د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر
۱۳۹۲کال د چنګاښ ۱۱ نېټه
په پکتيکا د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عزيزالله کاروان وايي چې تيره شپه ناوخته يې د مخامخ جګړې په ترڅ کې شپږ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژلي او يو شمير وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.
کاروان وويل چې د ډاياګ پروګرام ته د ۴۰ ميله وسلو د سپارلو په موخه مرکز ښرنې ته له خپلو ځواکونو سره تللی وو چې بېرته اورګون ته د ستنېدو پر مهال تيره شپه ناوخته د سروضې او اورګون تر مينځ د کوټنۍ په سيمه چې د سروضې اړونده ده له يوه کمين سره مخ او ځواکونه يې نږدې يو ساعت جګړې ته اړ شول چې په ترڅ یې شپږ تنه د دولت وسلوال مخالفين د مخامخ جګړې له امله ووژل شول.
کاروان زياته کړه چې يو تن وسلوال مخالف تر ژوندي نيول کېدو وروسته يې د سروضې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ته د نورو څېړنو په موخه سپارلی دی او وژل شويو وسلوالو جسدونه په اورګون کې د سردار نظامي اډې ته لېږدل شوي دي
د سیمه ييزو پوليسو ياد قومندان وويل چې په سيمه کې ملکي وګړو او يا هم سيمه ييزو پوليسو ته هيڅ ډول زيان دی اوښتی.