اته ويشتم څپرکى

راتلونکى سهار د سپیده چاود سره سم د انجينر عارف د راتگ او له ما څخه د تېر ماښام د گروپ د ننوتنې د ناوړه هڅې په اړه د هغه د پوښتنې په تمه وم خو د ده لخواحتی تر غرمې پورې کوم احوال را ونه رسېد. زه دغه کار د یوه قهرجنې ليدنې څخه هم ډېر اندېښمن کړم. د غرونو په سر هوا تر اوسه خرابه وه او زموږ هوایي کارمندانو د مخابرې له لارې خبر راکړچې هغوی به د هوا حالات د دوشنبې د هوایي ډگرڅخه وڅاري. دوی وویل چې که چېرې هوا ماته شي هغوی به موږته خبرراکړي. احتمال یې ؤخو بیا هم زموږ چورلکه به په دوشنبه کې د یوې بلې ورځې لپاره هلته ولاړه وي.

تېر ماښام ریک وویل چې هغه به سټان او ډاکټرله ځان سره دبگرام هوايي اډې ته بوځي اوهلته به د جنرال بسم الله خان د استخباراتي شبکې سره شپه تېره کړي. د دغه سفر له امله به له یوې خوا د هغوی مورال غښتلى شي او له بلې خوا به د طالبانو په کرښو د بمبارۍ اغېزه له نږدې ارزیابۍ او همدارنگه وگوري چې ایا زموږ د نغدو پیسو ورکړه تراوسه پورې په کاراچول شوېده او كنه؟ د دوی د تگ وروسته مې قرارگاه ته یوشمېرلیکونه ولیکل او د هغوی کاپي مې په ټامپه(1) کې سينټ كام ته هم ورولېږلې او د ناکامه ننوتنې او اړوند پېښو په اړه مې مالومات پکې يادکړل. او په دغه لیکونوکې مې ځان هغوی ته سیده او قهرجن وروپېژند. ما د دغه پېښې له امله په شمالي ټلوالې باندې داغېزې کچه نشوه اندازه کولای خوما دومره څرگندولی شوه چې اغیز یې منفي.

دغرمې لږ وړاندې ممتاز راغی او ویې ویل چې انجينر عارف غواړي په همغه ماښام په اووه نيمو بجو له ماسره لیدنه وکړي. ما ممتازته وویل چې زموږچورلکه په دوشنبه کې د هوا د خرابوالي له امله بنده پاتې ده او د ځانگړو عملیاتوهغه توكي چې موږ  د عارف لپاره د اسامه بن لادن او د القاعده په وړاندې د کارولو لپاره راغوښتي ؤ،په گډون د ټيټ غږ لرونكي ټوپک او ټيټ غږلرونكي توپانچې، دوشنبې ته رارسېدلي دي اوکله چې چورلکه راوگرځي، له ځان سره به یې راوړي.

ماغوښتل چې عارف ته مخکې له دې چې نن ماښام یې ووینم، یو څه ښه خبر ورکړم. د غرمې وروسته مې له جان محمد سره د هغه سړک په اوږدو چې د درې شمال ته غزیدلی ؤپه چکرووتلم. که څه هم چې هوا له وریځوډکه اویو څه سړه وه، ورځ ارامه اوخوشالوونكې وه. دپنجشېرسیندهم دسړک غاړې ته غزیده. دسیندغاړه دکوچنیوونواوگڼوبوټوله امله شنه وه اوسطحي اوبه هم په کراره بهېدلې. دبارک دکلي په پنا كېدو سره اودسړک دموړسره څنگ ته داوبو په منځ کې یوکوچنی طبیعي ډنډ ؤ. چې پينځه متره يې پراخوالى درلوداو د ونو یوه ليکه او د گڼوبوټوچې دسیند ترغاړې دمځکې په نرۍ ټوټه شنه شوې وې، نوموړي ډنډ ته ښکلا وربښله.

دلرگیوڅخه جوړې شوې هېلۍ (د نورو مرغانو د جلب لپاره د ښکار په هیله لکه لومه. ژباړن) د اوبو په سر لامبو وهلې اوځای په ځای د تار په واسطه په تیږو تړل شوې او درول شوې وې.

ډېره زړه راښکونكې منظره وه ساده بې غږه او چوپتیا وه. موږ هلته په یو ځای ولاړ و. او د هیلیو د ښکار او په دره کې د ډېروکلونو د جگړې ویجاړتیا وروسته د ژوند د بیا نورمال كېدو په اړه په کراره په دري ژبه غږېدلو. پلي تگ ته مو دوام ورکړ او دسړک په اوږدو مو یو بل کږلیچی هم پیدا کړ.

