لیبرالیزم د انسان په فردي ازادۍ باور لري او په دې سیاسي فلسفي ښوونځي کې ازادي او د ازادۍ پلويتوب تر ټولو لوړ ارزښت دی. موږ د داسې یوې ټولنې محصول یو، چې د فکر خلک که پکې محافظه کاري ونه کړي، نو پر ځانګړو اشخاصو په خاصه توګه پر سیاسيونو نقد يې د سر په بیه تمامېږي؛ خو چاره څه ده؟
که نقد نه وي د ټولنې راتلونکی به څومره تت او تیاره وي؟ د فرد مدني حقوق که نقض وي، تر کومه به فرد محکوم ـ محروم وي؟  په افغانستان کې د فرد د محرومیت بحث د ثور له انقلاب را وروسته پیل شو، خلق  و پرچم  د واک پر سر دوه ډلې شو، خلقیانو هڅه کوله چې پرچمیان لږ تر لږه په خپل واک کې وساتي او د دوی فردي اوسياسي ازادي د خلق پورې منحصره شي. همدا و چې ببرک کار انحراف وکړ او بالاخره سرې لښکرې افغانستان ته راننوتې.

د مجاهدينو تر بري وروسته سياسي امتیاز هم په لویو جهادي کورنیو ووېشل شو، په تېرو اتلسو کلونو کې ځینې نورې ډلې هم راپیدا شوې چې ځان د سیاسي امتیاز حقدار بولي، خو لوی برخه يې لا هم د جهاديانو کورنۍ اخلي.

له نږدې دېرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې سياسي واک میراثي شوی او دا ميراثي سیاست اوس په یو بد فرهنګ او سنت د بدلېدو په حال کې دی. که څه هم د سیاسي کورنیو وروستی نسل لوستی او د موډرن ژوند او مديریت په وسایلو او شرایطو سمبال دی، خو بیا هم د دوی په نالوستونو پلرونو او د پلارونو په ماضي نور افغانان نقد کوِي او دوی ته د پلرونو په بده ماضي پېغور ورکوي.

ليکوال او شنونکی خوشال خليل په افغانستان کې د سیاسي میراث مسله، تر عنوان لاندې په یوه لیکنه کې لیکي:   “که موږ وغواړو که ونه غواړو دغه کورنۍ د افغانستان په روان سیاست، حکومتي بیروکراسۍ، تجارت او پانګونې او حتا جرمي اقتصاد کې مهم نقش لري. مثلا دغه اشخاصو یا ایلیټ طبقې له دولتي او سیاسي موقف نه په استفادې خپلو بچیانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د زدکړو ښه فرصتونه برابر کړل او هلته یې لوړې زدکړې وکړې، ځینو نورو د پلار په پیسو بزنس پيل کړی دی او نن کامیاب بزنسمینان دي او نورو یې د پلرونو سیاسي میراث راټینګ کړ پارلمان ته ودریدل او بریالی شول، یا هم د ګوندونو په راس کې راغلل او حتا حکومت هم له دغو نه د ځینو زامن په لوړو پوزیشنونو وګمارل.”

د سياسي کورنیو نوی نسل په نويو شرایطو برابر دی، خو د سياسي کورنیو او یا د دوی د پلرونو له ادرسه دوی ته امتیاز ورکول، د ټولنې په نور قشر منفي اغېز لري او ویلی شو چې په نورو لوستو ځوانانو کې د کمترۍ حس پیاوړی کوي.

په غرب کې یا په لیبرال ټولنو کې فرد په خپل فردي ځواک باور لري، نه په سیاسي کورنۍ، مګر دلته به فرد یا د سیاسي کورنۍ غړی وي او یا به د پراخ اداري فساد پر اساس يو سياسي موقف ترلاسه کوي.
د سياسي ميراث اخېستو دود د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې عام او پیاوړی شو او خلکو په خپل وخت له دې مسلې سره مخالفت وښوده، خو حامد کرزی چې یوه محافظه کاره سياسي څېره ده، د خلکو له احساساتو سره يې سطحي چلند وکړ او د سياسي ميراث ونې يې لا خړوبې کړې.

خو په ۲۰۱۴ کې د ولسمشر غني واک ته په رسېدو خلک د ده ماضي، قاطعیت او قانونیت پلوۍ یو څه هیله من کړل چې ګوندې واک او سياسي امتیاز به له میراثي راوباسي او په فردي ځواک به باور ولري، خو هسې ونه شول او لا هم په حکومت کې څوکۍ په ميراثي ډول وېشل کېږي.

 که مطلق حکم وکړو او يا د عقل حکم ته ترجیح ورکړو، نو په ټینګار ویلای شو چې په افغانستان کې سياسي کورنیو په ځانګړې توګه جهادي او تنظیمي ډلو خپلو اولادونو ته د مشروع ماليي ميراث ترڅنګ نامشروع سياسي ميراث هم په ميراث پرېښی دی او ښايي دا نامشروع وېش کلونه کلونه دوام وکړي.

دا کشاله ډېرې ناخوالې زېږولی شي، خو موږ يې اوس عملاً د بشري قوې د فرار حالت تجربه کوو، د فکر اوعمل خلک ځکه هېواد پرېږدي چې دوی دلته په سياسي واک کې ځان نه ګوري او دا ناعادلانه وېش د هېواد په خېر نه ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *