اوه ويشتم څپركى
د اكټوبر پر اوولسمه نېټه د ترورېزم په وړاندې ریاست خبر راکړ چې د الفا گروپ ټول اته غړي د مزارشریف سويلي سیمې ته په كاميابۍ سره ننوتلي دي او د جنرال دوستم د ځواکونو سره د مهالوېش سره سم یو ځای شویدي.
تلگراف لږ خو موُجز و او د څو جملو په لوستلو سره مې احساسات وپارېدل، په شمالي افغانستان کې مو دوهم گروپ دندې ته تیار و او پلان هم جوړښت غوره کاوه. د الفا گروپ د امريكې د ځانگړو ځواکونو لخوا لېږدول شوی و. دا د امريكې د پوځ لخوا په سیمه کې لومړني عملیات و او دا هم د پرمختگ په لورې یو بل مهم گام و. د الفا گروپ ارتباتی سیسټم زموږ ارتباتي سیسټم ته ورته والی درلود نو په دې اساس موږ کولای شول چې دوه اړخیزه خوندي اړیكې ولرو.
ریک الفا گروپ ته د ښه راغلاست لپاره لنډ لیک واستاوه او همدارنگه د عطا ممکنه منفي غبرگون په اړه هم ترې وپوښتل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د وخت او شرایطو په اجازې سره موږ سره د خوندي مخابرې له لارې اړیگه ټیگه کړي، که چېرې د عطا لخوا کومه ستونزه راخوټېدله، موږ مخکې له دې چې د جنرال فهیم سره مو په همغه سهار لیدلي وای، باید پرې خبر وای.
دتېرو څو ورځو په تېرېدو سره هوا د ژمي په كېناستلو سره نوره هم خرابه شوله. شمال خواته د هندوکش د غرونو لوړه ارتفاع کې د سختې واورې اټکل شوی و او جان محمد وویل چې د یوې اونۍ یا زیات وخت په تېرېدو سره باید د انجمن کنډو د موټرو د ټرافیک لپاره دراتلونكي پسرلي تر وروستیو پورې بندشي. سره له دې چې سهار شین اسمان و. حرارت بیا هم مجبورکړوچې دژمي درنې جامې واغوندو.
ایډاوگریگ پلان درلودچې دوشنبې ته په چورلکه کې الوتنه وکړي څوهعه اکمالات چې موږ درې ته دراتگ څخه یوه اونۍ وروسته له قرارگاه څخه غوښتي راولېږدوي.
هغه الوتكې چې همدغه اکمالات يې له امريكې متحده ایالاتو راوړي و، دوشنبې ته يې سي اى اې یو درې کسیزه گروپ هم را لېږودولى ؤ. څو هلته د سي ای اې لنډ مهال دفتر جوړکړي. د دوى لومړنۍاو اصلي دنده دا وه چې زموږ او دسي ای اې نورگروپونه چې په شمالي افغانستان کې فعالیت کوي ملاتړ کړي. زموږافغان پیلوټ نصیر په استانه کې دښکته كېدلو له ځايه د شمالي ټلوالې دمخابرې له لارې دهواله ناظر(کتونكي) سره چې د درې په پورتنۍ برخه اود انجومن کنډوپه سيمه کې اوسېده د هوا د کنټرول اوکتنې لپاره اړیکه ونیوله خوبیاهم ځکه چې هوا هره شېبه بدلون کولای شو، نوهوايي کارمندانوسفر ته دتیارېدولپاره سملاسي توب کاوه. مخکې د دې نه چې دوی چورلکې ته ولاړشي ما بک ته ۸۵۰۰۰ ډالروبنډل چې د المونیم اوفلزپه نازکه پاڼوکې پیچل شوی ؤ، ورکړڅو دوشنبې ته نوي راغلي افسر، ران ته يې ورکړې.
موږ ته د كوربه افغانانو له خبرو اترو څخه وروسته دا څرگنده شوه چې په دوشنبې كې لږ ښه موټر پيداكېږي، ریک د ران سره د برېښنالیک له لارې اړيكه نیولې وه او له هغه يې غوښتي ؤچې درې دانې كارول شوي سرف (SUV)ټوېټا موټر(1) وپېري. ران باید موټر د شمالي ټلوالې استازي امرالله صالح ته ورکړي څو هغه يې درې ته راولېږي. جان محمد ډاډ راکړچې پينځه اتیا زره ډالربه د دریو موټرو د پېرلو او همدارنگه په غرونوباندې د هغوی د راوستلو ټول لگښت پوره کړي.
موږ يوازې داهیله درلوده څو موټردانجومن له کنډوڅخه راتېرشي، هوا به ودرېږي او د ژمي په داخلېدو به خرابه نه شي. ښایي چې دوی به زموږ د تیلو ټانکر او کاروان هم هلته پیداکړي، هوصحیح ده؟!
توربکس مې خلاص پرېښود، ما اوریک يو سل اووه ملیونه ډالر وگڼل څو جنرال فهیم او ډاکټر عبدالله ته یي د همغه سهار د لیدنې په مهال ورکړو.
دشمالي ټلوالې دغښتلي کولو په اړه د کاپر له پیغام وروسته ماغوښتل چې دغه لیدنې ته ارزښت ورکړم هغه ډول ارزښت چې دشمالي ټلوالې د رهبرانو هغه شک چې د امريكې دحکومت د صداقت او د هغوی په ژمنه یې درلود، په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د يو سل اووه مليونو ډالرو څخه یې اوه سوه پنځوس زره د فهیم لپاره وې چې باید د خپلو ځواکونو د جگړې لپاره دتیاري نیولو لپاره یې ولگوي او دوه لکه پنځوس زره د هغه ملكي وگړو د بشري مرستو د برابرولو لپاره وې چې د جگړې ډگرونو ته نږدې وو. دغه لگښت دملكي خلکودجگړو له کرښو راباسل او په دره کې خوندي سیمو کې د بیا ځای په ځای کولواو همدارنگه د هغوی لپاره دخوړو او د ژمي د لباس د رانیولولپاره ؤ. ما په ځانگړي ډول غوښتل چې قومندان عطاء سره د پیسو مرسته وکړم څود هغه قهر چې د قومندان دوستم سره د تېرې شپې دالفا گروپ د یوځای كېدنې له امله پارېدلی ؤ، سوړکړم. دوه لکه پنځوس زره یوبل جلا بنډل مو په کاغذ کې پیچلی ؤ او د بنډل په سر مې په دري ژبه د عطا نوم پرې لیکلی ؤ. زه ډاډه نه ومه چې دغه پیسې به عطا ته ورسېږي. خو ما غوښتل چې دسي اى اې هغه هڅه چې غوښتل یې د دوستم او عطا ترمنځ اوبه سړې کړي، روښانه کړم. د یو سلواوه ملیونو څخه وروستني څلورلکه پنځوس زره ډالر د انجينرعارف او د هغه داورگان د ورځني عملیاتو او د طالبانو قوماندانانو ته د ممکنه رشوت په خاطر وې څوهغوی د شمالي ټلوالې سره د یو ځای كېدلو لپاره وهڅوي. ما د پیسو د لېږدولو لپاره کوښښ وکړچې یوه کڅوړه پیداکړم خومجبورشوچې په یوه ناپاکه او مات شوي کلک کاغذي کارتن کې یې ورتخته کړو. د دې لپاره چې د پیسو وزن ډېر ؤ نومجبور شوچې د کارتن بېخ په پلاستیكې تسمه کلک وتړو. غونډه د آستنې څخه لاندې په یوه ودانۍ کې چې زموږپکې لومړی ځل ؤ ترسره شوه.
دا وداني د غونډۍ په اړخ باندې وه چې دپنجشېرسینداوختیځ لوري ته يې د غونډیو یوه پراخه منظره درلوده. جوړښت یې اغېزناك ؤ او په رښتيا په بانډه كې يانې د ښار څخه بهر یو تفریخي کور و او د ویلو ارزښت يې درلود.
په منځ کې يې دوه ودانۍ نورې وې چې بهرني دېوالونه یې دباسكېټبال په اندازه د غټو تیږوڅخه جوړشوی ؤ. د انگړ چاپېره چمن یې دومره شین او منظم ساتل شوی ؤلکه دگالف [یو ډول لوبه. ژ] د کلب په ډول او همدارنگه ونې او بوټو ته یې ښه پاملرنه كېدله دکورسامان یې هم ډېر عصري لوېدیځ ډوله فرنیچر او غولی یې په روښانه کاشیو باندې جوړشوى او په افغاني گل لرونکو قالینو باندې برگ کړی ؤ.
دېوالونه یې دغولي څخه تر چت پورې په خوندور سپین رخت ټوټوباندې پوښل شوي ؤ. دغه کور د یوه شتمن افغان سوداگر ؤ چې په ۱۹۸۰ كال کې د امريكې متحده ایالاتو ته تښتېدلی ؤ، په دره کې د جگړو په مهال دغه وداني ډېره زیانمنه شوې وه. د احمدشاه مسعود څخه د مننې لپاره چې روسان یې په زوره دافغانستان څخه وتلوته اړکړي وو، دغه افغان سوداگر نوموړی کور مسعود ته د سوغات په ډول ورکړی ؤ.
کور په صحیح ډول رغول شوی ؤ او درې ته د لوړ پوړو لېدونكو لپاره د مېلمستون په توگه کارېده. په حیرانتیا سره هغه دوه ژورنالستان چې مسعود یې وواژه په همدغه كور کې د مسعود سره د مرکې لپاره د انتظار ؤخت تېر کړی و. ما د کلک کاغذ څخه جوړ شوی کارتن له ځان سره واخیست اوکور ته دننه مې یوړ. کله چې دغونډۍکوټې ته لارښوونه راته وشوه په بې احتیاطۍ سره مې په کوټه کې دننه په چوكۍ باندې کېښوده.
د جبري لاسونو ورکړې(1) اوستړي مشې وروسته موږ ټول په نیمه كړۍ کې په هوسا چوكيوباندې كېناستو.
جنرال فهیم زما ترڅنگ کښېناست او ډاکټر عبدالله او انجينر عارف د هغه ښي خواته ناست وو. ریک زما گڅ خواته ؤاو ممتاز چې دیادښت اخیستنې دنده یې اجراکوله هم دده څنگ ته ؤ. له دې امله چې دغونډې دجوړېدوغوښتنه مې کړی وه، ماته د غونډې د پیل بلنه راکړل شوه. زه په چټكې سره په پنجشېرکې زما گروپ دراتگ څخه تراوس مهاله په پرمختگونوباندې په صادقانه ډول وغږېدم. ما دبمبارۍ له امله د دوی په خپگان په ځانگړي ډول دکابل سره په لومړۍ کرښه باندې اعتراف وکړ. ما یو څه نورو تېر وتنو ته هم اشاره وکړه، په خواجه بهاودین كې دبشري مرستې په خاطر د خوړو د غورځولو ناورین مې یوه بېلگه ورکړه ما همدارنگه بریالیتوبونه هم په گوته کړل لکه دانجينرعارف اغېزمنه څارگره اداره او په گل بهار کې نوی جوړشوی هوایي ډگر. ما دغه دریو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د امريكې حکومت طالبانوته په ماتې ورکولو هغوی د واك څخه په لرې کولو او دالقاعده اوبن لادین په وړاندې جگړې ته په دوام ورکولو کې رښتینی دی. د دغه وړانديز په بهير کې مې له جنرال فهیم سره نېغ په نېغه خبرې کولې. په هغه باندې متمرکز وم او دا چې هغه په سترگو كې سړي ته مخامخ گوري ما هم ورته مساوي غبرگون ښکاره کاوه.
ما ورته وویل چې دشپاړسم اكټوبر په وروستیو ساعتونوکې دالفا گروپ په كاميابۍ سره د جنرال دوستم سره یوځاى شو. د ځانگړي ځواکونو د اې گروپونه پنجشېر ته د دندې د اجرا کولو په خاطر وروسته د دې څخه چې دازبکستان او تاجکستان حکومتونوسره بیورو کروتیک موضوعات پای ته ورسېږي، راځي. دا یو واضح او مثبت ثبوت ؤ، د امريكې حکومت زموږ شریک دښمن ته په ماتې ورکولو کې صادق او وعده ورکوونكى دى. ما ورته وویل چې شمالي ټلوالې ته مې دغې غونډې ته له ځان سره یوه زیاته اندازه پیسې راوړي دي. موږ غوښتل چې ډاډ ورکړو ، څو جنرال فهیم د جگړې لپاره د خپلوځواکونودپوره تیاري لپاره مالي اسباب ولري او همدارنگه وتوانیږي چې د ملكي وگړو او د شمالي ټلوالې هغه قومندانانو سره چې د پنجشېر څخه د باندې او د هېوادپه شمال لویدیځه سیمو کې دي. اړینه مرسته او همکاري وکړای شي. په چوكۍ باندې کارتن ته مې اشاره وکړه او ورته ومې ویل چې په دغه بکس کې یو اعشاريه اووه مليونه ډالردي. د ټولو سترگې د کارتن په لورې واوښتې او زه پوه شوم چې زموږافغان کورباگان د پیسو د دومره مقدار له امله خوښ شول. د پیسو د وېش په باره کې مې مالومات ورکړل د ځانگړو هدفونو لپاره لکه پوځي عملیات بشري مرسته، او څارگر مالوماتو د كارولو لپاره مې د پیسومقدار ورته په گوته کړ بیا مې د قومندان عطاد پیسو په اړه بحث وکړ. ماورته وویل چې دجنرال دوستم سره د سي ای اې د گروپ د یوځای كېدنې پرېكړه دشمالي ټلوالې رهبران په ځانگړي ډول عطاخپه کړی دى. ما په مزار کې دعطا پوځي ځواکمنتوب او د هغه ارزښت په گوته کړ او اعتراف مې وکړ چې د دوستم سره د سي ای اې د ښو اړیکو پراختیا وه چې د الفا گروپ په چټكۍ اوخوندیتوب سره هلته ورساوه. دشرایطو په برابروالي موږکولای شو چې دعطا او د هغه د ځواکونو سره نېغ په نېغه اړیکې ونیسو. په عین وخت کې دغه دوه لكه پنځوس زره ډالر چې ما د عطاء لپاره جلا کړي دي، د هغه مهمو قومندانانوسره چې په لویدیځه برخه کې دی، سره زموږ د مناسبې معاملې د کولو یوه نښه ده. زه هیله مند وم چې جنرال فهیم به دغه خبرې د قومندان عطا تر غوږونو ورسوي او ډاډه يې کړي چې هر څومره ژر امکان ولري هغه ته دغه پیسې ورسوي. فهیم وروسته له دې چې د بودیجې لپاره له ما منني وکړي. په صادقانه ډول ځواب راکړ. هغه وویل چې هغه موضوعات چې مایې يادونه وکړه، په ځانگړي ډول د بمبارۍ داغېزې نشتوالي موضوع له ربړونو ډکه وه. دا ښه خبر و چې د امريكې حکومت د طالبانو په وړاندې دجگړې د راوړلو له پلان سره خوځښت کوي. هغه تاكيد وکړچې په دغه جگړه کې د كاميابۍ لار دهوایي ځواک په زور اوپه بمباری کې نه ده بلکه كاميابي دشمالي ټلوالې دځواکونولخوا دطالبانواودهغوی دعرب ځواکونو په وړاندې په ډگرباندې په جگړه اوهغوی ته په ماتې ورکولوکې ده. هغه وویل چې دقومندان عطاء سره به نن ورځ اړیکه ونیسي او هغه ته به زموږدمرستې ډاډ ورکړي. هغه وویل چې عواړي له قومندان عطاءسره ددې لپآره چې دجنرال دوستم سره دسي اى اې گروپ یوځای شوی هلته په حالاتو باندې وغږیږي. بیا ډآکټرعبدالله وغږېد اودبودیجې له ورکړې یې مننه وکړه. هغه هم جنرال فهیم ته ورته موضوعاتو باندې وغږید. هغه خبرې وځنډولې کوچنی موسکایي وکړه اوبیا یې وویل چې دغه زموږلخواسیاسي پرېكړه نه وه. دلومړیوکرښوسره دملكې خلکو لپاره دبشري مرستې په خاطرهرکلی وایو اود سي ای اې لخوادغه كړنه به د شمالي ټلوالې درهبرانودخوښۍ سبب وگرځي. هغه وویل چې د امريكې متحده ایالاتوته د هغه پلان شوى سفر به دبهترې جگړې د پر مخ بیولو په باره کې د نظریاتوتوپیرونه له منځه یوسي. د ځانگړو ځواکونو د یونیفارم موضوع یې ذکرنکړه، حاضرو کسانو ته مې د امريكې حکومت ته د دغه موضوع د ارزښت یادونه وکړه. امريكايي سرتېري د دې لپاره چې د شریک دښمن په مقابل کې و جنگېږي، دلته راځي او د شمالي ټلوالې سره څنگ په څنگ ودرېږي. دوی باید په ملكي جامو کې نه وي. بیا هم ډاکټر عبدالله او انجينر عارف خپلې اندېښنې څرگندې کړې او کله چې ماخبرې خلاصې کړې، ډاکټر عبدالله بیا په انگلیسي ژبه خبرې پیل کړې. هغه وویل چې د شمالي ټلوالې د مشرانو لپاره نوموړې یوه حساسه موضوع ده او سره له دې چې فهیم په خپل مقام باندې ثابت دی، د شمالي ټلوالې د ټولو مشرانو لخوا دغه پرېكړه تر اوسه ټولو په پوره توگه نده منلې.
ډاکټر عبدالله د گروپ په منځ کې بحث ته دوام ورکاوه او زما په باور د نظریاتو د توپیر شته والی درلود، د جنرال فهیم د پوهېدو لپاره یې خپلې خبرې په انگلیسي ژبه ژباړلې، ما دري ژبه دومره زده وه چې هغه څه چې ډاکټر عبدالله به ویل، پرې پوهېدلم.
هغه د بحث په اوږدولو او د نظریاتو د توپیر په اړه هیڅ ونه ویل، ممتاز چې په غونډه کې تر دې مهاله د ژباړن په توگه دنده اجرا کوله، د ډاکټر عبدالله د غږېدلو پر مهال چوپ ناست و. له دې سره غونډه و ځنډېدله. ریک او زه د گرمې خدای په امانی په ویلو سره له کوټې بیدیا بدرگه شوو. زه پوهېدم چې زموږ سره تر موټره د ممتاز د بدرگې پر مهال ډاکټر عبدالله، عارف او فهیم د پیسو په گڼلو بوخت وو. (1)
زما د وېش سربېره، ماپه دې کې چې د پیسو اصلي وېش به څوک کوي، شک نه درلود. زما یوازینۍ هیله دا وه چې جنرال فهیم دا په یاد ولري چې قوماندان عطا ته باید دوه لكه پنځوس زره ډالر ورسیږي.
ما نه غوښتل چې په داسې وخت کې چې د الفا گروپ يې په منځ کې را ښكېل وي، جنرال عطا او دوستم یو پر بل ډزې وکړي؟!
په همغه ماسپښین موږ ته خبر راکړل شو چې زموږ چورلکې له دوشنبې څخه خواجه بهاودین ته الوتنه کړې وه،. ميوري او براډ یې له ځان سره را اخيستى و خو د لوړو غرونو په سر د خرابې هوا له امله اړه شوه چې بېرته دوشنبې ته وگرځي. نوموړي کسان په دوشنبې کې د شپې لپاره پاتې او سهار یې بیا د راتگ هڅه کوله.
له دغه خبر پرته نور ماسپښین او مازدیگر دواړه هوسا تېر شول او د ورځې د پرمختگونو له امله مې مثبت احساس کاوه.
ما یو لیک ولیکه او په هغې کې مې د غونډې په اړه عمده مطالب او د پیسو د ورکړې له امله زموږ د دریو افغاني همکارانو د اغېزمن كېدلو طرح مې هم پکې وکړله.
د عبدالله د هغه ادعا په اړه چې د یونیفارم موضوع تراوسه تر څېړنې لاندې ده، ځانگړې یادونه وکړه.: کارونه د سمون په لورې خوځېدل او د شپې د ډوډۍ خوړلو وروسته په انگړ کې د ریک سره د سېگار(یو ډول غټ سگرټ. ژ) په گډه څکولو ته انتظار وم. ځان ته مې اعتراف وکړ چې زه باید تر دې ډېر پوهېدلای، تقریباً د شپې په اته بجې د ترورېزم په وړاندې له ریاسته څخه د خوندي ټليفون په کرښه اړیکه ونیول شوه او ویې پوښتل چې ایا زموږ گروپ کولای شي چې د ډگروال ملهولنډ سره په همغه ماښام د او ډي اې ۵۵۵ گروپ دندې ته د لېږلو پخلى وکړي؟
سينټ كام د تروريزم په وړاندې ریاست ته خبر ورکړی و چې ډگروال ملهولنډ پلان شوې ننوتنه(دندې ته د گروپ لیږل. ژ) ترسره کوي خو دوی نه و توانیدلي چې د ټاسک فورس ډاگر(د نظامي هډې نوم. ژ) سره اړیکه ونیسي څو د رپوټ تصدیق کړي. د تروريزم په وړاندې ریاست هم نه و توانېدلی چې اړیکه ټینگه کړي. زه د دغه خبر په اورېدلو سره بالکل چوپ او گونگ شوم!!
د دغه هڅې په باره کې زما گروپ سره هیڅ ډول اړیکه نه وه نیول شوې او اوس مهال د دغه لوی گروپ د هرکلي د پاره ناچمتو و. د تروريزم په وړاندې ریاست تصدیق کړه چې ازبکستان او تاجکستان دواړو هېوادونو د خپلو هېوادونو له لارې دغه الوتنې ته اجازه نه ده ورکړې.
ټاسک فورس ډاگر سره د پخوانیو پلانونکو بحثونو په درلودلو سره پوهېدلو چې د او ډي اې 555 او گروپ به په اې اېچ53 ټیټ غږ لرونکي چورلکو کې الوتنه کوي.
دوی به اوس د دغه هېوادونو په هغه سرحدونو باندې چې دواړه یې له مځکې څخه فضا ویشتونكې روسي جوړ غوره ميزایلو باندې سنبال و، ناخبره اوپه پټه الوتنې کوي.
دوی په لوړه ارتفا ع د ډارونكې او خرابې هوا سره مخامخ شوي ؤ. دا یو هغه حقیقت ؤچې موږکولای شوچې ورته تصدیق یې کړو ځکه چې د هندوکش په سرونوباندې د همدغه هوا له حالاتو زموږ خپله چورلکه دوشنبې ته دورځې په پیل کې وگرځېدله. د انسجام څخه پرته الوتنه په دې مانا ده چې دکوزېدلو محل به نه وي په نښه شوي او د شمالي ټلوالې امنيتي چاپېريال به دنا اشنا(احتمالاً خطرناک. لیکوال)خلکودلیرې کولو لپاره شته والی ونلري.
د سي اى اې کوم پرسونل به هم شتون ونلري څوپه سیمه کې تر کوزېدلو وروسته د او ډي اې لپاره انتظار او د لېږد او رالېږد وسایط ولري. دغه پرېكړه په لومړي سر کې یوناورین ؤ دشپې لخوا د او ډي اې 555 گروپ د ننوتنې په اړه یواړخیزه نا انسجام شوې پرېكړه یوه بې باکه او نا سنجول شوې پرېكړه وه چې سړي پرې باورنه شوکولای.
که چېرې کومه غمجنه پېښه د دې لامل شوې وای چې د دغه اې گروپ غړي يې زخمي یامړه کړي وای. ښایي چې د امرېكې پوځ لخوا د دغه جنگ قانوني او تعقیب کولوباندې یې لوی منفي اغېزې لرلي وای، خو د شیطان غوږونه دي کاڼه وي اوس مهال دوه چورلکې دي چې د امريكې د ځانگړو ځواکونو سرتېري د زیان په لور روان کړي او د دوی مصونیت باید ترهرڅه لومړی شوی وای. ریک کرشي خان اباد هوایي اډې ته د خوندي مخابرې له لارې اړیکه ونیوه. نه ډگروال ملهولانډ د اوس لپاره موجود دی خو موږ دا تصدیق کولای شوچې او ډي اې 555 گروپ په دوو ټیټ اواز لرونكو اېم اېچ 53 چورلکو کې پنجشېر ته د دندې لپاره ولېږدول شول.
په دره کې د ښکته كېدلو اټکل شوی وخت یې نن ماښام لس بجې دی د دوی د هركلي او هغوی ته د هرڅه برابرونې لپاره مو د دوه ساعتونو څخه هم کم وخت درلود.
ما ممتاز ته دروازه وروټکوله او په دې مې خبر كړ چې د اې گروپ درې ته د خوځښت په حال کې دی، او له هغه مې وغوښتل چې د گروپ د رالېږدولو لپاره اړین وسایط تيار کړي. او همدارنگه د دولسو نویوکسانو لپاره د اوسېدلو ځای او هغه نورڅه چې ما یې هیله درلوده د دوه زروپاونډه وزن په خوا شا کې د هغوی سامان الاتولپاره ځای برابر کړي. ممتاز وویل چې له جان محمد به غوښتنه وکړي چې دغه کار ترسره کړي او دی پخپله به انجينر عارف له دغه خبرکړي څو د ښکته كېدلو په ځای کې عملي امنیتي تدابیر ونیسي. په چارچاپېره غونډیوباندې ډېرکلي وو اوپه دې شپه کې د دوو چورلکو کوزېدل به حتماً د خلکو وسوسې پیداکړي. د دې لپاره چې د اې گروپ لخوا دوستانه ډزو(هغه ډزې چې په غلطۍ سره د دوست په وړاندې وشي او امريكایان یې عادتاً په افغانستان کې کوي. ژباړن) پېښه او یا هم په سیمه کې د اې گروپ په وړاندې د چورلکې څخه د کوزېدو په مهال د طالبانو د ملگرو له خواپه هغوی بريد ونشي، بایدټولې هڅې په کار واچول شي.
ریک د هركلي گروپ منظم کړی ؤ او هوکړې ته رسېدلي ؤچې هغه د کوزېدلو ځاى په نښه کولو مسولیت لري.
موږگمان کاوه چې راتلونكې چورلکه به د استنې په هوایي ډگر کې ښکته كېږي. زموږ د تېرو بحثونوپه مهال زموږ پیلوټانو د ځانگړو ځواکونو پیلوټانو ته د همغه ځای جغرافیایي کوارډینات او هلته د رسېدلولپاره یې د ښې لارې د کارولومشورې ورکړې وې. ډاكټر به د بیړني حالت لپاره له طبي سامان الاتو سره تیار زموږ دگروپ دکوزېدلوپه مهال موجود وي. ریک د هركلي گروپ رهبري کاوه او ما د پاپي سره د مخابرې د نوکریوالي دنده اجراکوله.
د ریک گروپ دوه روسي جیپونو ته ورکوز شول اوپه توره شپه کې په داسې حال کې چې دموټروغړمبهاری په کراري سره وركېده، حرکت وکړ. زه د دفتر په ارامه سیمه کې كېناستلم او پاپي مې په داسې حال کې چې د قرارگاه څخه یې لیکونه او پيغامونه سمبالول او همدارنگه د ټاسک فورس ډاگر (دیوې هوایي اډې نوم. ژ)څخه یې هغه ټليفون ته غوږ نیولی ؤچې د راتلونكې گروپ د موقف او د سفرتازه حال یې راکاوه، ورته وکتل ما يوازې د حالت د خرابوالي دڅرنگوالي په اړه فکر کاوه. ما د دغه احمقانه او نا انسجام شوي هڅې د احتمالي سیاسي پايلې او د پېښې په صورت کې د القاعده په وړاندې د امريكې حکومت په جگړه باندې د منفي اغېزې په اړه فکر کاوه خو ما ته دغه اندیښنې هغه وخت بې ارزښته ښکاره شوې کله چې ما د دغه ماموریت د او ډي اې 555 گروپ او د دوه چورلکوکارمندان چې بې له اړتیا یې په خطرکې اچول، په اړه فکروکړ. ریک د اېچ اېف(1) لاسي مخابرې له لارې له ما سره اړیکه ونیوه څو رپوټ راکړي چې د کوزېدلو ډگر د څراغونو(ځانگړي څراغونه چې پيلوټان یي دشپې په دوربینوکې په اسانی سره ویني. ژ) په واسطه په نښه شوى او ممتاز د یو جیپ اوټویټا پيک اپ موټرو سره سیمې ته راغلی دى. انجينرعارف د درې د اړوند څانگې له قومندان سره اړيكه نیولې او له هغه یې غوښتي ؤ چې د کوزېدلو ځاى امنیت ساتلو لپاره خپل ځواکونه ولیږي. تر دغه وخته چې موږ څومره توان درلود، په همغه اندازه موتیاری ونیوه. دلسو بجوڅخه لږ وړاندې ډاگر ټاسك فورس خبر راکړ چې چورلکې له خرابې هوا چې تېز باد او یخ هم لري، سره مخامخ دي.
دوی ترحده پورې کوښښ کاوه خود هوا تر ښه كېدلو پورې د دغه هڅه ښه نه ښكارېده. ریک ته مې د دغه خبر د رسولو لپاره اړيكه ونیوله او نور په انتظارکښېناستلو. په کې دشپې په لس بجواوپنځه څلویښت دقېقوباندې ډاگر ټاسك فورس خبرراکړچې دغه دوه ټیت اوازلرونكي چورلکې دخرابې هوا له امله را وگرځېدلې او اوسمهال هوايي ډگر ته دبېرته د��رکت په حال کې دي. زه د دغه خبر په اورېدلو خوښ شوم. دمخابرهچي څخه مې مننه وکړه او له هغه څخه مې وغوښتل چې له ډگروال ملهولانډ څخه وغواړي چې له ماسره سبا سهار اړیکه ونیسي څو د دغه ماموریت پېښې ته بیا کتنه وکړو. زه ملهولانډ ته په غوسه وم او فکرمې کاوه چې دغه پرېكړه له پوښتنې پرته یو بې باکه او غلطه پرېكړه وه. نن شپه مو د دغه سرتېرو د لېږلوله امله غلط ډز وکړاو دوی ترې بچ شول خو دا هغه مرمۍ وه چې په لومړي سر کې باید ویشتل شوې نه وای (لیکوال دلته بلا وه اوبرکت یې نه ؤله اصطلاح څخه منظور دی. ژ)ماله ریک سره تماس ونیوه او ورته مې وویل چې څراغونه له منځه یوسي اوکسان کورته راوگرځوي. له هغه مې وغوښتل چې ممتاز ته ووایي چې زه به سبا ته د شپې د دغه پېښې په اړه چې ولې د ننوتنې څخه مخکې اړيكه نه وه نیول شوې، مالومات ورکړم. زه هم نوموړې لیدنې ته لېواله نه وم.
(1) (SUV) سرف ډوله يا فور رنر موټر ته ويل كېږي. ژباړن
(1) په لوېديځ كلتور كې د ستړي مه شې په وخت د لاسونو وركول ډېر رواج نه لري. ژباړن
(1) يوازې د څو ميلونو ډالرو په بدل كې شمالي ټلوالې د افغانستان خپلواكي وپلورله. ژباړن
(1) اېچ اېف لوړ فريكونسي لرونكي مخابرې دي چې پرته له اوږده انټن څخه تر ډېر لرې واټن پورې اړيكه ټينگولى شي، ژباړن