دريمه برخه

ژامې ماتوونكى گروپ

۲۰۰۱ كال د سپټمبر۲۸-۲۶

ديارلسم څپركى 

په هغه ماښام چې موږ راورسېدو، محلي کسانو هغه خواړه چې زموږ د ټول سفر په بهير کې معیاري خوراک گڼل كېدل ، په دې كې وریجې او چرگ او يا هغه څه چې د چرگ په نوم په دره کې پلورل کېدل، راوړل.

موږپه غیر منظم ډول د کاري سيمې په غولي باندې د بالښتونو په دايره کې کېناستلو او د پتنوسونوڅخه مو خواړه په قاشوغو سره قابونو ته واچول. تازه پیاز، واړه بانجان او تازه شنه مرچ د یو څه اندازه هغه مسالې سره چې موږ له ځان سره راوړې وو، خواړه يو څه خوندور كړي وو.

اېم ار اي MRE (په پاکټو کې تیار جوړ شوي خواړه. ژباړن) او پاور بار(یو ډول چاکلیټ چې ډېر ویټامينونه لري. ژباړن) د خوړلو څخه چې موږ یې اټکل کړی ؤ، په امن کې وؤ. په لومړي ماښام له ډوډۍ خوړلووروسته ممتاز راغی او خبر يې راکړ چې د مسعود د څارگرې ادارې مشر انجنيېر عارف سروري به د شپې د اتو بجو په خوا او شا کې زموږ سره د لیدو لپاره کلا ته راشي.

د شمالي ټلوالې د جگپوړي چارواكې سره زموږ دغه لومړنی لیدنه وه نو په دې اساس زموږ لپاره په زړه پورې خبر ؤ، ځکه چې موږ غوښتل هر څومره په چټکۍ سره وکولای شو له شمالي ټلوالې سره په نېغه اړيکه ټینگه کړو.

زه له رېک سره وغږیدم، ددې لپاره چې عارف او د شمالي ټلوالې نورو جگپوړو چارواکو ته د رښتیني همکارۍ غږ او په عین وخت کې هغه خوښ کړو، باید په پرتليزډول زیاته اندازه ورته نقدې پیسې ولروڅو عارف ته یې ورکړو.

 موږ په500000 باندې سره هوکړه وکړه او زه او ریک وروستنۍ کوټې ته ولاړو چې پيسې په پاکټ کې بندې کړو، زه د مخکنۍ تجربې په اساس پوهېدم چې دهېڅ افغاني لوړپوړي چارواكي دا نه خوښېدل چې پيسې په نېغ ډول په خپل لاس واخلي، ما باید پيسې په کاغذ کې نغښتلې او يا مې په خلته کې د اسانه لېږدولو په خاطر اچولې وای.

 زه پوهېدم چې پيسې به د لېدنې په وخت د دوی لخوا ونه شمېرل شي، او زه پوهېدم چې عارف به د پیسو د ورکړې په مهال د غبر گون د نه ښودلو لپاره ډېر وگالي.

د سي ای اې په چوکاټ کې باید پيسې په اصلي حالت له صحيح شمېرلو وروسته وسپارل شي خو په دغسې اله گوله کې زه په پوره ډول خپلواکه وم څو پيسې په هر ډول چې اړتیا وي، خرڅ او تادیه کړم. خپله مې کولای شول چې څومره او چاته باید پيسې ورکړم او د دې لپاره مې له قرارگاه څخه تصدیق ته اړتیا نه درلوده.
دغه ډول پرېکړه له قانونه سرغړونه وه، خو دغه حالت نورمال حالت نه ؤاو په عین وخت کې زه پوهېدم چې د دغه پیسو د لگښت د څرنگوالي لپاره به په نږدې راتلونكې کې وپوښتل شم.

 ما له ځان سره دقیقاً ريكارډ ساته او عادت مې وگرځاوه څو پيسې حساب، ويې پیچم او د یوه (سي، ای، اې) افسر په شتون کې يې تسلیم کړم. په پنجشېر کې د څلوېښتو ورځو په بهير کې مې د پیسو زیاته برخه، پينځه ملیونه ډالر خپلو افغاني ملگرو ته د هغوی د اړتیا په خاطر ورکړه، ددغو پیسو ډېره کمه برخه زموږ د گروپ د اړینو موادو د لاسته راوړلو په خاطر وکارول شوه. دغه یوه زیاته اندازه پيسې وې خو که د هغه لاس ته راوړنو سره یې پرتله کړو لکه د طالبانو د نظامي ځواک ړنگېدل، د القاعده شبکې ماتېدل او په افغانستان کې د ترورېزم دپاره سرپنا له منځه وړلو په وړاندې، په ډېر ښه ډول خرڅ شوې وې.

 انجینیرعارف تقریبا د اته بجو په خواوشاکې راغی. وروسته له دې نه چې ممتاز د ورځې په پېښو باندې په لنډ ډول مالومات ورکړل، ما او ریک ورسره ولېدل. عارف په رښتیا هم انجینیر ؤ او د ده لپاره مناسب لقب هم و. په افغانستان او ایران کې څوک چې د پوهنتون څخه فارغ شي، همغه لقب د ځان دپاره خپلوي او عزت یې گڼي.

عارف د دېرش کلنۍ په وروستيو کې ؤ، نري تور ویښتان او لنډۍگیره یې درلوده، په دره کې زما د ماموریت په مهال هغه لوېديځ ډوله خاكي پتلون، پتلون ته ورته بنیان او نسواري رنگه واسکټ اغوست، زما، نه په یادېږي چې هغه د خولۍ یا د سر پټولو دپاره داسې څه چې د یو افغان دپاره غیرمعمولي دي په سر کړي وي. هغه یو اغېزمن نطاق، ځواكمن او متحرکه سړی ؤ، هغه پاړسي ژبى لوی شوی و، په پښتو ژبه په روانه توگه غږېده، هغه په روسي ژبه ډېر ښه پوهېده او انگلیسي یې هم بده نه وه، هغه غوښتل چې د غونډو په دوران کې په دري ژبه وغږېږي داچې زما دري د ده د انگليسي په اندازه وه، نوموږ ممتاز د ژباړن په توگه وکاروه، عارف سمدستي وپېژندم ځکه چې زه یو د هغو دوو سي ای اې افسرانو له ډلې څخه وم چې د قوماندان مسعود سره یې په پاریس کې په ۲۰۰۱ كال کې ليدلي و، ما هم عارف و پیژانده، ځکه چې هغه د مسعود د افغاني نننۍ ډلې (مسعود ته نږدې کسان. ژباړن) غړی و. زه او دى د هغې لیدنې وروسته بیا نه وو سره غږېدلي خو یو بل ته ورپېژندل شوي وو، ما عارف ته وویل چې ما له مسعود سره په کابل کې د ۱۹۹۶ كال د سپټمبر او دوهم ځل لپاره مې په تالقانو کې په د۱۹۹۷ کال په وروستیو کې ورسره لیدلي وو، ما ورته وويل چې ممتاز مسعود سره په کابل کې زما دليدنې پرمهال زموږ موټرچلونكى ؤ.

 ما بیا زما د ښه ملگري خلیلي د صحت پوښتنه وکړه ځکه چې هغه هم په هغه بمې چاودونه کې سخت ټپي شوی ؤ، چې مسعوديې د سپټمبر په ۹ له منځه یووړ. ما هغه ته وویل چې زما او د خلیلي ملگرتیا د ۱۹۸۸ كال څخه راپه دېخوا پیل شوه او نږدې دوستان و. عارف وویل چې خلیلي اوس ډېر ښه دی که څه هم چې د هغه لنگي سخت ټپي ؤ او د هغه لپاره په پښو گرځېدل به له ستونزو ډک وي.

داسې ښكارېدله چې د ده ښۍ سترگې نظیر هم له لاسه ورکړی ؤ، عارف پوهېده چې مسعود د ده ژوند ساتلای ؤ، له وژونكې پېښې لږ څه وړاندې مسعود د هغه پاسپورت د خلیلي د جاکټ په مخ جیب کې د زړه په سر ایښی ؤ، پاسپورټ په نهه دانو کوچنیو پرچو لگېدلی ؤ او هیڅ یوه یې هم له پاسپورټ څخه نه وه تېره شوې، ډاکټرانو ویلي ووچې که نوموړو هرې پرچې د خلیلي زړه وهلی وای، ښايي چې هغه یې وژلی وای.

 ما ورته وویل چې په تېرو کلونو کې خلیلې زما او د مسعود تر منځ د غونډو په جوړولو کې مهم رول درلود، د ۲۰۰۱ کال غونډه په پاریس کې غیر معمولي وه، ځکه چې مسعود به له افغانستان څخه ډېر کم ځل بهر ته سفر کاوه، په دغه سفر کې مسعود له پاریس څخه لیدنه وکړه او د پاریس د حکومت مېلمه ؤ، چې ترتیبات یې د فرانسې دکورنۍ امنیتي څانگې ياډي اې ټي لخوا نیول شوي وو.

مسعود لدغه وخت څخه په گټه اخيستنې د فرانسې او نورو اروپایي هېوداونو د مرستې غوښتنې په لټه کې شو، مسعود لدغه ليدنې وروسته د اروپایي اتحاد له پارلمان سره په سټراسبورگ، فرانس کې ولیدل څو له ده سره د طالبانو پر وړاندې د جگړې لپاره د مرستې غوښتنه وکړي، په همغه مياشت کې په باميانو کې دوه غټې له تیږو دجوړو شويو مجسمو په ویجاړتوب سره اروپايې ټولنه ډېره ولړزول شوه او مسعود اروپایي پارلمان څخه د مرستې هيله مندؤ.

خلیلي په هغه هوټل کې چې د مسعود چارواكي پاتې كېدل، زما لپاره د یوې کوټې ترتیبات نیولي و، کله چې ما لېست وکوت، زه د هوټل له کارکونكو سره د افغان مېلمنو په لېست کې شامل وم، زه د فرانسې څارگرې ډلو کورنی او بهرنی ډي جي اې اي دواړو په ښه توگه پېژندلم، په دغه سفر کې مې خپل اصلي نوم کاروه، زه به کله کله حیرانیدم چې د ډي اېس ټي د لېست د بيا کتلو پر مهال زما د نوم په لیدلو سره څه فکر کاوه، ښايي داسې یو څه به یې ویل، چې سي، ای، اې څنگه له دغه ليدنې څخه خبر درلود او څنکه د هغوی یو افسر د افغان مېلمنو په لیست کې ؤ؟ څنگه دغه امکان لرلای شي؟

له مسعود سره زما د اړيکو او د خليلي سره زما د شخصي ملگرتيا له امله عارف په ما باندې سمدستي باوري شو او دغه باور به دشمالي ټلوالې هغه لیډرانو ته چې له ماسره به یې په راتلونكې څو اونیو کې کار کاوه، وغږیږي، له عارف سره ملاقات ښه تېر شو، هغه غوښتل چې زموږ دماموریت په څرنگوالي باندې پوه شي، موږ به څو په افغانستان کې پاتې شو؟ د امريكې حکومت د افغانستان لپاره څه پلان درلود؟ ايا شمالي ټلوالې ته به مرسته ورسېږي؟ ما دده پوښتنو ته په دقیقه توگه غوږ نیولای ؤ، ما ورته وویل چې د امريكې حکومت د القاعده شبکې د ختمولو او په افغانستان کې د هغوی لپاره د سرپنا په پاى ته رسولو کې مطلق جدي دی، داپه سياسي اونظامي لحاظ د طالبانو دله منځه وړلوپه ماناوو، ما عارف ته وویل چې زه د امريكې حکومت د پلان تشریحات نه لرم خو باوري یم چې د امريكې ولس مشر د امريكې پوځ ته هدایت ورکړي چې د طالبانو او د هغو عرب مېلمنو په ضد خپل ټول وس، ځواک او توان وکاروي.

ما ورته وویل چې د امريكې متحده ایالات په دې پوهېږي چې شمالي ټلواله د طالبانو پر وړاندې ترټولو زیات مخالف اغېزناکه ځواک دی او د طالبانو او د عرب جنگیالو زیات نظامي ځواک له شمالي ټلوالې سره په لومړیو لیکو کې او په لوېديځ کې، چې د تخار دلومړۍکرښې په نوم یادېده، متمرکز ؤ. زما ماموریت دا ؤ چې د شمالي ټلوالې له لیډرانو سره نږدې اړیکې وساتم څو د شمالي ټلوالې هغه ځواکونه چې د امريكې له اردو سره په یو ځای د طالبانو پر وړاندې جنگېږي، همکاره وساتم او د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د پنجشېر د درې د امريكې د پوځ د ځانگړو عملیاتو د مرکز په توگه د کارولو لپاره ترتیبات ونیسم، زموږ گروپ به د ماموریت د سرته رسولو تر پایه پاتې كېدلای. شمالي ټلوالې ته بودیجه ورکول كېدله او لومړنی ورکړه په همغه ماښام تر سره كېدله چې موږ له عارف او د شمالي ټلوالې د گروپ له نوروغړو سره یو ځای کار کاوه، څو څرگنده کړو چې شمالي ټلوالې ځواکونه د راتلونكې جنگ ته د تیاري نیولو لپاره څه سامان او اسبابو ته اړتیا لري، هغه اړین سامان چې په سیمه کې موجود نه ؤ، د هوا له لارې به په دره کې وغورځول شي او همدارنگه په نورو هغو ځایونو کې چې مجاهدین له طالبالون سره مخامخ دي، هم وغورځول شي.

 ما ورته وویل چې زموږ یو بل مهم ماموریت به د شمالي ټلوالې د لمړیو کرښو څخه د جي پي اېس (هغه اله ده چې د جغرافیايې شمېرو په اساس موقیعت پېژندنه کوي. ژباړن) په واسطه په نښه کړو څو زموږ الوتکې د شمالي ټلوالې د ځواکونو او د موقیعتونو په ضد بمباري و نه کړي، موږ غوښتل هغه توکي پیداکړو چې وکولای شو د شمالي ټلوالې درانده اسباب لکه ټانکونه په نښه کړوڅو زموږ پیلوټانو ملگري ځواکونه وپېژندلای او په ډاډه زړه د دښمن پر ضد يرغل باندې متمرکز شي.

 موږ غوښتل چې له عارف سره گډ استخباراتي دفتر زموږ له گروپ سره یو ځای زموږ په کلا کې تاسیس کړو، ټول هغه څارگر مالومات چې شمالي ټلوالې به په راتلونکو څو ورځو کې راغونډول او که هغه استخباراتي مالومات چې له شمالي ټلوالې سره په لومړیو کرښو کې د دښمن فعالیتونو په باب یا له مستقیمې لیدنې څخه په لاس راتلل او یا د دښمن د مخابرو د پیغامونو څخه لاس ته راتلل، په دغه دفتر کې راغونډېدل او بیا به پرتله، تجزیه کېدل او د سي ای اې سره شریک كېدلی او په بدل کې به موږ له عارف سره له خپلو منابعو څخه اخيستل شوي مالومات شریک کول. د عارف لپاره دغه ښه خبر ؤاو ما لیده چې زما د خبرو په بهير کې د هغه په مخ کې هوسايې راغله.

 د ۱۹۸۰ کال ورسته کله چې د روسانو رول د جگړې په ډگر کې په څرگند ډول کم شو، هر یوازینی فکټور چې د جگړې په پای کې به یې په سختو شېبوکې د جگړې د نتیجې پرېكړه کوله، بلې لورې ته د قوماندانانو تسلیمېدل او د هغوی سره یوځای كېدل وؤ.

بې جراته شوي او بې زړه شوي او سرځوړنده قوماندانان به له مخالفې ډلې سره د خپلو تاوانونو د پوره کولو لپاره معاملو ته غاړې ایښودې.

طالبانو چې د پاکستان او د عرب سخت دریځه اسامه بن لادن لخوا مالي مرسته ترلاسه کوله، په ۱۹۹۴ کې د کندهار سويلي دښتې د پاکولو وروسته یې زیاتې کاميابۍ د پیسو په زور واخيستلې.

 د یوه گوند څخه بل گوند ته تښتېدل کومه د شرم خبره نه وه، مخالف گوند ته په وفادارۍ بدلېدل ډېر اسان كار و، په ناوړه او سخت حالت کې له گوند څخه تښتېدلوته په عمومي توگه د ښې پرېکړې فکر كېده.

 د مسعود په مړېنې او د طالبانو لومړۍ کرښې ته په پاکستان کې د مذهبي مدرسو څخه د داوطلبه شاگردانو د شمېر په زیاتېدو سره د شمالي ټلوالې لپاره هرڅه بې خونده او سپېره ښكارېدل.

 د شمالي ټلوالې مشران له بهرنۍنړۍ سره د سټلایت ټلویزیون په واسطه نښلېدلي و، او د سپټمبر ۱۱ مې وروسته یې د امريكې د لیډرانو ويناوې لیدلې.

 درې ته زموږ د راتگ خبرتیا دوی ته د مسعود له مړیني څخه وروسته د هیلې درلودلو لپاره لومړنی کلک دلیل ؤ، اوس موږ په دره کې وو او ما هغه څه چې دوی یې دقیقاً اورېدل غوښتل.

 یوه نقطه وه چې عارف یې ځوراوه، هغه دا چې ما ټینگار کاوه چې په شمال کې له ټولوهغو قوماندانانو سره چې د شمالي ټلوالې اړوند و او په اړونده سیمه کې یې په خپلواک ډول عملیات کول، موږ معاملې کوو. عارف په نېغ ډول وویل چې د قوماندانانو سره دغه نیغ په نېغه تماس به د ستونزو حل نه بلکې ستونزې به پیدا کړي ځگه چې دغه به د واک رسۍ گډوډه کړي، هغه ډاډه ؤ چې جنرال محمد فهیم چې د مسعود مړېنې وروسته دهغه ځای ناستی او د شمالي ټلوالې عمومي لیډر ؤ، غواړي چې د شمالي ټلوالې له قوماندانانو سره ټول تماسونه دده لخوا اداره شي.

ما ورته په ځواب کې وویل چې زه د فهیم مقام باندې پوهېږم ولې په راتلونكې جگړه کې د بریا لپاره د سي، ای، اې مسقیم تماس په ډگر باندې د هر او ټولو قوماندانانو سره چې غواړي د طالبانو په وړاندې لښکرې رامېدان ته کړي، اړين دی.

 سي ای اې مخکې له مخکې زیاتو مهمو قوماندانانو سره اړيکې ټینگې کړې وې لکه جنرال دوستم سره په مزار کې، اسماعیل خان سره په هرات کې، شیه قوماندان خلیلي سره په باميانو کې او همدارنگه موږ به له پښتنو قوماندانو سره چې په سويل کې وو، دې ته ورته اړيکو ټينگولو ته دوام ورکړو.

ما یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړه او ورته مې وویل چې امريكې  به د ۱۹۹۲ کال په ډول چې د مجاهدینو له كاميابۍ وروسته یې دوی ته شا کړه، ونكړي، دا ځل د امريكې دولت په دغه جگړه کې په اوږده مزل کې ده.

موږ غواړو چې په افغانستان کې حالاتو ته بدلون ورکړو، کله چې طالبان له منځه ولاړل او د اسامه بن لادن او د هغه عرب ترهگر له منځه ولاړشي، هېواد به د بیارغونې په لور روان، اقتصاد به بیا ځواکمن او په پای کې به هېواد ته سوله راشي، یو سوله يېز او په اقتصاد ولاړ دولت به دا ډاډه کړي چې دغه هېواد به هیڅکله بهرنیو تروریستانو ته د امن ځای په توگه ونه کارول شي.

 ددې تضمين کولو لپاره د امريكې حکومت ته پکارده چې د یوه صادق منځگړي په توگه له طالبانو وروسته په افغانستان کې رول ولوبوي، ددې هدف دلاس ته راوړلو لپاره موږ باید د هېواد له هرڅومره ډېرو لیډرانو سره اړیکې ټینگې کړو، ما په مودبانه او په ټینگه ورته وویل چې فهیم او د شمالي ټلوالې لیډران به د دوی له قوماندانو سره چې په شمال کې وو، خبر وي خو موږ به له دوی سره په نیغ ډول معاملې کوو، عارف په بې مېلۍ سره دغه حقیقت ومانه خو موضوع په راتلونکو اونیو کې زموږ د اړيكو لپاره بلا گرځېده.

له ژمنې سره سم مې عارف ته هغه کڅوړه چې ما پکې 500000 ډالر ایښي وو، وروسپارله. هغه کڅوړه واخیسته خو ویې نه کتله او ممتاز ته یې ورکړه. ما د پیسو مقدار ورته وښود او ورته مې وویل چې دا د شمالي ټلوالې لپاره لومړنی تادیه وه، ما ورته وویل چې زه هیله مند یم چې د عارف استخباراتي ادارې ته به د دغې لومړنۍ تادیې زیاته برخه د شمالي ټلوالې لخوا تصدیق شي.

ما عارف ته وویل چې زه غواړم د ده استخباراتي اداره وتوانېږي چې اغېزمنه دنده اجرا کړي او گډ استخباراتي دفتر باید زرترزره تیار شي، ما ورته وویل زه ډاډه یم چې جنرال فهیم به ددغه پیسو یوه اندازه پيسې د ځواکونو په اکمالولو ولگوي خو ما عارف ته وویل چې فهیم ته په ټینگار سره ووايي چې د ځانگړو نظامي مقاصدو لپاره زیاته اندازه نوري پيسې هم موجودي دي، عارف په خپلې جیبې کتابچه کې د پیسو مقدار ولیکه او ممتاز ته یې تكرار کړ، زه هم موسکۍ شوم، دا ښکاره وه چې عارف د پیسو لپاره زما غوندې دوه ځله احتیاط کاوه، هغه غوښتل چې ممتاز په دې توگه وتوانېږي چې د پیسو مقدار د فهیم او نورو لیډرانو د پوښتنې په ځواب کې تصدیق کړي، په دې سره دغه ليدنه پای ته ورسېده، لاسونه مو سره ورکړل او دراتلونكې ماښام لپاره موله عارف سره د لیدنې پلانونه جوړ کړل.

ممتاز د گډې استخباراتي ادارې په جوړولو کار پیل کاوه او کریس له هغه سره د مرستې لپاره وټاکل شو، عارف باید له فهیم سره د کابل د لومړیو کرښو او د شمالي ټلوالې د موقیعتونو دجي پي اېس د سروې لپاره د گروپ غړي ټاکلي وای، نوموړې دنده له خطره ډک ماموریت ؤ، ځکه چې د طالبانو لومړۍ کرښې دومره نږدې وې چې کولای یې شول زما افسر تر نېغ  اور لاندې راولي او موږ ټولو غو ښتل دغه کار چې هر څومره په احتیاط سره امکان ولري، تر سره شي.

زه او ریک دفتر ته راوگرځېدلو او د لیدنې په باب مې یادښت ولیکه، ریک له قراراگاه په خوندي کرښه باندې تلېفون وکړ څو له هانک سي سره وغږیږم.

 هانک سي تازه د افغانستان د ترورېزم ضد ماموریت یا سي ټي سي د ادارې کولو لپاره په دنده گومارل شوی ؤ.

 دورځې کار مو د شپې تر نیمایې پای ته ورساوه، ما ددغه کار د سرته رسولو له امله ښه احساس درلود خو جسماٌ مې هیڅ ډول ښه احساس نه کاوه(لېکوال دلته د ناروغتیا یادونه کوي. ژباړن) د ماسپښین سر درد لا نور هم پسې ورزیات شو او لاندینۍ کولمومې هم گواښوونکي اوازونه کول، زه خپلې کوټې ته چې دودانۍ په لاندې برخې کې وه، ولاړم. یوه بستره او یو محلې جوړ شوی بالښت زما د خوب ځای و، ما د زیات ځای په درلودلو سره ځان گناهگار ځکه نشو گڼلای چې ډېر ستړی او ناجوړه وم، او دا چې گوښۍ وم، ډېر خوښ وم.

خو زه په دې نه پوهېدم چې د تشناب یوازینۍ اسانتیا د پخلنځي تر شا د ودانۍ په هاخوا کې ډېره لیرې وه. دوه ساعته وروسته له خوبه راویښ شوم، او دا یې پيل ؤ. کولمې مې غړکه وې(پړسېدلې) او باید ځان مې سمدستي تشناب ته رسولای وای.

په سويلي اسیاکې مې زیاتو کلونو د تېرولو له امله د اسهال له یوناڅاپي یرغل سره پوره بلدتیا درلوده، ما د پتلون د تړلو لپاره هڅه وکړه خو ډېر ناوخت و، کوښښ مې وکړ خو کولمې مې په خپل سر د خلاصیدلو څخه بند نه کړای شوې. د تشناب کاغد له بنډل څخه مې د چټلۍ د پاکولو لپاره اوږد خولپوټی راپرې کړ خو ډېر کمه بریا مې ترلاسه کړله. زه په ویره او ډار کې وم، او پوهېدم چې د انگړ ها خوا تشناب ته په دغه حالت کې ځان نه شم رسولای، د لیټر په اندازه د اوبو پلاستیكې بوتل مې راواخیست او د جیبې چاقو په واسطه مې د بوتل خوله پرې کړه، د بوتل پریکړې خوله مې د کوناټیو لاندې ټینگه ورونیوله او ځان مې غلی کړ، په حیرانیتا سره نښه مې برابره وه، د گوتو په سر کښیناستم، تبجن او د بدن اوبه مې کمه وه، شرم او درد مې په ورته وخت کې احساسول، خپل ځان اود مځکې مخ مې ککړ کړل، ما په همغه شپه د ښه كېدو هیله نه درلوده او دا په افغانستان کې زما د ماموریت لپاره ښه پیل و!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *