څلورمه برخه
اكټوبر ۲-۱۸، کال ۲۰۰۱
د جگړې حقيقتونه
شلم څپركى
دتخار په لومړۍ كرښه كې دجى، پى، اس له سروې څوورځې وروسته موږاحساس كړه چې دبم غورځونې ستراتيژي څومره چې موږته په پنجشېركې پرته وه اوتعريف كېدله هغومره په واشنگټن كې ښكاره او په چټكۍ سرهنه تعريف كېدله.
د اكټوبرپه دويمه نېټه سي ټي سي(CTC) يا د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مركز خبر راكړ چې د متحده ايالاتو بمباري به د هېواد په سويلي برخه كې په همدغه ماښام پيل شي.
موږ عارف خبر كړ او په شوق سره ورته انتظار ؤ، خوبيايې خبرراكړچې دبمباری كمپاين به دڅوروځولپاره وځنډول شي، عارف له دې پرېكړې سره خپه شو، ددې پرېكړې لپاره دليل په سيمه كې دهوايي ژغورنې گروپ نشتوالى ؤاوديوه امريكني پيلوټ لپاره دهڅې ناهيلي اونشتوالى دامريكې پوځ لپاره جدي موضوع وه.
زموږ پوځ نه غوښتل چې د بريد كولو له امله په ټيټ ارزښته هدفونو كې خپل پيلوټان له خطرسره مخامخ كړي.
په همدې وخت كې ډاكټر او پيلوټانوپه گل بهاركې يو سيم(1) د وزرو لرونكي الوتكې د كېناستو لپاره چې دسياف د اوسېدلو له ځاى سره نږدې ؤ، د ممكنه ډگر د ټاكلو لپاره سروې كوله، ددغه ځاى سپارښتنه د انجينر عارف او د هغه د مامورينو لخوا شوې وه، دوى فكر كاوه چې پخوا هلته هوايي ډگرشته ؤ، د هوا له لارې دغه ځاى په اسانۍ سره تر سترگو كېده، ځكه چې د شاه او خوا سيمې په منځ كې يوه اوږده او اواره ټوټه پرته وه.
ډاكټرله څومحلي كسانوسره دحافظ دژباړې په مرسته غږېدلى ؤ، په رښتياهم دغه سيمه په ۱۹۳۰ كال كې دبېرو(یو ډول مشربات) ديوه جرمني شركت لخوادهوايي ډگرپه توگه كارول شوې وه.
عارف ته مې ددغه ډگر د اوارولو اوبرابرلو لپاره لس زره ډالر ورکړل، او له هغه مې وغوښتل چې كاریې بايد ديوې اونۍ په اوږدوكې بشپړكړي.
زموږ پيلوټان ډاډه وو چې L-100 ډوله الوتكه به په اسانۍ سره پدغه ډگركې كېني اوپه دغه كاربه موږته دبيااكمال وړتيا راكړي.
ستونزه به داوي چې د طالبانولومړۍ كرښې به په شاشوي نه وي، دغه هوايي ډگربه دتوپ اودراكټ ترهدف لاندې وي، خوموږغوښتل چې دغه وړوالی ولرو، حتى دلنډې مودې لپاره بياهم دهواله لارې داكمالاتود راغورځولولپاره ترې گټه اخيستل كېداى شوه.
ايډز موږ د كوچني ډگرلپاره بله مرجع دهغه كتاب له مخې چې دافغان اوانگليس دجگړوتاريخ په كې ؤ، د لوستلو له امله پيداكړى شوه، په ۱۹۱۹ كال كې د افغان او انگليس د درېيمې جگړې پرمهال، دبرتانيې هوايي قول اردو د كابل په ختيځ (ښايي منظور شمال وي او کومه یي سهوه وي. ژ) كې د گل بهار نومې یوه کوچني کلي کې يو هوايي ډگر جوړ كړى ؤ، زموږ ساختماني هڅو وروسته داثبوت په ډاگه كړ چې دغه هوايي ډگرپه رښتیا هم دبرتانيې پخوانى هوايي ډگر و.
