د پلان بدلون؟
څلرويشتم څپرکى
تقریبا دسهارپه دووبجوزه دکولمودپخواني اشنا احساس، گډوډي راویښ کړم.
له دې پخوا ډېرښه وم او د سېپرو د داروهغه دوزچې ډاکټرراکړی ؤ، هغه مې هم خلاص کړی ؤ. مافکرکاوه چې له دغه ستونزې څخه خلاص شوی یم. دبخت دملتیا له امله یوتیارجوړشوی بوتل تیار او زما په انتظار ؤ.
د ناروغۍ د نښې دهرې څپې تر مينځ مې دشپې په تېرېدوسره خال خال خوب وکړ. دسهارسپېدې چاودې سره مې د ډاکټرطبي الاتو باندې بريد وکړ څونورې سېپرو (یوډول انتي بیوتیک دارو. ژ) پیداکړم. ایموډیم اوټاکمېت (یوډول دارو) مې هم راپیداکړل. یو بله اوږده ورځ وه.
ممتاز زموږ دفتر ته راغی او ویې ویل چې انجينرعارف به زموږسره د وړانديز شوې لېدنې لپاره په نهه نیموبجوراځي.
ریک اوزه ورته سترگې په لارؤ. موږپه پای کې یوڅه مثبت لرل چې دهغه سره مو د امريكې دځانگړوځواکونوداوږدې مودې ماموریت چې پنجشېرته راتلل، تربحث لاندې ونیسو.
دهغه نیمگړي اومایوسه هوایي بشري غورځونې له امله چې یوه ورځ ترمخه وشوه، ماریک ته نظرورکړچې شمالي ټلوالې ته ۵۰۰۰۰۰) امريكني ډالرورکړوڅوپه سیمه ایز ډول دخوړواونوروتوكورانیونه وکړي. هغه هوکړه وکړه اوموږتوربکس راواخیست څوپیسې وگڼواوبندې یې کړو.
زه په ځانگړي ډول دهغه دبودیجې درارسېدلوله امله منندوی وم چې یوه شپه وړاندې رارسېدلې وې ځکه چې شمالي ټلوالې ته ددغه تادیې دورکولووروسته به دهغه درې ملیونه چې موږله ځان سره راوړې وې د 120000 څخه یوڅه زیاتې پاتې وای. په نهه نیموبجوعارف راغی. ځکه چې زموږدلیدنوپخوانی ځای ددوه نویوکسانوله خوا کارول كېده، نوموږباید دعارف سره دلیدنولپاره داستخباراتوگډ دفترکارولی وای.
کله چې له عارف سره كېناستوهغه یوڅه مایوسه ښكارېده. او په هغه وخت چې جبري چای اوکافي تیارشول، زه یې په لامل پوه شوم.
دعارف له خولې، تېره شپه ناوخته دشمالي ټلوالې مشرانوغونډه کړي وه، څودځانگړوځواکونودگروپونو په ماموریت باندې خبرې اترې وکړي.
پرېكړه چې د نورگروپ په واسطه وړاندیز شوې وه اودجنرال فهیم په واسطه تصویب شوې وه، دا وه چې دځانگړوځواکونود دولس کسانو شمېربېخي زیات ؤ.
یوازې دوه سرتېري باید راولېږل شي اوهغوی باید د متحده ايالاتو د پوځ د یونیفارم په ځای ملكي جامې په تن ولري.
ریک او زه ښايي چې گنکس ښکاره شوي ؤ. کله چې عارف خبرې بند کړې، دهغه سر مې داسې لکه مخکې او وروسته چې زانگې، ښكارېده. هغه زموږځواب ته انتظار ؤ. ما له ده وپوښتل چې ولې دوی له هغه موضوع چې موږ دوه اوونی وړاندې څېړلي اوهوکړه موسره پرې کړې وه، پښېمانه شول؟
عارف وویل چې له ده سره لیدنوپر مهال موږ ټینگارکاوه چې دځانگړوځواکونواې گروپونه به دشمالي ټلوالې ځواکونوته زده کړې ورکړي. عارف وویل چې ښكاره دشمالي ټلوالې ځواکونه په ساحه کې دجگړې یوویشت کاله تجربه لري اوجنرال فهیم وویل چې ترکومه حده چې امريكايان پوهېږي، فکرنه کوم چې داسې کوم شی دي زموږځواکونوته برابر کړي چې هغه به هغوی ته د راتلونکې جگړې په ډگرکې گټورتمام شي.
د دې څخه پرته دامريكې دپوځونوشتوالی په یونیفارم کې به شمالي ټلوالې ته دهغوی له گاونډیانوسره ستونزه راپورته کړي.
اودهغه امريكنيانوپه ضدبه کرکه اوقهررپوټته کړي چې دشمالي ټلوالې سره یوځای کارکوي.
زموږدراتگ په لومړی ورځ، ریک اوما دانجينرعارف سره دلیدلوپه مهال مود ځانگړو ځواكونو گروپونوممکنه رول دطالبانود موقیعتونو د لایزر په واسطه د نښه کولوپه اړه کوم بحث ونه کړ. په هغه مهال دامريكې دپوځ له خوا ددغه ماموریت په اړه کوم کلک تصمېم نه ؤنیول شوای یا عقلاُ ما اوریک ته دقرارگاه سره داړیکوپه مهال څه نه وویل شوي یا ډگروال مل هولانډ چې په ازبکستان کې ؤ، څه نه ویل شوي.
خودشمالي ټلوالې په واسطه دغه پرېكړه د اې گروپونوماموریت ته داحتمالي لویې ډبرې ښویدل ؤ. ما ورته د اې ټي ډي (دلایزرپه واسطه دهدف نښه کول)په واسطه دجگړې په ډگردامريكې دبمباری ددقت اولگېدنې په اړه تشریحات ورکړل. ریک په دې وتوانیده چې د الفا يا ځانگړو ځواكونو د عملیاتوپه څرنگوالي، اوڅه ډول توكي به کاروي، د الوتکې سره به څه ډول اړیکې لري، او پوره گروپ د اړتیا په باره کې پوره مالومات ورکړل. موږکوښښ کاوه څوتاكيد کړوچې د اې گروپ او د هغوی د اېل ټي ډي (لایزرپه واسطه دهدف نښه کول)په باره کې دغه ډول واضح اوپوره مالوماتواوددغه دندې د ترسره کولولپاره دپوره گروپ دشتوالي داړتیا په اړه د پوره او ښکاره مالوماتودورکړې له امله، عارف هوکړه وکړه چې دغه موضوع به دجنرال فهیم سره بیا څېړي.
هغه وویل چې ددغه موضوع په اړه ماته په همغه ماښام خبرراکړي. دجلسې ددوام په پايله کې مودشلټرنودموسسې دافغان بندي له پلارسره دراتلونكې مرکې په اړه خبرې وکړې. دغه مرکه دکریس اوخافظ په واسطه وروسته په سهارکې ترسره كېدله.
عارف هیله مند ؤچې دغه لیدنه به مرسته وکړي اودنجات دماموریت دترسره دڅرنگوالي لپاره ټینگ پلانونه بیل کولای شو.
ماپلان درلود چې دبشري مرستې دهمکاری لپاره نقدي تادیه ورکړم خودیوناڅاپي بدلون دهغه موضوع چې دامريكې پوځونوراتگ ؤپنجشېرته، له امله مې پرېکړه وکړه چې تریوڅه وخت پایسې له ځان سره وساتم خوما یوه بله موضوع رپوټته کړه که څه هم چې دا یونظرؤچې د ډاکټرعبدالله سفردامريكې متحده ایالاتوته اودادارې له لوړپوړوچارواکوسره دهغه لیدنه به دهغه اندیښنوپه بدلولوکې گټورتمام شي چې په واشگنټن کې یې زیات لري اووایي چې دشمالي ټلوالې په واسطه دکابل نیول به جدي مشکلات حلق کړي. ډاکټرعبدالله پخوا څوځله له واشنگټن څخه لیدنه کړې وه اوهغه یوواضح عږیدونكې، ځلاندویاندوی اوپه عامه غونډو کې یې خپل ځان ښه اداره کاوه. دتېروورځوپه جریان کې هغه د سي اېن اېن او د بي بي سي له تلویزیونونوچې دکابل سره دنږدې لومړیوکرښوڅخه یې خپرونې کولې، راښکاره شواوزما په فکر هغه دشمالي ټلوالې دنظریاتوپلانونواودپریکړوپه څرگندولوکې اعیزناکه دنده ترسره کړه. عارف له دغه نظرسره روښانه شواوددغه ممکنه ملاقات دبحث په مهال هغه ژوندی اومثبت شو. هغه ددغه نظرسره هوکړه وکړه اووعده یې وکړه چې په دفهیم اوډاکټرعبدالله سره به په هغه سهاردغه موضوع څېړي.
له دې سره غونډه پای ته ورسېده اوعارف په بیړه سره لاړ. دعارف دتگ سره سم ۵۰۰۰۰۰ موسمدستي بیرته خپل توربکس ته واچولې. په همغه وخت کې ما فکروکړچې دشمالي ټلوالې سره داې A گروپونودراتگ په باره کې دښویدونكې ډبرې موضوع زموږناکامي په دې کې وه چې موږدغه ماموریت په واضح ډول نه وه څرگنده کړي، چې په حقیقت کې دغه ماموریت د شمالي ټلوالې په گټه دی. دشمالي ټلوالې ځواکونوهغه ډول زده کړې چې د اې گروپونوهغوی ته برابر کولای شوې، ضرورت نه درلود. دوی کوچنی خوښه تنظیم شوی پوځ ؤ، نه غیرمنظم جنگیالي. زه په دې هم ناکامه شوم چې د ډاکټرعبدالله كتنه له واشنگټن څخه د کړنلارو جوړوونکو د ډلو د مخالفت اندازه په یادوساتم. دغه دواړه پېښې به په راتلونكې ورځوکې بیا موږ په تکراري ډول وځپي. دعارف دتگ څخه لږ وروسته دشلټرنودزنداني له پلارسره مرکه پیل شوه.
کریس اوحافظ دغه مركه په مخ بوله. چې په مركه کې دهغه ځوان کس پلار او ترونه شامل ؤ. زه هم دغونډې په پیل کې ورگډ شوم څو د دغه دواړوکسانولپاره د دوی داهميت ارزښت وینا وکړم.
دوی دواړه صادق ښكارېدل اوپلاریې راته یوڅه ساده اوډېراحساساتي دهغه حالات له امله ښکاره شو چې دی پکې ؤ. له دې چې دی ددوه سي اى اې افسرانوسره په یوه کوټه کې ناست ؤاودکابل دزندان څخه یې دخپل زوی خلاصول باندې غږیده، هیڅ متاثرنه ؤ. ماکریس دغه وظیفې ته پرېښود اوزه لاړم څودعارف سره په غونډه کې دطرح شویوموضوع گانوپه اړه رپوټولیکم. کریس اوحافظ دغونډې څخه د څو صفحو د مالوماتو په درلودلوسره چې دزندان دبهرنی برخې یوه خاکه (نقشه)اودداخل برخې وه یوه نقشه په شامل دهغه کوچنی کوټې چې دده زوی پکې بندي ؤ، اودداخل اودبهر دساتونکوموقیعتونه هم پکې شامل ؤ، راووتل. دزندان دبهرنی برخې نقشه هغه انځورته ډېرورته والی درلودکوم چې موږدسټلایټ له لارې اخیستی ؤاوموږباوردرلود چې بندیان هلته موجود دي.
کریس دغه دوه کسانوته یوشمېر پوښتنې، لکه دزندانیانو روغتیا، هوساینه، درملنه اوددوه امريكني مېرمنودموقیعت په اړه دمالوماتوپوښتنې وکړې. پلارراتلونكې اوونی دخپل زوی سره په زندان کې دلیدنې سمدستي وروسته بله غونډه هم ترتیب شوي وه. ریک ډگروال ملهولانډ ته چې په ټاسک فورس ډاگرکې ؤټليفون کړی ؤاوهغه یې دشمالي ټلوالې سره دځانگړو ځواکونو د گروپ پنجشېر درې ته دراتگ په اړه د پرمختگونوڅخه خبرکړی ؤ. مل هولانډ تصدیق کړه چې دغه لومړی اې A گروپ چې او ډي اې ۵۵۵ یا Tripple Nickle(1) نومېده ددغه گروپ لومړنی دنده به دلایرزپه واسطه دهدف په نښه کول وي.
ریک اومل هولانډ دیونیفارم موضوع هم وڅېړله اومل هولانډ ټینگارکاوه چې دده کسان به په یونیفارم کې دننه كېږي نه په ملكې جاموکې. مل هولانډ اوس هم پلان درلود چې او ډي اې ۵۵۵ ( د دغه پوځي گروپ نوم. ژ)دپنځلس اوشپاړس اكټوبرپه شپه داخل کړي. کله چې کارونه یوڅه کرارشول، ریک اوما لس ملیونه ډالروگڼل. ځکه په دوشنبه کې بکسونه خلاص شوي وو، ما غوښتل چې هرڅومره ژرمبلغ تصدیق کړم.
ما فکرکاوه چې په هربکس کې به پنځه ويشت ملیونه وي خو د څه دلایلوله امله مقدار توپير درلود.
لس ملیونه وؤ. اوپه توربکس کې دپیسو دكېښودلووروسته، ما اوریک ټول بکسونه په احتیاط سره وتړل او د هربکس په سرمو د مبلغ اندازه د هغه ربړ ټيپ چې په سرمو ترې تاوکړای ؤ، ولیکله. پوښتنه داوه چې پیسې څنگه خوندي کړو؟
دغه څلوربکسونه ډېرلوی ؤ او داسې ځای نه ؤچې پکې موپټ ساتلي وای. دڅوځلوغلطوکوښښونوله امله مې پرېكړه وکړه چې په ښکاره ځای کې یې كېږدم.
د دفترله توكومویوکونج پاک کړ او دوه لوړدېوالونه موترې جوړکړل. سمدستي له دغه ځای څخه به یا د كېناستوچوکۍ په توگه او یا به د کافي دپیالې یا د اوبو د بوتل دكېښودلوځای په توگه کار اخیستل كېده.
دغه ځای دیوې سترگې خوب، ارام غږېدلواویا دلوستلولپاره مناسب ځای ثبوت شو. دا زموږ د خوب لپاره ترټولو لوړ بیه (قیمتي)توشکه وه. دپیسو د رارسېدلوڅخه یوه اونۍ وروسته موږته دسي ټي سي د مالي افسر له خوا ټليفون راغی. کله چې زه دټليفون په کرښه شوم هغه له دې چې دلیکونوله لارې مې دلس ملیونود رسيدونو تصدیق کړی وای ، مننه وکړه. بیایې له ما پوښتنه وکړه چې ایا موږ دغه پیسې په یوه خوندي صندوق کې ساتو؟ ما ورته وویل چې صندوق نه لرو. هغه پوښتنه وکړه:نوبیا پیسې چېرته ساتی؟ ما ورته وویل چې تراوسه پورې په همغه لېږدونكو بکسونو كې دي او د دفترپه یوکونج کې مو ساتلي دي. دټليفون دکرښې له هغې خوا یوڅه غلمغال، ژوولې او د غوصې خبرې راغلې. کله چې مې یوڅه ساه واخیسته ویې ویل:هغه وویل چې دغه ساحې ته به د راتلونكې اکمالاتي سفرپه دوران کې یودانه خوندي صندوق درولېږم. ما ورته وویل چې نه مننه: موږهیڅ لارنه لروچې دلته زرپاونډه وزن لرونكى صندوق هاخوا اودېخوا انتقال کړو د دې پرته ښایي چې درې یاڅلورصندوقونوته اړتیا ولروڅودومره پیسې پکې وساتو. نورې غالمغالې اودمقراراتوذکر یې وکړ. ما خبرې ورماتې کړې او ومې ویل:گوره پایسې زموږددفترپه سیمه کې دی چې شپه اوورځ عقلاً د سي اى اې یوافسر په کې موجود وي. هیڅ افغانی ددفترساحې ته دبدرگې پرته نه راننوځي نود دې لپاره پیسې دگروپ غړي له نږدې كنټرول څخه بې برخې نه دي. په موجوده شرایطوکې څومره چې امکان لري هومره خوندي دي. بیا مې خبرې راغبرگې کړې اوومې ویل:سربیره پردې دغه بکسونه دیوې سترگې خوب لپاره بهترین ځای جوړوي. زه وروسته په هغه ماسپښین له هانک سره وغږیدم هغه زما لیک پنجشېرته د ځانگړو ځواکونو د لېږلو شمېر او د هغوی د یونیفارم دڅرنگوالي په اړه لوستلی ؤ. ما ورته وویل چې زما په فکر د ځانگړو ځواکونو لخوا د اېل ټي ډي (LTD) يا د لايزر په واسطه د طالبانو د مرکزونو په نښه کول به فهيم و هڅوي څو درې ته د گروپ ننوتل ومني.
سره له دې ما دسينټ کام دننه دكړنلارې جوړوونکواو د دفاع وزارت څخه ډاډ غوښته چې د او ډي اې دغه گروپ ته به په رښتیا هم د دغه مهمې دندې دترسره کولواجازه ورکړل شي اوکه د اې گروپ دلته راشي اود اېل ټي ډي ماموریت ترسره نکړي، دابه داسې ښکاره شي چې ما شمالي ټلوالې مشرانوته ددې دپاره چې د او ډي اې ځواکونه د دوی هېوادته رادننه کړم، دروغ ویلي ؤاو دابه سي اى اې او د امريكې دپوځ ارزښت ته په جدي ډول زیان ورسوي اوزموږماموریت به له خطرسره مخامخ کړي. مانک وویل چې هغه به دغه موضوع د امنيت د ملي شورا د مشرانوپه غونډه کې رایاده کړي. هغه وویل چې ډاکټرعبدالله دسفرنظرواشنگټن ته یوښه نظرؤ.
هغه وویل چې دی به په دغه موضوع دبهرنیوچارووزارت او د امنيت د ملي شورا سره پرې کارپیل کړي. په همغه ماښام د يوولس بجوڅخه لږوړاندې ممتاز راغی ویې ویل چې هغه دشمالي ټلوالې د جگپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې چې دځانگړوځواکونوپنجشېرته د راتگ په اړه پوښتنه ده، گډون کوي. هغه وویل غونډه به ناوخته ترسره شي او انجينرعارف به دفترته راتلونكى سهار د پایلوسره راشي. په عین وخت کې ریک یولیک راوښود اوپه هغه کې ویل شوي ؤچې د (دځانگړوفعالیتونوفرقه) افسرانو یو شمېر د درانده کارونوکارگوپراشوټونه پیداکړي دي اوپه جرمني کې دامريكې هوایي ځواکونویوې هډې ته لیږدول شوي دي. اوزموږافسرانوبایددهوایي ځواکونودکارگوبارپرسونل دخوړودیوې بلې بشري مرستې دښه سمبال لپاره چې دهواله لارې به ترسره كېدله، تربیه کړي وای داځل یې خواړه دپراشوټونوپه ذریعه په لویوبنډلوکې راغورځول. دوی فکرکاوه چې دغه باریاکارگودشپاړسم اكټوبر دسهاروختي ساعتونوکې کولای شي چې راوغورځول شي. په خواجه بها والدین کې به دغورځولوساحه یوځل بیا وکارول شي. داځل به خواړه په ښه اوداستعمال وړپه حالت راورسېږي. ریک نظر راکړ ، براډ چې نوی راغلی کس ؤباید د مېوري سره ولاړشي څو د هغه سره په تيارولو کې مرسته وکړي. دوی د دیارلسم اكټوبر په ورځ یوځل بیا خواجه بها والدین ته ورپورې شي څوله جنرال بریالي خان سره بیا یوځای شي. موږتلویزیون دانگړڅخه دننه دهلېز ته چې د دفتر د سیمې څخه لږ دباندې ؤ، وړى ؤ. د هوا د باراني او سړه كېدلوله امله موټلویزیون حتی د دهلېز يا پټنځي لاندې هم نور په بیدیا کې نشوکتلای. افغان کارمندان له دې امله چې ټلویزیون کتلو ته مې نوره اجازه نه درلوده، مایوسه ؤ. موږهم یوڅه مایوسه شوو.
درې یاڅلور ورځې مود بي بي سي او سي اېن اېن دواړه شبکې درلودې خو بیا سي اېن اېن موله لاسه ورکړو. جان محمد وویل چې دهغه تخنیگروفکر کاوه چې سي اېن اېن ځکه سگنل بندوي چې په پټه سره د غلا کارولو مخه ونیسي(لکه موږ چې په وړیا ډول نوموړې شبکه کتله)(1). زما په باور ښه دلیل یې دا ؤ چې جان محمد په سي اېن اېن باندې د ښکلو ښځینه وياندويانو ته په كتلو گناهگار شوی و! د هغه افغان کارمندان به کله چې د سي اېن اېن د خبر په مېز باندې ښځینه راښکاره شولې، یو څه به مغشو ش شول، پاپي وویل چې د بي بي سي ټلویزیون په درلودلو سره له دخه خطراتو څخه نور په امن کې ؤ، ځکه چې د بې بې سي ښځینه نطاقې واضحً د دوی د ښکلا له امله نه وې گومارل شوې. کله چې ممتازلاړ، په دهلیز کې كېناستلم، او د تلویزیون د بې بې سي د خبرونو د کتلو لپاره مې هڅه وکړله، سر مې گرځېده، د بدن اوبه مې کمه وه او یو څه تبجن هم وم. گټریټ(یو ډول نوشابه. ژ) هم مرسته کوله او ایموډیم هم د ناروغی د نښو نښانو په راکمولو کې مرسته کوله.
زه پو هېدلم چې د سېپرو په خوړلو سره به د څوړ ورځو په بهیر کې نورمال حالت ته راوگرځم، د کېسۍ یوه برخه مې وکتله چې یوه افغانه کورنۍ چې د افغانستان په سويل په کندهار کې اوسېدل، بمبار شوې وه.
دغه یوازیني انځورنه وو چې ټوله ورځ مې په دغه تلویزیون لیدل. یو ژوبل شوی سړی چې په یوه تذکره کې پروت و، په یوه دهلیز کې چې د روغتون په نوم تېرېده، پروت و. او یوه کوچنۍ نجلۍ په یوه چپرکټ کې پرته وه چې په سر یې پټۍ راتاو شوې وې كېمرې ته په غم سره کتل.
ایډ وویل چې خدایه وبه وایي چې موږ یوازې ملكي خلک بمبار کوؤ!؟ څو ځله دغه یوه کورنۍ دوی په تلویزیون ښودلای شي(ځکه چې یوه افغانه کورنۍ ده که و هم وژل شي، ددې ارزښت نه لري چې د یوه تلویزیون په ښیښه راڅرگنده شي. ژ) ما خپل سر د کرکې په ښودلو سره وښوراوه. سر مې هم گرځېده او د خپلې کوټې په لورې وخوځېدلم!د وړاندینۍ دروازې څنگ ته د کثافت دانۍ ته ورغلم ، څو د اوبو دوه خالي بوتلې راواخلم.
زه ډاډه وم چې د سهارد رارسېدلو وړاندې به دواړو بوتلونو ته اړتیا پیداشي.
(1) (Triple) د درېو په مانا دى او (Nickle) د اوسپنيزو پيسو پنځه گون ته ويل كېږي يانې درې پنځه گونه يا (555) په مانا دى. ژباړن
(1) سي اېن اېن او زيات شمېر نور نړيوال ټلوېزيونونه د ليدلو په مقابل كې كارډونه پلوري او له دې لارې عايد لاس ته راوړي، ځينې وخت كېدلاى شي چې د كارډ د اخستلو پرته وليدل شي چې ليكوال ورته اشاره كوي. ژباړن