دوه ویشتمه/ وروستۍ برخه
کوفي عنان
«که چیري ستاسو پوهه او معلومات په ډیموکراسي باندي متمرکز وي، نو دا د پرمختګ حالت دی.» کوفي عنان.
کار او ژوند لار:
له ملګرو ملتونو سره د کوفي عنان کاري اړیکه هغه وخت پيل سوه، چي کله نوموړي په ۱۹۶۲م کال کې د ملګرو ملتونو له روغتیايي سازمان سره په جینوا کي د اداري مامور په توګه کار پیل کړ، خو هغه له لږ مهال دندې تر سره کولو وروسته له ياد سازمان څخه ووت او په «غنا» کې يې د نړیوال ټوریزم یا سیاحت د مشر په توګه له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۶م کال پوري دنده تر سره کړه.
ښاغلى عنان په ۱۹۸۰م کال کي يو ځل بيا د ملګرو ملتونو سازمان ته د دندې تر سره کولو لپاره راوګرځېد او هلته يې د درېیو مهمو او اساسي پروګرامو د مرستیال منشي په توګه دنده واخيسته، چې يادې درې مهمې دندې يې په لاندي ډول وې، لومړى د بشري منابعو مدیریت او د امنیت همږغي «۱۹۸۷-۱۹۹۰م» دويم، پلان جوړوونه او د مالیي چارو کنټرول «۱۹۹۰-۱۹۹۲م» او درېيمه دنده يې د سوله ساتونکو عملیاتو عمومي مسوليت و، چې له «۱۹۹۳-څخه تر ۱۹۹۶م» پوري وغځېد. ياده دي وي، چې ښاغلي عنان له سرمنشي کېدو مخکي هم د سرمنشي د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې او له هغه وروسته يې د سرمنشي دنده واخيسته.
ښاغلى عنان د ١٩٩٧يم کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د مصري سرمنشي بوتروس غالي پر ځاى په دنده وګمارل سو او په دې سره يې خپله لومړۍ دوره سرمنشي توب پيل کړ، نوموړي تر يوه کال وروسته لويسي فريچتي چې د کاناډا هېواد اوسېدونکې وه، خپله لومړۍ مرستياله وټاکله، تر څو د ملګرو ملتونو په سیسټم کي د جنډر «جنسيت» مساوات پلي کړي.
ښاغلى عنان د دوهم ځل لپاره د ٢٠٠٢يم مېلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه وټاکل سو او همدا ټاکنه د نوموړي د زيات شهرت او پراخ نفوذ له امله تر سره شوه.
کوفي عنان په ملګرو ملتونو کې د خپل ماموريت تر بشپړولو وروسته «غنا» ته ولاړ او هلته يې د یو شمېر نړیوالو ادارو لکه نړیوال بشري فورم، ملګرو ملتونو بنسټ، یوه ځوانه نړۍ او نورو بنسټونو سره اړیکي ټينګي کړې.
لویي لاس ته راوړني:
عنان د ملګرو ملتونو د سرمنشی په توګه یو شمېر مهم کارونه تر سره کړل، د بېلګي په ډول د ټولنيزو همکاريو لپاره «نړیواله معاهده» چي تر ټولو لوى نوښت ګڼل کیږي، د ایدز ناروغۍ د مخنیوي لپاره نړیوال کمپیان او د هغه په وړاندې بودیجه راټولول، تر څو د دې بحران سره مقابله وکړي.
همداراز نوموړي په ٢٠٠١ کال کې د امريکا پر پنتاګون باندي تر ټروریسټي بريد وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي او امنیت شورا په تحریکولو او د ټروریزم د مخنيوي په لار کي د پام وړ مثبت ګامونه پورته کړي.
جایزي او لاسته راوړني:
ښاغلي عنان په ٢٠٠١ م کال کي د ملګرو ملتونو سره په ګډه د سولې په برخه کې د نوبل نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده.
شخصی ژوند:
ښاغلي عنان لومړى واده له يوې نايجېريايۍ مېرمني سره کړى و، له هغې يې يوه لور او يو زوى درلودل، چې لور يې اما او زوى يې کجو و، وروسته يې د يو شمېر تاوتريخوالي له امله يادې نايجيريايي مېرمنې ته په ١٩٧٩يم کال کې طلاق ورکړ.
لومړۍ مېرمني ته له طلاق ورکولو وروسته ښاغلي عنان له سويډنۍ مدافع وکيلي نان لجرجرن سره واده وکړ او تر دا مهاله ورسره ژوند تيروي.
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