دوه ويشتم څپركى

دتېرې ورځې دحالاتوپه جاج سره راتلونكي ورځ چې داكټوبر لسمه وه، ډېره اړينه وه، ورځ له سپكوپېښوسره پيل شوه، يوه دبم غورځونې ستراتيژي اوبل افغانستان تهدځانگړوعملياتودپرسونل ننه ايستل.

ورځ ديخ حرارت اودوريځوله ډك اسمان سره چې دباران گواښ يې كاوه پيل شوه، دسهارله اووبجوڅخه لږمخكې مې يوه پياله كهوه جوړه كړه اوانگړته ووتلم څودبېسټي سره دپرمختللي جيوسټېشنري سټلايټ ټليفون دسيسټم له لارې خبرې وكړم.

ماله هغې سره دبل سيسټم له لارې چې پخوانى اريډيم ( يو ډول كيمياوي عنصر چې ژېړرنگ لري او د فلزاتوپه جوړولوكې ترې گټه اخيستل كېږي، ژ)اوټېټ مدارلرونكى سټلايټ ؤ، څوځلې غږېدلى وم، دغه ټليفونونه د سر درد ؤاو د سټلايټ سره وصل يې ډېر وخت نيؤه، كله به دې چې ټليفون ته ځواب وركاوه نوتماس به قطع شو، له دې سره سره مې لد غه سيسټم څخه دلومړي ځل لپاره ښه تماس ونيو، خود دغه سيسټم دروښانوالي او قوت لرلوته حيران وم، تردې چې د دې غږمې واورېداو د هغې له فعاليتونو خبر شوم او د ماشومانوله حال احوال څخه خبرشوم اوتر دې چې زموږ درې سپي په څه حال كې ؤ( ټول چت پوزي سپي ؤ، ليكوال) خبرشوم اوخونديې وكړ، ماهغې ته وويل چې كه څه هم وزن مې له لاسه وركاوه ښه احساس مې كاوه، سيپرو (يوډول انتي بېوتيك دارو، ژ) ښه كاركاوه، مادې ته مشوره وركړه چې كله شمالي ټلواله د دوى له دفاعي كرښوڅخه راووزي، دكابل په لورې حركت وكړي اوزه دامريكې متحده ايالاتونه راوگرځم نوموږبه پينځه ياشپږورځې په نوي اورلين كې تېرې كړو، موږدواړه هلته نه ووتللي، كه څه هم چې څوځله مودغه ښارته دسفرپه اړه خبرې كړې وې.

بېټسي هم له دغه نظرسره موافقه شوه، دبهرني خدمت دوه كسان (مېړه اوښځه، ژ) له چاسره چې بېټسي له اوږده مهال راهيسې ملگرې وه، لويزوناكې تقاعد اخيستى ؤاوپه باټن راگ كې يې كوردرلوداوپه نوي اورلين فرينچ كوارټركې يې دوه چپركټه اپارتمان درلودچې دخپلورخصتيوپرمهال يې ترې گټه اخيستله، دوى موږته بلنه راكړې وه چې هروخت موږ دغه ځاى ته په سفر راشو، كولاى شوچې له دغه ځايه گټه واخلو، دغه نظرموږ د مثبتې هيلې راتلونكې راكړه، دبېټسي سره مې دالله په اماني پر وخت ښه احساس كاوه.

په همغه سهاركله چې زه دفترته ورننوتم اودتورې كهوې غټه پياله مې ډكوله، زه د ريك په ليدلو حيران شوم، هغه ډېرپه قهراوخپه ؤ، پاپي هم هلته ؤ او داړيكوكنټرول يې كاوه، ريك دهغه ټليفون له امله چې د سي ټي ايس يا د ترورېزم پر وړاندې دمبارزې رياست نوي جگپوړي افسر فرانك-اې كړى ؤاو دسهارپه درې نيموبجو يې له خوبه راپاڅولى ؤ، چې بياسملاسي پاپي ځواب وركړى ؤ ډېرپه قهرشوى ؤ.

دغه موضوع (چې ريك يې له امله په قهرؤ) دهدف دكوارډيناتوموضوع وه اوفرانك – اې دسينټ كام(1) لخوا تر فشار لاندې ؤ څو د دغوكوارډيناتوتصديق وكړي، چې په هغه ځان��ړوكوارډنياټو كې ملكي خلك موجودوو، زموږگروپ بايدسملاسي تصديق وركړى واى چې موضوع همدغه ډول ده.

پاپي فرانك ته ويلي ؤچې دغه هيله ځكه ناممكنه ده چې زموږگروپ په هدف باندې دسترگولرلوظرفيت نلري، دغه منطقه نږدې پنځوس ميله سويل خواته زموږله موقعيت څخه واټن لري اودلته خونيمه شپه هم ده، په دې خبره فرانك له حدڅخه زيات په غصه شوى ؤ، اوښكنځل يې كړي ؤ، ماچې دغه كيسې ته غوږنيولى ؤ، زه هم په قهرشوم، دتېروڅوروځوپه تېرېدوسره موږدسي ټي سي سره يوه اندازه ستونزې لرلې، دوى زموږ ورځينى رپوټ اواستخباراتي رپوټونه چې موږ ورلېږل نه لوستل، موږبه نن ددوى پوښتنې ته ځواب وركړاوراتلونكي ورځ به يې دهمدغومالوماتوبياغوښتنه كوله.

موږ دوى ته دكابل په شمال كې دجگړې په كرښه دطالبانواوعربانودهدف موقعيتونه هم وركړي ؤ، دغه كوارډينات مودانجينرعارف له استخباراتي افسرانوسره چې زموږدگډاستخباراتي دفتر يوه برخه وه په گډه اخيستي وواوموږډاډه ووچې دغه كوارډينات اوهدفونه دقيق ؤ، خوهېڅ امكان نه ؤچې موږهلته دملكي وگړونشتوالى تصديق كړى واى، زموږدشمالي ټلوالې كوربه گانوډاډ راكړ چې دكابل په شمال كې له دغه هواروسطحوڅخه ملكي خلك دطالبانولخواپه زور له خپلوكورونوشړل شوي دي خوپه دې هېڅوٰك هم نه پوهېدل چې خپله په هدفونوكې څوك موجودوو، دقرارگاه لپاره داحقيقت اومناسب نه ؤچې له موږيې د دغه اندازې د زياتواونورومالوماتوهيله او د مالوماتودتصديق غوښتنه كړې واى.

ددغه دلايلوسره سره دفرانك يادكوم بل يوه قهرېدل دپاپي يازموږهريوه سره دمنلووړنه وه، ماريك اوپاپي ته ډاډ وركړچې زه به دغه موضوع وروسته له دې چې په قرارگاه كې د ورځې كارپيل شي له هانك سره مطرح كړم.

موږگلبهارته هوايي سفرپلان كړڅوهوايي ډگر وگورواوسټان او ډاكټر هم له ځانه سره راواخلو، خوايډ رپوټ راكړ چې نصيرزموږافغان پيلوټ له خپلوځواكونوسره په باگرام هوايي ډگر كې غږېدلى ؤاو د الوتنې لپاره هوا ډېره خرابه وه، له كړكۍ مې بهر وكتل اوپه ډاډ سره باران ورېده، انجينرعارف په داسې حال كې چې باران ورېده راغى او خبر دا ؤچې دافغان شلټرنؤديوه بندي له پلارسره اړيكه ټينگه شوې وه اوهغه ومنله څو زموږ سره د ژغورنې په پلان نيولو كې مرسته وكړي، دغه سړى دخپل زوى سره دملاقات لپاره هره اونۍ دغه زندان ته ورتلو، عارف ډاډه ؤچې دغه كس به دزندان دامنيت اودبنديانودځاى په اړه مالومات راكړي.

دغه سړى په هغه ماښام دلته راتلواوعارف هم موافق شوڅودغه كس زموږسره دليدنې اودمالوماتو لپاره وغږوي.

په دوديزډول دغه دافغاني وخت ثبوت ؤ، افغاني وخت دقيق نه وي يوازې يو اټكل وي، دغه سړى دوه اويا ساعته وروسته راغى په هغه ماسپښين ما هانك ته دټليفون كولوكوښښ وكړخوهغه په غونډو كې بوخت ؤاو دوى ويل چې ترناوخته به بوخت وي، زه قرارگاه ته د فرانك د بې ادبه خبرواوزموږد ليكونودنه لوستلوپه سرتر اوسه هم په قهروم.

ماغوښتل چې زه له هانك سره پدغه موضوع باندې وغږېږم نوزه ځكه په انتظارپه اندېښنه كې كېناستم اودمهموموضوعاتوپه اړه مې رپوټونه ليكل.

ټليفون وگڼېداودا زماپخوانى ملگرى مايك ؤ، هغه په ۱۹۹۶ كال كې په اسلام ابادكې زمامرستيال ؤ، هغه دځانگړوعملياتودفرقې ساډ مرستيال ؤ اوپه پنجشېركې زما د وخت پرمهال يويا دوه ځله سره غږېدلي وو، زه حيران شوم چې هغه خبرې په دې پيل كړې چې قرارگاه خپه وه، په دې چې تراوسه مې افغانستان ته د ځانگړو عملياتو قطعاتو د ننوتنې لپاره ترتيبات نه ؤنيولي، هغې زه وپوښتلم چې ددغې ستونزې لپاره به زه څه وكړم؟

له مابېخې وركه شوه، ماورته وويل چې زه ددغه موضوع سره هيڅ كارنه كوم، زه دلته په افغانستان كې دشپږو(سي اى اې) افسرانوسره ناست يم اودبهر دنياسره محدودې اړيكې لرم او دمركزي قرارگاه سره اونورونظامي قطعاتوسره په دې موضوع كې غيرمستقيم تماس لرو.

دغه دامريكې دپوځ ستونزه ده، دسپټمبر په ۱۹ له متحده ايالاتوڅخه زموږله سفرڅخه وړاندې موږله خپلوپوځي نمايندگانوڅخه تكرارً داشتراك غوښتنه وكړه، خودځانگړوعملياتوپخپل منځ كې دماموريت كولوپه اړه دومره شخړې وې چې پايله يې هېڅ وه، قرارگاه څه فكركاوه چې موږد دوى د ستونزې په اړه څه كولاى شول؟ څومره چې زه غږېدم هومره په قهرېدلم، مايك له ماوغوښتل چې له ډگروال جان ملهولانډ چې دټاسك فورس ډگرقوماندان ؤ، سره خبرې وكړو.

نوموړي غوښتل چې دعملياتوقرارگاه دكرشي خان ابادپه هوايي ډگركې چې دازبكستان دتاشكندڅخه شمال لورې ته تقريباٌ سل ميله واټن لري جوړه شي.

مايك وويل چې زه بايددډگروال ملهولنډسره په دې چې څنگه دځانگړوځواكونود اې گروپ پنجشېرته راوړي څودژامې ماتوونكي گروپ سره يوځاى شي وغږېږم.

مايك ته ماوويل چې كه چېرې په قرارگاه كې چازموږرپوټونه لوستلي وي، دوى به وپوهېږي چې لاله پخوادډگروال ملهولنډسره دوام دارتماس لرو، ډگروال واضح وويل چې افغانستان ته دځانگړوځواكونو دلېږدولو واك او اختيار د سينټ كام اوسوكام يا د ځانگړوعملياتوله امريت سره دى.

دهغه دتكراري وړانديزونوسره سره بياهم دغه ډول امر پياده كول شونى نه ښكارېده، د دې څخه لابده يې داوه چې هغه په دې نه پوهېده چې څرگنده كړي چې داې گروپونودنده به څه وي؟ نوپه ښكاره توگه خو موږ دلته په ساحه كې دغه ډول موضوعات نشول حل كولاى، ما مايك ته وويل چې كه رښتياووايم دغه ټول چټيات دي، داهغه موضوع ده چې هلته په قرارگاه كې دكړنلارې دټولنې په منځ كې بايد حل شي، هغه وويل چې دغه ډول كړنې به دي په ستونزو كې راښكېل كړي.

ماورته وويل چې كه چېرې خلك هلته زماڅخه خپه وي او يا زما د گروپ د كاركولو له ډول سره خپه وي ۱:كولاى شي چې كونټي مې ښكل كړي (ښكنځل، ژ)

۲: كولاى شي چې له دغه ځايه مې وباسي كورته مې بوځي.

امكان لري چې دوى دلته له وظيفې خوندواخلي، ماورته وويل چې دا هغه ستونزه ده چې بايدهلته برابره شي اوبيا د دغه چټياتولپاره ماته ټليفون ونكړي، ټليفون مې بندكړاوراوگرځېدم څوريك پيداكړم، ومې ليدل چې ريك كريس، پاپي، ايډ، گريگ او بك ټول چوپ ناست او په حيرانتيا ماته گوري، ماخپلې اوږې وڅنډلې او يوازې مې وويل چې ښه داخوهم يوه خوندوره محاوره وه، اياتاسې فكركوى مايك به د دغه موضوع په اړه زماپه احساساتوپوهېدلى وي؟

پينځه دقيقې وروسته ټليفون بياوشرنگېده اوداځل راوډ ؤ، راوډ د ځانگړو فعاليتونود فرقې مشرؤ، هغه غوښتل چې له ماسره وغږېږي، هغه وويل چې څه حال دى؟ مايك وويل چې ته خپه اوپه غصه وې؟

زه تر هغې ارام شوى وم اوپوهېدم چې دايوچانس دى څوخپلو موخو ته ورسېږم، ماورته وويل چې هوزه خپه وم ، ما دقرارگاه د پام په نشتوالي باندې چې زموږځوابونوته پام نه كاوه بياكتنه وكړه، زه پوهېدم چې دترورېزم پر ضدمركز نوى په جوړېدودى خوداسې ښكاري چې هيڅوك زموږ رپوټونه نه لولي او پايله يې په نيمه شپه كې د دوى لخوا لمسوونكي ټليفونونه وي او هغه پوښتنې كوي چې هغوته موږڅلرويشت ساعته وړاندې ځواب وركړى وي او يا د دغسې مالوماتو د تصديق غوښتنه كوي چې هغوته موږكوم امكانات هېڅ نلرو، لكه په شمالي سيمو كې چې دكابل څخه دوويشت ميله واټن لري څوك خوځښت لري؟ او بيامايك ماته ټليفون كوي او وايي چې قرارگاه له ماڅخه غواړي چې خپله سستي پرېږدم، راپاڅېږم اوافغانستان ته دځانگړوځواكونودلېږلوموضوع حل كړم، دترورېزم پروړاندې د مركز او د شمال ختيځې فرقې ترمنځ په سلگونوافسران د دغو وظيفو د اجرا كولو لپاره موجود ؤ اوپه قرارگاه كې نورې برخې وې چې دهغوى يوازېنى دنده دا وه چې د سي اى اې او د امريكې د پوځ او نورو دولتي عناصرو ترمنځ انسجام اوهمكاري رامنځته كړي.

ماته داسې ښكاره شوه چې د دغو ستونزو لپاره چې ما يې يادونه وكړه حل په قرارگاه كې دننه دى.

راډ ډېرښه سړى دى اودخپل اعتبارپه خاطريې ماته اجازه راكړه چې وغږېږم، هغه په ډېرارام اوپه ښه ډول يې ځواب راكړاودپنځلسودقيقوپه شاوخواكې ستونزو ته په بياكتنې وغږېدو.

ماهغه ته دهغوستونزو په اړه چې له قرارگاه سره مودپوښتنو، ځوابونواوغوښتنوله مخې لرل اودهغو مالوماتو په اړه چې په سي ټي سي كې يادښت شوى اوثبت شوي ؤځانگړي مثالونه وړاندې كړل.

راډ ومنله چې افغانستان ته دامريكې دپوځ لېږدولوموضوع ښكاره بايدواشنټگن حل كړې واى، راډ ژمنه وكړه چې دغه موضوع به د ډي سي اى سره په همغه ورځ مطرح كړي اوهانك اوكاپر به دې ته وهڅوي چې دسي ټي سي جوړېدونكى ساختمان او دغه عمليات له نږدې په لاس كې ونيسي.

زماگروپ د سي اى اې دهغولسوگروپونوڅخه و چې افغانستان ته د دندې ترسره كولولپاره لېږل كېدل لومړى گروپ ؤ او ټولې ستونزې مخكې له دې چې نورگروپونه رالېږل كېږي بايدحل واى، وروستى موضوع چې له هغه سره مې ياده كړه هغه دطالبانوپروړاندې زموږدبمبار د كمپاين داغيزې نشتوالى او د هغوحالاتو وه چې په لومړيوكرښوكې شمالي ټلواله ورسره مخ وه.

دغه كمپاين درېيمې ورځې ته داخل شوى ؤخولاتراوسه هم د طالبانولومړۍ كرښې نه وې ويشتل شوې، دشمالي ټلوالې مشران اندېښمن ؤ او هغه څه چې موږ ليدل د دښمن له محاورو څخه دا څرگندېده چې طالبان نورهم تشويقوي او د دوى مورال ډېرلوړ ؤ، راډ وويل چې زه بايد د ساحې د حالاتو د ارزيابۍ لپاره بل رپوټ وليكم چې په هغه كې حالات څېړل شوي وي اوپه شمال كې حالات وروسته د دې چې كه موږخپله ستراتيژي د ېخوا راوگرځوو او د شمالي ټلوالې د ځواكونو پر وړاندې طالبان وټكوو، د حالاتو بدلون په كې څېړل شوى وي.

داځل مې چې ټليفون كېښود، نسبتاً ډېرښه احساس مې كاوه.

زه له ريك اوكريس سره وغږېدم اوپرېكړه مې وكړه چې د راډ هغه نظرچې ويل يې بايد د ساحې دحالاتو دارزښت ټاكنې لپاره بل رپوټ وليكم، ښه نظر ؤ، دايوازېنى رپوټ و چې ماباور درلودچې وبه لوستل شي اوماغوښتل چې زموږنظريې په واشنگټن كې دكړنلارې دبحث يوه برخه وگرځي، زه د رپوټ په ليكلو بوخت شوم.

شمالي ټلواله په افغانستان كې دامريكې پوځي مداخله ديوه خوب درښتينوالي په ماناگوري، بلې نوموړې ټلواله په هېوادكې ترټولوښه پوځي ځواك دى خوددوى داحتياط، پرسونل اودلوجستيك د نشتوالي له امله نشي كولاى چې پخپلومټودجگړې څپه دطالبانواودهغوى دعرب ملاتړوپروړاندې وگرځوي، كه چېرې دطالبانولومړى كرښې له منځه يوسوشمالي ټلواله كولاى شي چې شمالي سيمې اوكابل تر ولكې لاندې راولي.

طالبان به په كابل كې دپاتې كېدلوكوښښ وكړي خوكوښښ به وكړي چې سويل اوخيتځ اوښكته لور ې پكتيا، پكتيكااوگرديزته وتښتي، دشمالي ټلوالې مشران په دې پوهېږي چې دامريكې د دولت په منځ كې د دوى لخوادكابل دنيولوپروړاندې مقاومت شته خودجگړې ډگرحقيقت به ددغه عمل پېښېدل حتمي كړي.

كه چېرې شمال غرب كې امريكې دتخار لومړى كرښه بمباركړي نوشمالي ټلواله به هلته هم دكرښې دماتولو توان پيداكړي، تالقان به ډېرژر ددوى لاسته وغورځي اوشمالي ټلواله به تركندوزه ځان ورسوي، دامريكې په مرسته به قوماندان دوستم اواستادعطا مزارشريف ونيسي اوهمدې ته ورته به اسماعيل خان به هرات ونيسي.

دځواكمنې بمبارۍ له امله به دلومړيوڅواوونيوپه پاى كې دافغانستان نيمايي برخه شمال ترخپلې ولكې لاندې راولي، كه سم اوكه غلط وي خوشمالي ټلواله به له كابل څخه هاخوا د تگ كوښښ ونكړي، ځكه چې دوى كابل ته دخپلې مورنۍ ځمكې په توگه گوري اوچې طالبان كابل پرېږدي كابل ته د دوى ورتگ دتاريخ په اوږدوكې عادلانه اونژادي حق او د جگړې په ډگر كې حقيقت بولي، دوى پوهېږي چې تركابله هاخوا خوځېدنه به ځواكمن سياسي خطرات منځته راوړي اوشمالي ټلواله خپله هم وايي چې دوى له كابل څخه هاخوا د بريد لپاره بنسټيزې وسيلي او لوجيستيك نلري.

شمالي ټلواله به حتماً په نږدې وخت كې دمسعودسياسي اجنډاچې دلويې جرگې او د موقتې ادارې جوړښت ؤ په رامنځته كولوكې مناسب رول ولوبوي، يوه داسې اداره به رامنځته كړي چې په هغه كې به تاجك او نور لږكي يومناسب رول ولوبوي.

پاپي يوازې له نيمې شپې څخه لږوړاندې دساحې ارزښت ټاكنې رپوټ ولېږه.

زه وروسته خبرشوم چې دغه رپوټ ډي سي اى اغېزمن كړى ؤ او د اكټوبرپه يوولسمه نېټه يې چې راتلونكې ورځ وه ولسمشرته تشريح كړې وه، په غونډو كې اوس معياري بحث دا ؤچې كه چېرې شمالي ټلواله كابل تر ولكې لاندې راولي، پاكستانيان به څومره خپه شي او په سويل كې دپښتنودهڅونې او خوځښت لپاره بايدڅه ترسره شي.

ډي سي اى خپله وويل چې موږبايدپه شمال كې شمالي ټلواله له پړې خلاصه كړوڅوتالقان اوكندوزترولكې لاندې راولي، د دوى چټكه كاميابي په شمال كې طالبان اوعرب جنگيالي په لومه كې رانيولى شي يابه تسليم شي اويابه له منځه يووړل شي.

شمالي ټلواله بايد دكابل په شمال كې راټال كړوڅوپښتانه او(پاكستانيان، ليكوال) كراركړو، زموږكاميابي به په شمال اوسويل كې پښتانه قومونه حركت ته غښتلي كړي، هوداهغه څه ؤچې ماذكركړي ؤخودادومره څه ؤچې دغه دپرېكړې لپاره كړكېچن حالت له منځه يوسي اودجگړې ډگردكار وړستراتيژي منځته راوړي.

كه څه هم چې دغه بحث پاى ته ونه رسېدخوپه هرترتيب مابياهم يواوږدليك (نه ارزښت ټاكنې رپوټ) وليكه اودغه ليك دشمالي ټلوالې دمشرانونظريات دلومړى كرښې دبمبارۍ په باره كې اوپه عين وخت كې ددوى لخوادكابل دنيولو وروسته دمشكلاتودپيداكولوپوهېدنه په گوته كوله.

عمده مطالب په كې داليكل شوى ووچې شمالي ټلواله زموږله همكاريومنندويه ده خوكه موږدهغوى سره دجگړې په ډگركې مرسته وكړواوكه ويې نكړودوى به دژمي تر راتگ دمخه دكابل دنيولولپاره خپلې هڅې پيل كړي، شمالي ټلواله پرې باوري ده چې دكابل نفوس به هغوى ته ځكه ښه راغلاست ووايې چې دغه ښارپه بنسټيز او عنعنوي ډول يوتاجك پلوه ښاردى، ماورته وليكل چې دشمالي ټلوالې سره په پوره ډول زموږدمرستې بندول ددې لپاره چې دپښتنواوپاكستانيانو نيوكې كرارې كړويوه اشتباه ده، دشمالي ټلوالې سره زموږپوره مرسته به دشمالي ټلوالې په راتلونكي سياسي فعاليتونوباندې زموږ اغېزه غښتلي كړي.

ماخپل ليك لانه ؤ لېږلى چې له اسلام ابادڅخه يورپوټ راغى چې دبمبارۍ لومړى څلورورځې يې دسياسي خپگان په سترگه كتلي وو.

په اسلام ابادكې د سي اى اې ځايي مشرليكلي ؤچې پښتنواوس پنجره نوره هم ټينگه سره نيولې ده اوطالبان له ملاعمرڅخه نور راتاوېدل، رپوټ په دې تاكيدكاوه چې دپاكستانيانورول ددغه كړكيچن اوله ستونزوډك حالت كې مهم باله، دايې هم ويل چې دپاكستان ولسمشرجنرال مشرف د پاكستان داستخباراتوداى اېس اى په شبكه كې پراخ بدلون راوستلى اومذهبي اومحافظه كار ډايركټرجنرال اودهغه انډيوالان يې لا د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته له دندې لېرې كړى ؤ، چې له امريكې سره دنږدې همكارى مخالفت كاوه.اى اېس اى نوى اعتدال خوښوونكى مشرته دجنرال مشرف لخوا د سي اى اې سره دترورېزم پروړاندې دپوره همكارۍ امروركړل شوى ؤ، رپوټ كې راغلي ؤچې اى اېس اى دافغانستان حالاتوسره په كلونوبلدتيادرلوده اولاله پخواڅخه يې په پېښوركې دپراخه نژادي (دافغان دولت په تبعيدكې) دولت دجوړېدلولپاره ډېرې هڅې روانې كړې وې، مشرليكلي وو چې موږبايدپه دغه هڅه كې دپاكستانيانوسره له نږدې كاروكړو، په سويل كې بايدتمركزوكړواودبمبارۍ كمپاين دراتلونكوڅواوونيولپاره په كراركړواودطالبانودلومړى كرښې ځواكونه په خپل حالت پرېږدوله دې امله بايد دغه اصلاٌٌيوه سياسي مبارزه وي نه پوځي مبارزه، پرېږدى چې دطالبانوپروړاندې په پښتنوكې مقاومت زيات شي، هغه هم په داسې وخت چې سي اى اې او اى اېس اى هلته يووسله وال مقاومت رامنځته كړي دغه به دطالبانووروسته په سياسي پروسه كې ميزان برابركړي. مادغه پيغام په پوره بې زړه توب ولوست، دغه دناكامۍ اودسياسي حيرانتيالپاره يوحتمي امرؤ، دغه هڅه چې پاكستانيان يې افغان لوبې ته بيارابلل يوه پرېشاني اورښتيني اشتباه وه، دوى ددغه ملك لپاره خپله سياسي اجنډا لري اوداهغه څه نه ؤچې دامريكې دولت يې دطالبانو وروسته په مهال كې څرگندېدل غوښتل. دواشنگټن هڅه په افغانستان كې ديوې گټونكي جگړې لپاره له ستونزو او خنډنو ډكه مبارزه وه.

(1) سينټ كام : د جگړې پر مهال هغه دفتر دى چې د جگړې د پر مخ بېولو قومانده او اداره ترې وركول كيږي. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *