درويشتم څپركى

له انجينرعارف سره ماپه خپله لومړى ليدنه كې داژمنه كړې وه چې امريكې پوځ به دشمالي ټلوالې ځواكونوته اړين پوځي اكمالات د هوا له لارې راورغورځوي اوهمدارنگه به بشري خوراكي اكمالات دهغو ملكې خلكولپاره چې د شمالي ټلوالې ترولكې لاندې دي دهواله لارې وروغورځول شي.

ما دغه موضوع د سي ټي سي يا ترورېزم پرضدله مبارزې مركزسره دليك له لارې ياده كړې وه، كه څه هم چې يوشمېرستونزې وې چې بايدددغې هڅې له ترسره كيدووړاندې اوارې شوى واى، خوهغوى ډاډه ؤچې دوى له دې كارسره پوره موافق دي هغوى به بشري هوايي ماموريتونه ترسره كړي.

كه څه هم چې ددغه كارپه ترسره كولوسره به دوى دغورځونې ساحې په زيات دقت سره ويشتلې واى خودامريكې هوايي پوځ نه غوښتل چې ديادوشويوتوكيولومړنۍ غورځونې له ټيټې ارتفاع څخه ترسره كړي.

دطالبانوځواكونوپه سلگونوامريكې جوړ اوږد واټن ويشتونكي سټېنگرميزايل او همدارنگه په سلگونوروسي اونور ډول له ځمكې څخه د هوا ضدميزايل په افغانستان كې لرل، د اېس اې ار (د پلټنې اوژغورنې) د ظرفيت دنشتوالي له امله يې دبار وړونكوالوتكوغورځونې بايدكړې واى، خو ډېر زيات خطر يې درلود، لومړنۍ غورځونې يې بايد له اوويشت زره فوټه ارتفاع څخه ترسره كړې واى، ددغه كارلپاره يوه اوږده پراخه او اواره سيمه پكاروه چې پنحشېردره ترهغه مهاله ترې بې برخې وه، خوكه د غورځونې ارتفاع راټيټه شوى واى بياكېداى شوه.

د اكټوبرپه لسمه نېټه موږته خبرراكړل شوچې اېن اېس سي پرېكړه كړې چې دخوړولومړۍ غورځونې په شمال كې دتاجكستان له پولې يوازې سويل لورې ته په اوارو سيمو كې چې دخواجه بهاوالدين ختيځ اوسويل ته غزېدلې وې ترسره كړي.

څلور سي-۱۷ C ډوله الوتكې دزرگونوپاونډه خوړو د غورځونې لپاره ټاكل شوې وې.

موږته ويل شوي ؤچې دخوړو دغه ډبي چې زموږاېم ار اي(1) ته يا په ډبيوكې دخوړلوتيارې شوې غذاته ورته دي دملكي بشري سازمان دكارونې لپاره جوړې شوي وې اوپه هرپاكټ كې كافي اندازه خواړه ؤ، چې يوبالغ سړي پرې ديوې ورځې لپاره قناعت كولاى شواى.

جنرال فهيم دغه ماموريت ته په خوشالۍ سره هركلى ووايه اوميوري داوطلبانه وغوښتل چې شمال ته وروگرځي اودخپل ملگري جنرال بريالي خان سره دغورځونې دسمي لپاره نقشه جوړه اوكوارډينات يې واخلي، څو وروسته دغه بكسونه لاس ته راوړي.

ميوري زموږ د چورلكې په واسطه د اكټوبر په دولسمه نېټه تر خواجه بهاوالدين ور پورې كېده او د هوايي بشري مرستې غورځونې د اكټوبر په ديارلسمه نېټه سهار وختي ترسره كېدې.

د ميوري له كوزېدو وروسته چورلكه د شپې د تېرولو لپاره دوشنبې ته لاړه څو تېل واچوي او دوه اضافه افسران چې غوښتل يې زموږله گروپ سره په پنجشېركې يوځاى شي له ځان سره راواخلي، په داسې حال كې چې ميوري ته دگريگ اونصيرپواسطه الوتنه وركول كېده، زموږدگروپ څلورغړي سويل درې ته ښكته دموټروپه كاروان كې لاړل، كريس او ايډ په يوه موټركې اوسټان او ډاكټرپه بل موټركې وو، كريس پلان درلودچې له سياف سره يوځل بياوويني اوايډ غوښتل چې په گل بهاركې زموږ د نوي بشپړ شوي هوايي ډگر دسپيناوي لپاره رسمي سروې وكړي، سټان اوډاكټربگرام ته دجنرال بريالي له استخباراتي كسانوسره دپاتې كېدولپاره ور روان وو، دوى كوښښ كاوه چې د دقيقوهدفونولپاره اضافه مالومات ترلاسه كړي.

پريډيټر يا(داړونكى ځناور) يو د بې پېلوټه الوتكونوى توكم په افغانستان كې د څو ورځو راهيسې په اسمان كې ځان ښكاره كړ، د دغه داړونكي ځناور دماموريتونودترسره كولوپه اړه زموږگروپ (له اړوندو كسانو سره)نېغ په نېغه په جريان كې نه ؤ، موږ د دغې داړونكي ځناور يا بې پېلوټه الوتكو د الوتنې له حقيقت څخه يوڅه پاتې شوني مالومات درلودل، موږ پوهېدو چې دغه پريډيټور د ماموريتونو پرمهال د(دوزخ اور) چې له نوموړيو الوتكوڅخه د وېشتونكيوتوغنديونوم دى مسلح ؤ، دغه مزايل د دښمن د ډېروپياوړيوموقيعتونودله منځه وړلولپاره اودهغوبې زغرې موټرو د ويجاړولو لپاره چې اسامه او د هغه جگپوړيو ورسره علاقه لرله جوړ شوي دي.

ددغه داړونكي ځناورو الوتنې په موږ باندې ډېر كم اغېز درلود، تقريباً د غرمې پرمهال له واشنگټن څخه ټليفون راغى ريك او زه د دفتر په سيمه كې وو او ليكونه مو لوستل، پاپي ټليفون ته ځواب وركړ، هغه تر يو څه وخت غوږ ونيواو بيا يې د ټليفون مايك په لاس بند كړ او ويې ويل چې د پريډېټر د ماموريتونو مشر د ټليفون په كرښه دى، هغه وايي چې اياموږ د هغه نوي جوړشوى هوايي ډگرچې دشمالي په اوارو سيمو كې دگل بهار نومي كلي خواته پروت دى، مالومات لرو؟ دغه كس غوښتل چې زموږ د هوايي ډگرپه اړه له يوچاسره وغږېږي، نومادټليفون غوږۍ پورته كړه، له هغې خواڅخه مې ديوځوان نارينه پوځي ډوله غږ واورېد، له پېژندگلوى وروسته هغه وويل: صاحب زموږپريډيټوردطالبانولخواديونوي جوړشوي هوايي ډگرپه سرگرځي او د نقشې كوارډينات يې په لاندې ډول دي…. هغه دعرض البلداوطول البلدنمبر راته ووايه او ما له ځان سره وليكه، ما نمبر ريك ته وركړ اوهغه ته مې دنقشودبنډل په لورې چې د مېز هاخواته ايښې وې اشاره وكړه، غږ دوام وكړ، سي ای اې تايدكړې چې دا د طالبانونوې جوړ شوي ځالې چې د تېرو لسو ورځو په خواوشا كې پرې ساختماني كار دوام لري.

پريډېټرهغه سرف موټرچې دخامې ځغاستې دلارې په خواكې ولاړدى او دوه سړي چې لوېديځ ډوله جامې يې په تن دي، ددغې ليكې خواته پياده گرځي په نښه كوي، دوى يقيناً چې افغانان نه دي اوموږ باورلروچې هغوى القاعده دي، يوسړى ډېر لوړاو ډنگراو موږ فكركووچې په خپله بن لادن دى، موږ غواړوچې له تاسې سره د دغودوو كسانواو جيپ موټر پر وړاندې د دوزخ ميزايل له بريد كولو د مخه پوښتنه وكړو، ماورته وويل چې تر څو چې موږ نقشې گورو تر هغې بايد انتظار وكړې.

ماريك ته مخ ورواړاوه اوورته ومې ويل چې… ستا به باور رانشي خو زه فكركوم چې پريډيټركريس او ايډگوري اوايډ باندې يې د بن لادن گمان كړى دى، دوى غواړي چې د دوزخ داور په ډز سره يې له منځه يوسي، ريك د نقشې هغه ټوټه راوړه چې دگل بهارسيمه په كې كښل شوې وه اوكوارډينات يې دگوتې په واسطه په كې تطبيق كړل، رښتيا هم دده د شهادت گوتې لاندې نقطه زموږ د گل بهار د هوايي ډگر ليكه وه، هغه وويل زماخدايه دوى ايډاوكريس وژني!

زه بېرته دټليفون په كرښه شوم اوهغه ځوان سړي ته مې وويل چې بريد ودروي، ځكه چې هغه دوه كسان دسي ای اې افسران دي، زموږ د گروپ غړي دي، هغوى دسي اى اې لخواپه جوړشوي هوايي ډگرگرځي، كوم چې په ښه واټن سره دشمالي ټلوالې دكنټرول په سيمه كې دننه دى او د طالبانو كرښې له دغه ځايه نږدې شپږ يا اووه ميله د لوېديځ خواته دي.

ايازه ډاډه وم؟زه باالكل ډاډه وم، موږ سي ای اې او ترورېزم په وړاندې رياست ته په دوام دارډول ددغه ډگردساختماني كار دپرمختگ په باره كې رپوټاوجغرافيايې كورډيناټ څوځله ورلېږلي وو.

زه به يې ومنم كه دامريكې پوځ پرې خبرنه وي، خوڅنگه ښايي چې سي اى اې تري ناخبره وي اوتردې لابده يې دا وه چې دوى څنگه د لومړيو كرښو څخه په دقيق ډول خبر ندي، خپه شوي ځوان افسرماته ډاډ راكړ چې دى به ټول اړوندپرسونل له دغې ناسمې پېژندگلوۍ او تېروتنې څخه خبر او پرېډيټور به د طالبانو د كرښو پر سر بيا هدايت كړي.

كه چېرې دغه افسرله موږ سره اړيكې ټينگې كړې نه واى، پرېډيټور به كريس او ايډ تر بريد لاندې راوستلى واى.

دا يوه بله پېښه وه چې دوى زموږ ليكونو ته پاملرنه نه كوله، موږبل مودب خوغښتلى ليك ټولو هغودفترونوته چې زموږدگروپ څخه يې ملاتړكاوه وليكه، ددغه پېښې ذ كر مې په كې كړى ؤ، موږ فكروكړچې په مساوي ډول دپام وړ او عجيبه خويې لادا وه چې ايډاوكريس له دې چې ددوى پرسرداړونكي ځناورگرځي اودوى ددوزخ(1) د اور تر بريد لاندې راغلي ؤ، هېڅ خبرنه ؤ، زه فكركوم چې دغه خبر د دوى څخه هغه خوند چې د دفتر د كارونوڅخه يې بهرپه تفرېح كې تېراوه بېرته واخيست.

راتلونكى سهارچې داكټوبرمياشتې ديارلسمه نېټه وه، ميوري دهغې بشري خوراكي مرستو د غورځېدنې په اړه خبر راكړ چې په خواجه بهاوالدين كي وختي په هغه سهار تر سره شوې وه، هغه وويل چې جنرال خان د دغې مرستې دترلاسه كولولپاره بهرته په پوره ډول تيار ورغلى ؤ، ميوري د غورځېدنې د ځاى مركز لكه څنگه چې د هوايي ځواكونولخوا هدايت شوى ؤ په نښه كړى ؤ، دى او خان د سلوڅخه له زياتو كسانو او له پينځو لويو موټرو سره انتظار ؤ، څو ورشي او د خوړو لكه څنگه چې هيله كېدله غټې بنډلې راغونډې كړي په ډاډسره د دوه سى -۱۷ ډوله الوتكو غږ سهار په دوه نيمو بجو په اسمان كې انگازې وكړې.

ځنډ ووت اوبيا په خلاصه هواكې له پورته لورې څخه د راغورځېدنې غږ او ور سره په سلگونود ټك اوخرپ اوازونوپه بدرگه سره داسې لكه د پټاكيو د چاودېدو اواز واورېدل شول، او دغه اوازونه ژر د سويل په لورې په وركېدو شول، دا هغه اوازونه نه وو چې ميوري يې هيله درلوده، لويې بنډلې چې د كارگو د پراشوټ څخه راوغورځېږي هر يو يې د درب اواز كوي، وروسته كسان د غورځېدنې سيمې ته ورغلل او د هغو گروپونو د رڼا پواسطه يې په مځكه باندې په سلگونوكوچني ژېړ رنگه بنډكي وليدل چې په سرونويې تړلي وو، ميوري څودانې راټول كړل اودموټر گروپونو رڼاته يې په غور سره وكتل، دوى په حقيقت كې دهغو انفرادي خوړو پاكټونه وو چې موږ يې د رسېدو هيله كوله، دغه پاكټونه ټول چاودېدلي وو، او په دننه يې خواړه يې سره گډوډشوي اوپه خاورو لړل شوي وو، دغه كسانوچې څومره پاكټونه په شپه كې پيداكولاى شول، راغونډ يې كړل، خو دغه په پراخ ډول سره د څو ميلونو په واټن سره تيت شوي وو اوزياته اندازه يې چې ميوري وليدل چاودېدلي اوخراب شوي وو.

كله چې سهار داخل شو، په سلگونوافغانان دغره په سيمه كې له كليوڅخه راښكاره شول او د غورځونې سيمې ته لاړل او د خوړو پاكټونه يې له سيمې څخه داسې راټول كړل لكه چرگې چې دانې ټولوي.

موږ ته څرگنده وه او د دفاع وزارت هغه فلم چې د سي – ۱۷ له داخل څخه يې اخيستى ؤ، تصديق شو، پراشوټونه يې نه ؤكارولي، خواړه د الوتكو له وروستۍ برخې څخه چې په لويو او د كلك پنډكاغذ څخه د جوړ شوي كانټينرونوكې بندشوي اوراټېل وهل شوي وو، چې سملاسې وروسته هغه سره مات شوي اوخواړه په انفرادي ډول ځمكې ته غورځېدلي وو.

د اووه ويشت زره فوټه ارتفاع څخه د خوړو له غوځونې وروسته، خواړه د سرعت وروستني پړاو ته رسېدلي او د غورځونې په ساحه د ميلونو په واټن سره په پراخ ډول تيت شوي وو، دوى له ځمكې سره دكوچني مزايل په ډول چې له لگېدنې سره سم چاودنه كوي لگېدلي وو، دغه غورځونه دشمالي ټلوالې مشرانوته يوځل بيا د خپگان سبب وگرځېد، يوځل بياموږ لويې وعدې كړې وې، خوپه دې ونه توانېدوچې سرته يې ورسوو.

د ماسپښين پرمهال له موږ سره ډگروال مل هولانډله خپلې قرارگاه څخه چې دكرسي خان ابادپه هوايي اډه كې ؤاوله تاشكندڅخه شمال لورې ته نږدې سل ميله واټن درلود، له خوندې ټليفون څخه اړيكه ټينگه كړه، مل هولانډ وويل چې دسينټ كام له لورې هغه ته اجازه وركړل شوې چې پنجشېر ته د اكټوبرپه پنځلسمه چې دوه شپې ليرې وه يود اې (A)گروپ دننه كړم.

ما هغه د نورو اجازو په اړه چې د ازبكستان د حكومت د هوايي ليكو څخه مو بايد لرلاى وپوښت، مل هولانډ وويل چې هغه تراوسه مالومات نلري خو هغه له امر سره سم حركت كاوه، ماورته وويل چې موږ به له شمالي ټلوالې سره اړيكه نيسو څو د كوزېدو لپاره ښه ساحه خوښه كړو، ما ور سره ژمنه وكړه چې زموږ پيلوټان به د دوى له هوايي كار كوونكوسره د ټليفون په كرښه وي څو په خوندي هوايي ليكه باندې راشي.

امريكايي پوځ په پاى كې پنجشېرته زموږسره د يوځاى كېدو لپاره د اې گروپ د لېږلو پرېكړه كړې وه خو زه د دغه ماموريت د تيارېدو لپاره د عمومي انسجام او اړيكو د نشتوالي له امله ځورېدم، د ازبكستان او تاجكستان دواړو سرحدونه د الوتكو ضد په مېزايلوباندې ساتل شوې وې، ځيني ځايونه يې د روسي ځواكونو لخواساتل كېدل، له رسمي انسجام او اړيكو پرته يو ناڅاپي او په خپل سر الوتنه د دې لامل كېده چې پدغو سرحدونو باندې له ممكنه ډزو سره مخ شي، د ماښام په شپږو بجو چورلكه له دوشنبې څخه د ميوري او دوه اضافه افسرانو په گډون راوگرځېده، دوه نوي راغلي كسان د سي اى اې افسران وو، فرډ چې داړيكو افسر ؤ د پاپي له دفتر څخه ؤ، فرډ له سي اى اې سره په نړۍ كې د دندو پرمهال يوكلك اواغېزناك شهرت درلود او موږ هم د ده له گروپ سره ديوځاى كېدنې له امله خوښ وو، پاپي دوه نورولاسونو ته اړتيادرلوده اوموږ هيله مندووچې د فرډ په راتگ سره به پاپي له شل ساعته دندې څخه يوڅه كار راكم كړاى شي.

بل كس چې براډ نومېده هغه دځانگړوفعاليتونوله فرقې څخه ځوان افسرؤ، هغه په نږدې وختونوكې له ځانگړوځواكونوسره دڅوكلونود دندې ترسره كولو وروسته له (سي اى اې) سره يوځاى شوى ؤ، دا ښكاره شوه چې براډ په پوځي او د لايزر د نښه كولوپه سيسټم سوفلام كې ماهر ؤ او له ځانگړو ځواكونوسره يې دغه دندې ترسره كړې وې، سره له دې چې سي اى اې د هدف په نښه كول (د لايزر پواسطه) د ترسره كولو اجازه نه درلوده اودغه كار د امريكې په پوځي پرسونل پورې محدود ؤ، براډ د سوفلام يا د لايزر پواسطه د نښه كولوسيسټم مكمل توكي له ځان سره راوړي و، دغه يوه سره ټوله اوسپكه د لايزر اله ده چې يوه سر تېري ته ددې اجازه وركوي چې د جگړې په ډگركې ديوه قوي رهبري لايزر يا(هوښيار بمونه) پواسطه هدف په نښه كړي.

موږ دسوفلام سيسټم په لرلوسره خوښ وو، ښايي دغه سيسټم د اې (A) گروپ لپاره چې داكټوبرپه پنځلسمه پنجشېرته دماموريت لپاره لېږل كېدل، گټورتمام شوى واى.

دگروپ له نويوغړيوسره دپېژندگلوى له گڼې گوڼې وروسته ميوري ماته اشاره وكړه چې له هغه سره ووينم، هغه له ورايه خوښ ښكارېده اوخندل يې، گيري فكروكړچې په چورلكه كې به نورڅه له دوى سره راوړل شوي وي، مخكې له دې چې زه ځواب وكړم، هغه دوام وركړچې زه لس مليونه نغدې لرم، پدغه كې يې زه ځكه بندكړم چې ماله قرارگاه څخه دنوروپيسوهيله نه درلوده، په ډاډسره افغان كار كوونكودكلك كارډ بورډ له كاغذه جوړشوي څلورلوى بكسونه دهلېزته راوړل اوپه كلكه پلاستيكې تسمه باندې سرغوچ شوي وو، ميوري بكسونوته اشاره وكړه او ويې ويل چې دسي، ټي، سي له نويوكسانوسره يې نورې پيسې هم رالېږلي دي، په دوشنبه كې مشر رانو وويل هغه خوښ ؤچې موږدغه پيسې دهغه له لاسه واخيستلې، هغه وويل چې دومره اندازه پيسې چې دده په خواكې پرتې وې، دى يې له اندېښنې سره مخ كړى ؤ، ريك هم له موږسره يوځاى شواوميوري دپيسوخبر هغه ته هم وركړ، ريك يوبكس په لغته وواهه او ويې ويل دوى فكركړى چې موږبه دغوپيسوته اړتيالروځكه چې هغه نورې درې ميليونه موډېرې زر مصرف كړې.

هغې سم وويل، ځكه چې وروستى توربكس چې خالي كېدلوته نږدې شوجنرال فهيم ته دپيسو وروستنۍ وركړې تقريباً بانك له نيستۍ سره مخ كړ، ماپه بكسونوباندې تسمې ته وكتل اوبكسونه يوځل خلاص شوي وو.

ميوري وويل چې بلې زماله ياده وتلي ؤ، ران بكسونه يوځل خلاص كړي، څو شمېر يې تصديق او تفكيك كړي، ما ورته وويل چې موږ بايد هر بكس پخپله وگڼو څو اندازه يې تصديق كړو، خپل ساعت ته مې چې وكتل نن شپه مو هم كولاى شو، خو يو څه ناوخت ؤ، زه غواړم چې د پيسو گڼل په دقيق ډول ترسره شي او درې بكسونه بېرته مهر كړو او يو بكس يې د كارونې لپاره پرېږدو، راځۍ چې ددفترپه كونج كې يې پرېږدوبيابه سباورځ كارپرې وكړو.

دنويوكسانودځاى پر ځاى كېدلوله امله په دفتركې بياگڼه گوڼه اوبېړه شوه، دخوراك لويه كوټه چې له انجينرعارف سره مو د غونډو لپاره كاروله، نيمه برخه دنويوراغلوكسانولپاره دخوب ځاى ته بېله كړه، جان محمددخوب لوى او هوار بالښتونه اويوه لويه سور رنگه پرده پيداكړه، څوپه كوټه كې يې ځوړنده كړي اونويوراغلوكسانوته يوه كوچنۍ پرده اوخصوصيت ورپه برخه كړي.

ما ممتاز پيدا كړ او هغه مې له دې چې د اې گروپ ددولس كسيزگروپ پنجشېرته داكټوبرپه پنځلسمه شپه دماموريت لپاره راځي اودهغوى لپاره په كومه ودانۍ ياكوركې موږته ځاى پيداكول اړين دي خبركړاو ورته ومې ويل چې زموږگروپ ته ددوو نويوافسرانودگډون له امله زموږداوسېدلوځاى تنگ دى، د اې گروپ بايدپه كوم بل ځاى كې ځاى پرځاى شي.

ماخپلوپيلوټانوته وويل چې له نصيراوحافظ سره په بارك كلي كې دښكته كېدلولپاره يومناسب ځاى خوښ كړي اوبايدچې له ممتازسره اړيكه ونيسي، څودگروپ دراتگ لپاره دامنيت اود لېږلو لپاره تيارى ونيسي. ماممتازته وويل چې له انجينرعارف سره دراتلونكي سهارلپاره دغونډې ترتيب ونيسي څود اې گروپ دراتگ په باره كې بحث وكړو، كله چې زه په هغه ماښام خوب ته دتللولپاره تيارېدم فكرمې وكړچې هرڅه دسمون په لورې روان دي، خوزه څومره لږپوهېدلم!!

(1)په پاکټ کې بند تيار جوړ شوي خواړه دي چې معمولاً پوځ يې د وظيفې پر مهال کاروي. ژباړن

(1)امريكايان په خپل ټكنالوجۍ ډېرنازېږي او ددې دپاره د هر نوي يا نسبتاً ځواكمن ميزائل دپاره داسې يو طبيعي نوم خوښوي چې څوك ترې وېره ولري. ژباړن.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *