نولسم څپركى
له كابل سره له لومړۍ كرښې څخه دجى، پى، اس د كورډيناټو اخيستلو ماموريت له بشپړولووروسته موږبايددېته ورته ماموريت دتخار په لومړۍ كرښه كې هم سرته رسولى واى، دغه ماموريت ډېرمشكل ؤ، ددغه ماموريت ترسره كوونكي بايدله انجمن كنډؤ څخه دهواله لارې تېر او بيا لوېديځو لومړيوكرښوپه لوروړل شوى واى دغه سفر حتى د هوا په ښو حالاتو كې هم خطرناك او ستونزمن ؤ.
د تخار لومړۍ كرښه درې بېلا بېلې خواوې لري چې له تاجك سرحد څخه د سويل لورې غزېدلې، دغه يوه خطرناكه سيمه وه، دشمالي ټلوالې له كرښوهاخوايوه اواره سيمه وه چې كوچنۍ اوټيټې غونډۍ يې درلودې اودهندوكش دغرونوله شمالي څنډې سره نښلېدې.
كه طالبانودغه كرښه ماته كړې واى نوپنجشېردرې ته د تاجكستان له لورې راتلونکو اكمالاتوته گواښ پيداكېده. د مقابل لور ي د ځواك تمركز د تاجكستان له پولې څخه سويل لورې ته هغه سيمه وه چې شمالي ټلوالې په كې د غونډ يو تېرې اولوړې څوكې نيولې اوله لسوڅخه ترزيات كيلومتروپه اندازه سويل ته غزېدلې وې، ددغې سیمې اراضي سويل لورې ته ډېره خنډيزه كېدله اوغونډۍ هم په خنډيزواوزېږوغرونوبدلېدلې، پرهغه سيمه جنگي عمليات تقريباً ناشوني وو، بې له دوونقطوڅخه چې د سوېل اولوېديځ لورېو ته له هغوخوړونوڅخه چې دخوړونوخولې په كې له غرونوڅخه وتلې وې، دغه دوه تنگيوغرونو ته طبيعي دننوتلولارې درلودې اودغو ځايونوبه طالبانوته دپنجشېردرې ختيځ لورې ته د ورنږدې كېدواوبريالي كېدواجازه وركړې واى.
د شمالي ټلوالې ځواكونه په داسې ډول ځاى پرځاى شوي وو چې د تنگيودواړه خولې يې بندولې اودتخاردلومړۍ كرښې دويمه او درېيمه برخه يې جوړوله.
دغه سرويگانې بايدميورې اوسټان ترسره كړې واى، دوى دواړه له درې څخه داكټوبرپه لومړى نېته دسهار دسپېده داغ پرمهال دهواله لارې هلته يووړل شول.
نصير چې د شمالي ټلوالې پيلوټ ؤ، هم له دوى سره په دې سفر كې يوځاى ؤ، هغه دتخارلومړى كرښې ته له سلوڅخه زيات سفرونه كړي وو اودده تگ زموږله دوو تنوپيلوتانوسره په دغو كږلېچونو كې د لارښود په توگه ډېر اړين ؤ.
د گروپ كوربه په دغه ماموريت كې جنرال بريوله خان (ښايي بريالۍ خان يې ((بريوله خان)) ليكلى وي، ژباړن) ؤچې د تخار په لومړۍ كرښه كې د شمالي ټلوالې د ځواكونو قوماندان ؤ.
خان عجيبه څېره درلوده، عمربه يې ددېرشوكالوپه شا او خواكې وي، غښتلى اودپام وړبدن يې درلود، هغې خپله قومانده اوپرېكړې په پوره ډاډ ترسره كولې، هغه دحقيقي رتبوپه اخيستلوسره دشمالي ټلوالې دځواكونودتوپچي قوماندانۍ مقام ترلاسه كړى ؤ، هغه دځانگړي جرئت په لرلوسره مشهور ؤاوپه څرگنده يې له دوى سره مينه درلوده، هغه په انگليسي ژبه نه پوهېده خوپه روسي ژبه يې پوره مهارت درلود، هغه په روسيه كې زده كړې كړې وې اوله سټان سره يې په روسي ژبه بې له ژباړن څخه كارونه ترسر ه كول.
بريالى خان هم د هغه همنومي بسم الله خان ته ورته ځان غښتلى او ډېر لېواله ثبوت كړ.
سټان اوميوري هم باور پيداکړ چې دغه سروې به هم دكابل دلومړۍ كرښې په څېر په بيړه اوځواكمن ډول ترسره شي.
دخواجه بهاوالدين په هوايي ډگركې يې هوايي پرسونل پرېښو اودوى دخان لخوا د جبري چاى اوكلچو خوړلو مراسموته بدرگه كړى شول.
دغه مراسم دخان په يوه ښكلي باغ كې چې دخان دكورترڅنگ ؤاوله لومړيوكرښوڅخه يې زيات كيلو مټره واټن درلود نيول شوي وو، له باغ څخه دلومړيوكرښوپرخوامنظره ډېره ښكلې وه، خان خپل اوددښمن موقعيتونه ور وښودل، هغه دخپل ځواك په ټاكنه كې رښتينى ؤ، دوى دومره ځواك نه درلودچې ددښمن كرښې ماتې كړي اوددښمن ځواك هم دومره نه ؤچې ددوى دفاعي كرښې له منځه يوسي.
سره له دې چې خان لوړه سيمه نيولې وه بياهم دغونډيو يوه كرښه وه چې طالبانو ورڅخه ترټولونږدې اومخكني موقعيتونوته دخان دځواكونوله بريدڅخه په امن كې دفاعي او اكمالاتي گټه ترې اخيستله.
خان دامريكې دهوايي ځواكونودبمبارۍ په گټه پوهېده اودده لپاره ترټولوگټوره داوه چې دغه لومړۍ سروې پوره كړي، ددغوكرښو او د كابل په شمال كې د لومړيو كرښو ترمنځ يو د پام وړ توپير دا ؤ چې دلته د ډزو تبادله په دوام داره توگه په سيمه كې هرلورې ته له خوځښت سره سمه كېدله.
كله چې خان، سټان اوميوري خپل جيپ ته بېول هغه دوى ته خبردارى وركړچې نن به بې له شكه زموږپر وړاندې څوځله ډزې وشي، كه چېرې يوازې دسپكې وسلې ډزې وي، بياسخته نه ده، ځكه چې دلومړۍ كرښې په اوږدوكې څوعرب قطعات دي اوباقي افغانان، خوهسې هم دښې نښې ويشتلولپاره دهدف له نيولوسره ستونزې لري، دغونډۍ په مخ پورته دنښې ويشتلوتجربه له ډېروكموسره شته، هغه خبرې وځنډولې اوموسكې شو، ويې ويل: خوكه چېرې هاوان يې وكاراوه، بيانوزموږلپاره سخته تمامېږي، دوى دهاوانونودويشتلوډېرتمرين لري اودا يوازېنى شى دى چې دوى زده كړى دى. نوموږبايدبېدار واوسېږو.
ددې خبرې په كولوسره هغه موټروته لارښوونه وكړه اوپخپله دموټرپه مخكنې سيټ كې كېناست، هغه خپل ځوان موټروان په مټ باندې وټپاوه اوپه دري ژبه يې څه ورته وويل، چې موټروان يې كلچ پرېښوداودموټرپه په ريزيې پښه ټينگه كړه، ټول يې په سيټونوورو نښلول، دوروستيوټايرونوپه تاوولوسره يې شگې په هواكړې اودگردونوپه جوړولوسره موټر روان شو، كله چې موټردخان له تفريحي باڼدې څخه يوه كاږه موړته ورنږدې شو، سټان هغه پلاستيكي لاستى چې ددروازې په سرلگېدلى وي، ټينگ ونيو، څو موټر يې د ښويېدلو پر مهال چې د غونډۍ په مخ ښكته لورې روان ؤ خوږ نكړي، هغه ميوري ته وروكتل، هغه هم مسك ؤ اولاسونه يې دموټروان د سيټ پرسر ټينگ نيولي وو، سترگې يې دخوښۍ له امله ځلېدې، دموټروان چپ لورې ته موتردسړك له غاړې وښويېده اوموټروان نوره هم په ريزپښه ټينگه كړه اوميوري هم په خنداشو، سټان ديوې بلې اوږدې اوسختې ورځې هيله درلوده اولاستۍ يې ټينگ كړ.
په هغه ورځ دوه ځلې په دوى باندې ډزې وشوې، سره له دې چې جنرال له احتياط اودخطردشتون سخت خبردارى وركړى ؤ، هغه نږدې دگروپ دلارښوونې پرمهال دخطرپروان نه لرله، هغه به دغره پروړاندې نېغ اولك روان ؤاوميوري اوسټان به يې هغه نقطوته رهنماكول چې ددښمن موقعيتونه به يې ښه ليدلاى شول.
ځواكونو يې ټولو ښه احساس درلود، دوى ټولوخان ته له ويرې او حيرانيتا ډك احترام كاوه، هغه له هرسړي سره ټوكې اوخندا، په مټونوټپول، كله كله به يې د هغوى اغوستي كالي ور باندې برابرول او يا به يې ورته د كاليو د اغوستلوپه اړه نصيحت كاوه، داسې ښكارېده چې هرسرتېرى يې په ځانگړي ډول پېژاند، ښايي چې خپلوسرتېروته يې ځان ښوده اوښايي چې دووامريكنيانوته يې ځان ښوونه كوله، خوپه هرصورت خان دښمن ته په ځان ښودنه كې هېڅ ډاراحساس نه كړ.
په يوځاى كې دسروې دلومړۍ ورځې له پيلېدويوساعت وروسته خان هغوى دشپږوبوجيوپه واسطه خوندي شوې پوستې ته بوتلل، چې ۱۴، ۵ ملي متري ماشېن گڼه په كې لگېدلې وه، پينځه ياشپږ سرتېري په كې وو، خان دپوستې سرته پورته شو، بيايې مخ راوگرځاوه، له ميوري اوسټان څخه يې وغوښتل چې ورنږدې شي، هغه دښمن ته نږدې په شپږ سوه متره واټن كې ښكاره ولاړ و، ميوري سملاسي په خپوړو ور وخوت او له جنرال سره ترڅنگ ودرېد، د ښه قضاوت په خاطر سټان هم د ميوري په تعقيب د پوستې بام ته ور وخوت، خان وويل: گورئ هغه د تېرې پرخې ترڅنگ د عربانو ډله ده، خان د موقعيتونو په لورې اشاره وكړه او ميوري ته يې د ښه ليدو لپاره دوربين وركړ.
جنرال وويل: عربان ډېر تكړه جنگيالي دي، د پاكستانيانو غوندې نه دي، پاكستانيان له طالبانوڅخه هم خراب جنگيالي دي، خو عرب او چيچنيان ډېر ښه مجهز دي، ښه زده كړه يې كړې اوسخته جگړه كوي او بل ددوى په موقعيتونوكې سمڅې ډېرې پياوړې دي.
په همدې شېبه كې ددوى د سرونوپه هواكې دچاودنې غږواورېدل شواوسټان دچابكې مرمۍ غږچې له ليري واټن څخه ويشتل كېږي وپېژاند، سملاسي همدېته ورته څونورې چاودنې هم واورېدل شوې، دوى په نښه شوي وو، دوى خان ته مخ ورواړاوه، په همدې شېبه كې نورې مرمۍ هم ددوى په سرونوپه هواكې وچاودېدې، خان په ارام سره وويل: هوپه موږباندې ډزې كېږي، په اشاره كولوسره يې له دوى څخه وغوښتل چې دبوجيوله سرونوراښكته شي، سټان لا له وړاندې ټوپ وكړ څو توپكو لاندې په كنده كې ځان پټ كړي، ميوري هم د سټان په څار ټوپ كړ دواړه مځكې ته ورسېدل او تر نږدې كندې پورې ور رغړېدل، دوى فكركاوه چې خان به ورپسې وي، دوى د بام په لورې وكتل، خان لا اوس هم نېغ ولاړ او د ډزو استقامت په لورې يې ځير ځيركتل، د خان په ښۍ خواكې نږدې د درې يا څلور فوټه په واټن له خاورو ډكه داسې چاودنه وشوه چې دماشين گڼې بوجۍ يې لړزولې، خان ښكته ټوپ كړاوددوو هك پك اوحيرانه امريكنيانوخواته نږدې ورغى، خان په موسكاسره وويل: هغوى ويشتل نسبتاٌ زده كړي دي، ښايي چې د14,5 ملي متري توپ نښه يې برابره كړې وه.
سټان پوهېده چې روسۍ 14,5 ملي متري توپ له امريكني 50 م ډوله توپك سره ورته والى لري چې وژونكې وسله ده.
خان وويل: راځئ دجى، پى، اس كورډيناټ واخلو اودغه ځاى موپه نقشه كې په نښه كړئ، زه به دڅوتوپ گوليودويشتلوامروركړم، څو دغه عربان سپي ورباندې غلي كړم.
موږ ددوى دغه موقعيت دمخالف په توگه د خپلو توپونو لپاره راجسټر او په نښه كړيدى. دده خبرې ريښتياوې، په مخابره كې دده له لنډو خبرو او خپلو كسانو ته ددښمن د موقعيتونو له كورډيناټو ويلو وروسته مو د توپونو د مرميو اواز واورېدچې زموږ په سرونو تېرې شوې اود مرميوپه چاودلوسره مځكه وښورېدله.
خان په داسې حال كې چې له پوستې څخه يې د مرميو د لگېدلو ځاى د هغه د اغېز مالومولو لپاره په ځير سره وكوت هغه وويل: ښايي هغه سپيوته يې له ډېرې زړورتيا څخه د ډډې كولودرس وركړى وي، هو زما كسانو ډېر ډزونه پرې وكړل او تر يو څه وخت پورې به یې سرونه ټيټ وساتي، راځئ چې لاړشو، زيات كار پاتې دى.
دويم ځل د خان په ځواكونوباندې يوساعت وروسته هغه مهال ډزونه وشول چې دوى دټيټي غونډۍ پرڅوكه ددوو مخكينيوموقعيتونوپه لورې روان وو، خان دهمېشه غوندې دخپلوكسانوپه سركې ؤ، خوداځل هغه له وېرې ټيټ، ټيټ روان ؤ، داځل دطالبانوموقعيتونه په پرتليزډول نږدې وو، سټان هم په بيړه دطالبانودموقعيتونوپه لورې مخ ور واړاوه.
د سټان د اټكل له مخې به د طالبانو نږدې موقعيتونو نږدې څلور سوه متره واټن درلود او د دواړو خواوو موقعيتونو د غونډيو د سرونو جگوالى سره برابر ؤ.
يو ناڅاپه ددوى ترشا د غونډۍ په هغه ډډه كې چې د دښمن په لورې وه چاودنه وشوه، چې دتوپكوډزونه هم ورسره وو، خان په منډه شو، سټان ته يې غږونه كول خو سټان سم نه پرې پوهېده، مگر انگېرله يې چې وايي ((دخپل ژوندساتنې په خاطر منډې كړې)) دېته ورته يوڅه يې وويل: سټان هم په منډه شوچې ميوري هم په ده پسې نښتى ؤ، سټان وپوهېده چې د كلاشينكوف ډزې پرې كېږي، ځكه چې اواز يې د 14,5 ملي متري څخه يو څه تېره او جگوالى او ټيټوالى يې درلود، د بارودو چاودنې د دوى ترشاه دوام درلود، دوى ټولو تر توپ لاندې په ټېلو ځانونه سره ورننه باسل، مرمۍ د دوى پر سر د خاورو په ټوپي چاودېدلې او د چابكه او اشنا مرميوغږونه يې هم اورېدل.
سټان شاخواوكتل، ويني چې خان په خندادى، په ښكاره هغه له دې حالت څخه خونداخيست، ډزې لكه څومره چې يوناڅاپه پيل شوې همدومره نڅاپي غلې هم شوې، دسټان په غوږونوكې انگازې وې اودخان غږيې هم گډوډاورېده، هغه ويل چې طالبانوهم ډزې زده كړيدي، د عرب ځواكونو څخه د طالبانو نوموړى موقيعت نږدې و.
خان وويل: راځى دوستانوخپل كورډيناټ موواخلى، موږد ددې غونډۍ ترشاكولاى شو ددښمن له سترگوڅخه پټ وخوځیږو، كله چې له دې ځاى څخه ولاړشو، زه به هم دتوپونوديوڅومرميودويشتلوامر وركړم څودښوډزو په مقابل کې انعام وركړم.
دوو نورو لومړنيوكرښوته يې سفربې له كومې پېښې ترسره كړ، چورلكې هم له كرښې څخه په ليرې واټن كې كېناستې اوخان هم دوى دسروې ترسره كولوته بدرگه كړل.
سره له دې چې خان د ورځې د پيل په شان غښتلى او لېواله ؤ، خو دا ځل ډېر محتاط هم ؤ او په مخكينيو موقعيتونو كې د دښمن له ډزو څخه په پام سره گرځېده.
سټان ميوري ته وويل چې خان اوس پوى شوچې كه چېرې دده تركنترول لاندې سيمه كې دغو دوو امريكنيانوته څه پېښ شي، نودى به د جنرال فهيم لخوا له سختوپايلوسره مخامخ شي.
هر څه دليل چې وي، ماسپښين ارام او سروې په تېزۍ سره ترسره شوه، چورلكه د خان قرارگاه ته را وگرځېده او اېډاوگريډ چورلكې ته د تېلو اچولو اجازه واخيسته، دوى د چورلكې كومكي ټانكۍ هم له تېلوڅخه ډكه كړه.
له انجينرعارف سره زموږ د چورلكې اوولس ټنه تېل باقي پاتې وو او زه ډاډه وم چې د پېشكي په ډول به د دغو تېلو اخيستل د هغه لپاره د خپگان موضوع نه وي.
خان دخداى په امانۍ پرمهال له احساساتو ډك ؤ اوسټان اوميوري ته يې دبياراتگ اوده سره يې دزيات وخت تېرولوبلنه وركړ.
سټان له جنرال سره دجگړې په كرښوكې دگرځېدوعلاقه نه درلوده، خوميوري دبياراگرځېدو ژمنه ورسره وكړه!