تاند- د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی اې) چارواکي وايي چې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د لوڅو یا پورن فلمونو کلیکسون به افشا نه کړي.
مخکې هم لوېدیځو رسنیو د استخباراتي چارواکو په قول ادعا کړې وه چې بن لادن د ایبټ اباد په پټنځای کې لوځ فلمونه کتل.
د سي آی اې رييس مایک پومپیو امریکايي رسنیو ته وویل، د بن لادن له هستوګنځي څخه ترلاسه شوي اسناد به په راتلونکو څو اوونیو کې خپاره شي، خو د هغو په منځ کې ځینې لوڅ فلمونه (پورنوګرافي) هم شته او همداراز ځینې نور اسناد د کاپي رایټ یا د کاپي د حق ستونزه لري او له همدې کبله یې نه شي څرګندولی.
د سي آی اې مشر دا خبره وروسته له دې وکړه چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر له کوره له ترلاسه شویو اسنادو او موادو څخه د عامو خلکو د خبرولو لپاره د امریکا له حکومته څو رسمي غوښتنې وشوې او په دې اړه چې حکومت ولې دا اسناد نه څرګندوي محکمې ته شکایت هم شوی دی.
په امریکا کې د معلوماتو د ازادۍ حق قانون، چې په ۱۹۶۶ م کال تصویب شوی، د امریکا ولس ته دا حق ورکوي چې د معلوماتو د نه ورکولو په خاطر پر حکومت عرض وکړي.
بن لادن د ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري د پاکستان د کاکول په نوم د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ په یوه کور کې وویشتل شو.
د مشهور ژورنالیست سیمور هیریش په باور، چې د بن لادن د وژل کېدو په اړه یې تحقیقات کړي، د نوموړي د هستوګنځی د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه جګپوړي مامور په دې هیله امریکایانو ته وښود چې له امریکا څخه به ۲۵ ملیون دالره جایزه ترلاسه کړي.
زه فکر نه کوم ، دا ماته د هر چا له خوا چه وی دروغ او له حقیقته لیری ښکاری حتی ابیت اباد کی د هغه وژنه د سپټمبر د یووللسمی پیښی په شان معمی ښکاری