هلته دسیندپه ختیځه شیله (اړخ) باندې چې موږته مخامخ ؤیوله خاورو جوړشوی کور ؤ چې په منځ کې یې یوه وداني او چارديوالي وه چې مخ ته يې یوه اواره ټوټه ځمکه چې تقریباّلس متره مربع پراخوالی يې درلود، موجوده وه. دچاردېوالۍ ټولې خواوې دجگ اغزن تار په واسطه په پوره ډول ساتل شوي وو او یوازې یوځای په کې خلاص ؤچې لویه دروازه یې لرله.

د خاورو جوړه شوې بله وداني د دروازې څخه يوازې یو څه دننه موجوده وه، جان محمدوویل چې داهغه زندان دی چې شمالي ټلواله پکې نیول شوي جگپوړي طالب ملایان ساتي. هغه وویل چې اوسمهال تقریباً دېرش ملایان پکې زندانیان دي. کله چې یوڅه ورنږدې شوم ومې لیدل چې څلور یا پينځه کسان چې اوږدې جامې یې اغوستې وې د گټارې په منځ کې د ودانۍ مخې ته ولاړ و. جان محمد وویل چې هغوی دخوا اوشا سیمې پاکوالی کوي. د خوړو په مقابل کې باید دوی هره ورځ کار وکړي. دپنجرې څخه بهر دوه سرتېري چې کلاشنکوفونه ورسره ؤ، ولاړؤ.

جان محمد وویل چې د طالبانولیډران پوهېدل چې په دغه ځای کې په دقیق ډول څوک زندانیان ؤ اودقیقاً دغه زندان چېرې موقیعت لري.

د ملایانوسره ناوړه سلوک نه كېده خو ددوى ژوند او حالت له ستونزو ډک ؤ.

هغه وویل چې دوی د بیمې کړنلارې ته ورته بېلگه ده ځکه دوی مهم ملایان دي او د دوی سره ښه سلوک د شمالي ټلوالې د هغه بندیانو چې د طالبانوسره په زندانونوکې ؤ، طالبان د هغوی په وړاندې د دوی سره د ‌ډېرزیات ظلم څخه منع کول. کله چې موږخپل کورته د راتگ په حال کې ؤ موږ د دغه ملایانو له زندان څخه د تېرېدو په مهال لس یا زیات ملایان ولیدل چې د چاردېوالۍ په منځ کې په یوه کونج کې یې د کومې پروژې کار چې د مځکې كېندل ؤ، سرته رساوه.

دا ځل مې ولیدل چې په دواړو ودانيوکې کړكۍ نه وې يوازې درې یا څلور نري اوږده چاوکټونه (نری اوږد غار) د مخكېني دېوال په پورتنۍ برخه کې و ،چې زما په فکر یوڅه رڼا او باد ورپرېښوده د دوی لپاره ژوندپه رښتیاهم سخت ؤ.

الفاگروپ ماسپښین مهال ټليفون وکړ. اوارجي سره وغږېدلو او د دوستم له خواگروپ ته دهرکلي په اړه یې مثبت خبرراکړ. ظاهرٍٍاً دوستم زیات وخت خپل ځواکونه د اسونو په واسطه لېږدول. او الفا گروپ اوسمهال رسماًد اسونو د کاروان غړي ؤ. ستونزه د اسونو په سپرلۍ کې نه وه ځکه چې دغه اسونه دامريكې متوسط اسونو څخه کوچني وو. ستونزه په هغه زینونواومېخونوکې و چې افغانانوکارول، زینونه کوچني او د نرۍ څرمنې څخه جوړشوي ؤ اوشاتنۍ هغه موړه چې امريكايي زینونه یې لري، نه لرله.

 د دې څخه لا زیاته ستونزه یې په رکاب (کریب)کې وه. چې امريكايي لویې پښې پکې نه ځایدلې. دوی مشکلات جوړول خو ارجي وویل چې هغوی په همغه ورځ قرارگاه ته پیغام لیږلی او له هغوی یې غوښتي چې ژر تر ژره امريكايي زینونه اوگل مېخۍ ورولیږي.

ارجي وويل چې قومندان عطا د دوستم سره د الفا گروپ د یوځای كېدلو له امله لږڅه خپه ؤ.

دوستم ارجي ته ډاډ ورکړی ؤچې چې د ده او عطا ترمنځ به هرڅه ارام وي. او د هغه دغه ډول خپگان زموږ تر منځه د اوږد مهاله سیالۍ او مخالفت یوه برخه ده.

ارجي د دوستم د ځواکونو لپاره په راتلونكي څو ورځو کې د هوا له لا رې د وسلې او مهماتو د غورځولو غوښتنه کړې وه. دغه غورځونه به په هغه سیمه کې ترسره شي چې د الفا گروپ ته پېژندل شوې اوپه نښه شوې وه، داپه دې مانا چې ټول اکمالات به د دوستم ځواکونو ته ورکړل شي.

ما ارجي ته څرگنده کړه چې د اکمالاتو غورځونه ښایي د نوموړو قومندانانو تر منځ د ستونزو د جوړېدو لامل وگرځي، په داسې حال کې چې د الفا گروپ به یې په منځ کې راښکېل وي،. په عین حال کې ما ارجي ته ډاډ ورکړ چې زه به په جنرال فهیم فشار راوړم څوله عطا وغواړي چې ارام شي او د دوستم سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

په همغه ماسپښین دڅلورو بجو په شاوخوا کې مو د ډگروال ملهولانډ پسې ډېر ټليفونونه وکړل څو د تېرې شپې ناکامه ننوتنه وڅېړواو د راتلونكې کاميابې هڅې دپاره پلان جوړکړو.

هغه ومنله چې د كامياب هرکلي لپاره یې باید زما دگروپ سره اړيکه نیولې وای خوهغه له دې چې  سينټ کام ورته  او ډي اې 555 گروپ  د ننوتنې اجازه لکه څنگه چې د ده خو ښه وي ورکړې وه، هغه نه ماتېدونكې ؤ. د ده سره بحث کول بې مانا ؤ. ملهولانډ وویل چې د اې گروپ همدغه ماښام دندې ته ولېږي خو د هوا د حالاتو وړاندوینه څرگندوي چې د هوا حالت د تېر ماښام څخه هم ناوړه دي.

د راتلونكي نولسم اكټوبر لپاره هر څه برابر او سم ښكارېدل. هغه وویل چې سينټ کام ته به خبر ورکړي چې د گروپونو د راتگ د ماموریت لپاره به همدغه ثابته نېټه وي. ما له هغه وغوښتل چې زما گروپ په جریان کې واچوي او له خپلو پیلوټانو وغواړي چې له گريک او ایډ سره سبا ورځ چې له دوشنبې څخه راگرځي، وغږېږي. د شپې ډوډۍ تیاره وه، ممتاز راغی او خبر یې راکړ چې انجينر عارف په همغه ماښام ترتیب شوې لیدنه نشی کولای. په راتلونكې ورځ هم نشي کولای چې حاضرشي ځکه چې د مسعود د مرگ څلوېښتمه ورځ وه،  مراسم او دعا د مسعود د قبر په ساحه کې د ورځې په اوږدو کې ترسره کېده.

زه پوهېدم چې ممتاز د څلویښتمې ورځې د لمانځلواو ارزښت په اړه رښتیا ویل ځکه په اسلام کې دیو چا د مرگ وروسته د ویر کولو دغه یو مهم پړاو دی. سره له دې بیا هم ما فکرکاوه چې دغه ډول ښایي عارف د تېرې شپې د اې گروپ د ځنډېدلو له امله خپل قهر څرگندوي.

 ارام ماښام ؤچې يوازې موږ څلور د دفتر په ساحه کې ټک ټک کاوه او بوخت ؤ. بهر باد چلېده او هوا سړه وه او زه هم نسبتاًپه وخت خوب ته لاړم. د مهماتو د ساتلوگدام ته د شپې د یوه بار وړونکي موټر راتگ له خوبه راویښ کړم. تقریباً د یوساعت په دوام د درندو بکسونو په زوره د کوزېدلو له امله گړنگهار و. دا هم یوڅه د اندېښنې وړ ؤ خوپه وروستی برخه کې غږ لکه دوه شيان چې په زوره سره په مځکه راوغورځېږي، تبدیل شو.

له کړكۍ مې بهر وکتل او ومې لیدل چې یوشمېرسرتېري داسې شیان لکه يوسلو دوويشت ملي متره راکټونه د دوی د خلاصوغارونو څخه د موټر شا ته وړي او په چټكۍ سره بې احتیاطه او بې ترتیبه غورځول كېدل. او دلۍ یې ترې جوړوله. یوازې دومره مې کولای شول چې کټ ته بيا د خوب لپاره لاړشم. که چېرې دمهماتو انباراوگدام انفجار کړی وای، زه پرې هسې هم نه پوهېدلم. په حقیقت کې پاتې شپه مې ډېرارام خوب وکړ.

(1)  ټامپه د يوې سيمې نوم دى چې (Centcom) يا د امريکې د پوځ مرکزي قومانده له هغه ځايه ورکول کېده. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *