له جرمني څخه د ازبكستان په لور

۲۰۰۱ د سپټمبر د 19-25

لسم څپركى 

زموږ د گروپ برخه رمسټېن ته دقيقاٌ پخپل وخت راورسېده، او د رامسټېن د ننوتلو مرحله مو په اسانۍ سره تېره کړله.

دهوايي خدمتگارانولخواپه الوتکه کې د ډالرو درې بكسونو اجازه لېږد راكړل شوی ؤ، او زماله اوږو ېې هغه اندېښنه چې بکسونه ؛ د ترانزیټ په مهال لادرکه شول؛ لېرې کړله.

فرانکفورټ ته زموږ د لېږدونې د بس د پيداکولو له امله يو څه حيرانيتا وه، ساړه ؤ او ورو ورو باران ورېده، موږ بايد خپل بکسونه د امنيت له نويو امنيتي موقتي خونو چې د سپټمبر د يوولسمې څخه سمدستي وروسته جوړې شوې وې، څخه تېر کړى وای.

بس مو پيدا کړ او زه له دې امله چې د بس کرايه بايد په خپله ورکړو، هک پک شوم، دبس له چلوونكې ټينگار وکړ چې که چېرې غواړو چې نقدې پيسې ورکړو، بايد مارک وي او که غواړو چې چېک ورکړو بايد هغه د پيسو د شتون د تصدیق کولو لپاره کريډيټ کارټونه معاینه کړي. زما خوښه وه چې د بس ټوله کرایه پر دولتي راکړل شوي کارټونو باندې واچوم خو بیا هم باید موږ موټروان ته په داسې حال کې چې هغه د خپل گرځنده ټليفون له لارې د خپل دفتر سره د ۲۳۵ ډالرو د اخيستلو تصديق وکړي، دېرش دقېقي انتطار وباسو.

زه په هغوبكسونوباندې ناست وم چې درې مليونه ډالر په كې ؤ، اود دوه سوه پينځه دېرش ډالرو د وركړې لپاره اړ و چې تر ډېره وخته انتظار وباسو. په پای کې په داسې حال کې چې باران ورېده، فرانکفورټ ته روان شو.

په هغه ځای کې چې د سي، ای، اې لنډ مهال دفتر جوړ ؤ، زموږ تود هركلى هغومره چې هیله مو درلوده، نه ؤه. موږ د سرې قالینې غوښتونکې هم نه ؤ خو موږ فکر کاوه چې د مامورينو لخوا به زموږ په راتلو به هیله مند او خوښي وي. اوس دا دی موږ دلته ؤ، لومړني سي، ای، اې افسران د القاعده په ځپلو پسې د سپټمبر د یوولسمې وروسته راوتلي وو، او په دغه دفتر کې کارمندان هم د همدغه هڅې یوه برخه وه، برسېره پردې دفتر ته زموږ راتگ دوی ته د سر درد جوړ شوی ؤ. کارمندانو فکرکاوه چې دغه گروپ وظیفې ته د پرسونل د اعزام کولو لپاره چې ښايي په نږدې راتلونکي کې ترسره نه شي، راغلي وو، په دفتركې يوازې يو يادوه كسان په دې پوهېدل چې زموږكوچنى گروپ دالقاعده دځپلوپه لپاره راوتلي دي، او هغوی هم د ماسپښين زموږ د توكو د راتگ په څرنگوالي ډېر وروسته پوه شول، یو څوک په دې هېده چې کرېس نومى امريكنى ښار ته راغلى، خوپه دې نه پوهېده چې هغه کله او چېرته به شپه تېروي، په پاى كې موږدالوتكې د الوتنې مسؤل ته ور ورپېژندل شوواوهغه وویل چې راتلونكې سهار وختي به تاشکند ته په چارتر ۱۰۰ ډوله الوتکه کې الوتنه کوؤ. ښه خبر و خو زموږدگروپ اودسامان ټول وزن ډېر ؤ او موږ اړ ووچې يوڅه سامان كم كړو، ځكه هغې چورلكې چې له ازبكستان څخه دهندوكش له غرونوتېرېده بايدمعياري وزن درلودلاى واى.

کريس په همغه ماسپيېن د دوه نیمو بجو په خوا او شا کې راغی، یو څه ناوخت راورسېد، هغه اسانتیا د رارسېدلو په مهال د سپټمبر د یوولسمې پېښې وروسته د امنيتي تدابېرو د سختوالي له امله له ستونزو سره مخ شوی ؤ، د استانبول څخه د راوتلو پرمهال له واورې سره هم مخ شوی ؤ او له دې امله الوتکه فرانکفورټ ته ناوخته خوځېدلې وه.

 کريس د ژمي لپاره لا له وړاندې توكي رانيولي وو او د هغه سره د لنډې لیدنې وروسته مو د متحده ايالاتو نږدې پوځي پوسټ مرکز ته افغانستان ته د ځان د مجهز کولو لپاره ولېږه.

موږدراتلونكي سهارپه پاؤباندې پينځه بجې له خوبه بېدارشوؤ، که څه هم چې زموږ مرستیاله ملگري زموږ د راتگ څخه خوښ نه وو خو هغوی موږ او زموږ توكي د الوتکې ساحې ته په لېږلو کې ښه دنده ترسره کړله، -100 اېل الوتکه زموږ په انتظار ولاړه او زېنه ترې راښکته وه. د کارگو په مخکنۍ برخه کې د ترپال څخه جوړې سره مېزونه د الوتکې د دواړو خواوؤ څخه راځوړند وو او زموږ د شخصي توكو، د اوبو، د اود خوړو بکسونو د خلیگاوؤ په منځ کې دلۍ وو. د مخکنۍ بیلوونكې دېوال ترشا د رڼو متيازو لپاره يو پایپ(هغه پايپ چې لوېديځوال پکې په ولاړې تشې متيازې کوي. ژ) او يو كېمياوي چړچوبۍ هم موجود ؤ. چوکۍ مو خوښې كړې، کله چې ترپال د اوسپنيز فريم ته راکوږ او ځوړند شو، ما يوازې د الوتنې د سختوالي او ناارامۍ په اړه فکر کاوه.

 کله چې د کاري  ډلې مشر موږ ته د غوږونو خولپوټي(هغه پلاستيكې اله چې په غوږ په کېښودلو سره بېدیاني غږ او شور بندوي. ژ) راکړل، د الوتنې پرسختوالي يې زما شک نور هم زيات کړ.

د اوسېدلو ځاى په نسبت الوتنه د حیرانتیا سره، ډېره ارامه وه. د ترپال په سیټونو خوا ته مو پښې غزولې او حتى کولای مو شول چې کارگو یا توكيو سر ه ویده شو. د ډېر شور له امله مو ډېرې خبرې نشوې کولای، کوچنۍ برقي تنور هم ؤ او پوهنيزه ډلې الوتکه د ډېرو ژر گرمېدونکو خواړه او مشروبات درلودل، وخت مو پر لوستلو او ویده كېدلو تېر کړ او په تاشکند کې د ماسخوتن په اته بجې او دېرشو دقيقو ښکته شوؤ.

په هوايي ډگر كې دسي، ای، اې افسرانواو ورسره محلي ازبك مامورينوله موږسره وليدل، دازبكستان د وېزو په نه لرلوسره هغومامورينواندېښنه لرله، هغوی په هوايي ډگر کې د گمرگ او د مهاجرينو اړوند مامورينو په منځ کې اړیکې او په پاى كې يې هېواد ته د ننوتلو اجازه راکړله.

الوتكه په بيړه سره خالي شوه اوديو لوى روسي موټر په څار چې زموږ توكي هم پکې بار وو، د متحده ايالاتو سفارت ته لاړو. کله چې توكي په سفارت کې نوې جوې شوې لوجستيكې ودانۍ ته ښکته كېده، زه د سفارت ودانۍ ته د سي، ای، اې د مسول پازوال سره د سفر په اړه د پلان پر څرنگوالي د ځان پوهولو لپاره ورغلم. حتى د شپې د يوولسو بجو په مهال هم هر څه بوخت وو، او مشر، يو ځوان افسر چې ما د څو کلونو په رهیسې پیژانده، دنده ښه ترسره کړله. هغه تاشکند ته په رسېدلو سره، په مرکزي اسیا کې دغه هېواد ارام پيدا کړ خو ناڅاپه دغه ځای ډېر بوخت او د قرارگاه څخه پکې زیاته دلچسپي پیدا شوله.

په رسېدومې ټولو قرارگاه او اړوندرياستونو لکه د ترورېزم په وړاندې مرکز، شمال ختيځه فرقه او د ځانگړو فعالیتونو فرقې ته دخوندي رسېدوډاډوركړ، شريټن هوټل ته نيمه شپه راورسېدلو، ستړي خو خوښ وؤ. موږ په خوښۍ سره د هركلي مېز سره د ځوانو او جذابه جنكيانو په ليدلو سره چې ټولو يې بېخي لنډې لمنې لرونکې جامې اغوستې وې، حیران شوؤ، ریک وویل چې د هغه په باور دغه جنكيانو ته هوټل د بې وزلى له امله پوره جامې نه شي اخېستلای، خو د گروپ هیڅ یوه هم ترې شکایت نه درلود! ډاکټر هم هوټل ته ننوتلی و او ميوري ورسره سمدستي اړیکه ونیوله او هغه ته یې وویل چې د سهار د چاى پر مهال په اته بجو سره وینو. په خپل منځ کې یې سره ټوکې ټکالې وكړې، دوی دواړه نږدې ملگري وو او د ټول سفر په بهیر کې همدا ډول ټوکې ټکالې کولې. زموږچورلكه هم تر معاينې او رغونې لاندې وه اوپه يوه ورځ كې تيارېدله.

زموږگروپ دوه پيلوټان هم په دوه ورځوكې هلته راورسېدل، د ازبك او تاجك دولت لخوا زموږ لپاره د هغوى د هوايي ليكې د كارولو اجازه هم پاتې وه، دغه موضوع دلوړې ديپلوماسۍ موضوع وه او بايد نېغ په نېغه دامريكې بهرنيو چارو وزارت بايد ورباندې غږېدلاى واى، د دغه مذاکراتو د اغېزمن کولو لپاره زموږ له وسه څه نه ؤ پوره نو موږ یوازې اجازې ته په تمه وؤ. ، راتلونکې څلور ورځې مو د اجازې دراکړې لپاره په تمه تېرې كړې. پاپي خپل برقي سامان، ټليفونونه اونور تجهيزات معاينه اوچمتوكړل، دسټلایټ دوه ټليفونونه یې معاینه او اړوند بټری یې له چارجه ډکې كړې. گرځنده جنراټورونه مو معاینه او له تیلو مو ډک کړل. د هغې وروسته مو ټولې وسلې راواخيستلې او هره یوه مو معاینه بیا مو د کلاشنکوفو دېرش ډزې شاجورې ډکې او په هغه بندونو کې چې په افغانستان کې مو کارول، واچولې. لاسي جي پي اېس مخابرې مو معاینه او سټان یې په کارولو پوه کړلو، بياپه بازاركې وگرځېدواويوڅودانې مو روسي دوربينونه چې ډېرارزان وو واخيستل، يوه دانه مولويه اوقوي پلاستيكي بوجۍ واخيسته څودگروپ پيسې په كې ځاى كړم. بوجې ایله بیله پرې ډکه شوله، د وړلو لپاره نسبتا ارامه وه او ددرېيو بکسونو پرځای د يوه بکس څارل راته اسان ؤ.

له ازبك حكومت سره دڅوورځولپاره دهوايي ليكې دكارونې بحث روان ؤ، هيله كېده چې ازبك حكومت به موافق شي، خوتاجك دولت دزيات روسي نفوذله امله تراوسه بې ځوابه ؤ، او واشڼټن پر روسانو فشار راوړ څو تاجک دولت د هوکړې لپاره وهڅوي،

كه چېرې تاجكستان دولت موږته ددوى دهوايي ليكې دكارونې اجازه راكړې نه واى، موږاړ ووچې دازبك خاورې له سوېل څخه دافغانستان خاورې ته داخل او د ختيځ په لورې د طالبانوتر ولكې لاندې الوتنه کوله، د شمالي ټلوالې سېمې ته تر رسېدلو وروسته به سويلي لورې ته د هندوکش غرونو په سر د پنجشېر درې ته ورگرځېدلو، د وروستي ذکر شوي پلان سره د واشنټتن او د ازبک حکومت له پلوه مقاومت موجود ؤ ځکه چې په دې ډول موږ په هواكې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه باندې څو سوه ميله الوتنې ته اړ كېدلو. په دې ډول موږ د دښمن د هوايي ضد حملاتو د شنډول لپاره هېڅ هوايي مرسته او د ژغورنې هېڅ مرسته نه درلودله. که چېرې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه کې كېناستلو ته اړ شوي وای، موږ ټول به یې له مرستې او په خپلو مټو وای. څو ورځې خو داسې ښکارېدله چې د تاجک ددولت د اجازې پرته زموږ ماموريت په خطر کې پرېوتى ؤ.

کرېس دافغان مقاومت دډلې له قوماندانانوسره په تاشکند کې د هغوی له کوربه گانو په واسطه په اړيكوټينگولولگياؤ، دغه قوماندانان دشمالي ټلوالې سره متحد وو او په راروانه جگړه کې په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې سره په يو همغږي وو، موږ غوښتل چې افغانستان ته د ژامې ماتوونكې گروپ تر رسېدلو وروسته وتواونېږو چې نېغ په نېغه له نوموړو قوماندانانو او يا د هغوی له استازو سره اړيکه ونيسو. ما د پيسو بنډل د لومړي ځل لپاره خلاص کړ او هغه ته مې ۵۰۰۰۰ زره ډالر ورکړل څو د هذاره هغه لوړپوړي قوماندان ته تاشکند ته د سفر پر مهال ؤ، ورکړي. موږ له هغه سره د روسانو په وړاندې د جهاد په وختونو کې ډېرې معاملې کړې وې، دی او ځواکونه یې د کابل دننه او خوا او شا کې ډېر اغیز درلود. ايډ او گریگ په ۲۳ سپټمبر راغلل اوسمدستي د کاري ډلې له مشر مېخانیک سره د چورلکې د وروستنیو لاس وهنو لپاره كېناستل. رتلونکې ماسپیين یې د چورلکې الوتلو ته د چمتو والي خبر راکړ، ايډ او گریگ دواړه باتجربه پیلوټان وو او دواړه د متحده ايالاتو د پوځ د ځانگړو عملیاتو پخواني پیلوټان وو چې په زرگونه ساعته الوتنې یې په هر ډول چورلکو کې کړې وې. بک هم په مساوي ډول تجربه کار ؤ، هغه د امريكې په پوځ کې روزل شوی ؤ او هرډول مېخانیكې ماشین له چورلکې ټربین انجن څخه رانیولې تر گرځنده جنراټور او د روسي جیپ تر ماشین پورې یې جوړولی شول.

دسيپټمبرد پينځه وشتمې نېټې په سهاريې رسمي رپوټاكړچې د ازبك اوتاجك دواړوحكومتونولخواددوى دخاورې داكارونې اجازه راكړل شوه.

ترراتلونكي سهارپور ې موږخپل گروپ ته دچمتووالي اجازه وركړه، چورلکه مو باید د سهار په شپږو بجو بار او دوشنبې ته مو الوتنه کړې وای، هلته مو بیا تیل اچولي وای اوله دوشنبې څخه مو دشمالي ټلوالې دوه كسان له ځان سره را خيستي واى، چې يويې په دوشنبه كې دشمالي ټلوالې نماينده اوبل يې يوتجربه كارپيلوټ ؤچې زموږله پيلوټ سره يې دهوايي ليكې په لارښوونه كې دمرستې په راغلى ؤ.

موږبايدددغودووكسانوپه راخيستو انجمن له کنډو څخه تېر او دهندوكش دغرونوپرسر چې د پيلوټانو په وينا ۱۴۵۰۰ فوټه لوړوالى درلود، سفر لپاره الوتلي وای.

يوولسمه ورځ مو د اړيکو سامان الات بايد بېرته په بکسونو کې بند، په صحیح ډول مهر لاک، او شمېرل شوي وای. جامې مو هم مينځلې وې، قرارگاه ته مو تلگرافونه ولېږل او په تاشکند کې د مرستې له دفتر سره مو راتلونکى سهار هوايي ډگر ته د سامان د لېږدولو لپاره اړیکې ونیولې.

له تاشکند څخه د تگ پرمهال د ترتیباتو پر مهال د پلان د نورو برخو څخه تقریبا ډېر اندیښمن ؤ ځکه چې تاشکند ته نوی گومارل شوی لوجسیتكې افسر سره معامله له خنډونو خالي نه وه، سفارت ته زموږ د راتگ او زموږ د گروپ سره د معاملې کړلو هغه په غصه کړی ؤ، ما باید اندېښنه نه وای کړې ځکه چې هوايي ډگر ته خوځښت ارام ترسره شو.

زما په گمان نوموړی ځوان افسر له دې امله چې موږ ترې روان ؤ، خوښ ؤ.

موږ شریټن هوټل ته مازدیگر لاړو او راتلونکې سهار په درې بجې او پنځوس دقیقې مو د راوېښېدلو پلان درلود. موږ ټول خوښ ؤ، تېرې یوولس ورځې په داسې حال کې دندې ته د تللو خبر راکړل شوی ؤ، له اندیښنو ډکې وې، داسې ورځې چې له سخت کار او اوږدو کاري ساعتونو، د بیروکروتیک ځنډ له امله د سر دردی او زموږ معشوقو ته د احساساتي خدای په امانۍ څخه ډکې وې. اوس انتظار پای ته رسېدلی و، سبا سهار به له خطره ډکه او د يادولو وړ كېسۍ پيل كېږي!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *