الفا گروپ او د مزار شريف په سويل کې جگړه

څلوردېرشم څپركى 

د 2001 زېږديز کال د اکټوبر د مياشتې درويشتمه نېټه وه، آر جې خپل دروبین متمرکز کړ او مخې ته پراته اواره سیمه یې په ځیرځیر وکتله. هغه دغونډی سرته نږدې راوتلي پرښې چې داوارې سطحې څخه تقریباً پنځوس یا شپیته فوټه لوړې وې، تكېه کړې وه. روسي جوړدوربین چې په تاشکند کې یې دلسوڅخه په لږوډالرواخیستلی ؤ، په حیرانتیا سره ښه كېفیت لرونكې ؤ، د عرضي تفصیل(کاڼې، لوټې، لوړې اوټیټې. ژ)اوهغه ځواکونه چې په اواره کې ځای په ځای شوي اودندې ته لیږل شوي ؤ. په اسانه سره واضح ښكارېدل. دوستم تقریبا درې سوه پلي ځواکونه چې زیات یې سیمه ایزه ملیشه قواوې وې چې دتېرو څلورو یاپينځو ورځوپه بهير کې یې تیارې کړې وې، تقریبا دوه سوه گزه اوارې سیمې ته چېرې چې د وچې شوي سطحې پولې سیمه کې څلورضلعی شکل غوره کاوه، وخوځول. دغه ځواکونه به په راتلونكې کې برخه واخلي خو د اوس دپاره هغوی دطالبانوممکنه بريد په وړاندې چې تقریبا په سیمه کې لدوی څخه اته سوه گزه لیرې ؤ، دخوندي ساتونكو په توگه له هغوی دفاع کوي. دوستم دطالبانوله خوادهغوی په وړاندې دبريد وېره نه درلوده خوداچې طالبان به څه وکړي، چا نه شوه ارزولى. د دوستم ځواکونوطالبان دتېروڅوورځوپه بهير کې په تدریجي ډول وټکول، اودطالبانوسترځواک یې دشمال اودمزارشریف په خوا وځغلول. آر جې وویل دطالبانوکرښوته په سیمه کې بیا په ځیرځیرسره وکتل.

 طالبانودمځکې دژورولولپاره زیات وخت نه درلودخوهغه نقطې چې دوی ټاکلې وې، ښه وې. او د دوی شاته لوړ ډگربه د دوی زيډ اېس يو-23 (یوډول د الوتکې ضد توپ چې دپلي هدف په ضدهم کارېدلای شي. ژ)توپ په واسطه دډزولپاره ښه ساحه وه. دوی لږ تر لږه دوه دانې زيډ اېس يو-23 ډوله الوتکې ضدتوپونه اوټي 55T- ډوله دشورویانودوخت ټانکونه درلودل. جگړن اکرم چې د دوستم ددرستیز یا ارکان حرب دافسرانوله ډلې څخه ؤ، اوس دالفاگروپ سره دارتباتي افسر په توگه په دنده گومارل شوی ؤ. د زروطالبانوچې په هغه ځاى کې په انتظا رؤ، تخمين کړو. دوی د دفاع اوخنډ لوی ځواک ؤ چې دطالبانودځواک اصلي زور ته یې اجازه ورکوله چې دمزار سره نږدې کلک دفاعي موقیعتونه جوړکړي. دالفا گروپ څوورځې وړاندې په منځ نیم شوی ؤچې نیمه برخه یې قومندان عطا چې په دغه سیمه کې تاجک رهبر ؤ او آر جې او دگروپ دریوغړیو د دوستم اودهغه دازبک جنگیالو سره پاتې شول. تېرې درې ورځې په زړه پورې وې. دوستم مزارشریف ته دسويل له خوا ځان نږدې کاوه اوعطا دختیځ له لورې ځان ورنږدې کاوه. كاميابی هم په زړه پورې وې ازبک ډېرکوچنیوسرتېروله دي چې په ډېرجرات اوزړه ورتوب جگړه کوله اوپه ښکاره ډول دخپل ژوندونونولپاره یې ډېره لږه پاملرنه لرله. آر جې احترام ځان ته قابل کړ. ددوستم دجگړې ستراتیژي ډېره ساده وه. چېرې چې دښمن پیداکړي، په ټول زور سره یې په سر وواهه اووروسته پاتې به یې شیطان پسې وړي. باب چې دځانگړوفعالیتونودفرقې یا ساډ پخوانی افسر ؤاود گروپ دجلا كېدو وروسته یې د آر جې  د معاون په توگه کارکاوه، د آر جې څنگ ته پرښې ته تكيه وکړه او ویې ویل. آر جې ستا په فکر به پلان څه وي؟

آر جې خپل سر وروگرځاوه او ویې ویل: زه فکر کوم چې دوستم به خپل سپاره سرتېري دطالبانودکرښوپه وړاندې مخامخ ورولیږي اودښمن به دموقیعتونوپه منځ کې په خرپ سره له مځکې سره ونښلوي. په اواوره سیمه کې پلي پوځ به په اسانوسپرو سرتېرو وروسته په داسې حال کې چې ددښمن په ښي اوچپ خواوې د ډزو لاندې ونیسي، وخوځوي اودوستم توپچي به هڅه وکړي څوددښمن زيډ اېس يو-23 د الوتکې ضد توپ په نښه کړي. باب هم اوارو سیموته په ځیرسره وکتل او ویې ویل چې هو:داښه گمان دی، او دا ځکه چې دتېرو دریو ورځودجگړې په بهير کې دوستم دقیقاً همدغه ډول بريد وکړ. زما په نظرجنرال هغه نظریه ( چې هر حرکت یو ځل کار وکړي، هغه لاره وڅاره) کاروي آر جې خپل سر  وښوراوه او د اوراې سیمې په لنډو د طالبانو د موقیعتونو په لورې یې ور وکتل. ارمان چې د او  ډي اې گروپ هم زموږ سره وای او د سي اې اېس غوښتنه یې کړې وای. د لایزر ټاکوونكي په واسطه موږ کولای شول چې دطالبانوپه کرښوکې موسترغارونه جوړکړي وای. هیله لرم چې د ټاسک فورس ډاگر هوايي قرارگاه هغه پلان چې دهغې له مخې باید د او ډي اې یو گروپ نن شپه نناباسي، عملی کړي.

د دوی په تر شا خوځېدنه پیل شوه او دوی دواړو د فرانک (د گروپ بل غړى) په لورې وروکتل. فرانک خپل چپ لوري ته وکتل او له ځان سره يې وویل: دا دی جگړن اکرم هم راغی. زما په باور د گډا د پیل وخت رارسېدلا دی. اکرم په هغه وقار سره لکه څوک چې د اس په شا را لوی شوی وي، په اس سپارلي کوله. هغه د اس جلو را کش کړ او په کراره او اسانه اشاره یې اس ودراوه او له اس څخه ښکته شو.

هغه د پينځه دېرش کلنۍ په عمر و او لس نيم فوټه قد، ډنگر او سپین پوستكې یې درلود. د هغه دغه ډول څیره د تاجکي مور او ازبک پلار پایله وه. هغه د دوستم د همېشني پوځ یونیفارم تیاره شین خاكي پتلون، د ساحې جاکټ او تور بوټونه په پښو وو. سلا م ښاغلیو: هغه له ارجې او باب سره په بیړه لاس ورکړ او فرانک ته یې سر د سلام په توگه وښوراوه. هغه لاسي ساعت ته ورکتل ويې ویل: موږ په راتلونکو لسو دقیقو کې برید پیل کوو، لومړی به ټانکونه او توپونه ډزې پیل کړي څو د شیطانانو سرونه ورټیټ کړي ورپسې به موږ د درنو ماشین گڼو ډزې پیل کړو. هغه د شمال خوات د دښمن په لورې ټیټو غونډیو په لورې اشاره وکړه. جنرال هلته د 14.5 مل متري څو ماشین گڼې ځای په ځای کړيدي او هغه به د دښمن په ښي اړخ ډزې پیل کړي، ورپسې به په لاندینی برخه کې پلی پوځ د دښمن په چپ لورې برید وکړي او په اس سپاره سرتېري به د دښمن د کرښو په منځنی برخه ورودانگي. ارجې او باب یو بل ته وکتل او اکرم ته یې موسکا وکړه. اکرم د اس په لورې ورغی او ویې ویل: راځی تاسې ته جنرال بلنه درکوي چې د هغه سره د جگړې د پیل کوونکو په توگه بدرگه وکړی.

 اکرم خپل ځان سمبال او ترهغې چې ارجې او باب په خپلو اسونو سپاره شول، انتظار وکړ. ارجې د اس ښه سپارلي کوله ځکه چې هغه د ۱۸-۱۹ کلنی پر مهال د مونټانو په شنو ورشو کې اس ځغلونه کړې وه، حتی ارجې هم د ازبکې کوچنیو رکابونو څخه نا ارام و، هغه په رکاب کې يوازې د بوټ څوکه ځایولای شوله. یو ځل هغوی هڅه وکړه څو ځانونه په نری څرمنې پوښل شوي لرگینو ځینونو باندې ځانونه عادت کړي خو په کوچنیو او شخو سیټونو باندې د شا برابرول ورته د دردونو ډکه تجربه وه.

 کله چې دوی د جگړن په تعقیب په اس سپارلي کوله، ارجې د ترورېزم په وړاندې د مرکز لوجستكې څانگې څخه غوښتل شوي لویدیځ ډوله د ځینونو د پیرودلو او په راتلونكې اکملاتي غورځونه کې د رالیږلو لپاره له ځان سره خاموشه دعا وویله! جنرال دوستم د خپلو جگپوړو افسرانو په منځ کې ولاړ و. هغه غټ خو کلک جوړت یې درلود، ميانه قد، نصواري خاكې پتلون، تور بوټونه او د وړیو څخه جوړ شوی دروند تور رنگه جاکټ چې نظامي ډوله لیکې یې درلودلې، په ځان کړی و. هغه لنگې ته ورته اسماني رنگه شی چې یوه ټوټه ترې ښکته ځوړند وه ، څو د دسمال په توگه ترې کار واخيستل شي، په سر و.

 د سرتېرو وریځې او برېت تک تور وو. هغه په ځواکمنتیا او ډاډه توب سره چې ځان ته یې احترام اړاوه، حرکت کاوه. هغه د امريكايانو هغه ستونزې ته چې د اس سره یې د ښکته كېدلو پر مهال درلود، موسكى شو. هغه خپل لاس ارجې او د هغه کسانو ته وروغزاوه او په دري ژبه یې وویل: پخیر راغلی دوستانو: سره له دې چې ارجې په دري ژبه ښه مهارت درلود، اکرم د گروپ د نورو غړو لپاره ژباړه کوله. موږ د څو دقیقو په بهیر کې جگړه پیلوو، دوستم د جگړی ډ‌گر په لورې اشاره وکړه.

طالبانو په سیمه کې د ځانونو لپاره د ژورو ځایونو د كېندلو وخت ندی لرلی او دا زموږ دپاره گټه ده، د تېرو دریو ورځو پر مهال په جگړه کې مو د هرې ورځې په بهیر کې هغوی ته ماتې وراړولې ده، دا هم زموږ دپاره گټه ده خو هغه عرضي چې دوی انتخاب کړيده، د هغوی لپاره گټوره تماميږي او په دغه اواره سیمه کې هغوی ته درسېدلو لپاره موږ ته اوږده سپارلي مخې ته پرته ده.  هغه خبرې ودرولې او سيمې ته یې وکتل. که چېرې موږ د توپونو او د ټانکونو لپاره پوره مهمات درلودلای موږ به په هغوی درنه بمباري کړې وای او د هغوی د کمزورتیا لامل به گرځېدلی وای. ځکه چې دوی دتوپ له درانه او دوامدارې بمبارۍ سره عادت نه دي له دې غوره خو به دا وي چې هغه امريكايي الوتکې چې تاسې یې ژمنه کړې وه. دهغوى دموقیعتونوپه وړاندې زموږدخوځښت څخه بمباري کړې وای. هغه خپل لاس اوچت کړڅود آر جې لخوا ځواب مخه ونیسي او ویې ویل:نه ملگریه:زه شکایت نه کوم کارونه به ټول دالله دغوښتنې سره سم راشي نوموږچې څه لرو دهغې سره به معامله کوو. نن به مرگ ژوبله درنه وي خوکولا ی شوچې دښمن دسیمې څخه پاک کړو. دوستم خپلوافسرانوته مخ ورواړوه اوویې ویل:ډگروال نظام الدین لطفاً دتوپ اورته اشاره وکړه. بیا مې گروپ ته مخ ورواړوه. راځی چې اسان تیار کړواوپه مخ لورې وخوځیږواوبريد دپیل كېدلو سره سمه تماشه کړو. آر جې اس ته وروخوت اوځان یې ځین باندې برابرکړ. خپل سامان ته یې په بیړه وروکتل دهغه کلاشینکوف چې اوسپنیزه ماتېدونكى کنداغ یې درلود دهغه په چپ لورې له غاړې راځوړند ؤ.يو اېم  m9  اتومات توپانچه یې په ښي ورون باندې تړلې وه. د مهماتو بند چې دکلک پراشوټي ترپل څخه جوړشوی ؤ، او د کلاشینکوف مرمېوڅلورشاجورې پکې وې، په سینه تړلی ؤ. هغه دمرمېوضد زغره په ځان نه درلوده اوچترالي له وړیوجوړه خولۍ(پاکول. ژ)یې په سروه. يوازې دهغه اسماني رنگه جین پتلون او اېل اېل ډوله بوټانو د ده چاپېره افغاني جنگیا لیو څخه هغه بېلوه. آر جې، باب اوفرانک چې دواړو ده ته ورته (مجهز وو)هغه ته ورته لباس درلود مخ ورواړوه او ویې ویل انډیوالانوتاسې تیاريى؟فرانک خپل سر وښوروه. هو په اسونوسپرو پوځ کې، دا دی یوه بله ورځ! جگړن اکرم دکتار مشرتوب پیل او دوی هم د دوستم اودهغه دافسرانو په لورې چې دجگړې د ډگر په لورې خوځېدل، تعقیب کړ. اېم30 ډوله درانه توپ د ډز زورور غږ مځکه ولړزوله. اودڅوثانیو په ځنډ سره بله مرمۍ هم وړاندې په هدف باندې د لگېدلو له امله وچودېدله. آر جې ولیدل چې دلمبو، خاورو، لوگيو غوټه راپورته او هر ډوله ټوټې دقیقاً د طالبانو د کرښو دمينځ په سر اسمان لورې ته والوتې. جگړه پیل شوه. د دوستم دټولوکرښوله خوا ډزې پیل شوې.14.5 ملي متره ماشین گڼو د دښمن په چپ لورې دگولیوباران پیل کړ. اېم-30ډوله توپونو(دوستم څلوردانې درلودل. لیکوال)درنې بمبارۍ ته چې ډېره دقیقه وه، دوام ورکړ. درانه روسي جوړ هوانونو غړمبهار پیل او د غونډۍ هاخوا ډډه یې په نښه کړله. آر جې گولۍ په داسې حال کې چې هدف یې په نښه کاوه، غاشه کړله اوله دقت څخه یې متاثره ؤ. مرمۍ که څه هم چې دجسامت په لحاظ ډېرې ځواکمنې نه وې، خودقیقاً په نښه غورځېدلې. دغه وسلې د دوستم د ډېروخوښواو په تجروبوکې پوخ شوي د روسانو له خوا روزل شوي ملېشه ځواکونه چې دجهاد په لومړیوکلونوکې یې په شمالي افغانستان کې وېره اچولې وه اوزیات رسوا اوپه بد نوم مشهورؤ، کاروله. په اسونو سپاره دوه ډلې دغونډۍ دشا څخه راوخوځیدلې اوپه چټكې سره یوتربله څنگ په څنگ چې د ټولومخونه د دښمن په لورې وو، کتارجوړکړ، دغه ډول جوړښت دبريد لپاره یواصلي او تازه جوړښت ؤ. آر جې د سرتېروپه منظم اودیسپلین سره خوځښت له امله اغېزمن اولېواله ؤ. دسرتېروسل کسیزه ډله دڅوثانیوځنډ څخه وروسته دطالبانودکرښوپه وړاندې په کراره ډول سره وروخوځېدله. دوهمې سل کسیزې ډلې لومړی ډلې ته ورته په احتیاط اومنظمه توگه حرکت وکړ. آر جې پوهېده چې دبريد لپاره دغه ډول کلاسیک ډول ددې لپاره چې ځای په ځای شوي دشمن باندې لویه راغونډه شوي لړزه وارده کړي سره له دې هغه پوهېده چې ددغه اعیزې ترلاسه کول نا ممکن ؤځکه چې هر سرتېری به ددښمن په لورې دسپارلی په مهال مختلف غبرگون ښوده. ځینوزړه ورویا بې ځایه زړه وروبه ددوی اسونه په پوره سرعت کې په دښمن ورځغلول اوځینونوروبه هڅه کوله څودوروستی زورسره یوځای پاتې شي. حیواناتوبه هم شور، حیرانتیا، دود او دوړو، غبرگون ښوده. ځینې به دبريد لپاره وړاندې تلل او نورو به هڅه کوله چې دگولیودلگېدلوځای څخه ځانونه وژغوري. دیوه اوږده واټن څخه وروسته به په اسونوسپور پوځ سره تیت و فریق(خپور)شواو د دښمن دموقیعتونوپه ضدبه دبريد لړزه کمه شوله نوځکه دوستم بريد په هغه ډول چې تیاره شوى وه، پلان کوله. شپږسوه کسیزه ډله به دسلوکسانوپه لیکه کې بريد ته برابرېدل او په لومړۍ څپه به یې دهدف په مرکز باندې وردانگي، دوهمه ډله به دلومړۍ ډلې څخه یوڅه چپې خواته وردانگي څو د بريد اغېزه زیاته اولړزه یې بهر لورې ته تقسیم کړي. دریمه ډله به دوو ډلوڅخه ښۍ خوا او د لومړۍ ډلې له څنگه تېرېدله. اوراتلونکودریوډلوبه په خپل نوښت سره دغه پروسه تکراروله. په دې ډول به دښمن داوږدې مودې په بهير کې په خپل موقیعتونوباندې دتکراري بريدونو سره مخامخ كېده څو د یو لوى بريد جبران ترې واخلي. ددښمن دکرښوڅخه ډزې سپکې وې ځکه چې دتوپ اودرنوماشین گڼو د گولیو باران طالبان د دوی په سطحي غارونوکې پټېدلو ته مجبورکړي وو. اوس دتوپ ډزې په ختمېدلو وې اودهاوان ډزې هم کمېدلې ځکه چې دبريد لپاره دلومړنیومرستندویه ډزولپاره په کافي اندازه مهمات نه ؤ. RJ پوهېده چې دوستم دوه ټي-55 ډوله ټانکونه ذحیره درلودل اودبريد دجدیت په صورت کې دکارولولپاره راوباسل څوزيډ اېس يو-23 توپونه په نښه کړي. خوترهغې د ډزو لاندې په پرانیستی ډگر کې اوږده سپارلي پاتې وه. کله چې ددوستم دځای په ځای شوي پیاده پوځ ترڅنگ د زيډ اېس يو-23 دتوپ مرمۍ ولگېدله، دراروانومرميو غږپه لوړیدوشو. دتوپ اوددرنوماشین گڼوډزې دپیاده پوځونودموقیعتونوترڅنگ، یوازې څوسړی، گولی د ډوی ترشا دسپارو پوځونوپه خواکې ولگېدلې. اس سپرو پوځونوپه مساوي ډول په کراره شواو آر جې ولیدل چې ځینوکسانوخپلې وسلې بدلې، اوکلاشینکوپونه یې داستعمال لپاره په داسې حال کې چې سپارلي یې کوله، برابر کړل. کله چې په اسونوسپاره کسان دپلي پوځ کرښې ته وروسیدل دډلې په منځ کې یوافسر په خپلورکابونوباندې ودرېده. اوتوره یې راوباسله. اود ډزوسره سم په لوړغږامرترغوږونوشواوداسونوکتار وړاندې په بیړه اوزور سره راسۍ لکه یواس، په خوځښت شو. څوگامه وروسته، اسونه جوړه جوړه شول. په اسونوسپاره کسانوداسونوورمېږونوچې هغوی یې گړندیتوب ته هڅول، کاږه شول آر جې هم په بدن باندې دخوښی څپه احساس کړله. دسپرو دوهمه ډله د کوزېدلو نقطې ته د رسېدلووروسته جوړښت غوره کړ، کتار یې جوړاوبیا دبريد لپاره خواره واره شول. طالبانوهم اوسمهال دکرښې له هرې خواډزې پیل کړې وې اوآر جې باور درلود چې که چېرې دطالبانوپه ضد دبريد په پیل کې دتوپ ډزې نه وای شوي، ددوی له خوا دغه ډزې به ډېرې ځواکمنې وای. زيډ اېس يو-23 ډوله توپونو اوس په زغرده سره ډزې کولې او زورورې گولی د انسانانو او اسونو غوښې پرې کولې. پلی پوځ چې د وچې ویالې په سیمه کې ځای په ځای شوی و، پاڅېدل او ددښمن د گڅ لورې په خوا په کراره وخوځېدل. دوی په ملا کې ټیټ او هغه ځانگړې منډه چې خلک یې په هغوی باندې د ډزو پر مهال غوره گڼې، داسې لکه سړی چې تیز باران ته په منډه سره ورننوځې، کوله. دا د ښۍ او پولادې رهبری نښه وه. د آر جې تر شا د لوړې څخه ټانک ډز وکړ او آر جې د هغه په سر د گولۍ د تېرېدلو له امله د مځکې لړزه احساس کړله او له دې سره هغه د خپل اس اړخونو ته څنډ ورکړ او د جگړی په لورې چې د هغه په تر مخ په تیزی سره روانه وه، وخوځېد. چاودنه د دښمن د ښي اړخ څخه په لوړه سیمه کې وشوله. د دوستم ټانکستانو زيډ اېس يو-۲۳ توپ په نښه کړی و. د نښې د له منځه وړلو د ډاډي کولو لپاره یې دوه گولۍ هم اور کړې.  آر جې په یوه کوچني ټېنډي (غونډۍ غوندې) د دوستم او د هغه د افسرانو سره یو ځای كېناست. دوستم او د هغه ټول افسران دوربین ته ورټیټ شول څو د جگړې پرمختگ څرنگوالی وگوري. داسانو د پښو دربولو سیمه چې له لا مخکې نه دتوپ دگولیودچاودلوله امله تته شوې وه. نوره هم دلیدلو لپاره خړه پړه کړله. دجگړې غږ د هغه (دوستم)لپاره د یوغټ روغبړ په مانا ؤ. او هغه هډوکوپه فعالیت پیل وکړ. هغه اوس ډېر متمرکز اوتیارؤ. په اسونوسپاروپنځم کتارهم دسیمې په لنډو وخوځېد اووروستنی کتارهم له اسانوڅخه دکوزیدلوسیمې ته ورنږدې كېده. دوستم خپل اس دهغوی په لورې وروگرځاوه، خپل لاس یې پورته کړاودجگړې په لورې یې اشاره وکړه. راځی ملگرو، راځی چې جگړه وڅارو. موږله دغه ځایه څه نه شو لیدلای اوله دې سره هغه دخپل اس اړخونه څنډ ورکړاودجگړې په لورې چې دهغه په مخکې په تیزۍ سره روانه وه، ورغی. باب په داسې حال کې چې اس مخکې تگ ته وهڅوه، وویل:کثافت زه پوهېږم چې هغه به همدا وویل:آر جې او فرانک څخه یې اس مخکې کړاوگړندی یې کړ څو له جنرال سره یوځای شي. دود اودوړې په کمېدو وې اوآر جې ولیدل چې په اسونوسپاره دطالبانوکرښې ته ورنږدې كېدل. ددوی خوا اوشا سیمه د ټپي انسانانواواسانوڅخه ډکه وه. ددوی مخکې صحني چې په وحشیانه ډول په ډلو ډلوانسانان وژل شوي وو. له درد اووېرې ډکې صحنې وې.زيډ اېس يو-23 ډوله توپ گولیوپه انسانانوباندې دلگېدلوله امله ډېر زیات ېیان رړولی ؤ. بدنونه یۍ چاودلي، ټوټې ټوټې، ورنونه دلته اوهلته پراته چې څښتن یې په شلیدلواوپه وینولړلوجاموکې چې نعوښتل شوي به وي، لادرکه پراته ؤ. دوستم په لوړغږڅه وویل: او اوسنی گامونه یې په پوره سرعت بدل کړ. آر جې د اس رکابونه راکش کړل اواس گړندی شو. آر جې خبر ؤچې فرانک دهغه چپ لورې ته اوباب یې دچپ لورې وروستنی برخه کې دی. بدون دفکرکړلوڅخه آر جې پوه شوچې خپله براونینگ توپانچه یې د بند څخه راوباسلې او پداسې حال کې چې دښی پښې سره یې توپانچه په لاس کې ټیټه نیولي وه، سپارلی کوله. ډزودوام کاوه او ددوی په مخکې په سپاروبريد کوونکوباندې متمرکزؤ. ډزې په هوا کې ددوی په سرونو تېرېدلې او د دوی خوا اوشا لگېدلې او آر جې د هغه نښې غوږ خواته دمرمۍ حرارت چې تېره شوله، احساس کړ. دطالبانوپه وړاندې په اسونوسپاره پوځ اغېزه باندې پوهېدل. دڅوشېبو لپاره دسلگونوپه اسونوسپاروکسانوپه یوځای چېغې حتی د وسلو د غږڅخه هم لوړې شوې. اوس هغوی دطالبانوپه کرښوباندې ورختل اوپه سلگونوکسانواودهغوی اسونود دود، دوړو، شور او وارخطايې سره هڅه کوله اوپه خوځښت کې اله گوله رامنځ ته شوه. دوستم ددښمن ښي اړخ ته پام واړوه، او آر جې ولیدل چې دغه په مخکې موقیعتونه زیات خالي اود کرښې ها خوا سیمې د وېرېدل شویوکسانوچې د منډې په حال کې ؤ، څخه ډکې وې. طالبانوته ماتې ورواوښتله. دوی ددې دپاره چې داسونوځواکمنتیا وساتي، حرکت په کراره کړ. آر جې ښي خوا څخه یوڅواشنا کسان راپورته شول اوپه تېزۍ سره وپېژندل شول چې هغوی طالب جنگیالي دي. له سرونوسترې تورې پگړی اوپه عجب ډول جوړې شوې گیرې، اسانه نښه وې. سره له دې چې آر جې د هغوی په لورې توپانچه ورواړوله، هغه دمخ اوشا او خوا څخه د ډزوغږ واورېده اودگروپ نوروغړودطالبانودجنگیالوپه ضد باندې ډزې وکړې. آر جې په یوه کس دوه ځلې ډزې وکړې چې دغه کس شاته په ټوپونو ولوېد اوبیا مځکې ته راوغورځېده. آر جې له دغه گونځې شوي جسم څخه په داسې حال کې چې دهغه په ویشتلواوس هم ډاډه نه ؤ تېر شو. فرانک د آر جې تر څنگ ؤ، تقریبا دڅلور یا پنڅه فوټوپه واټن لیرې سپارلي یې کوله. دتښتېدونکوطالبانوله ډلې څخه یوتن راوگرځېد څوله دوی سره مخامخ شي اوکلا شنکوف یې اوچت کړ. فرانک په همغه باندې ډزې وکړې. آر جې ولیدل چې مرمۍ د سړي په سینه اوسرباندې ولگېدې، ټنډه یې دوینې اوهډوکوسره ټوټې او وشیندل شوه. اوپگړۍ یې له سر لوړه شوه اوبدن یې په خړاونصواري رنگه مځکه باندې راوغورځېد. آر جې ولیدل چې دوستم په یوه څنگ کې ولاړؤاوکوښښ یې کاوه چې خپل افسران سره راټول کړي. ددوی وړاندې دغونډۍ په ډډه باندې چې له هغه ځایه دجگړې ډگر ښكارېده، یوزيډ اېس يو۲۳ – ډوله توپ ؤاودوستم کوښښ کاوه چې په هغه موقیعت باندې بريد ترتیب کړي. هغه خپل سامان ښکته کړاودیوه کس څخه کلاشنکوف او دوه شاجورې واخیستې اوپه خپل درنه جاکټ کې یې ځای په ځای کړې. آر جې هغه څه چې دوستم ویل، نه اورېدل خوحقیقت واضح ؤدوستم دبريد مشري په غاړه واخیستله. دوستم ته کسان راغونډ شول اوکله چې دوستم په غونډۍ باندې ورختل پیل کړل، دشلوڅخه زیاتو کسانو په شمول دهغه لوړپوړي افسران له ده څخه راتاو شول. دوی یوه ازاده کرښه جوړکړه او په لوړې غونډۍ یې ختل پیل کړل. جگړن اکرم خپل لاس وڅرخاوه او آر جې ته یې غږوکړاوله هغه یې وغوښتل چې خپل کسان پیاده کړي اودلته یودفاعي موقیعت جوړکړي څو ددوستم له شا څخه چې هغه د بريد رهبري کوي ساتنه وکړي. له دې سره هغه له خپل اس څخه ښکته شواونږدې سرتېرو ته یې چېغې کړې څوهغوی راغونډ کړي او د رتبې مطابق نظم رامنځته کړي. آر جې دخپلواسونوكنټرول یوه ځوان افغان جنگیالي ته چې له سیمې څخه یې اسونه لیرې لېږدول، ورکړاوبیا دباب اوفرانک سره یوځای شواودنرۍ ملاپه اندازه لوړوتیږوڅخه یې درنه گامونه اخیستل. دوی ځانونه برابرکړل اوکلاشینکوفونه یې له بندونوخلاص اوقیدونه یې خلاص کړل. افغان ځواکونوهم داسونوڅخه ښکته اونیمه کړۍ دفاعي موقیعت یې جوړکړ. ددښمن دکرښې په چپ لورې باندې درنه جگړه روانه وه اوپه اسونوسپاره پوځیان په هغه طالبانوپسې چې دکرښې څخه تقریبا دوه سوه متره لیرې په یوه تنگه لاره باندې تښتېدل، اسونه ځغلول. آر جې مخ ته وکتل څو دوستم دزيډ اېس يو-23 موقیعت ته ورنږدې كېدونکو��سانو کې په گوته کړي. دوی ټولو کلاشینکوفونه په اتومات حالت کې چلول او د توپکو ډزو غږ لوړ او ټیټ كېده. په ډزو کې د شاجورو د خالي كېدلو له امله لږ ځنډ راغی او ارجې د دوستم غږ چې کسانو ته یې په دري ژبه د پرمختگ غږونه کول، واورېد. ډزونه په اتومات حالت کې پیل شول، د ډزو غږ لوړ او ټیټیده، په ډزه کې بیا ځنډ راغی، او د خوښی ناڅاپي چېغې پورته شوې. دوی د توپ د سنگر څنډې ته وررسېدلې او د طالبانو د جنگیالو په منځ کې و. د څو شېبو وروسته ډزې ودرېدلې او یو ځوان افغان جنگیالي د زيډ اېس يو-۲۳ توپ د موقیعت په څنډه باندې چې د جگړې ډگر ښکته لورې ته وربرابره وه، ودرېد! دواړه لاسونه یې د اسمان په لورې اوچت کړل، کلاشنکوف یې په ښي لاس او د یوه طالب د بدن څخه پرې شوى سر چې له وېښتانو یې نیولى و، او په روڼ او انگازې کوونکې غږ باندې یې د الله اکبر(الله ستر دی) چېغې وهلې. جگړه پای ته ورسېده. د جگړې په ډگر باندې ډزې په کراره شوې. خال خال ډزې دلته او هلته وشولې بیا ودرېدلې. په ډگر باندې چوپتیا راغله او کسانو د فکرونو رڼولو لپاره ځانونه وڅنل. دوی خوا وشا خپلو ملگرو ته چې په یو ډول په خلاص ډگر د سپارلی کولو څخه ژوندي راوتلي وو، وکتل. لکه په اشاره چې ورته وشي، په وینو لړلي ډگر باندې ټولو ولاړو کسانو د بري او كاميابۍ لوړې چېغې پیل کړې، الله اکبر(1) تکرارً ویل كېده!ارجې په همدغه شېبه فکر وکړ چې سره له دې چې د طالبانو په وړاندې جگړه د پای ته رسېدلو څخه ډېره لیرې ده، د جگړې پایله ښکاره ده: طالبان به له منځه ځي!

(1)  دوستم يانو هم د الله اکبر نارې وهلې هغه هم د امريکايانو تر څنگ. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *