دويم څپرکى
بل سهار غونډه په ارام سره تېره شوه. ما تر ټولو لومړى په خبرو پيل وکړ. د دي دپاره چې ميوري په اصولو پوه شوی وي، زه د گروپ مشر وم، او ريک مرستیال و.
زه او ريک به د گروپ د جوړښت او د تنظيم پرېکړې کوؤ. د سپټمبر ديارلسمه نېټه وه او موږ بايد د امريکې څخه په يووشتمه نېټه سفر پيل کړاى واى په دې اساس د سفر دپاره د تياري نيولو پوره شپږ ورځې مو لرلې. دغه شپږ ورځې دومره پوره وخت هم نه و خو بياهم کولاى مو شول چې کار پيل کړو او اووم منزل(لوړ پوړي چارواكي) په دې خوښ کړو. د ريک تماس د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقي) سره په دې بهتر و چې هغه هلته پخوا لوړپوړي چارواكې و او په دې پوهېده چې د ساډ فرقي توانايي څومره ده او په دقيقه توگه له چاسره په اړيكه كې شي. زه په دې تر هغه سهار نه وم خبر چې ريک ددوو مياشتو نه زياتې مودې دپاره د ژبو زده کړو کورس نيولای و اوهغه هم د ملک څخه بهر د دندو لپاره.
د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقه كې د ريک د ددندي په و خت هغه د ځانگړو عملياتو په څانگه كې ډېر ملگري درلودل او هغه ددغه ملگرتيا څخه په گټې اخيستلو سره په دې ډاډه شوی و چې د اړتیا په وخت كې د هغه قطعاتو سره چې په افغانستان كې ښايي کاروکړو، د مرستي غوښتنه وکړو.
دريک دغه نظر مې چې بايد دامريكې د پوځ د ځانگړو عملياتو څخه يو نماينده خپل گروپ ته د يو غړي په توگه راوبالو، ومانه.
ميوري د لوجيستيک مسوليت په غاړه درلود.
وسلې لکه توپانچې، توپک او مهمات، او د سفر دپاره تيار جوړ شوي خواړه، داوبو د تصفيه کولو توكي، د سفر دپاره کوچنی لاپ ټاپ کمپوټراو دهغه دپاره نور تجهيزات او داسې نور موادو ته مو اړتیا درلوده.
موږ په قرارگاه د يو کوچني لنډ مهاله دفتر ته هم اړتیا درلود څومو د خپل گروپ دلېږلودپاره نېغه اړيكه درلودلاى واى.
ريک دپاپي سره تماس نيولای و، ريک له پاپي سره چې د اړیکو افسر ؤ، په بوسنيا كې کار کړاى و.
پاپي ډېر تکړه ساحوي ارتباتي افسر(1) و او اوسني دنده يې دلته په قرارگاه كې وه، ريک تېر ماښام له پاپي څخه غوښتنه وکړه.
پاپي پرته د کوچني ساه بندي څخه ومنله او اووم منزل(لوړپوړي چارواکو دفتر) هم په دې اړه کومه ستونزه نه درلود. د پاپي په رسېدو سره به ډله نوره د ارتباتي ستونزو څخه په امن كې وي.
ريک وويل چې د ډاکټر څخه بايد غوښتنه وشي څو زموږ سره په گروپ كې د ساحوي ډاکټر په توگه کار وکړي، ما هم پرته له کوم نظر هوکړه وکړه، ځکه چې ډاکټر زما د لاس لاندې په ریاض کې د مېوري سره په یوځای کار کړی و او هغه د ځانگړو ځواکونو سره پخوانۍ پوځي ډاکټر ؤ، په ويتنام او نورو خطرناکه ځايونو کې یي ښه کاري تجربه درلوده. د تقاوت وروسته هغه د سي اى اې د طبې خدماتو له څانگي سره يو ځاي شو. ډاکټر تر ټولو ننگونكې او په خطرناکو چاپېريالو كې کار کړی دى، سربېره پردې يې بيا هم وخت پيداکړى څو د مرستياله ډاکټر بری ليک ترلاسه کړي، او څو ډېر ښه نظامي تاريخ کتابونه يې ليکلي دي.
زه او ريک په دې پوهېدلو چې د ډاکټر څخه غوښتنه وشي هغه به بې له کوم فکر څخه دغه دنده ومني، سره لدي چې یوازې څو مياشتي وړاندي د ترورېزم د مبارزي د مرکز لخوا د امريكې څخه بهر هم په دنده گومارل شوی و.
ريک تېره شپه خبر ترلاسه کړ چې ډاکټر په گانډر، نيو فاونډلر کې بند پاتې ؤ. هغه د نړيواله الوتکو د هغه مساپرينو له ډلې څخه ؤ چې د سپټمبر د پېښې وروسته اروپا ته گرځول شوې وې. هغه د خپلې دندې څخه کورته راروان و. دغه پېښي هغه بحث چې ډاکټر له کوم ځایه د گروپ سره یو ځای شي، منځ ته راوړ.
د الوتکو هغه ټاکلي امکانات چې موږهلته لرل، ددي سبب گرځېده چې د ډاکټر يو ځای كېدل ښايي ځو ورځي ونيسي.
د ځانگړوفعاليتونو فرقي ريک ته خبر ورکړ چې يو روسي جوړ چورلکه چې اوس مهال په مرکزي اسيا کې زموږ انتظار دی، به افغانستان ته زموږ د لېږلو اصلي وسېله وي. ددي لپاره چې چورلکه په نسبتا هوسا ځای كې لاسته راوړو، هڅې رواني وي. موږ د خپل خونديتوب لپاره چورلکه او توكي ازميلې، معاينه اود شمالي ټلوالې له نماینده سره مو وروستنۍ دقیقې اړيکه ټينگه وای څو زموږ د چورلکې هوایي کرښه او د سفر ترتیبات د خپلو افغان کوربه گانو او سیمه ایزه مهمو حکومتونو لخوا تصديق شوي وای.
د اوزبکستان تاشکند او يا د تاجکستان، دوشنبه تر ټولو احتمالي ځايونه و چې موږ به دهغه څخه د افغان خاوري ته ننوتلو.
ريک وويل چې ډاکټر بايد تاشکند ته ولاړ شي او هلته له گروپ سره يو ځای شي. تاشکند تر ټولو منطقي انتخاب ښکارېده ځکه چې د امريكې دولت ورسره نسبتا ښي اړيكې دردلودي، او ددي اړيکو پراختيا د ازبک حکومت د اندېښني سبب گرځېده. که چېري تاشکند زموږ وروستني هډه نه واى انتخاب، بيا به هم د ډاکټر په تاشکند كې د گروپ سره يو ځاى كېدل نسبتا اسان و. ډاکټر زموږ په ډله كې دوهم زوړ(د عمر په لحاظ. ژباړن) سړى و. زه نهه پنځوس او ډاکټر اووه پنځوس کلن و.
کريس د اوپراسيون د افسر په توگه زما په نظر كې و. کريس که په ساده توگه ووايم ترټولو بهترين اوپراتیفي افسر و او ما سره يې ډېر وخت کار کړاۍ و.
په ٢٠٠١ كې يې د طالبانو او د ترورېزم په نښه کولو له دفتر سره په پاکستان كې خپله څلورکلنه موده سر ته ورسوله. هغه د سيمي او منطقي سره بلدتيا درلودله. هغه افغانان پېژندل او په روانه توگه يې په پاړسي ژبه خبرې کولې. (هغه ژبه چې د افغانستان په شمال کې محلي خلک ورباندي غږېږي. لیکوال) او د پاکستان په زياتو ځايو كې پلی گرځېدلى و.
گرو پ سره يو ځای كېدل به دده يوه قرباني په دې وي چى دی لا له وړاندې د خپلې کورنۍ څخه د يو کال دپاره جلا وتني کړې وه. په پای کې رېک د گروپ د اووم کس لپاره سټان راوپیژاند.
سټان د ځانگړو فعاليتونو يواځنى انتخاب و. هغه د سمندري ځواک پخواني غړۍ او د لویو عملياتو او د سي اى اې د اوپراسيون د څانگي څخه په پوره ډول روزل شواى و. د گروپ سره د سټان یوځای كېدلو له امله به زموږ څارگره برخه نوره هم ځواکمنه شي. زموږ گروپ يواځي د ساډ(ځانکړوفعاليتونو فرقه) نماينده په يو ځای كېدو سره د سفر دپاره تيار و.
يو وروستنی شى پاتي و، او هغه دگروپ دپاره مناسب نوم و.
زه په دې نظر وم چې گروپ به د شمالي افغانستان د ارتباتي گروپ؛ یا(NALT)(1) نوم ورکړو او دغه نوم د شمال ختیځه فرقې لخوا شمالي افغانستان ته د پخوانیو لیږل شویو گروپونو ته ورکړل شوی و.
که څه هم زموږ د گروپ دپاره په شفري نوم جابريکر يا ژامي ماتوونكې وي دا يو کوچني خو په سمبولي توگه مهم امتياز و.
هغه مرغی يا چورلکه چې په هغې باندې به موږ په افغانستان كې عمليات کول د شمال ختیځې فرقي امانت و خو د ترورېزم ضد مرکز د هغه ستونزې لپاره چې موږ افغانستان ته سفر کاوه، خپل گاڼه. په تېرو وختو كې چې کوم گروپونه افغانستان ته لېږل شوي و، د شمال ختیځې فرقي او د ترورېزم په وړاندې مرکز لخوا د نظر بېلوالۍ موجود و خو ما غوښتل چې د فرقې دننه غه کورنی سيالۍ په ټيټه اندازه كې وساتل شي.
پاپي په هغه سهار ناوخته راغى او ما او ريک په پرمختگ او د گروپ په حالت پوه کړ. پاپي د اړیکو نیولو موادو په لست جوړولو بوخت شو. او ويې ويل چې هغه به تر ماسپښين پوري زيات کار خلاص کړي ما ورته وویل چې د ستونزې سره د مخ كېدلو په مهال له ماسره سمدستي اړیکه ونیسي او که زه یې په حل کولو ونه توانیدم نو زه به له کوفر بلاک سره د خنډونو د له منځه وړلو لپاره اړیکه ونیسم.
ما هم د وخت په تېرېدو سره پاپي خوښېده. پاپي خپل ځان ته لوړ فکر نه کاوه او په کار کې هومره وړتیا درلودله چې نور ترې اغېزمن كېدل.
سټان هم ناوخت راغى هغه هم لېوالتيا درلوده. هغه د ظاهري بڼي څخه ډېر ځوان ښکارېده او تقريبا د څلويښت يا د هغه څخه کم عمر ښكارېده.
هغه وړين زوړ شوي ته ورته جاکټ درلود، د څرمنې لستوڼې لرونکې بنین یې په ځان و، هغه وويل چې په روسي ژبه په روان ډول خبري کولاى شي. ما فکر کاوه چې د نشته څخه بهتردى او په پنجشېر دره كې به په گټه تمام نه شي خو ما غلط فکر کړى و.
رېک د غرمي وروسته د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقي د لوجستيک د مسول سره يو ځای راغى. د ساډ د لوجيستيک مسول موږ ته ډاډ راکړ چې ددوی يود کانفرانس کوټه به زموږ د گروپ دپاره خالي كېږي او په دې ترتيب موږ کولاى شول چې لنډمهاله کارځای او په څنگ كې خوندي برښنایي اړیکه هم ولرو.
په شپاړسم سپټمبر باندې دغه کوټه د ژامې ماتوونكي گروپ جايداد وگرځېده. ريک په هغه ماسپښين معجزې ته ورته کار وکړ. هغه د کوفر بلاک مېرمن زموږ د موقتي د دفتر د منیجرې په توگه په داسې وخت کې چې موږ د سفرلپاره تیاري نیوله، وټاکله.
مېرمن بلاک ډېره اغېزمنه، زحمت کښه او د خپلې دندې توان لرونكې وه.
د ترورېزم په وړاندې دمرکز له مشر سره د هغې پټ خو ډېر نږدې اړيكې هغه مخالفت چې د نورو سره د مرستې د غوښتنې په وخت كې لرلاى، له منځه يووړ. ميوري د سي ټي سي (ترورېزم ضد مرکز) له ريس سره د گروپ د غړو دپاره د ساحې دپاره د جامو غوښتنه وکړه. ميوري وويل چې هر غړی د کالو د رانیولو لپاره د ١٢٠٠ ډالرو پورې لگښت کولاى شي.
په پای كې موږ په دې هوکړه وکړه چې کريس او ډاکټر دپاره جامې او نور اړين توكي واخلو او ماموريت ته د تگ په وخت كې یې له ځان سره ولیږدوؤ. که څه هم موږ ددوی دپاره ددوى او د ساحي سره سم رنگونه نه ؤ اخيستي، خو نسبتا ښه مو مجهزکړل.
د بهر دپاره د سامان خوښول څومره چې ساده ښکاري هومره ساده نه دي. موږ په دې نه پوهېدو چې زموږ د ژوند حالات به څنگه وي؟ د ميلې په ډول په څپرو كې به وي او که د خامو خاورو څخه جوړشوي کوټو كې به وي؟ ايا محلي خواړه به موجود وي او صحي اوبه به موجودې وي؟ او په دې ترتيب له څه ډول هوا سره به موږ مخامخ و. موږ په دې پوهېدو چې د پنجشېر په دره كې هوا گرمه نده او د مياشتو په دوران كې باران هم نه و شواى. موږپه دې هم پوهېدو چې واوره هلته د اکټوبر مياشتي د نيمايي څخه پیل كېږي. د غرونو په سر خو تردي لا وړاندي هم واوره پيل كېږي. ايا په دره كې به د واوري سره مبارزي ته اړ شو؟ او ايا د ژمي بارانونه به هم وي؟ ځکه چې موږ ټولو د چورلکو په ذريعه افغانستان ته سفر کاوه، د سامان وړلو لپاره به محدود ځای ولرو. اضاف تیل، جنراټورونه، وسله، د اړیکو توكو د وړل به زموږ شخصي سامان کم وړلو ته اړ کړي.
نوددې دپاره د جامو گډ انتخاب، مناسب بوټان، د خوراک لپاره لوښي، د اوبو د تصفیه کولو توكي، اړین تخنیكې سامان لکه چاقوگان او قطب نامو وړل مهم وو.
هغه وخت كې که چېرې اړ شو، چې د وروستۍ هډې څخه د نوموړي سامان څخه يوازې نيمايي برخې په وړلو وتوانېږو، نو بايد څه وکړو؟
څنگه به دا ټول سامان وویشو؟ دلته کوچني غلطي به په هغه سر کې ډېرې ناوړه پايلې ولري، ما او ميوري په همغه شپه دواړو په نوموړې مغازه كې درې ساعته تېر کړل څو دا ټول سامان واخلو، د سودا په پاى كې زه اوميوري دواړه مشهور مشتريان ونومول شوو.
(1) ارتباطي افسر څخه يې منظور د اړيكو نيولو ماهر دى چې د تخنيكي سامان الاتو سره بلدتيا ولري.ژباړن
(1) (NALT) يانې د شمالي ټلوالې لپاره د سي اى اې ارتباتي ځانگړى گروپ. ژباړن