمومي منشی، د مرکزي پوځي کميسيون د مشر مرستيال، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال، د چين د مرکزي پوځي کميټي د مشر مرستيال دندې پر غاړه درلودې او دغه راز د ٢٠٠٢ کال تر دسمبر پوري يې د مرکزي گوندي ښوونځي د مشر کار تر سره کړی دي.
هو جين تاو له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوري د گوند، د مرکزي کميټې د عمومي منشي، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميټي د مشر مرستيال او د چين د مرکزي پوځي کميټي د مشر مرستيال دندې پر غاړه اخيستې دي.
له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٥ کال پوري، د گوند د مرکزي کميټي د عمومي منشي، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميسيون د مشر او د چين د مرکزي پوځي کميټي د مشر د مرستيال دندي پر غاړه درلودې.
هو جين تاو د گوند د دوولسمې دورې مرکزي کميټی د نومأند غړي، د ديارلسمې، څوارلسمې، پنځلسمې، شپاړسمې او اوولسمې دورې، د مرکزي کميټي د غړي، د څوارلسمي او پنځلسمي دورې مرکزي کميټي د سياسی بيورو غړي، دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت منشي، د شپاړسمي او اوولسمی دورې د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او دايمی غړي او د مرکزی کميټی عمومی منشی پاتې شوی دی.
نوموړی د نولسم ملي ولسي کانگرس په لومړۍ غونډه کې، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس، د مرستيال په توگه وټاکل شو .
بدلون اوونيزه/ دريم کال/پنځمه / پرلپسي ۱۰۹ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۲/ ۱۳۹۵