رسنۍ چې د يوې ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري ، په پرمختللو هيوادونه کې ورته ډېر اهميت ورکول کېږي.

په افغانستان کې په تېرو نږدې ۱۴ کالونو کې د رسنيو په برخه کې بېلابېل پرمختګونه شوي ، چې اوسمهال يې ډېری رسنۍ د مالي ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي او يا هم د سقوط په حال کې دي.

اوسمهال په افغانستان کې لسګونه ، تصويري ، غږيزې او چاپي رسنۍ فعاليت کوي ، چې په لومړيو کې دغه رسنۍ د پرمختګ پر لور روانې وې ، خو اوس يې بازار سوړ شوی دی.

د طالبانو له واکمني وروسته په ولايتونو کې هم ځينو رسنيو فعاليت پيل کړ ، چې په پيل کې يې فعاليت ډېر په چټکۍ سره پر مخ روان و، خو په ورستيو دوو کلونو کې يې ځينې په ټپه ودرېدې او ځينې بيا له مالي ستونزو سره مخ دي ، چې کېدی شي په نږدې وخت کې فعالې رسنۍ هم چارې په ټپه ودروي.

Mediaيو هم له دې ولايتونو څخه پکتيا ده ، چې په تېرو ۱۴ کالونو کې پکې بېلابېلو رسنيو فعاليت وکړ ، خو ځنې يې د مالي ستونزو له امله ودرېدې او ځينې بيا اوسمهال هم په ډېر خراب اقتصادي وضيعت کې فعاليت کوي.

 د دې رسنيو مسئولين وايي ، کې د ځينو ادارو له خوا ورته پاملرنه ونشي ، نو کېدی شي ، چې شته رسنۍ هم له لاسه ورکړو.

د سراب په نوم د يوې خصوصي جريدې مسئول اسماعيل لاروی وايي ، د مالي سرچینو نه موجودیت او له رسنیو څخه د نړېوالو موسسو نه ملاتړ هغه اساسي لاملونه دي چې له مخې یې یو شمېر رسنۍ له سقوط سره مخ دي، که نړيوالې موسسې بيا هم مرستو ته دوام ورکړي ، نو دغه رسنۍ ، چې اوسمهال په خراب وضيعت کې کرار لري ، بيرته په پښو ودرېږي.

لاروی وايي ؛ اوسمهال ډېری ادارې هڅه کوي ، چې په پلازمېنه کابل کې رسنيو ته پروژې او اعلانات ورکړي.

د نوموړي په خبره ، د دې رسنيو د خراب وضيعت يو بل لامل دا دی ، چې د بهرنيانو له خوا افغانستان سره مرستې کمې شوې ، چې په رسنيو يې منفي اغېز کړی.

لاروی وايي؛(( پخوا به ځينو بهرنيو ادارو رسنيو ته د ځينو خپرونو د خپرولو په بدل کې پيسې ورکولې ، چې کولی يې شول په يوه خپرونه د يوې مياشتې لپاره هم نشرات وغځوي)).

لاروی له سوداګرو او موسساتو غوښتنه کوي ، چې رسنيو ته په دوامداره توګه اعلانات ورکړي ، چې رسنۍ بيرته په پښو ودرېږي

خو ځينې کسان بيا وايي ؛ چې په لومړيو کې د رسنيو بازار ګرم و او ډېرې پيسې يې لاسته راوړلې ، نو نور کسان هم په دې هڅه کې شول ، چې رسنۍ جوړه کړي او پيسې لاسته راوړي.

ازاد خبريال او د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهيالی عارف الله حق پرست همدا خبره کوي او وايي ؛ ډېری رسنۍ ولس ته د خدمت په موخه کار نه و پيل کړی ، بلکې د پيسو لاسته راوړلو په موخه جوړې شوې ، نو ځکه له سقوط سره مخ شوې ، چې په بهرنيو مرستو يې تکيه کړې وه.

حق پرست وايي ؛ ځينې رسنۍ پرته له دې چې مالي سرچينه ولري، له نورو رسنيو سره د سيالۍ په موخه رامنځته شوې.

دی وايي؛(( په پکتيا کې ځينې رسنۍ چې د فرهنګي ټولنو له خوا پيل شوې وې او لا هم  فعاليت کوي ، نو ځينو بيا د هغوئ پر ضد د سيالي په موخه رسنۍ جوړې کړې ، چې په دې سره غواړي ، يوازې يې نوم لوړ وي ، چې پلانکۍ ټولنه هم رسنۍ لري ، په دې فکر کې يې نه و ، چې مالي سرچينې به له کومه کوو)).

له دې وړاندې په پکتيا ولايت کې ډېرو رسنيو په سوداګريزو اعلاناتو او د موسساتو په ځينو پروژو خپل نشرات کول ، خو په دې ورستيو کې د سوداګرو له خوا اعلانات کم شوي او ځينو موسساتو خپل دفترونه تړلي دي.

په پکتيا ولايت کې د يوې سيمه ييزې راډيو کاکوونکی نوراحمد حيران وايي ، د موسساتو د دفترونو د تړلو تر څنګ يوه بله لويه ستونزه دا هم ده ، چې برېښنا نشته او ډېر لګښت په پيټرولو او ډېزلو کېږي.

حيران افغانستان ټوډې ته وويل ؛ هره مياشت نږدې ۴۰ زره افغانۍ په تېلو مصرفيږي ، چې د رسنيو په سقوط کې يې ډېر رول لوبولی.

نوموړی وايي ، که سيمه ييزې رسنۍ خپل فعاليتونه ودروي ، نو اداري فساد به ورځ تر بلې په ډېرېدو شي ، چې بيا به يې کنټرول د حکومت له واکه وتلی وي.

دی وايي؛ (( دغه سيمه ييزې رسنۍ دي ، چې د اداري فساد مخه يې تر يو بريده نيولې ده، دغه رسنۍ بايد همداسې ژوندۍ پاتې شي )).

نوراحمد حيران اندېښنه ښيي ، که شته رسنۍ له سقوط سره مخ ، شي نو ډېری خبريالان به له بې روزګارۍ سره مخ شي.

ډيموکراسي ، چې نړيواله ټولنه يې په افغانستان کې پلي کېدل غواړي ، ډېره يې د سيمه ييزو رسنيو له لارې پلې شوې ده او ورته کار شوی.

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق همدا خبره کوي او وايي ، هغه ادارې چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او د بيان ازادي چيغې وهي ، بايد سيمه ييزې رسنۍ پرېنږدي ، چې فعاليتونه يې په ټپه ودرېږي.

مشفق وايي ، سيمه ييزې رسنۍ د ډيموکراسۍ د پلي کولو تر ټولو غوره وسيله ده.

نوموړی په افغان سوداګرو او نړيوالې ټولنې غږ کوي ، چې د سيمه ييزو رسنيو د سقوط مخه ونيسي او داسې حل لارې ورته ولټوي ، چې دوئ خپلو موخو ته ورسېږي او رسنۍ له سقوط وژغورل شي.

په پکتيا کې له دې وړاندې لسګونه رسنيو فعاليت کړی ، چې د اقتصادي ستونزو له امله له څه وخت وروسته يې ځينې په ټپه ودرېدې او اوسمهال ملي تلويزون ، د ملي راډيو په ګډون ۹ غږيزې رسنۍ او ۷ چاپي رسنۍ ، له حکومتي رسنيو پرته په خراب وضيعت کې فعاليت کوي ، چې ډېره برخه يې د سقوط په حال کې دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *