لیکوال: حفيظ هميم جلالزی
څه موده مخکې مې په افغانستان کې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د سياسي ګوندونو پر وده يو پريزنټېشن لاره. هدف دا و چې د داسې يو چا په توګه چې پخوا مې د يوه نيمه سياسي ګوند(نيمه سياسي ځکه ورته وایم چې هغه مهال لا رسمي ثبت شوی نه و) غړيتوب لاره، پر هغو عواملو باندې کتنه وکړم، چې د افغانستان په اوسنۍ خوراځواکې او څپڅپانده ولسواکۍ کې راټوکېدلي ګوندونه ولې وده نه شي کولای؟
پوښتنه له دې ځايه راټوکېده چې څنګه يوه ولسواکي له اغېزناکو او په ټوله مانا واقعي سياسي ګوندونو پرته وده کولای شي؟ بله دا چي د غړي او ګوند ترمنځ رابطه او يا د ګوند د غړيتوب تر شا منطق څه دی؟ پر دې استدلال چې د نړۍ ولسواکۍ ټولې له ګوندونو څخه ساه اخلي، خو د افغانستان ولسواکي په واک کې د سر د سړو پر فردي پرېکړو ولاړه ده چې هرې خواته يې د بېولو واک له ځان سره ساتي.
افغانستان د جګړه ځپليو هېوادونو په منځ يوه استثنايي بېلګه ده، ځکه دلته شته ولسواکۍ په ځينو برخو کې د لسواکۍ له چوکاټه ديکتاتورۍ ته ور وځي او کله کله هم د نورو هېوادونو ولسواکۍ ورته ديکتاتورۍ و ايسي.
په تازه خپلواکو شويو او يا په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ولسواکۍ د ټېنګېدو لپاره تر يو درځن زيات لاملونه دي. د نامسوله پوځي جوړښتونه او وسلوالونو ډلو له منځه وړل، ټاکنې او سياسي ګوندونه يې مهم هغه دي. په بله وينا سياسي ګوندونه، ټاکنې او ولسواکي په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د راوستلو درې مهم توکي دي. په دې دريو کې بيا پر سياسي ګوندونو ځکه ډېر حساب کېږي چې دوی کولای شي د دولت او ملت ترمنځ رابطه ټينګه کړي او د عدالت، متوازنو پرمختيايي چارو او ملت جوړونې په مسايلو کې ونډه واخلي. تېر پنځه لس کاله د افغانستان لپاره په هره برخه کې فرصت و او د سياسي ګوندونو د ودې لپاره يې هم همداسې درواخلئ.
تمه دا وه چې دلته به هم ولسواکۍ د سياسي ګوندونو په مرسته زرغونه او وغوړېږي ځکه د ګوندونو د جوړولو لپاره شرايط هم اسانه شول. خو له ټولو اسانتياوو سره سره هغسې ګوندونه جوړ نه شول چې د ولسواکۍ له غوړېدا سره مرسته وکړي. ځينې يې د ګوندونو په نوم مدني ټولنې، ځينې يې ادبي ټولنې او ځينې يې کورني او قومي دربارونه شول چې يوازې د مرستو پر مصرفي بنسټونو بدل شول.
بنده کوڅه
زه د ګوندونو په اړه له دوه ډوله غبرګونونو سره مخ شوی یم. یو د هغو خلکو له غبرګون سره چې نسبتا لوستي دي او لږ تر لږه داسې سوچ نه کوي چې ګني هر ګوند دي په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو په شخړو کې ښکېلو ګوندونو په څېر پر تاوتريخوالي باور ولري. خو دويم ډول يې هر ګوند ته اوس هم په دې سترګه ګوري، چې ګني بالقوه کودتاکوونکي او د پاکو جامو جګړه مار دي. په دې کې يوه ډله داسې هم دي چې د ګوند په اړه يې لومړۍ پوښتنه دا وي چې ګوند په مالي او ايډيالوجيکي لحاظ له کومه ځایه خړوبېږي او دوی ته به د غړيتوب په بدل کې څه ورکول کېږي.
خو هغوی چې په ګوندونو کې منسجم شوي هم دي، د ګوندونو په اړه يې ليدلي خورا توپير کوي. يو وخت ما او زما په څېر ډېرو ملګرو د ګوند لپاره يوازې فکر اړين باله. موږ به تل استدلال کاوه چې د ګوند وده او پايښت دواړه په دې پيسې تړلي دي چې ګوند د فرد پر ځای پر فکر راټول و اوسي. زموږ په مخ کې پرتو بېلګو ددې لپاره بسنه کوله چې يو څوک قانع کړو. لږ تر لږه په افغانستان کې د ګوندونو مخېنه دا ده چې فرد محوره ګوندونه د ګوند د بنسټګر له مړينې وروسته تيت و پرک او ټوټې شوي دي.
موږ په اصل کې د ګوند د پايښت يو مهم عنصر له پامه غورځولی و. دا عنصر د فرد ژمنتيا ده چې له ګوند سره يې لري. د ګوند او فرد رابطه دوه اړخيزه ده. فرد د ګوند د ودې لپاره کار کوي او ګوند د حکمي شخص په توګه فرد ته د هغه بېلابېلې ګټې خوندي کوي.
خو له بده مرغه په افغانستان کې د ګوند او فرد رابطه يو طرفه واټ دی. لږ تر لږه څو بېلګې يې په تېرو پنځه لسو کلونو کې زموږ په مخ کې پرتې دي چې ګوندونه يوازې يوې څوکۍ ته د رسېدو لپاره پوړۍ شول او له هغه وروسته رابطه د پخوا په څېر پاتې نه شوه. دا کار ددې لامل شو چې لږ تر لږه څو نسبتا سم ګوندونه يې بندې کوڅې ته ودرول چې د مخکې تګ فرصت يې ترې واخيست.
ګوند د څوکۍ په بدل کې
په تېرو پنځه لسو کلونو کې د ګوندي سياست په اړه زيات بحثونه فردي و. فردي بحثونه دا مانا چې له يوې خوا مو ګوندونه د ولسواکۍ د غوړېدا او پايښت عناصر بلل او له بلې خوا مو پر عملي ګوندي سياست پښې نه ورتلې. له دوو دريو بېلګو پرته چې کوچني سياسي جوړښتونه ورته ويلای شو، نور چې د ګوند په نوم هر څه جوړ شول، د ګوند په تعريف کې جوړ نه راتلل.
عملا ددې لپاره ډېر لږ کار وشو چې د ګوند کومه جدي بېلګه دې وبلل شي. اصلا ګوندي سياست له دولت سره ګرو پاتې شو. خو داسې چې د ګوندونو د ودې پر ځای يې هغوی بيخي له پامه غورځول او يا ورته د يوې څوکۍ د پلور متاع ښکارېدل.
نړيوالې ټولنې هم د ګوندونو په وده کې ډېره لېوالتيا نه لرله. په جګړه ځپليو هېوادونو کې د نړيوالې ټولنې له لوري د سياسي ډلو يا ګوندونو پياوړي کول دغلته د نړيوالې ټولنې د ښکېلتيا مهمه برخه ده. دوی سياسي ګوندونه د ټاکنيزو سيالانو او يا پارلماني لوبغاړو په توګه تقويه کوي چې تخنيکي وړتيا يې زياته شي. خو په افغانستان کې نړيوالې ټولنې هم داسې څه و نه کړل بلکې له ګوندونو سره د سفارتي مېلمستياوو تر بريده پورې اړيکي وساتل شول.
دا ټول ددې لامل شول چې د پنځه لسو کلونو له تېرېدو وروسته اوس هم موږ په هېواد کې د ولسواکۍ او ګوند پر تعريف برابر کوم سياسي جوړښت نه لرو. په دې برخه کې پخوانی او اوسنی حکومت يو هم جدي نه و او نه دی، ځکه منظم سياسي ګوندونه په ځينو مواردو کې پر حکومت باندې د فشار اوزارونه دي.
زموږ ګوندونه لا هم د کورنۍ، قوم او يا سيمې په ولکه کې دي او دا د دې هېواد د سياسي ګوندونو تر ټولو لويه ستونزه ده. پر دې سربېره، هغوی چې پر ګوندي سياست باور لاره او تر کورنۍ، قوم او سيمې پورې محدود ګوندونه يې نه خوښېدل هم و نه شو کولای چې ټول شموله ګوندونه جوړ کړي.
د دوی ستونزه د مديريت کړکېچ و چې هېڅکله يې کابو نه کړای شوه. دغه کړکېچ په ګوندونو کې دننه هر څه تالا ترغه کړل. پايله دا شوه چې آن فکرمحوره ګوندونه هم د فردمحوره هغو په څېر د افرادو منګلو ته ولوېدل او د ولسواکۍ تمثيل پکې د سليقو قرباني شو.
يا په بله وينا، په ګوند کې د ننه ولسواکۍ د يو يا څو کسو يرغمل شوه، ګوند په ځان کې دننه د ولسواکي تمثيل په سخته کاوه، له ګونده د باندې خبره خو پر ځای پاتې شوه.
ددې کار ستونزه دا وه، هغه خلک يې زړه توري کړل چې پر ګوندي سياست يې باور لاره او دا يې د ولسواکۍ د غوړېدو يوازېنۍ لاره بلله. پايله دا شوه چې د ګوندي فعاليتونو بازار سوړ، ولسواکي هماغسې خوارځواکي او ګوندي سياست يوازې هغو ګوندونو ته ورپاتې شو چې د ګوندي دود او ولسواکۍ خلاف وسلوال لري او ګوند د تورو او سپينو پيسو د عايد سرچينه بولي. د ملي وحدت حکومت خو له لويه سره انفعالي سياست لري. يو څه بايد پېښ شي چې بيا دوی لاس په کار شي. بده دا چې دلته کړکېچ پر کړکېچ هوارولو ستراتيژي چلېږي. دا وخت چې د افغانستان ګوندونه او تر هغه ور هاخوا ګڼ ګونديزه ولسواکي په يوه کړکېچن پړاو کې ده، نو ګورو به چې دا کړکېچ د بل کوم کړکېچ په واسطه هوارېږي؟