راتلونكي ورځ موخبرترلاسه كړچې دخبرواترواوږدوالى په سويل كې جگړې ته دپښتنودراوړلوپه څرنگوالي څرخېده.
په اسلام ابادكې زموږ مشر هم هغه پاکستانی ډول (بابولاله چې په شمال كې زموږ تمركز او هلته د طالبانو پر وړاندې به زموږ پوځي هڅې تاجك شمالي ټلوالې ته اجازه وركړي، چې د افغانستان نيمايي، شمال پاك كړي او كابل ونيسي.
پښتانه به بياټوټې، ټوټې پاتې اوكمزورى نظامي ځواك به لېري اودغه كاربه تاجكان زړور كړي چې دپښتنوسيموته ورننوځي اودطالبانوله غورځېدودمخه سياسي گټې اوپخوانى حيثيت لاسته راوړي.
دغه ساز د واشنگټن په يو شمېر كړيو كې هم ډېر غږېده، په ځانگړي ډول د دولت په رياست او ملي امنيت د شورا په يو شمېر دفترونو كې.
كه چېرې شمالي ټلواله په خپل ځاى كې پاتې شي، نوموږكولاى شوچې په سويل كې دپښتنودقابليت په لوړولوباندې تمركزوكړو، په همدې مهال موږكولاى شول چې طالبان ددوى ثابتونظامي هډوباندې داساسي بمبارۍ پواسطه كمزوري كړو، بيا د څو اونيو په اوږدوكې وروسته له دې چې (سي، اى، اې) ته دطالبانوپروړاندې دپښتنودمقاومت دراغونډولوفرصت په لاس ورغلى واى، نوموږكولاى شول چې دهېواد په كچه د بمبارۍ منظم او انسجام شوی كمپاين مو پيل كړاى واى.
دغه کار به پښتنو ته له طالبانو څخه وروسته د ښه نظامي موقعيت د ترلاسه كولو فرصت وركړی وى، د حالاتو له تعبير سره سره ډېرې ستونزې وې او د دې ستونزو يوه برخه دا هم وه چې د طالبانو ځواك په قانوني ډول كوم جوړښت نه درلود ، كوم ځانگړى مركز یې نه لاره چې تر بمبار لاندې نيول شوى واى.
د ثابتو نظامي تاسيساتو بمبار لكه د اكمالاتو ډيپوگان، د موټر جوړولو اسانتياوې او په وروستنۍ برخه كې د پوځ متمرکز کول به ډېر لږ يا هېڅ تاثيرځكه ونلري چې د طالبانو ځواكونو زياته برخه په شمال كې راغونډ وو او د شمالي ټلوالې سره مخ وو.
داكټوبرپه درېيمه مې يوليك وليكه چې په هغه كې د درېيوساحو ارزښت ټاكل شوى ؤاوخپل نظريات مې زموږدپوځي هڅواو په شمال کې د طالبانو په وړاندې د بمبارۍ د اړتيا په اړه پکې راونغښتل.
دساحې ټاكنې چينل Channel (دفتر) يوبې جوړې اود سي، اى، اې د مشر په شمول يو اوږد مهاله تاسيس شوې پروسه ده چې د هغې له مخې په ساحه كې شته سي اى اې افسران كولاى شي چې د خپل لاس لاندې سیمه كې د ستونزې په اړه شخصي ارزيابي وكړي او رپوټ ولېږي.
دغه رپوټ د څارگره رپوټ په توگه وېشل كېږي، نو ددې لپاره د واشنگټن د كړنلارې جوړونكې ډلې په منځ كې په پراخه ډول گرځي راگرځي، دغه كله كله كارول كېږي، نو په دې اساس دغه ساحوي ارزيابې مهمه اغېزه لري.
هانك سي راته وويل چې زما څېړنې د مركزي استخباراتو سي ای اې د مشر لخوا په صحيح ډول منل شوی خو شونې وو چې خبرې اترې به دوام وکړي ځکه چې د مختلف پوځي ځواک لاس ته راوړنې د هغوی په وړاندې د شته خطر سره پرتله كېدلې.
ماته ويل شوي ؤچې شمالي ټلوالې باندې فشار راوړم چې هغوى په خپلو موقیعتونو کې ترهغې چې دمتحده ايالاتو د پوځ لخوا د عمل ترسره کولو په اړه پرېكړه نه وي شوي، مقاومت وکړي خو سره له دې بياهم ددغه كارترسره كېدلوځانګړى وخت نامالوم دى.
موږ پنجشېر ته د ماموريت لپاره د امريكې ځانگړو ځواكونو ډلې ته هم سترگې په لار و چې موږ سره يو ځاى شي.
موږ پوهېدو چې پنجشېركې د ډلټه (ځانگړى ځواك، ژ) ځواك كاركوونكي دهډې جوړلو اوله درې څخه ددوى پواسطه دطالبانوله هاخوادالقاعده دمشرانوپرضدديرغل كولوپه سرهم خبرې اترې روانې وې، ښايي د امريكې دځواكونود اې ډله به رالېږل شوې واى، كه څه هم چې ددوى راتگ دځانگړي ماموريت څرگندونه كوله، خودوى غوښتل چې كورنيوځواكونوته زده كړه وركړي اوكه ښايي دلومړنيوكرښوپه اوږدوكې دلايزرټاكل وكړي.
دنورو قطعواومختلفودندوپه اړه هم خبرې اترې روانې وې خوپه ساده ډول دامريكې دپوځ ډلې په افغانستا ن كې په داخل كې دامريكې دپوځ په رول سره هوكړې ته نه رسېدل. دكړې وعدې سره سم نورې ورځې په داسې حال كې په تېرېدوويل چې زموږافغان كوربه به په تكراري ډول دامريكې دپوځ راتگ اوياددوى لپاره دهغې څخه نورمهم دبم غورځونې كمپاين دپيل كېدودوخت پوښتنې كولې.
داونۍ په تېرېدوسره په شمال كې هواپه بدلېدووه، داكټوبرپه څلورمه نېټه په داسې حال كې راوېښ شوم چې سوړسهارچې تېزبادونه ورسره مل وو او په شمالي غرونوباندې دباران ورښتونواوپه لوړې ارتفاع دواورې وروښت رپوټونه وكړل شوي ؤ.
ژمى په تېزۍ سره راروان ؤ، په ځانگړې ډول په لوړوغرونوكې په همغه سهارد درې په شمالي برخوكې دچورلكې لپاره دكوزېدومهال دټاكلوسفرته دپاى ټكى كېښودل شو.
په پوره ډول به دژمي په راتگ سره دغرونوغاښي بند شي، په شمال كې به د سركونو كار ودرول شي د ډېرو مشكلاتو ډك او د ملك په نيمايي شمالي برخه كې به هوايي عمليات د خرابې هوا له امله له خنډ سره مخ شي.
په عنعنوي ډول ژمى په شمال كې دجگړيزوعملياتودكچې راكمېدنه اوددوه اړخيزوراكټي او توپچي جگړې دبدلېدنې په مانا وو، چې ځمكنى ځواك په موثره توگه نه شواى كولى، كه چېر ې شمالي ټلوالې ددوى د كرښو څخه بهر شوى نه واى، كابل يې نيولى نه واى، او د لوېديځ په خوايې د راتلونكو څو اونيو په جريان كې فشار نه واى راوړى، ښايي چې دغه فرصت تر پسرلي پورې ځنډېدلى واى، د هانك لخوا د شپې نا وخته ټليفون د امريكې د پوځ د جگپوړو په منځ كې گډوډي او حيرانتيا تصديق كړه.
هانك وويل چې په تامپه (دځاى نوم دى) كې د ځانگړو عملياتو د مشرانو لخوا هغه ته ويل شوي ؤچې زه بايد ددغه ډلې مشرتوب هم وكړم او رسماً د ځانگړو عملياتو ځواك په پنجشېر كې له خپل گروپ سره د يو ځاى كېدولپاره دعوت كړم.
زه په خپل ځواب كې ډېرنرم وم، دوى به وغواړم چې سره يوځاى شي؟
موږ خو هر يوې كړۍ، ډلټه ځواك، ځانگړى ځواك، سېل ځواك او خړ گيډړ ځواك ټولو ته سوال او د هغوى څخه غوښتنه وكړه چې زموږ سره يو گروپ ولېږي.
ښاغلى ته وانك دغه حالات له واكه وتلي ښكاري، موږ بايد دغه گډوډي له منځه يوسو.
دا خو هغه څه نه دي چې زه يې له پنجشېر څخه حل كړم، ما خو تبليغ كړى ؤ، هانك زما په اندازه پنجشېر ته د ځانگړو عملياتو د ځواكونو د لېږلو ځنډېدلو او هوكړې ته دنه رسېدلو له امله سر درد شوى ؤ.
هانك دوه ښه خبرونه درلودل، دبمونودغورځولوكمپاين چې د اكټوبر د اوومې نېټې په ماښام پيل كېدل.
هانك وويل چې دغه يوثابت تاريخ ؤ، د امريكې د پوځ د سستيا له امله دجگپوړوكړنلاره جوړوونكيومامورينوپه منځ كې ناهيلي راپيداكېدله اوپه ښكاره جنرال ټامي فرانك په اوومه نېټه دبمبارۍ دپيل كېدوهوكړه كړې وه، كه چېرې نېټه په رښتياهم ثابته وي، نودايو ښه خبرؤ.
بل مانه غوښتل چې شمالي ټلواله دبمبارۍ دځنډېدوله امله يوځل بياهم خواشيني كړم، دالفاټيم څومشران، له قرارگاه څخه د سي اى اې دويم گروپ تاشكندته داكټوبرپه څلورمه نېټه سهارمهال رسېدلى ؤ، ترراتلونكي اوونۍ پورې به دغه گروپ سره راغونډېده اوبيابايددجنرال دوستم له اوزبك توكم ځواكونوسره چې دمزارشريف په سويل كې جنگېدل يوځاى شوى واى، په تاشكندكې دسي اى اې افسرانوله جنرال دوستم سره څومياشتې وړاندې اړيكې نيولې وې اوداړيكې له بريدڅخه ډېروړاندې نيول شوي ؤدالفاډلې اړيكې له دوستم سره ورتگ لپاره لاجريان درلود.
دالفاډلې مشري آر جې لخواپرمخ بېول كېده، افسرله آر جې سره ماپه ۱۹۸۸-۱۹۹۰ پورې په اسلام بادكې كاركړى ؤ، نوموړي له يوشمېرمجاهدقوماندانانوسره كاركړى ؤ، دقومي حالاتوله څرنگوالي او د دري ژبې سره يې ښه بلدتيادرلوده، له دې امله هغه په ساحه ارزښتناك افسرؤاودامريكې دپوځ دپخوانۍ (Ranger) له افسرۍ (يو ډول ځانگړى ځواك، ژ) اونظامي تجربې له مخې د جنرال دوستم او د هغه له قوماندانانوسره چې د وروس لخوا تربيه شوي وو د كار كولو ښه وړتوب درلود.
ريك اومادبمبارۍ دكمپاين تاثيرپه باره كې خبرې وكړې او د پنجشېر درې څخه بهر دكابل جبهې سره نږدې مودعملياتودقرارگاه دممكنه بدلون لپاره فكروكړ، كه چېرې دبمبارۍ كمپاين سخت او دوامداره شي، ښايي چې د طالبانو كرښې په چټكۍ سره كمزوري شي، نو موږ غوښتل چې هلته نږدې او د شمالي ټلوالې كړنې مو له نږدې انسجام او څارلى وا ى.
دشپې په نهو بجومو له عارف سره دبمبارۍ دكړنې اويانشتوالي په باره كې خبرې اترې وكړې، زه خوښ وم چې عارف ته مې وويل چې په پاى كې داووم اكټوبرپه ماښام به كاروشي، يانې بمباري به پيل شي، هغه دځان دگټې په خاطرموسكاوكړه او ويې ويل چې دغه خبربه دفترته تررسېدوروسته جنرال فهيم ته ورسوي.
داښكاره وه چې ددويم اكټوبرله خبروروسته عارف داځل د(ته ودرېږه چې څه پېښېږي) عملي كارلپاره انتظارؤ، ماورته وويل چې دبمبارۍ دپيل څخه وروسته موږغواړوچې خپل دفترله درې څخه بهرسويل لورې ته ولېږدوو، هغه دا ومنله او ويې ويل چې دجبل السراج په خواوشاكې به وړ ځاى ورته وگوري.
موږ يوڅه نورموضوعات چې په تېروليدنوكې پرې سرسري تېرشوي وو، هم تربحث لاندې ونيول، دعارف افسرانودطالبانوپه كرښوكې له قوماندانانوسره پراخې اړيكې درلودې، دهغوقوماندانانووفاداري له طالبانوسره سرسري وه اودسيمه يېزوشرايطواوگټوله مخې چې دوى ترې لاسته راوړلاى شوې فكركېده چې داگټونكي خواوه.
دطالبانودموقعيتونوپروړاندې دامريكې دبمبارۍ دپيل كېدوله امله دوى هم په نښه كې راتلل، ددوى وفاداري نوره هم كمزوري كېده او د پام وړاندازه پيسووركړه به ټول دغه ډول قوماندانان دشمالي ټلوالې سره يوځاى كړي، زه هم ددغې جالبې پانگې اچونې سره موافق شوم.
موږ د شلټر نوموسيسې كسانوپه اړه چې طالبانوپه كابل كې بنديان كړي وو، هم خبرې اترې وكړې په كال ۲۰۰۱ كې داكټوبرپه درېيمه نېټه طالبانودشلټرنؤدبشري مرستې موسسې ټول مامورين دعيسويت دكتابونودخپرولواوعيسويت ته دمسلمانانودرابللوپه تورونيول، شپږ غيرافغانانوكسانوله ډلې څخه يې څلوراروپايان اودوه امريكني ښځې چې هيدي ميرسر۲۵ كلنه اوډاينه كيوري ۳۰ كلنې په شمول نيولي وو.
دغه ډله دكابل په زندان كې اچول شوي اوتراوسه هلته موجود وو، دطالبانودمشرانولخواچې ويل يې، دغه بهرنيان به دمذهبي تبليغاتودجرم په كولومحاكمه شي.
هغه جرم چې دطالبانودروڼ قانون لاندې يې دمرگ جزاوه، د 9/11 له بېښې مخكې ددغوبنديانولپاره نړيوالودخلاصون هڅې ناكامه شوي وې، د امريكې د بمبارۍ له پيل سره ددغوكسانودمصؤنيت اندېښنې نورې هم زياتېدې، عارف وويل چې هغه دطالبانوداستخباراتواوامنيت په دننه كې دجگپوړوسره اړيكي لري اوفكريې كاوه چې هغه ددغوبنديانودخلاصون لپاره پټې مذاكرې دپيسوپه بدل كې پيل كولاى شي، سره له دې چې موږزياتومالوماتوته اړتيادرلوده، ماورته وويل چې هرڅومره په بيړه چې كولاى شي، هومره زردې دغه كارپيل كړي، دغه موضوع دراتلونكوڅواونيوپه جريان كې په داسې حال كې چې موږغوښتل دبنديانودخلاصون لپاره پلان جوړكړو، دليدنوكتنوفرعي ببولاله وگرځېده، ماعارف ته ددغودووهڅودپيل كېدولپاره 250,000 امرياكايې ډالروكرړل.
(1) دا هغه ډول الوتکې دي چې تقريباً چورلکې ته ورته څرخونه لري او په پرتليز ډول په کمه ساحه کې کېناستلى شي. ژباړن