نهه ويشتم څپركى

د اې گروپونو ننوتل

د نولسم اكټوبر پر سهار د ښوخبرونو په رارسېدوسره پیل شو. دترورېزم په وړاندې ریاست د لیک له لارې خبر راکړ د هر څه دلایلوپه اساس چې وي، د روسانوله خوا فشار یا د امریکې د پوځ له خوا د شپاړسم اكټوبر په شپه د الفا گروپ په كاميابۍ سره د ننوتلوله امله او یا هم په امريكې کې د ادارې د جگپوړو چارواکو د هغه تجربې له امله چې د دغه لوړ پوړو مامورینو د لاسونو په تاوولو يا فشار اچولو کې یې لرله، دواړو د ازبکستان او تاجکستان حکومتونو د  او ډي اې 555 گروپ د هوا له لارې د ننوتنې لپاره رسماً اجازه ورکړه. که چېرې دهوا حالات اجازه ورکړي، د اې گروپ به نن شپه الوتنه وکړي. په دوشنبه کې زموږ هوايي ډلې خبر راکړ چې دغرونو په سر هواپاکه ده او دوی به د سهار په اتوبجوحرکت وکړي چې درې ته به لس نيمې بجې راورسيږي.

سټان ډاکټر اوریک د بگرام څخه تر اوسه نه وو راگرځېدلي نوځکه زه پیاده لاړم څوممتاز دچورلکې د راتگ او له دې چې نن ماښام د اې گروپ راتگ تصدیق شوی او داځل یې وخت معلوم ؤ. له دې چې د څلوېښتمې ورځې په مراسمو کې به ممتاز ته دغه خبر مزاحمت کوونکى وي ، بخښنه  مې ترې وغوښته خوهغه د دغه خبر په اوېدو خوشال شو. هغه وویل چې مخکې له دې چې هغه مراسمو ته ولاړ شي هغه به دکوزردو په ځاى کې په همغه ماښام د رالېږدونې ترتیبات ونیسي. او همدارنگه کله چې ماسپښين هغه راوگر ځي د اې گروپونو د هرکلي لپاره به هم ترتیب ونیسي. له دې چې له انجينر عارف سره مې تېره ورځ لیدنه ونه کړه ما وانگېرله چې شمالي ټلواله تر اوسه هم په دې پرېکړه ټینگه ولاړه ده چې د اې گروپونه درې ته د راتگ په مهال بایدملكي جامې په غاړه ولري.

زه په مخابره باندې د ډگروال ملهولانډ دغبرگون څخه پوهېدم چې هغه به خپل کسان په یو یونیفارم کې رالیږي. دڅلویښتمې ورځې د مراسموپه ترسره كېدو سره نن ورځ دشمالي ټلوالې د کوم جگپوړي مشر لیدل ناشوني ښكارېدل. له دې امله چې د څلوېښتمې ورځې مراسم تر سره كېدل، نن ورځ دشمالي ټلوالې دکوم جگپوړي مشر سره زموږ لیدنه ناشوني ښكارېدله. ما نشو کولای چې دغه موضوع ورسره وڅېړم. او ډي اې به راشي یا په یونیفارم کې او یا د یونیفارم څخه پرته او بیا به وگورو چې څه پېښېږي. د موټرو د راتگ د اواز  له امله (ميوري)او د چورلکې څخه یې سامان راوړ ټول دروازې ته ورغلو ميوري خوښ ښكارېده او په ورین تندي یې موسکا کوله. له ما یې وپوښتل چې (گیري)فکر وکړ چې زه به له ځان سره څه لرم؟ما ورته وویل چې نور لس ملیون ډالر. هغه وویل چې نه د هغه څخه یوڅه بهتر دی خندا یې کوله او ویې ویل چې سل پاونډه سټار بکس (یو ډول کافي)کافي لرم. زه د دغه خبر له امله خوښ شوم خونه پوهېدم چې ولې قرارگاه د دې فکر کړی ؤچې سټار بکس کافي راولیږي. هغه وویل چې ایا تا ته په یاد نه دي چې د بیا اکمالاتو په خاطر مو لویه غوښتنه کړې وه، کریس پکې د سل پاونډه سټار بکس کافي او د انجیل کتاب غوښتنه کړې وه. موږ ټولو وخندل خو دا دى دلته راورسېدل. دوی هغه دوه دکافي چڼوونكي اوسپنیز چاینک هم چې کریس یې غوښتنه کړې وه، رالېږلي دى او هو انجیل یې هم رالیږلی دی. براډ دسټار بکس دکمپنۍ دوه لویې کڅوړې را واخیستې او هره یوه یې دیوه پاونډ ځمکنۍ کافي څخه ډکه وه. دپیکپ موټر په وروستۍ برخه کې دوه د اخیستنې کڅوړې موجودې وې. موږ ټول هلته په حیرانتیاسره ولاړؤ. د دېرشو دقیقوپه جریان کې موږ تازه اوگرمه کافي بیا وڅکله. موږ  جان محمد ته وروښودله چې څنگه دغه پخوانی ډوله کافي چڼوونكې څه ډول کارول کېږي اوباید څومره کافي پکې واچول شي. دورځې په جریان کې وروسته بیا هغه دوه نغري دکرسیون(یوډول تېل چې دسونگ موادو په ډول کارول کېږي. ژ)بخارۍ د پخلنځي دکړكۍ په باندینۍ برخه کې جوړې کړې وې او ځوان افغان يې د دغه لوښو دمسولینو په توگه ټاکلى و. داځای زموږدکافي دکان وگرځول شواو جان محمد له دې امله چې ځای یې ډېر پاک ساته زموږ له خوا ویاړ اخیستونكى شو. هغه هره ورځ یو لوښی دکافي څخه ډک او تیار درلود حتی د شپې د ډوډۍ څخه تر ډېره ناوخته پورې. دمورال ساتلو لپاره دغه ټیله فوق العاده وه او د سهار د کا في لومړی پیاله هغه څه ؤچې موږ ټول به ورته انتظار ؤ. زه نه پوهېدم چې کریس به کله هم هغه غوښتل شوی انجیل لوستی وي خود ترورېزم په وړاندې د ریاست د لوجستیک افسر دغه له فکره ډک عمل ؤ چې د انجیل په اخیستلواو ده ته په رالیږلوکې یې اضافه هڅه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *