په تيرو ټاکنو کې ولسمشر کرزي د ملي مشارکت په نامه خپل شعار ورکاوه او په دې چل ول يې د خپل قدرت د بقا اوبريا په موخه يو شمېر داسې کسان په لوړو پوستونو وګومارل چې نه د افغانستان ولس او نه يې د هېواد ملي ګټو ته ژمن وو، نتيجه يې هم ټولو افغانانو په عين اليقين سره وليده او اوس يې هم ويني ، زه خپلې خبرې ډېرې نه اوږدوم يوازې د هلمند اوسنۍ جګړه د ملي مشارکت د کرل شوي تخم د بېلګې په توګه يادوم چې له امله يې همدا اوس په سلګونه کسان دهلمند په بست او ايمرجنسي ( بيړني) روغتون کې د دردونو سوي اسويلي باسي، په سلګونو کورنۍ تر شنه اسمان لاندې په ګرموشګووخت تيروي اوله ٢٠٠ څخه ډېر هلمندي وروڼه شهيدان شول، دا ناخوالې او جګړې پر هلمند سربېره دهيواد په ډېروپښتون مېشتو سيمو کې په مختلفو وختونو او مختلفو بڼو دوام لري…داټول زموږ د حکومت په تيره بيا د ښاغلي حامدکرزي د امنيتي ادارې کمزورتيا په ګوتو کوي چې نغواړي د (٤٠٠٠٠٠) امنيتي ځواکونو په شتون سره دغه سيمې د اي ايس اي د ګوته په شمار لاس پوڅو له شتون څخه پاکې کړي،ځکه چې ښاغلي کرزي په تيرو ديارلسو کلونو کې په دغو مهمو پوستونو تر ډېره بريده د شمال ټلوالې ته وفادار کسان مقرر کړي وو، داسې کسان چې له يوې خوايې د اپوزيسيون په نامه د حکومت د کمزورتيا هلې ځلې کولې او له بلې خوا يې ځان د دې مهمو پوستونو ميراث خور اومستحق ګڼو، دوى دغه سيمې د القاعده ډلې پورې تړل شوې سيمې بللې چې دوى ترې پخوا متضضرر شوي وو، موږ وليدل چې په ډېرو امنيتي ادارو کې يو قوم او يوې   ډلې ته منسوب کسان مقررېدل، دې ډلې که له يوې خوا د حکومت ضد اپوزيسيون درلود له بله پلوه يې د خپلو ريښو د غځولو لپاره په مهمو پوستونو خپل کسان مقررول او د ملت حق يې تر پښو لاندې کړى و، داچاره هم په ملکي اوهم په نظامي برخو کې ښه محسوسه ده چې په څه ډول نيرنګونولوړ پوستونه چاته ورکول کيدل، خو ددې ټولو سربېره يې د پوره واک ته رسيدا لپاره هم ٣ ځله پوره هڅې وکړې، ولې ملت ويښ شو او د يوې ډلې د واک ته رسيدا پرځاى يې د ولسواکۍ دقدرتمند کيداهڅه وکړه، ټول د ټاکنو په پړاوونو کې په دې نيت را ووتل چې نور په افغانستان کې دګوند پالنې او قوم پالنې پرځاى ملت پالنې ته کار وشي او واک داسې چاته وسپارل شي چې په واکمنۍ کې يې يو ګوند نه، بلکې ټول ملت ارامه وي، دې موخو ته د رسيدو لپاره که څه هم ډېرې ستونزې او ننګونې پر مخ پرتې وې خو د ولس د ارادې پر وړاندې دا ډول ننګونو کوم ثابت اهميت نه درلود ورسره په څنګ کې د ټاکنو خپلواک کميسيون هم د ولس د ارادې د تحقق او د قانون د پلي کيدا ډېرې چغې وکړې او په زغرده يې ووېل چې د چنګاښ په يولسمه نيټه به د رايو لومړنۍ پايلې اعلان کړي، د ډاکټر اشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم ټيم هم په دې ټينګار کولو چې بايد قانون مراعت شي اوپايلې پخپل وخت اعلان شي، خو کله چې د اصلاحات اوهمپالنې ټيم په دې پوه شو چې د دوى رايې کمې دي نو د تير په څېر يې يو ځل بياخپل اعمال رابرسيره کړل او د تقلب د مخنيوي په نامه يې د خپلې ماتې د پټولو په خاطرلاريونونه وکړل، دغه لاريونونه که څه هم چې د يو ګوند لخوا د شخصي ګټو په خاطر په لار اچول شوي وو اوپه حقيقت کې د ولس د حاکميت ضد لاريونونه وو، خو په پايله کې يې دامريکې د دو سناتورانو دراتګ په شمول د يو شمير بهرنيانو پام د افغانستان پر لور راوړلو چې د دوو مخکښو نوماندانو سره يې کتنې وکړې اوس داسې ښکاري چې دغه دواړه مخکښ نوماندان چې يو يې د ملت د رايو په زور تر واک رسيدلى او بل يې د ماتې په حال کې دى د يو بل سره د سياسي مشارکت په نوم راتلونکى حکومت جوړول غواړي، که دا خبره رښتيا وي، نو نه يوازې داچې دا به د ولسواکۍ خلاف عمل وي ، بلکې د ملت د رايو سپکاوى اود ولس په حقونو او قانون باندې به دملنډو وهل وي چې پايله به يې د ټاکنو په پروسه د ولس بې باوري کيدل او د نړيوال ولسواک کاروان څخه د افغانانو لېرې کيدل وي، موږ د دوو امريکايي سناتورانو رتګ او د ډاکټراشرف غني احمدزي اوډاکټر عبدالله سره د دوى خبرې اترې د شخړې مخنيوى نه، بلکې د ولسواک نظام د رامنځته کيدا مخنيوى بولو ، ځکه افغانان غواړي په راتلونکې کې يو مسلمان ولسواک نظام چې د ولس په رايو رامنځته شوى وي ولري، دا نظام بايد هيڅ بهرني هيواد ته وفادار نه بلکې ملت او ملي ګټوژمن نظام وي ، دانظام د د بهرنيانو په لاس جو شوى د بن د تړون په څير نظام نه وي .

ولس په دې ډېر ګيلمن دى چې د تحول او تداوم ټيم خو د سهامي شرکت خلاف شعار ورکاوه او د يو مهم بدلون او قانون د حاکميت خبره يې کوله اوس که چېرې د تحول او تداوم ټيم د تحول پر ځاى د سياسي مشارکت په نوم له نورو ډلو سره جوړجاړى کوي نو توپير يې د ولسمشر کرزي د ملي مشارکت اود ډاکټر عبدالله د همپالنې له ټيم سره څه شو، که د همپالنې ماناته ځير شو نو په همپالنه (ټول پالنه کې) ښه بد، غل، غاصب، روشنفکره او کمفکره… ټول په واک کې شريک دى چې د يو سهامي شرکت په بڼه به هرکس او ناکس ته واک ويشل کيږي . د تحول او تداوم ټيم شعار دا وو چې سهامي شرکت به نه جوړوي او يومثبت بدلون به راولي چې د قانون په رڼا کې به رامنځته شوى وي، اوس که دغه ډله د همپالنې د ټيم سره د وزارتونو پر سر معامله وکړي او د تير په څير يو نظام رامنځته کړي ايا په راتلونکې کې به افغانان د ټاکنو په پروسه باور وکړي ؟ ايا دا کار به زموږ د ولسواک نظام لپاره د وروستيوديار لسو کلونو ټولې هيلې په ناهيليو بدلې نکړي، د راتلونکي حکومت او تير ديارلس کلن حکومت توپير به څه وي، دا هغه پوښتنې دي چې نن سبا زموږ ولس ورسره مخ دى ، ولس هيله لري چې قانون دې عملي شي، د ټاکنو په پروسه د باور وشي ، هغه رايې چې ناپاکې دې له پاکو رايو څخه دې جلاشي ، خو د ټاکنو نتايج بايد پخپل وخت اعلان شي له دې پرته د سياسي مشارکت په نوم حکومت جوړول به د ولس په سرنوشت لوبې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *