پنځه ويشتم څپركى
د پنځلسم اكټوبرپه سهار د تلگراف په واسطه خبرراکړل شوچې ارجي او د الفا پاتې گروپ تاشکند ته رارسېدلی اوافغانستان ته د راننوتلولپاره وروستى تيارى نيسي. د ځنډ يوازېنی لامل يې د ازبکستان او تاجکستان حکومتونو څخه د الوتنې لپاره وروستنۍ اجازه وه. الفا گروپ له جنرال عبدالرشيد دوستم سره چې دشمالي ټلوالې جگپوړی قومندان ؤ او په لوېديځه برخه کې په سیمه ایزډول په خپلواکه عملیات کړل چې دهغه ځواکونه دمزارشریف په سويل کې متمرکزؤ. د سپټمبر د یوولسمې څخه څومياشتې وړاندې!؟ سي ای اې دجنرال دوستم سره په تاشکند کې د هغه د استازي په واسطه په اړيكه کې وؤ.
دوستم يوکلاسيک جنگ سالار او يو رښتينی خپل چاروكې(هغه څوک چې له وخت نه گټه اخلي)او د خپلو غوره شخصي گټو په خاطر دخپلې وفاداری په بدلولو اومعاملو جوړولوکې ډېرماهردی. هغه په شمالي کې دازبک لږكيو(عقليت)رهبردی.
او د جهاد په کلونوکې د جوزجان د ملېشو قومندان ؤ. د جوزجان ملېشه یوه ځواکمنه قوه وه، چې روسانوته یې خدمت کاوه. هغه په ۱۹۹۲ كال کې کله چې پوه شوچې د نجیب الله کمونست رژیم راپرځېږي ، د مجاهدینو د لیکوسره یوځای شو.
دکلونوپه تېرېدوسره هغه زورټيټ اوجږكېده، خود ۲۰۰۱ کال په پيل کې دشمالي ټلوالې اومسعود سره یوځای شواوبیا دطالبانوپه ضد دجگړې لپاره خپل قومي ټاټوبي، مزارشریف ته را وگرځېد.
جنرال دوستم ته د سي، ای، اې د دويم گروپ د لېږلولپاره دوه ساده خومهم لاملونه موجود ؤ. لومړی داچې دوستم سره دالفا گروپ دځایونې او راوستلو په خاطرد اړین وخت لپاره ټینگې اړیکې درلودې، هغه دکمېت په لحاظ هم شهرت درلود اود جگړې د ډگر يو اغېزمن قومندان ؤچې نسبتاً مجهز او ښه روزل شوي ځواکونه يې درلودل. زه که څه هم چې د سي، ای، اې گروپ دلېږلولپاره موجنرال دوستم د پنجشېرڅخه بیدیاكې لومړی قومندان خوښ کړ، پوهېدم چې جنرال فهیم اودشمالي ټلوالې مشران به له دغه پرېکړې څخه نا رضا وي. سره له دې چې جنرال دوستم دمسعود سره جوړه کړې وه، هغه په خټه اوزبک ؤ، هغه دجهاد په وختونوکې دروسانولپاره په ډېرځناورتوب سره جنگېدلی ؤ. اوپه سختوجگړوکې دمسعود دځواکونوسره څوځله ټټر په ټټرشوی ؤ. دشمالي ټلوالې مشران په هغه بې باوره اوهغه یې نه خوښېده. همدارنگه دویم ځواکمن قومندان په مزارشریف کې استاد عطاؤ.
هغه یوباوري تاجک اودمسعود دشمالي ټلوالې یوجگپوړی چارواكې ؤ. دعطا ځواکونه په ځواکمنتوب کې تقریبا د دوستم قواووسره مساوي وو، او د مزار په ختیځ کې متمرکز وې. زما اوریک سره دلومړیولیدلوپه مهال جنرال فهیم دعطا څوځله یادونه کړي وه او ویل یې چې عطا په مزارکې ډېرغښتلی ؤاوموږباید له هغه سره معاملې وکړو. د او ډي اې ۵۵۵ گروپ د راننوتنې موضوع تراوسه دحل دنشتوالي له امله ما نه غوښتل چې انجينرعارف له دې چې موږ غوښتل چې د سي، ای، اې یوگروپ دوستم سره دیوځای كېدلولپاره په راتلونکوڅوورځوکې لیږو، خبرکړم. ميوري او براډ خواجه بها والدین ته دتگ لپاره وروستني ترتیبات نیول. دبراډ لپاره به دغه دپېژندگلوی ښه ماموریت وي. ځکه چې مېوري دخوړودغورځونې ماموریت یوځل محکې هم ترسره کړی ؤاودجنرال بریالي خان سره یې ښه ارتباتات لرل، اوددغه اړیکوملگرتیا اوباوربه براډ ته هم انتقال شي. دسهار په لسوبجوعارف راغی اوموږ یوه لنډه غونډه درلوده. هغه وویل چې دشمالي ټلوالې یوه شپه وړاندې ناوخته دڅوساعتونولپاره درې ته د اې گروپ دراتگ موضوع وڅېړي. جنرال فهیم له دې روښانه هدف چې د طالبانو د موقیعتونو د لایزر په واسطه په نښه کول ؤسره دمکمل گروپ دراتگ سره هوکړه کړي وه خود اې گروپ دشمالي ټلوالې سره دعملیاتوپه مهال بایدملكې جامې واغوندي. عارف وویل چې دشمالي ټلوالې مشران دلایزرماموریت دې ته وهڅول چې د اې گروپ درې ته ددندې لپاره دراتگ سره هوکړه وکړي. زه په ادبې ډول غوږوم بیا مې عارف ته وویل چې زه له دې چې اې گروپ راتگ هوکړه شوي، منندوی یم خوداغوښتنه چې دوی باید یونیفارم په تن ونه لري، یوه جدي اشتباه ده. ما وویل چې زه به له دې سره سره دغه شرط له قرارگاه اوپه ټاسک فورس ډاگرکې له ډگروال مل هولانډ سره
ذکرکړم. ما عارف ته وویل چې زموږد سي ای اې دویم گروپ په تاشکند کې ؤاودجنرال دوستم سره دیوځای كېدلولپاره وروسته دهغې چې لوجستیكې ترتیبات اودهوایي لیکې اجازې یې اخیستي وای، تیارؤؤ. عارف هم په برابر توگه په ادب سره غوږنیولای ؤاوبیا یې وویل چې دماموریت دغه پلان یوه جدي تېروتنه وه. هو، دوستم هم دشمالي ټلوالې جگپوړی غړی دی خواستادعطا هم په مزارکې دشمالي ټلوالې یومهم قومندان ؤ.
جنرال فهیم به له دغه پریكړې له امله خپه شي. ما يوازې دومره ځواب در��ود چې دغه پرېكړه زما دقرارگاه له خوا وروسته دښه فکرڅخه شوې وه. اودوستم سره موږ نېغ په نېغه په اړيكه کې ؤ. دالفا گروپ ننوتنه اوهلته تگ به حتماُ ترسره كېږي سره له دې چې که فهیم نیوکې وهم کړي. یوشی چې دعارف په شخصیت کې مې خوښېده هغه دا چې په شخړه ايېزه مسایلوباندې به په ډانگ پيېلې (صادقانه)ورکړه اوراکړه کوله اوبیا به هم دهغې وروسته مودب اوښه شخصیت پاتې كېده. موږ به دواړو دا احساس کاوه چې بل وگړی (ددوی مشران. ژ)د دغه جدي موضوع په اړه غلط دی خو موږ خبرې اترې مثبتې اومسلكي ساتلې. عارف غونډه پای ته ورسوله او له ما یې غوښتنه وکړه چې د ډاكټرعبدالله سره په ماسپښین کې د هغه وړانديز په اړه چې د واشنگټن څخه د ده د لیدلې په اړه تېره ورځ کړی ؤ، بحث وکړم. عارف وویل چې عبدالله د دغه لیدنې په اړه لېواله ؤ او کله چې دغه موضوع د شمالي ټلوالې د تېرې شپې په غونډه کې ياده شوې وه، جنرال فهیم هم له دغې موضوع ملاتړکړی ؤ. موږ د لیدنې لپاره سره وخت وټاکه اوعارف وویل چې ممتاز به دیوه موټر ترتیبات ونیسي څوما او ریک دعبدالله کوچنۍ بانډې ته چې د استانې لاندې وه، ورسوي.
ریک په کرشي خان اباد کې ډگروال مل هولانډ ته ټليفون کړی ؤڅو ورته ووایي چې شمالي ټلواله له دې سره هوکړه وکړله چې د ځانگړو ځواکونو گروپ ته هرکلی ووایي خو ټینگار يې وکړ چې باید ملكي جامې په تن ولري.
ډگروال قهر وچاودېد، هغه غوښتل چې کسان په پوځي یونیفارم کې وي. رېک ډگروال ته ډاډ ورکړ چې دغه موضوع به د بیا لپاره د ډاکټر عبدالله سره د ماسپښین په مهال وڅېړي. موږ هیله مند ؤ چې عبدالله به په حالاتو باندې د سیاسي اغېزې سره برابر او همغږي وي او ریک هم ډگروال مل هولنډ ته ډاډ ورکړ چې موږ فکر کوؤ شمالي ټلواله باید د یونیفارم د موضوع په اړه خپل دریځ بدلولو ته وهڅول شي.
ډگروال وویل چې دغه موضوع په سوكام(1) کې د ده د امرونوکړۍ(سلسله مراتب) ته ورسوي(یانې مشران به له نومړې موضوع خبر کړي. ژ) خوهغه هیله مند ؤ چې د یونیفارم د موضوع دهوکړې او نه هوکړې په پام کې نه نیولو سره به ده ته نن ماښام د ځانگړو ځواکونو د نناباسلو امر وشي.
افغانستان ته د ځانگړو ځواکونو د ورنناباسلو له امله په هغه باندې ورځ په ورځ فشار زیاتېده. ریک د الوتنې د لیکې د اجازې د ورکړې پوښتنه ترې مطرح کړله خو مل هولنډ وویل چې په دې اړوند کوم خبر نشته. ممتاز مو په همغه ماښام د ځانگړو ځواکونو د گروپ د راتگ څخه خبر کړ او له هغه مو وغوښتل چې د لېږد او رالېږد وسایط په سیمه کې تیار ولري.
زموږ پیلوټانو باور درلود چې د استنې په هوایي ډگر کې چې زموږ چورلکه ولاړه وه، د متحده ايالاتو د ځانگړو ځواکونو د راتگ لپاره ترټولو ښه ځای دی.
سټان به د ځانگړو ځواکونو د رارسېدلو وړاندې هغوی ته د ښکته كېدلو محل د كېماوي څراغونو په واسطه په نښه کړي.
د امنیتي دلایلو او د ناڅاپي حیرانتیا لپاره د امريكې پوځ خپلې ځانگړې دندې د شپې په تیاره کې ترسره کوي. د دوی د چورلکو مامورین د شپې په مهال د الوتنې په تکتیک کې په نړې کې تر هرچا بهترین دي. ددغه ډول عملیاتو سره چې په ډگر باندې د دوستانه ځواکونو لخوا ورته هرکلی ویل كېږي، د ښکته كېدلوځای په ځانگړي نښه باندې په نښه كېږي چې په هغې سره پیلوټان د خپلو شپې د دوربینو په واسطه په اسانۍ سره لیدلای شي.
د یوه نامناسبه ځای د نښه كېدلو په نتیجه کې پیلوټ اړ كېږي چې ماموریت ته پای ورکړي او خپلې قرارگاه ته وگرځي.
سټان د سېمې د ښه او منظم په نښه کولو دپاره منطقې انتخاب ؤ. ما د ترورېزم په وړاندې ریاست مشر کاپر بلاک ټليفون وکړ ، څو د امريكې د پوځ د بمباری ستراتیژي ورسره وڅېړم او په عین وخت کې یې د هغه ستونزو او ربړونو څخه خبر کړم چې موږ د شمالي ټلوالې سره د یونیفارم د موضوع په اړه درلودل.
کاپر خبر راکړ چې د امريكې مرکزي قوماندې قرارگاه په مزارشریف او کندوز سیمو کې هدفونه په نښه کوي او دا ځکه چې په کابل کې هومره ارزښتناکه هدفونه نه ترسره كېږي.
زه د دې په اورېدلو سره هک پک شوم، د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې نو موږ د قرارگاه اوسينټ كام(مرکزي قومانده) ته د کابل سره په سیمه کې د طالبانو د پوځي ځایونو په سلگونو جغرافیاوي کوارډیناټ ورکړي دي، اوارې سیمې چې دکابل د شمال څخه د شمالي ټلوالې د کرښو په وړاندې د چاریکارو او بگرام سره نږدې غزېدلې وې، د هدف لپاره یو غني چاپیریال ؤ، داسې یو چاپېریال چې په ټول افغانستان کې نه پیدا كېده. ما له دې پرته وويل چې دکابل په خوا اوشا سيمه کې د طالبانو بمباري یوه سیاسي پرېكړه وه، نه یوه نظامي پرېكړه. په مزاراوکندوزکې د ملكي خلکودسراومال زیان يوازې دکابل په شمال کې د اوارو سیموسره په لویوالي کې برابردي. موږترخپله وس پورې کوښښ کاوه چې سينټ كام ته دقیق کوارډینات ورکړو. کاپر وويل چې په رښتیا هم هغه سیاسي مناقشه چې دکابل په باره کې باید څه وشي، اوشمالي ټلوالې ځواکونوته دکابل په دښارپه نیولولپاره داجازې ورکولووروسته داحتمالي سیاسي ناهیلي او پايلو په اړه د اېن سي سي په منځ کې مشاجره تر اوسه هم دوام لري.
او ډي اې۵۵۵ گروپ د داخلولوپه اړه، کاپر وویل چې واشنگټن نن سهارخبرورکړل شو. چې ازبکستان او تاجکستان د دوی دخاورې څخه افغانستان ته د نن شپې لپاره د دغه گروپ د ننباسلو اجازه ردکړې ده او وایي چې دوی د حالاتو د ارزښت ټاکنې لپاره زیات وخت ته اړتیالري.
زه د یوې خواه، ددوی د بې مېلی سره ارام هم شوم.
دغې موضوع ماته وخت راکړڅودډاکټرعبدالله اوانجينرعارف سره دیونیفارم په اړه مباحثه وکړم. ما له دې پرته تاكېد وکړ، که د او ډي اې گروپ کله هم دلته راغی، دوی ته باید اجازه ورکړل شي څودلایزرماموریت د دوی اصلي دنده وگڼل شي. کاپرډاډ راکړچې په دغه موضوع باندې کارروان دی. په حیرانتیا سره که څه هم چې دوی دهوایي لیکې اجازه د او ډي اې۵۵۵ گروپ لپاره ردکړی وه، دازبکستان او تاجکستان حکومتونود سي اى اې د الفا گروپ دپاره اجازه ورکړه. پلان اوس دالفا ؤ چې د شپاړسم او او لسم اكټوبر په شپه باید د دندې لپاره الوتنې کړې وای. په ښكاره ډول ازبکستان او تاجکستان په افغانستان کې د سي، ای، اې له پټوعملیاتوڅخه په ملاتړ کولوکې کومه ستونزه نه درلوده ، خودوی تر اوسه په ښکاره ډول په سیمه کې دامريكې دپوځ دعملیاتوڅخه دملاتړکولولپاره سیاسي موضوعات نه وحل کړي.
کاپروویل چې دغه دلوړې سويې ډيپلوماسي موضوع ده. دولس مشراود دوی دواړه حکومتونوترمنځ ټليفوني اړیکې نیول شوې وې څودربړونواوستونزوډکه دغه موضوع حل کړي. کاپرډاډ راکړچې هغه به ماته دتیلگراف له لارې ددغه دیپلوماتیکه تمرینونودنتایجوپه هکله راتلونكي سهار خبر راکړي. ما ممتاز له دې چې د او ډي اې ۵۵۵ گروپ دندې دراتگ څخه دیوڅه وخت لپاره وځنډیده. اوهیله مند یوچې په راتلونکوڅوورځوکې به اجازه راکړل شي. ما ورته تاكېدوکړچې د اې گروپ يوازې وځنډیده اوکنسل شوی نه دی. ممتاز وویل چې هغه به سمدستي لاړشي څودغه خبرعارف ته ورسوي له دغه خبرسره مې دهغه په غږکې ارام وموند.
دعبدالله سره زموږلیدنه دمازدیگرپه پينځوبجوپیل شوه. عبدالله داستنې څخه سويل لورې ته دڅومیلوپه واټن یوه بانډه (تفریح لپاره کوچنی ځای. ژ)درلوده، چې یوکوچنی یوطرفه سړک دغونډۍ لورې ته ورغلی ؤچې ده ته یې دسیند او د درې په ختیځ لورې کې دغونډیو یوه ښکلي منظره ورپه برخه کوله. لکه څنگه چې هیله مند وم، عبدالله تنهاؤ. او گرم ښه راغلاست یې راته ووایه. هغه لکه په عادي ډول عربي ډوله جامې په غاړه وې او وروسته داجباري چای د راوړلوڅخه هغه په نرمه چوكۍ باندې د ارام کولو په وخت موږ ته هرکلی ووایه. هغه تردې مهاله زموږ د همکارۍ څخه خوښ ؤ او ویې ویل چې هغه پیسې چې موږ ورته تر اوسه ورکړي وې، له هغې څخه منندویه دی.
دا هم رښتیا وه چې دکابل په شا او خوا کې شمالي ټلوالې دبمبارۍ هیله نه درلوده خوهغه پوهېده چې دبمبارۍ څرنگوالی او ډول د سیاسي فشار تر اغېزې لاندې دی. د هغه صادقانه خبرې د دې لامل شوې چې زه په واشنگټن کې سیاسي حالات بحث ته چې موږ ورسره مخامخ ؤ، دروازه ورخلاصه کړم.
ما ورته وویل چې هلته اندېښنې وې چې په کابل کې دتاجکو كاميابي به له پښتنوڅخه دغچ په خاطر چې د طالبانوملاتړ یې کړی ؤ، د وینو د ډنډ د جوړېدو سبب وگرځي. دا اندیښنې هم وې چې دشمالي ټلوالې له خوا د کابل نیول به هغوی دې ته زړورکړي چې دپښتنوکلتوري سیمو سويل اوختیځ ته لاس ور وغزوي څو د طالبانو وروسته د قدرت په شریکولو کې د سیاسي خبرو اترو لپاره مهم اوستراتیژیکه گټه لاس ته راوړي. ډاکټرعبدالله وویل چې دی له دغه اندېښنوڅخه خبردی خوهغوی دستاینې وړنه دي. ده وویل چې په ۱۹۹۲ كال کې داحمدشاه مسعود ځواکونه په کابل کې له ښه راغلاست سره مخامخ شول، او يادونه يې وكړه چې دغه ځواکونو د کابل د نیولو په مهال دخلکوسره ښه سلوک کاوه. په کابل کې اعدام، په زندان کې اچونه، او محکمه کول د هغه چا چې له روسانو یا د نجیب الله رژیم سره خدمت کړی وي، نه ترسره كېده. عبدالله وویل چې دغه د پاکستانیانو او پښتنوهغه تبلیغ دی چې غواړي دشمال تاجک او نورلږكي له صحنې څخه جلا اوله پامه وغورځول شي څو یو محافظه کار پښتون حکومت چې د پاکستان د زیات نفوظ لاندې وي، واگې ترلاسه کړې. ډاکټرعبدالله له دې هم خبر ؤ چې د جهاد د وختونویوجگپوړی پښتون قومندان عبدالحق هم په واشنگټن کې دكړنلارې جوړونکوسره نېغ په نېغه په اړیکه کې ؤ او د یو څو شتمنو افغان ـ امريكايي سوداگرو ملاتړ یې درلود چې هغوی د امريكې د کړنلارې جوړونکوله ټولنوسره غښتلي اړیکې درلودې. د غښتلي سیاسي هیلو پرته عبدالحق د مسعود او د تاجکو هر وخت مخالف ؤ. د بهرنیو چارو په وزارت اود اېن اېس سي مهمو چارواکوپه منځ کې د هغه ډېرشهرت د ستونزو لامل گرځېده ځکه چې ده به هم د تاجکوپه وړاندې هغه منفي نظر چې د کابل څخه د هغوی لیرې ساتل اوپه سويل کې په پښتنو باندې تمرکز ؤ، له ځان سره درلود. عبدالله هیله درلوده چې که چېرې دی له واشنگټن لیدنه وکړي او د جگپوړوکړنلارې جوړونكې ډلې سره وویني، او دی به وتوانیږي چې دشمالي ټلوالې سیاسي کړنلاره ورته په ښکاره الفاظوکې بیان کړي او هیله مند ؤ چې دهغه کسانو بې باوري او اندېښنې به له منځه یوسي کوم چې دافغانستان دتېرڅه دپاسه شل کلن ځورېدلي اوکړېدلي تاریخ باندې نه پوهېږي. زه هم له دې چې د ده لیدنه له واشنگټن څخه مهمه ده، موافق شوم. ډاکټرعبدالله داوړانديز هم وكړ چې له ده سره په دغه ليدنه کې دشمالي ټلوالې د نننۍ كړۍ او د مسعودکشر ورور، ولي مسعود هم ملگرتیا وکړي. ما کوښښ وکړ چې دغه نظرته زما منفي غبرگون پټ کړم خوكامياب نه شوم. ولي او د هغه ورور احمد ضیا مسعود دواړو دا تجربه او ځلا نه درلوده چې په لویدیځ سیاسي غونډې کې دشمالي ټلوالې استازيتوب په اغېزناکه ډول وکړي. ډاکټر عبدالله زما ربړوونکي غبرگون ته موسكى شو، او ویې ویل چې شمالي ټلواله د ولي مسعود په شاملولو کې جدي ده، په دغه کار سره به نوموړې لیدنې ته د مسعود د کورنۍ په ورگډولو سره مشروعیت ورکړل شي، او واشنگټن ته به څرگنده شي چې شمالي ټلواله حتی د مسعود د وژنې وروسته هم سره متحده او یو ځای ده.
د ولي مسعود د سیاسي مهارت او توان په اړه موږ دواړو هیڅ نظر ور نکړ، عبدالله وویل چې د شلم اكټوبر وروسته هغه هر وخت کولای شي چې واشنگټن ته سفر وکړي.
ما ورسره وعده وکړه چې خپل دفتر ته د رسېدلو سره به دغه پیغام د سي، ای، اې قرارگاه ته ورسوم. ما باور درلود چې هر څومره ژر دغسې لیدنه ترتیب شي، هومره به بهتره وي. کله چې غونډې دوام وکړ، ما ورته وویل چې د نن شپې د ځانکړو ځواکونو د ننوتلو پلان وځڼډیده.
بیا مې د گروپ درې ته تر رسېدلو وروسته د هغوی د یونیفارم موضوع یاده کړله. ما ورته وویل چې یونیفارم لرل نه یوازې هر سرتېري ته اهمېت لري بلکه په واشنگټن کې ددغه موضوع د اغېزې د پالیسي جوړونکو لپاره هم ډېره مهمه ده. ډاکټر عبدالله کوچنۍ موسکاوکړه او ویې ویل چې هغه د یونیفارم د لرلو په اهمېت ښه پوهېږي، هغه وویل چې دی په خپله د ځانگړو ځواکونو په یونیفارم درلودلو سره ملاتړ کوي خو ویې ویل چې د شمالي ټلوالې د رهبري په دایره کې به نور کسان د بهرنیو ځواکونو په ښکاره ډول ښودلو سره د خپل ځان سپکاوی وگڼي!؟
د شوروي اتحاد خاطرې اوس هم ژوندی دي او همدارنگه د بمباری بې اغېزې کمپاین او د طالبانو او د عرب ځواکونوپه وړاندې د بمباری د اغېزې د نشتوالي له امله د شمالي ټلوالې په مغزو کې د متحده ايالاتو حکومت د هغه وعدې په اړه چې د طالبانو په وړاندې د جگړې کول ؤ، پوښتنې رپوټته کړي. هغه وویل چې د خپلوملگرو سره به په نوموړې موضوع بیا وویني او د دغه موضوع په اړه به د مثبتې پریکړې لپاره زور واچوي. ما د غونډې د پرېښودلو پر مهال د پرمختگ احساس وکړ.
(1) (Socom) سوكام د ځانگړو ځواکونو مركزي قرارگاه ده چې د عملياتو د پرمخ بېولو مشرتوب كوي. ژباړن