ښه به وي په لومړي سر کې سياسي مبارزه تعريف کړو دا مفهوم هغه وخت مطرح کيږي چې يوه ډله انسانان يا يو فرد نشي کولای شته شرايط ومني او کوښښ کوي بدلون راولي يانې د بدلون په موخه هڅې ته مبارزه وايي.
هغه شرايط چې دا ډله يا کس يي غواړي ښه به وي د ارمان نوم ورکړو يانې د يو آرمان او موخې لپاره هڅه او هاند ته په ټول کې مبارزه ويلای شو، په دې منځ کې مبارزه د ارمان او واقعيت تر منځ واټن کمولو ته هم وايي.
که کله هم ارمانونه او اواقعيتونه سره لرې وي نو مبارزه هم ستونزمنه وي، او موږ ډير وارې ليدلي او يا به مو په کتابونو لوستي وي چې په تیر پير کې په هیواد کې ډيری مبارزې د ارمان او واقعيت تر منځ د واټن له امله له ستونزو سره مخ شوي دي او کله هم دې مبارزو رنګ نه دی راوړی.
که چيرې زموږ ارمانونه له ټولنیز او عقيدوي جوړښته ډير لرې وي او تر ډيره په رويا او خيال ولاړ وي نو بیا موخې ته رسيدل ډير ستونزمن او ان کله کله خو ناشوني شي په داسې حالت کې تل مبارزه له ماتې سره مخ کيږي. خو که چيرې ارمانونه ، غوښتنې، واقعيتونه او ټولنيز ارزښتونه سره نيږدې وي، هر غږ مو د ټولنې له غوښتنو سرچينه واخلي بيا نو هدف ته رسيدل شوني او مبارزه هم رنګه راوړی شي.
همدارنګه د مبارزې په برخه کې به ډير وارې داسې فکر هم پیدا شي چې پيل شوې مبارزه او زموږ وړتيا ډيره کمه ده، خو ددې لپاره هڅه په کار ده، په ټول کې مبارزې ته ناهيلي او کرار کيناستل نه دي په کار او په هر حالت کې بايد هسکې ټيټې وزغمي خو خپل کار ته بايد دوام ورکړي.
پخوا به داسې فکر کيده چې مبارزه يوازې د ټوپک په زور شونې ده او مبارزې به له همدې ټوپک څخه سرچينه اخيسته، خو نن بیا په ټول کې مبارزې څو برخې ځان ته غوره کړي دي، د بیلګې په ډول د وطن ساتنې په موخه ملي اردو او پوليس د ټوپک پر مټ مبارزه کوي، د بې سوادۍ د محوه کيدو په موخه د پوهنې وزارت او ځينې نورې ادارې بیا د قلم او کتاب پر مټ مبارزه کوي، د مدني حقوقو د خونديتوب په موخه مدني ټولنې او ځوان خوځښتونه بیا بیله لار لري.
په مبارزه کې به لومړۍ ښه وي په دې پوه شو چې د پيل شوې مبارزې ګټې څه دي؟ آيا کومه لاره ورته غوره ده؟ ځکه ډير وارې د مبارزې په نوم په هسې خبرو خپله انرژي او وخت ضايع کړو، او هغه ډله مو چې را ټوله کړي وي يو ډول يي ناهيلې کړو او بیا کله هم باور نه کوي. په افغانستان کې يي ښه بیلګه تير حزبونه او حزبي جوړښتونه دي چې تر ډيره يي موخې او ارمانونه سره لري و او باالاخره يي ولسي باور له لاسه ورکړ او تر نن پورې هم دا تشه ډکه نشوه.
دوهمه او تر ټولو مهمه خبره، ځان پيژندنه او د ټولنیزو ارزښتونو پيژندل دي، کله چې تا خپل وزن وکوت او د ټولنې ارزښتونه دې په پوره ډول درک کړل او له همدې ارزښتونو سره سم دې يون وکړ نو ستا يون ډير ژر رنګ راوړي او په لږ وخت کې ډير باور خپلولای شي.
بله مهمه خبره داده چې د څه لپاره بايد مبارزه وکړو، يوازې د واک لپاره، د سمون په موخه کنه بله کومه موخه. د هرې مبارزې او خوځښت له پيل سره سم که يو عادي وګړي ته هم مراجعه کوې لومړنۍ پوښتنه به يي همدا وي چې ستاسو د مبارزې موخه څه ده.
څلورمه خبره دښمن دی، په مبارزه کې دې بايد دښمن معلوم وي، کورنی که بهرنی. که کورنی دښمن دې وي په څه شي مو سره دښمني ده ځکه فقر، ناپوهي، خيالي ژوند او په تيرو تش وياړ هغه دښمن دی چې بل دښمن ته موکه ورکوي څو ستا په وجود کې خپلې ګټې ولټوي، او که بهرنی دښمن دي وي بيا به يي هم ټول نړۍ وال لوري په پام کې نيسي او له وخت او وزن سره سمه مبارزه به ورسره کوې، د بيلګې په ډول که ستا دښمن په علمي يا پوځي برخه کې تر تا پياوړی وي لکه موږ چې اوس له پاکستان يا ايران سره مخ يو آيا موږ ته يوازې پوځي کړه وړه حل لاره ټاکلی شي کنه ځينې نورې لارې چارې هم شته دي چې ددې دښمن په مقابل کې يي باید وکاروو.
پنځمه او مهمه خبره د مبارزې توکي دي، آيا په ټوپک، قلم، که فکر. په ډيرو ځايونو کې ددې دريو څيړنو موثريت ته بايد وکتل شي او وروسته مبارزه پيل شي.
په تیرو وختونو کې ټوپک ډير ژر پورته کيده، ډير ځوانان ورسره يو ځای کيدل او باالاخره به ډير ځوانان د خوځښت د موخو په ترڅ کې قرباني کيدل، ولې نن بیا داسې نه ده ډيری ځوانان غواړي پوه شي، هرڅه وڅيړي،ايډيالوژي او تيوري سره بیله کړي او وروسته بيا مخکې کيږي.
د مبارزې ډول په هره پيړۍ کې توپير کوي په شلمه پيړۍ کې کمونيستي رژيم چې له روسيي يي سرچينه اخيسته تر ډيره د پانګوالي پر ضد مبارزه کوله، په دريمه نړۍ کې بیا د مبارزې ډول بیل و تر ډيره به يي مبارزې يا د بهرنۍ ايډيالوژۍ پر ضد وې او يا به هم د دوی مبارزې ديني اړخ درلود.
په شلمه او ۲۱ پيړۍ کې دواړه مبارزې بیا هم ناکامې وې، ځکه هغو چې يو هيواد به يي استعمار کړی و،او هغو چې د استعمار پر ضد به يي جګړه کوله دواړه به داسې و چې د دوی په منځ کې ځينې شته کړۍ به ددوی د خوځښتونو د ماتيدو لامل شوې يانې بیا هم ارمانونه بیل و يو د آزادۍ لپاره سر ورکاوو بل بیا په همدې سرونو سوداګري کوله، د بيلګې په ډول پرون موږ روس مات کړ، جهاد بريالی شو، خو زموږ په منځ کې د واک لپاره جنګيدونکو کړيو يو وار بیا هیواد د ناورين لوري ته بوته او تر نن پورې د دوی ددې کړو وړو مزه موږ څکو او له ګڼو ستونزو سره مخ يو.
همداسې د کمونيزم د ماتې ستر لامل هم دا وو چې د دوی مبارزينو کله هم افغاني ټولنيز ارزښتونه درک نکړل له افغاني او اسلامي ټولنې سره د دوی چلند داسې و لکه دوی چې د روسيي په جمهوريتونو کې له تاجکستان، ازبکستان يا نورو سره چلند کاوو.
خو ننۍ اړتیا بيا څه ده؟
نن سبا هر ټولنه په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ په لټه کې ده، له دې پرمختګونو سره موږ ته پوره همغږي په کار ده، که چيرې موږ پیاوړی اقتصاد، ښه کدرونه، ښه مديران، ټول منلي مشران او… ونلرو بيا هم د نړۍ له کاروان څخه د هرې ورځې په تيريدو شاته پاتې کيږو.
موږ منو چې پرون په افغانستان کې وسله، پاټک، زور او زیاتی يو ډول د واک لاره وه ولې نن ځوانان تر ډيره مدني مبارزه کوي، نه د زور واکي زور مني نه هم د زر دار زر، يوازې او يوازې په دې حساب کوي چې څه ډول کولای شو له سوله ايزې لارې واک ته ورسيږو خو يو څه مو هير نشي چې ځوانان مو تل ټکنۍ مبارزه کوي يو ځای به وينۍ ځوانان د ناپوهۍ پر ضد غږ پورته کړي خو ژر غلی شي، بل ځای کې د سولې ورور ولۍ غږ پورته شي مګر پورته شوی غږ يي لومړنی او وروستی وي.
دښمن ډیر وارې کوښښ کوي د ځينو خپل خوښو خوځښتونو په رامنځ کولو سره داسې وښيي چې هرڅه سم روان دي او په ټول کې شته تشکيلات دي او هيڅ ستونزه پکې نشته، په دې ډول خوځښتونو يو ډول ملت ويده کيږي او کرار کرار دښمن پکې خپلې موخې لټوي، هر ملت چې هرڅه ژور تحلیل کړي، هيوادنۍ مينه په زړه کې ولري او له پلان سره سم پر مخ ولاړ شي بریالی دی.
په ټول کې هر مبارز بايد د مبارزو تاريخ ته ژور ځير شي، کنه خپل مسير به ورک کړي او بيا به شوني وي دوست او دښمن هم سره بیل نشي کړای، ځکه له ننه پيړۍ پيړۍ مخکې جګړې تر ډيره د قبیلو تر منځ وې، د بشري تاريخ له بشپړيدو سره سم بیا حکومتونه رامنځ ته شول لکه د بین النهرين حکومت، د مصر فراعنه او داسې نور دوی به اول د تيرو مذهبونو پر بنسټ خلک را ټولول او وروسته به يي يو لوري ته سوق کول اوس اوس تر ډيره ياد وخت موږ ته يو ډول افسانه شوې او يوازې يي د يوې کيسې په توګه لولو او نور نو ترې عملي ګټه نشي پورته کيدای.
خو په نن سبا کې تر ټولو مهم کار ګروپي کار يا ((Team work )) دی باید د هر کس وړتيا مشخصه او په هم هغه برخه کې ورته کار وسپارل شي ځکه په ټول کې د دريمې نړۍ ستونزه همدا ده چې کار اهل ته نه سپارل کيږي تل په سياست، اقتصاد او نورو کړو وړو کې پر موږ مافيايي کړۍ حاکمې شوي دي، دريمه نړۍ چې لا هم رنځونه ويني جګړه او افراطیت پکې راج چلوي ستر لامل يی دا دی چې دوی تر ډيره هرڅه له پلان سره سم نه دي برابر کړي، يو کس پرته له دې چې وړتيا يي په پام کې ونیول شي د يو تخنيکي وزارت وزیر شوی دی، يو بل څوک پرته له دې چې د يو ولايت ستراتيژيک، اقتصادي او سياسي موقعيت درک کړي د يوې کړۍ له لوري د زور يا زر پر مټ والي شوی دی.
په مبارزه کې بايد تل کوښښ ونه شي څو هر کار له سره پيل شي، که فکر وکړو په ننيو حالاتو کې موږ تيرو ديارلسو کلونو ته ور ګرځو نو دا داسې مانا ورکوي لکه چې و وايو: نن بايد يو افغان پیدا شي، د اډيسن غوندې لومړۍ برښنا اختراع کړي، بیا یو کلی وسوځوي او بیا کرار کرار وده ورکړي، چې داسې باید نه وي د مبارزې يوه برخه تر موږ مخکينيو نسلونو هم پر مخ بیولې، مثلا پاچاخان کلونه کلونه کلي په کليو ګرځيدلی او د عدم تشدد فلسفې ته يي تبليغ کړی دی، خلک يي لیک لوست او پوهې ته هڅولي دي نن بايد له هغه ځايه پيل شي چې چې پاتې شوې.
په ټول کې په مبارزه کې دا مهمه نه ده چې ستا په لاس کې قلم، وسله يا بل څه چا جوړ کړي دي مهمه داده چې ته بايد څه ډول او چيرې ترې ګټه پورته کړې څو ارمان او واقعيت سره نيږدې کړې.
په پای کې يوازې دومره وايم، چې په خیالي ژوند، تيرو کړو وړو تش وياړ، زه څوک او ته څوک باندې نه مبارزه کيږي او نه هم له دې لارې کولای شو سکون تر لاسه کړو، ځکه نړۍ مخکې ځي موږ شاته نو کله چې له نړۍ شاته کيږو دا په دې مانا ده چې موږ پر ځان روان زیاتي ته جواز ورکوو، يانې موږ غواړو په فقر کې ژوند وکړو، موږ غواړو په وطن کې مو جګړې وې، موږ غواړو د لوستي پر ځای نالوستی او د ښه پر ځای بد پر موږ حاکم شي.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