اتلسم څپركى

راتلونكې څو ورځې مو د مختلفو ادارو پركارونو ډكې وې، له نوي چاپېريال سره مو د بلدېدو لپاره جگې او ټيټې تېرولې، زه تردې مهاله هم دلاندينيوكلموپه ستونزو اخته وم چې په لومړيو ورځو كې راته پيدا شوې وې، زمابدن له دې ستونزې او له ارتفاع سره د بلدېدو له امله د اوبو له كمښت سره مخ شو، ماستونزه اوكمزوري احساسوله خو د وخت په تېرېدو سره ښه كېدم، خو د پاپي د معدې د گيس ستونزه لاپسې زياتېدله، دگروپ له غړيوڅخه يوازې زه وم چې روغتيايي ستونزه مې درلوده، زما دناروغۍ دپړاو دغه حالت سره له دې چې پرهېزمې هم كاوه بيا هم فوق العاده و.
دهغې هيلې اوهمكارۍ په خاطرچې شمالي ټلوالې زموږ د گروپ راتگ ته گرم هركلى ووايه، په دره كې دگروپ له شتون څخه دځايي خلكودخبرېدو له امله دشمالي ټلوالې دمشرانواندېښنې هم راوپارېدې.
دپنځمې ورځې په سهار جان محمددنويوجاموله غټې دلۍ سره راغى او ويې ويل چې دگروپ دغړوپه خاطريې داجامې رانيولي دي، هغه په خوښۍ سره وويل چې انجينرعارف فكركوي چې د لوېديځ ډوله جاموله اغوستلوڅخه دمحلي جامواغوستل ښه دي، هغې دگروپ هرغړي ته بېل بېل وكتل اوبيايې يو، يوپرتوگ اويو، يو لوى كميس دگروپ هرغړي ته په لاس كې وركړل، جان محمددغاړې هغه دسمالونه چې پنجشېريان يې كاروي اوخوښوي هم دگروپ لپاره راوړي وو، چې د مالوچو له نري ټوكر څخه جوړ شوي وو اوگڼې تورې ليكې يې درلودې، هريوه دسمال درې فوټه مربع پلنوالى درلوداوپه حقيقت كې چې موږله هرافغان سره مخامخ شوي يو، دغه ډول دسمال يې په غاړه كې ؤ، كه څه هم په عادي ډول يې د كاؤباى (Cow Boy) په ډول له غاړې راتاواوه، خو دوى دغه دسمال د څو بېلا بېلو موخو لپاره كاراوه، موږدوى وليدل چې له غاړې به يې لرې كړل اوله همېشه شته گردڅخه به يې خولې اوپوزې پرې پټول اويايې دښځوغوندې شال غوندې د باران اوساړه پر وړاندې كاراوه، د هوا د خرابوالي پرمهال موږ داسې كسان هم وليدل چې خپلې پوزې به يې همېشه پرې پاكولې او بيا به يې بېرته له غاړې راتاو كړ.
جان محمدوويل چې دغه تورې اوسپينې ليكې دشمالي ټلوالې دغړيتوب دلودلونمونه ده، چې داحمدشاه مسعودهم ډېره خوښ وه، جان محمدزموږدگروپ دهرغړي لپاره له وړيوڅخه جوړې شوې هغه خولۍ وركړې چې نږدې هرافغان يې كاروي، دغه خولۍ له درنو وړيوڅخه جوړې شوې وې چې په سركې پلنې اوديوبنډل غوندې تاوشوې څنډې يې لرلې، دغه څنډې په غوږونوراكښته كېدلاى شي (پاكول، ژ)، پاكستان ته زمادپخوانيوسفرونوپرمهال دغه ډول خوليوته چترالي خولۍ ويل كېدې، ځكه چې دپاكستان په شمال غرب كې دچترال درې خلكودغه ډول خولۍ په سركول كلتوري دود دى.
پرتوگ اوكميس ته په اردوژبه كې شلواركميس ويل كېږي، پرتوگ هم ډېرپړسېدلى او ازاد دى، دپرتوگ دملااندازه د دوو لويوكسانوبرابره وه، خوله نېكه مرغه چې بگه لري او پرتوگ بدن پورې كلك نيسي، كميس يې اوږده لستوڼي لري اوعادي لوېدځ ډوله غاړې (كالر) اودوى لمنې لري چې يوه وروسته اوبله يې مخته تر زنگنو پورې رسېږي او د پرتوگ دپاسه پرتې وې، دغه جوړښت يې اغوستونكي ته اجازه وركوي چې په بهركې د تشناب حاجت داسې ترسره كړي چې په همدې مهال كې پټ هم وي او دا هغه څه دي چې هره ورځ ليدل كېږي.
دكميس پرڅرنگوالي برسېره فكرنه كوم چې دگروپ كوم غړي دې ددغه ډول عمل كوښښ كړى وي، موږپه لنډوخت كې په دغه ډول جامووپوښل شوو، خولۍ موپه موډبرابرې پرسرونوكړې اوله غاړې څخه موددسمالونودراتاوولولپاره تمرينونه ترسره كړل، ماپه ايېنه كې خپل ځانته له كتو وروسته فكر وكړچې هرافغان به موله ليدلو وروسته سملاسي وپوهېږي چې بهرنيانوافغاني جامې اغوستي دي، مادگروپ نوروغړيوته وكتل، حتى ميوري چې لنډه گيره يې هم درلوده په اسانۍ سره بهرنۍ مالومېده.
كله چې جان محمدولاړ موږ د نويو جامو په اړه سره وغږېدو، له واټن څخه ټول نارينه افغانان زموږ په ډول ښكارېدل اوموږته ورته جامې، خولۍ، دسمالونه او د پښوكولو بوټونه اوڅپلۍ يې درلودې، خوافغانانو كولى شول چې زموږ د جامو د بدل اغوستلو توپير په اسانه وپېژني او له يوې ډلې څخه مو بهر په گوته كړي.
پدغه قبيلوي ټولنه كې چې ژوندپه كوچنيوكليواوبېلو درو وېشل شوى دى، ټول يوتربله سره پېژنې اوبهرني ددوى په منځ كې ديوې خوږ گوتې غوندې چې په پټۍ تړل شوى وي ښكاري.
يوڅوكاله وړاندې په پاكستان كې ماله يوافغان قومي مشرڅخه وغوښتل چې دخپلې سيمې څخه بل كلي ته دده خپل څوكسان ولېږي څوميرعمل كاسي په سيمه كې ولټوي (ميرعمل كاسي په امريكې كې د سي اى اې دوه مامورين وژلي وو) هغه وويل چې دغه كارناممكن دى، ته فكركوې چې افغانان ټول يوتربله په ظاهري بڼه ورتوالى سره لري، خو يو افغان په چټكۍ سره پخپل كلي كې نا اشنا كس پېژندلاى شي، زما كسان به په سيمه كې له ليدل كېدو وروسته سملاسي ودرول او وپوښتل شي، كه چېرې ددوى خبرې ياپلمه په هرډول هغوى ته شكمنه ښكاره شي، دوى به ووژل شي.
دغه هم رښتياثبوت شوه، موږدمحلي جامودښه اوپه طريقه اغوستلواوله ستروږيروپه درلودلوسربېره بياهم په سيمه كې دگرځېدوپرمهال له ليرې بهرنيان ښكارېدو، يوځل كله چې زه اوكريس د شمالي اوارې سيمې څخه راوگرځېدو، په لاره كې دسړك دخرابوالي له امله د څو بزگرانو د خټو له جوړو شوو جونگړو په خوا كې ودرېدو، يو شمېر ماشومانو د سړك غاړې ته څېرمه په ورشوكې لوبې كولې، دسړك دجوړېدلودكارجريان ته يې كتل، دوه كوچني ماشومان زموږجيپ موټرته رانږدې شول اوله خلاصوكړكيوڅخه يې موږته په حيرانتياسره په ځيرځيركتل، په مااوكريس پورې يې دمحلي جاموداغوستلوله امله تېزه خندا اوژر ژر خبرې كولې، يواوبل ته به ورتلل اوموږته به يې په لاسونواشارې كولې، بياددوى كوچنۍ خور ورسره يوځاى شوه، دڅلوروكلونوپه عمركې وه، ډېره خوږه وه، خوډېره ناپاكه، مخ اولاسونه يې په خاوروخړپړ وو، هغه ودرېده اوماته يې په ځيرځير كتل، سترگې يې پراخې اوپه ژړايې پيل وكړ، لاسونه يې له مخ راتاوكړل اوله ويرې ډكې سلگۍ يې كولې، وگرځېدله، خپل ځان يې دورور په غېږ كې ورواچاوه اومخ يې دهغه په غېږ كې پټ كړ، زه اوكريس دغې صحنې ته په خنداشوواوحافظ له هلكانوسره وغږېده، هغه موږته مخ راواړاوه ويې ويل: هغه فكركوي چې تاسې بلاگان ياست، تراوسه يې بهرنيان نه وو ليدلي، وروسته ځوان هلكان دموټربلې خواته راغلل، يوه كراچي يې ترمخې كړې وه اوبل درنده بوجۍ په شاكړې وه، دغه يو ودرېداوكريس ته يې وروكتل، بيايې ترې په درې ژبه وپوښتل اياته عرب يې؟ كريس په دري كې ځواب وركړچې هغه عرب ندى بلكې هغه داروپا اوسېدونكى دى، دغه ځوان ورته په خنداشو ويې ويل: بختوريې ځكه چې موږعرب په هرځاى كې پيداكړو، بې له مرگه يې نه پرېږدو، گوته يې په كراره له ورمېږه راتېره كړه، څوپخپلوخبرو ټينگاروكړي.
موږدخپلوظاهري بڼودبدلولوله امله په دره كې دسفرپرمهال څوځله له داډول غبرگونونوسره مخامخ شوو، څووروځې ورسته موخپل ايل ايل ډوله (لوېديځ ډول جامې، ژ) دانگړاودكلي په نږدې ساحه كې اغوستلې وې، حتى دلومړيوكرښوپه ساحه كې زموږدگروپ څوتنومحلي جامې اونوروټولو لوېديځ ډوله جامې اغوستې.
زموږكوربه دلومړۍ ورځې، بياددويم ځل لپاره زموږ د جامو د اغوستلو موضوع رامنځته نه كړه، خوپنجشېرته دامريكې دځانگړوځواكونوپه نظامي لباس كې راتگ يوه لويه موضوع وه، دومره لويه چې نږدې له شمالي ټلوالې سره زموږاړيكې پاى ته ورسوي.
بله موضوع چې موږ يې ځورولو، دلېږد او رالېږد لپاره د وسايطونشتوالى ؤ، هغه (سي، اى، اې) گروپونه چې له دې وړاندې يې له احمدشاه مسعودسره په پنجشېركې ليدلي و، شمالي ټلوالې ته يې دهايلكس پيك اپ اوديوه ټيوټالنډكروزر موټرداخيستلوبوديجه وركړې وه، هوكړه داسې شوې وه چې دانجينرعارف كسان كولاى شي لدغه موټرخخه گټه واخلي خوكه د(سي، اى، اې) ملاقات كوونكي گروپونه درې ته راشي نوبايدهغوى ته دگټې اخيستلولپاره په واك كې وركړل شي.
دغه دوه موټر په حقيقت كې شته وو، خو د شمالي ټلوالې د ورځني كارونې له امله ډېر ځورېدلي وو، سره له دې چې هغه موټر بايد زموږ لپاره هر وخت منتظر ولاړ وي، خو موږ بيا هم ډېر كله د اړتيا پر مهال موټرو ته انتظار پاتې كېدو.
موږله جان محمدسره دگروپ لپاره ديو بل موټر د اخيستلو په اړه وغږېدو، هغه وويل چې په دره كې ډېركله روسي جيپونه پيداكېږي اوهغه به په خوښۍ سره په ماركېټ كې شته وي، ددغو موټرونو په اخيستلوكې به دې همكاري وكړي.
موږ فكر كاوه چې د استعمال كلمه ښايي د ښه استعمال په ماناوي، خو وروسته مو انتخاب نشو كولى.
ميوري مو ددغوډول دوه يادرېيو موټرو درانيولو لپاره وگوماره، څو د اړتيا پر مهال گروپ ور څخه په پرتليز ډول د شته ترانسپورتي وسيلې په ډول ډاډه كار واخلي.
جان محمديوه ورځ وروسته دڅوكارول شويو روسي جيپونوځاى ته بوتلو، ميوري څوساعته وروسته په گردونوپټ، په گريسولړلى، خولېواله راوگرځېده، هغه درې ښه موټر پيدا كړي وو، كه څه هم چې يو نه يو ډول ترميم ته يې اړتيا درلوده، خو داسې ښكارېده چې د گروپ له غوښتنې سره سم موټر به وي.
د هغودرې واړو موټرو اخيستو لپاره مو په ۲۱۰۰۰ امريكني دالره هوكړه وكړه، خو په يو شرط چې بايددترميم وړهغه ځايونه چې ميوري په كې پيداكړي وو، تر راتلونكي سهاره پورې جوړ كړي.
ما ورته پيسې وركړې، خو ميورې ته مې وويل چې د موټرو د را نيولو يو رسيدچې د موټرو نمبرې په كې ليكل شوي وي ترې را واخلي، زه په دې پوهېدم چې يوه ورځ به د موټرو د اخيستلو لپاره وپوښتل شم، نو ددې لپاره مې غوښتل چې ددغې معاملې لپاره منلي اسناد ولرم.
ميوري، جان محمداوڅوځوان افغانان د موټرونو د خرڅلاو ځا ى ته لاړل، څوساعته وروسته دگردونوله خړواو نسواري رنگه څپواوهارنونوسره راورسېدل، ميوري په خندا ؤ اوجامې يې بياهم په گريسوداغ داغ شوې وې، ويې ويل چې دمعاملې دجوړولواو هوكړې لپاره موډېره لويه غونډه وكړه، كله مې چې نوي ويلونه كتل، دوى غوښتل چې زاړه اوله كاره وتلي ټايرونه په كې راكړي اوديوه موټردماشين كاسه يې هم نه وه گريس كړې، دوى فكركاوه چې زه به دموټرلاندې دمعاينې لپاره په خپوړو ورلاندې نشم، خودوى ته مې دا اثبات كړه (يانې موټرمې له لاندې خوا وليد).
جان محمدوويل چې ښاغلى ميوري په رښتياه توندخوى اوټينگ معامله كوونكى دى اوقيمت يې تر۱۹۲۰۰ پورې راټيټ كړ.
هغه وويل چې دى اوميوري دجگړې له پاى ته رسېدو وروسته بايدپه كابل كې دانتيك سامان مغازه خلاصه كړي اودوى دواړه به شتمن شي.
دميوري پرباتوره هڅوسربېره لكه څنگه چې موږفكركاوه، جيپونو يوازې په لارباندې دتلوتوان درلود، دروسي تخنيك هنرډېركمزورى ؤاوپه موټركې دشيشودكښته كولووسيلې، د ايركنډېشن سيسټم اودجمپ دكمولولپاره سپرېنگونه په كې وه، دوه گېرونه يې درلودل اوداړتياپرمهال به دې چې موټركومك ته اچاوه نودگيرونودخرابوالي اوگډوډۍ لامل به گرځېده، دسړكونودخرابوالي، له سيمې سره زموږنابلدتيااوپه هره شېبه كې د موټر د خرابېدو له امله زموږكوربه ټينگاركاوه چې موږپخپله موټرواني ونكړو، نوموږهم په رسمي وخت كې له دوى څخه د دووموټروانانوغوښتنه وكړه چې همېشه راسره وي، څوسفر كې داړتياپرمهال دډريوردنشتوالي له امله ونه ځنډېږو.
د چلوونكو د نږدې ساتلولامل داؤچې زموږپيلوټان په ورځ كې څوځله دچورلكې دكېناستوځاى ته دچورلكې دڅارنې اودټوليزې معاينې لپاره تلل اوډېرنوركوچني سفرونه هم پېښېدل.
دجيپونوداخيستلوپه ورځ موله انجينرعارف سره دبلې اړينې وړنې راوړنې معامله ترسره كړه، هغه دچورلكې لپاره د ډاډوړتېلو ترلاسه كول وو، زموږدراتگ په وخت كې موچورلكې څوځله دهواله لارې دممكنه بشري مرستې (خواړه اونور، ژ) دغورځولولپاره ځايونه خوښ كړل اوپه همدې مهال مو دC-130 ترانسپورټي الوتكې دكېناستلولپاره ځاى هم وليد، هرځل دچورلكې لپاره دپوره تېلودپيداكولوموضوع يوجنجال ؤ، حتى دنږدې واټن سفرلپاره هم له دغه جنجال سره مخ وو.
زموږپه رسېدوسره موږته ډاډ راكړل شوچې تېل به وي، په حقيقت كې دچورلكې دكېناستوپه ځاى كې دتېلوڅوټانكره ولاړول، موږپوهېدوچې تېل له تاجكستان څخه په موټروكې راوړل كېدل اودتېلوراوړلوموټرپه پرتليزډول كوچني هم وو.
بله ستونزه دموټرو زوړوالى اودټانكر رنگ اوپه منځ كې يې دخاورو شتون ؤچې تېل يې ككړول اوفلتركولوته يې اړتيادرلوده.
دتېلوټانكربه دچورلكې كېناستلوځاى ته تر رسېدو وروسته دوه يادرې ورځې ولاړؤ، څوخاوره اوزنگ يې كېني، بيابه دكارونې وړ گرځېدل.
زمااودانجينرعارف ترمنځ دعملياتوپه اړه بحثونوكېدل خودتېلوپه اړه موبحث ته وخت وركاوه، په همدې ورځ انجينرعارف وړانديزوكړچې ده ته پيسې وركړم څوله دوشنبې څخه تېلويوټانكرواخلي اوله تاجكستان څخه به يې درې ته راوړي، دغه موټربه په پرتليزډول نوى اودتېلوټانكربه يې لوى اوپاك وي، ما بايد د چورلكو د تېلولپاره چې په يادشوي تانكركې راوړل كېدل پيسې وركړى واى، هغه وويل چې دترانسپورت يولوى موټرهم بايدواخيستل شي چې دسرف اوپيك اپ موټرو څخه په كې توكي په اسانه اوپه يوځل په كې يووړل شي.
ماد دغودواړوموټرو اخيستو ته غاړه كېښوده، عارف ته مې ۱۷۰۰۰ ډالردموټرو درانيولولپاره اوپنځه زره ډالرمې د ۱۷ ټنو تېلوداخيستولپاره وركړې، عارف وويل چې هغه به په دوشنبه كې خپلوكسانوته مخابره وكړي چې ددغې معاملې دترسره كولوامر وركړي اوموټربه په دوو ورځوكې راولېږدوي.
پيلوټان هم خوښ وو، موږ ټول دتېلوموټرونو راتگ ته سترگې په لار وو، په حقيقت كې دتېلوموټر درې ته راونه رسېدل اوياموږ نه ليدل، دموټرودراتگ يادونه زما، ممتازاوعارف ترمنځ يوه ټوكه وگرځېده، له عارف سره به مې په هره ليدنه كې دتېلودټانكردراتگ دوخت پوښتنه ترې كوله.
زمادهروخت پوښتنې وروسته به موټريادانجمن په كنډؤكې دلارې دبندېدوله امله بندؤاويابه دكنډؤپه هاخواكې دتوپان له وېرې ولاړؤاوكله كله خوبه له كنډؤ راتېرشوى هم ؤاوپه يوه يادوو ورځوكې درته رارسېده.
دپيسو له وركولوڅخه څواوونۍوروسته عارف وويل چې موتردرې ته رارسېدلى دى، په حيرانتياسره بياهم موټردچورلكې دكوزېدوپه ځاى كې ښكاره نشو، عارف وويل چې له ټانكرڅخه يوڅه تېل دانجمن كنډؤله تېرېدومخكې اخيستل شويدي، بياجنرال فهيم يوڅه برخه دخپلونظامي اړتياوو دپوره كولولپاره په دره كې له شته ټانكرڅخه اخيستي اودېته ورته هغه بل… هغه بل… اوهغه بل… !!! وروستى حقيقت داشو چې دامريكې حكومت چې ۲۲۰۰۰ امريكنى ډالر يې دلادركه موټراو اوولس ټنوتېلوداخيستولپاره وركړي وو، له لاسه وركړل، داپه دې ماناچې دچورلكې لپاره به پاتې تېل داړتياپه وخت كې همېشه كم اوخيرن وو.
كله چې په كال ۲۰۰۲ جنوري كې كابل ته راوگرځېدم اوله انجينرعارف سره مې دهغه په نوي دفتركې وليدل، يوځل مې بياهم ترې وپوښتل چې اياموټردرې ته كله هم راورسېد؟ ده يوازې وخندل اوټوكه يې په ماراوتپله اوزه هم په خندابريالى شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *