اووم څپركى
په ۱۹۸۸ كال كې زه اسلام ابادته ور وگرځېدلم. مېلټ بېرډن په خوښۍ سره راته هركلى ووايه او هغه دا حقيقت چې په اسلام اباد کې هغه يوازېنی سي، اى، اې مشر و، څرگند کړ. زما په معزو کې هغه شک چې مېلټ د خپل عمر په لحاظ په لويه رتبه کې ؤ، موجود نه ؤ. زه په لنډوخت كې ترټولولوړرتبه افسرشوم اودافغان استخباراتو دراټولولو(له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكو درلودل. لېکوال) دبرخې مسؤل شوم، د اوږدې مبارزې لپاره دا زما لپاره ښه چانس و ځکه چې په همدغه وخت کې ما له احمد شا مسعود سره اړېکې پيل کړې.
په ۱۹۸۰ كال كې كله چې مسعودله پېښورڅخه پنجشېرته روان شو نو د مسعود يو نږدې ملگری او سلاکار تاجک ځوان (مسعودخليلي) له ده سره په دغه تاريخي مزل کې د لارې ملگرتياوكړه.
په كم وخت كې څرگنده شوه چې خليلي يوځيرك شاعر، ليكوال، په درېيو ژبو غږېده، ښه ويناوال او د شمالي افغانستان په غرونو باندې د کلاشنکوف د ښکته او پورته گرځولو پر ځای هغه د سياسي موضوعاتو د پر مخ بېولو لپاره ښه لوبغاړی و.
خليلي په پاکستان كې دمسعود يو مهم استازى ؤاوپه پاى كې په پېښور کې مېشت دبرهان الدين رباني اودهغه دتاجكي اسلامي حزب (ښايي جمعيت اسلامي يې منظور وي. ژباړن)لپاره جگپوړی سياسي مشاور وټاکل شو.
د۱۹۸۰ كال په نيمايي كې د سي ای اې افسرانوله خليلي سره وپېژندل او له هغه سره يې د همکاری ارتباتاط ټينگ کړل، هغه د سي اى اې كوم جاسوس نه ؤ(1)!؟ خوهغه خپلې اړيكې دكمونيستي رژيم له نسكورېدو، وروسته دافغانستان په راتلونكي كې له سي ای اې سره دخپلونظرياتودشريكولو له امله خپل شخصي نظر پراخول غوښتل! کله چې زه د ۱۹۸۸ په وروسيتو کې اسلام اباد ته را وگرځېدلم، خليلي ته وروپېژندل شوم او اسلام اباد ته د هغه د هر رسمي سفر په مهال به مې له ده سره ليدنه کوله.
له خليلي سره زمادپېژندنې لېوالتياپه دې کې نه وه چې هغه د مسعود نږدې سړى دى، له مسعودسره خوموږدهغه د ورور احمدضيا پواسطه (له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكو) له مخې اړيکه لرله، له خليلي سره زما د پېژندنې لېوالتيا د مجاهدينو د گروپونو سره د هغه د پراخه اړيکو او د هغه قوماندانو او سي ای اې ترمنځ د هغه په منځگړېتوب کې چې سي ای اې پکې دلچسپي لرله، وه. دڅواونيوپه تېرېدوسره زمادخليلي ترمنځ ځانگړې ملگرتياجوړه شوه او زما اودده ملگرتياددې لامل شوه چې د سي ای اې سره د هغه د مرستې لامل په ډاگه کړم.
هغه په ټينگ باور سره له مجاهدينوسره د(سي، اى، اې) مرسته دروسانوماتې گڼله، هغه په دې هم باوري ؤچې پاکستانيانو د سي ای اې دغه پروگرام يو فرصت گاڼه څو د پښتنو مجاهدينو په گروپونو په ځانگړې ډول په هغه ډلو کې چې سخت دريزه مذهبي عقيدې لري، خپل نفوظ زيات کړي، دخليلي په باور كله چې كمونستان مات شي پاكستان به له خپلوپښتنوملگروسره لاسنيواى وكړي څودواك واگي دوى ترلاسه اوتاجك او نور عقليتونه دتل په شان په دويمه درجه كې پاتې شي.
خليلي له سي اى اې سره داړيكو لرلوله مخې دخپل برياليتوب په زر ترلاسه كولوډېرباوري ؤ، سي ای اې ته د هغه ښو قومانداناو ورپېژندل چې دپاكستان په خوښه نه ؤ، دى په دې باوري کاوه چې دغه قوماندانان به دكمونيستي رژيم له نسكورېدو وروسته دسياسي جگړې په ډگركې د پاکستان په خوښه د پښتنو قومندانانو په وړاندې د مقاومت لپاره ښه سمبال وي. د خليلي اړيکې د قوماندانانو سره د يادولو وړ وې، دخليلي پواسطه موږكولاى شول چې دهېواد په کچه له ټولو توکمو مهموقوماندانانوسره لكه دشمال ازبك، دجلال اباد د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي سيموپښتانه قوماندانان اوحتى د کابل په لوېديځ کې له شياقوماندانانوسره موهم دده پواسطه اړيكي ټينگولای شولې.
خليلي (1)په رښتياهم يو افغان هېوادپال ؤ او دی، او دغه حقيقت يې د خپل څلورويشت کلنيز خدمت او قربانۍ په واسطه څرگند کړ؟؟؟
خليلي په كال كې دوه ځله دپاكستان دچترال له غرنيوسيموښكته د اس په شا دپنجشېردرې ته د مسعود د لېدنې لپاره سفر کاوه. دا يو له خطره ډک او اوږد سفر و چې د تنگو لارو له امله يې اته ورځې نېولې. په سيمه کې شورويانو د هوا له لارې په زرگونه کوچني مځکني ماينونه راغورځولي وو او د هر سفر پر مهال د يوه اس يا د کچر له لاسه ورکول او يا د سړي لپاره که چېرې د ښې کارول شوې اوتنگې لارې څخه وتلی وای د يوې پښې دلاسه ورکول عادي وؤ!(دا ټول ستاسې د بشري حقوقو د پرځای کولو له برکته پر افغانستان داسې حالت تېرېږي. ژباړن)ماهم په شوق غوښتل چې يوځلې له خليلي سره يوځاى سفروكړم اوله مسعودسره مخامخ وگورم خوخپلومشرانوراته(د خطر د اخيستلو وړتيا نلري) له امله اجازه نه راکوله. څوكاله وروسته پوى شوم چې د نوموړو سفرونو پر مهال خليلي مسعودته زمايادونه كړې وه اوهغه باوراودرناوى چې خليلي ماته درلودمسعودته هم ولېږدېده، داهغه څه وو چې زما اود سي ای اې لپاره يې په راتلونكي كې ښه خدمت كاوه. د۱۹۹۰ دجون په مياشت كې ماپه رياض كې دزون دمرستيال په توگه دنده واخيسته اوددغه كال داگسټ په مياشت كې زمالپاره د خليلي پرېښودل په پاکستان کې زما د وخت تر ټولو سخته او غمجنه برخه وه، ځكه چې هغه يورېښتينى ملگرى ؤ او په افغانستان كې دنجيب الله حكومت د سرټمبه مقاومت له امله حالات غمجن ښکارېدل، داحمدشاه مسعود شمالي ټلوالې د ځواکونو اوگلبدين حکمتيار او د نورو وړو سخت دريزه پښتنو گروپونو ترمنځ شخړې په زياتېدو وې، له دې امله د افغانستان څخه د روسانو د وتلو ستره خوشالي او د کمونستي رژيم په وړاندې د ژر کاميابۍ هيلې له خاورو سره خاورې شوې. دا هم ښکاره وه چې د متحده ايلاتو حکومت هم د افغانستان څخه خپل لاس راپرې کاوه او د روسانو سره د دواړو جگړه کوونکو خواؤ ته د مرستې او همکارۍ د بندولو پر څرنگوالي باندې جدي خبرې اترې روانې وې. د هغه شېبې ليدل چې گټلو ته يې ډېرو کسانو زياته قربانی کړي وي، او بيا له منځه ځي، ډېر گران وي. زماپه اند، زما تگ خليلي ته هغه حقيقت چې سي ای اې د مجاهدينو سره د ملاتړ پروگرام، داسې پروگرام چې خليلي ورته تېر لس کاله ځان وقف کړی و پای ورکوي، څرگند کړ. ما د خليلي سره د بيا ليدنې هېڅ هيله نه درلوده. زه په هغه حقيقت چې د خليلي سره به د راتلونکو شپږو کلونو پر مهال زما اړيکې دوام او بيا به هم ډېر اهميت لري، هېڅ نه وم پوهېدلای.
(1) سي اى اې هغه اورگان دى چې پرته له ځانگړې موخې له چا سره اصلاً د اړيكې نيولو اجازه نه لري. ژباړن
(1) خليلي په هندوستان كې د حامد كرزي د دولت پر مهال د سفير په توگه د دولت د استازيتوب پر ځاى د جميعت بيرغ د سفارت په ودانۍ ځوړاوه. ژباړن
سلامونه او نیکي هیلي،
محترم منګل صاحب څخه یوه نړی مننه چې پدې حساسو شرایطو کې د مهمي موضوع ته اشاره کړی خو یوه غوښتنه لرم هغه دا چې همدلته یې یعني په تاند کې په کتابي ډول هم پریږده بله خبره دا چې موږ نه پوهیږو چې موږ ټول مطالغه کړ او که کومه برخه مو پریښوده ځکه تیره ورځ یوه برخه خپره شوه دریم څپرکي دې ورکړی او نن یوه برخه چې هغه بیا اووم څپرکی دی موږ نه پوهیږو چې تر اووم څپرکی مو مطالغه کړ او که کومه برخه مو پریښوده ، امید دی چې پدې اړه راسره همکاري وکړي خوشاله ژوند ولری مننه.