پنځه دېرشم څپركى

دڅلرويشتم اكټوبر پر سهار مختلف خبرونه رارسېدلي وو. د ځانگړو ځواکونو د دوه اضافه گروپونو د راتگ دځنډولو په اړه مو قرارگاه ته خبر نه و ورکړای، نو په دې اساس په راغلو تلگرافونو کې هغې موضوع ته کوم غبرگون نه وښودل شوای.

د مزار شریف په سويل کې د الفا گروپ تېر ماسپښین د طالبانو په وړاندې د دوستم د ځواکونو په واسطه د بریالی جگړې د پای ته رسېدلو خبر راکړ.

الفا گروپ په راتگ او د عطا سره د وروستي اوربند څخه وروسته ددوستم د ځواکونو د مزار شریف په سويل کې په جگړه بوخت دي. دوی په کراره سره طالبان د خپلو دفاعي موقیعتونو څخه په شا او د شمال خوا د مزار شریف په لورې وځغلول. د هوا په ځانگړي حالت کې په اسونو سپاره شپږ سوه پوځیان چې د جنرال دوستم لخوا رهبري كېدل، په سپین ډگر باندې د طالبانو په دفاعي کرښو باندې نیغ په نیغه ورودانگل. دا د جگړې یو کلاسیک او پخوانی لویديځواله ډول و خو توپیر یې په دې کې و چې پدغه جگړه کې چا ترومېت (د ساز هغه اله چې پوځونو ته د امر ورکولو لپاره کارول كېږي. ژ) نه غږاوه.

دوستم د مزار له سويل څخه یوازې پنځه دېرش میله لیرې و. د سي ای اې گروپ چې اوسمهال د قوماندان عطا سره و او د براوو په نوم یادېده، خبر را کړ چې د عطا کسان هم په مساوي ډول بریالي وو. د الفا (د سي ای اې هغه ساحوي گروپ چې په مزار کې د دوستم سره مېشت و او د طالبانو په وړاندې په جگړه کې د امرېكې هوایي ځواکونوته د بمباری لپاره طالبان په نښه کول. ژ) گروپ سره د یوځای كېدلو لپاره د څلرويشتم اكټوبر په ماښام ټاسک فورس ډاگر هوايي اډې مشرانو غوښتل چې د ځانگړو ځواکونو (د امريكې ځانگړي ځواکونه. ژ) یو گروپ ددې لپاره چې هغوی د لایزر په واسطه د هدف په نښه کولو توان درلود، اود مزار په سويل او ختیځ کې به د شمالي ټلوالې لپاره په جگړه کې بری نور هم زیات کړي، د دندې په موخه راننابسي.

دترویزم په وړاندې له مرکز څخه د هانک د لیک مطابق دغه بریالیتوبونه د اېن اېس سي (د ملي امنیت شورا) سره د غونډې پر مهال وڅېړل شوې او په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د مزار سره د لومړیو کرښو په وړاندې د هوايي بریدونو د زیاتېدلو غوښتونكې شو.

هانک وویل چې هغه له دې چې بمباري باید د کابل سره په لومړی کرښه باندې تمرکزه وي، بحث وکړ او د او ډي اې 555 (د ځانگړو ځواکونو هغه گروپ چې د کابل پر لومړی کرښه باندې شمالي ټلوالې د ځواکونو سره د طالبانو په وړاندې د هوایي بمباری د هدایت لپاره پراته وو. ژ) گروپ خپل کسان د طالبانو سره په پينځه سوه متری کې درلودل او که چېرې د بمباری تمرکز هلته وای، ښايي چې بریا او كاميابي مو ترلاسه کړې وای.

برسیره پردې هانک لیکلي و چې د مېز خواه وشا نارضایتي وه او ویل كېدل چې جنرال فهیم ځان سپموي، حرکت نه کوي او انتظار باسي څو ټول کار د متحده ایا لاتو بمباري تر سره کړي.

 موږ څو ځلې خبر ورکړی و چې شمالي ټلواله د متحده ايالاتو د بمباری د مرستې پرته دومره ځواکمن نه دي چې د طالبانو ځواکونه چې د کابل او تخار سره ددوی په مقابل کې راغونډ شوي دي، له منځه یوسي. د ټولو رپوټونو او دلته په شمال کې د حالاتو د تحلیلي رپوټونو سره سره بیا هم په واشنگټن کې د کړنلارې د ټولنې په منځ کې حیرانتيا وه.

ریک له براډ سره په خواجه بهاوالدین کې اړیکه ونیوه ، څو هلته د پرمختگ په څرنگوالي پوه شي. جنرال فهیم د جنرال بریالي خان سره د سهار د سپیده چاود په مهال د ځانگړو ځواکونو د گروپونو د راتگ لپاره بل هوايي ډگر ولټوي، لیدنه کړې وه. دغه نوی ځاى د اوسني ځای څخه اووه یا اته میله واټن درلود. براډ ریک ته په همغه سهار د نوي ځاى د سروې د اجرا كېدلو ډاډ ورکړ. موږ ټاسک فورس ډاگرهوايي ډگر ته د دغه مالوماتو له امله خبر ورکړ. دهغه ماښام لپاره د هوا د حالاتو وړاندوینه ښه نه وه خو موږ د دعا لپاره خپل لاسونه پورته نیولي و.

موږ اوس يوازې د براډ رپوټ ته په انتظار و. عارف سهار وختي راغی. هغه مثبت و او د تېر ماښام ستونزې یې په گوته کړل. هغه وویل چې نوی ډگر غوره ځای او د ځانگړو ځواکونو دوه گروپونه کوربه کولای شي.

 له چای مې غوړپ وکړ او بیا د عارف په لورې په چوکۍ کې ورمخکې شوم. اجازه راکړه چې رښتینی وغږیږم. تېره شپه موږ ته وویل شول چې د کوزیدلو ځای جوت او خلک یې په اسانۍ سره لیدلای شي. دا خو عجیبه وه ځکه موږ خو هغه ډگر د چورلکې د كېناستلو لپاره د ورځې لخوا هم کاروه. د جنرال فهیم لخوا ددغه ماموریت د ځنډولو اصلی دلیل څه و؟

 عارف مخکې له دې چې ځواب ورکړي خبرې وځنډولې: ښاغلی گیري لکه څنگه چې تاسې پوهیږې جنرال فهیم له دې امله چې د امريكې د ځانگړو ځواکونو د شتون له امله خلک خبریږي، اندېښنه لري.

پروفیسور رباني زموږ اوږد مهاله سیاسي رهبر تېر ماښام په ناڅاپي ډول د خواجه بهاوالدین څخه لیدنه کوله. طبعاً کله چې هغه په سیمه کې د جنرال فهیم د راتگ څخه خبر شوی دی، هغه د جنرال فهیم سره په سیمه د لیدنې لپاره تاكېد کړی و.

جنرال فهیم له دې امله چې رباني به د امريكې د ځواکونو د راتگ څخه خبر شي، اندېښنه درلوده او ځکه یې نوموړى ماموریت وځنډاوه. د څو شېبو لپاره مې پرې فکر وکړ او له هغه مې وپوښتل: نو بیا فهیم ولې د ځانگړو ځواکونو د راتگ سره د رباني د خبرېدلو له امله اندېښمن دی؟

دغه مالومات خو به بې له شکه ډېر ژر د عامه خلکو د پوهاوي سبب وگرځي. عارف غلی شو او بیا مې وویل: او یا ایا جنرال فهیم له دې امله چې رباني به د ځواکونو د راتگ څخه خبر شي او بیا به رباني افغانستان ته د امريكايانو د راوستنې لپاره عامه امتیاز واخلي، اندېښنه درلوده؟(1)

عارف وړه موسکا وکړه او مټونه یې وښورول:هغه دتاجکانواودرباني اوفهیم ترمنځ په ممکنه سیاسي موضوع باندې نه غوښتل چې تبصره وکړي. ما ورته وویل:هرڅه دلیل چې وي داپېښه تکرارېدلای نه شي. په هوايي ډگر کې دامنیتي دلایلو لپاره موږکولای شو چې ماموریت وځنډوو خودشمالي ټلوالې په منځ کې دسیاسي موضوعاتو په اساس نشوکولای چې ماموریت وځنډوو. عارف موضوع بدله کړه اودشلټرونوموسسې زندانیانو موضوع یې راپورته کړله.

هغه نوي لاره پیداکړې وه. د هغه کسانوپه زندان کې دیوه ساتونکي سره اړیکه نیولې وه اوهغه ویلي ؤچې دی اودهغه اووه انډیولان غواړي چې بندیان دشپې پرمهال دکابل سره نږدې مخکې ترتیب شوي ځای ته ولېږدوي. دوی هر یوه یوملیون ډالرپه دې شرط چې کورنۍ یې باید دعملیاتوڅخه وړاندې په پنجشېر کې خوندي ځای ته انتقال شي، غوښتل.

زما لپاره دغه پلان کمزورى ښکاره شوه. دعملیاتودامنیت ساتنې لپاره ډېر کسان شامل وو. دعملیاتوڅخه وړاندې اته کورنۍ دطالبانودکرښوڅخه د راړولوڅخه به طبعاً طالبان خبر شي. ما عارف ته هدایت وکړچې دساتونکي سره اړیکو ته دوام ورکړي خوڅرگنده مې کړه چې دغه کار هيله مند نه ښکاري اوفکر کوم کابل کې دطالبانوداستخباراتوله لوړپوړي چارواكي سره پخوانی معامله چې دهغې له مخې یې زندانیان دشمالي ټلوالې کرښو ته لېږدول، ډېره حقیقی ښكارېدله.

دعارف دتگ وروسته ما اوریک د ځنډول شوي ماموریت په اړه دهغه په تبصرو باندې بحث وکړ. زما په باوردغه موضوع دشمالي ټلوالې په کورني سیاست باندې اړه لرله. پروفیسررباني یو پخوانی ساتونکى ؤ د تاجک واکمنه ډلې جميعت اسلامي ریس او وروستنی ناکامه ولس مشرؤ چې د١٩٩٢ او۱۹۹۶ کلونوپه بهیر کې یې هڅه وکړه چې په افغانستان باندې واکمني وکړي. دطالبانوپه واسطه دکابل څخه درباني د حکومت دشړلوڅخه په وروستیوکلونوکې مسعود د رباني او د هغه د جميعت اسلامي گوند څخه دلیرې كېدلو په خاطرځان گوښه کړ.

 مسعود دهغه قوماندانانواوسیاسي رهبرانوسره چې دطالبانواو د رباني له ډلې څخه نه وي دافغانستان دژغورنې لپاره متحده اسلامي جبهې یا (FSAIU) سره مخالفت درلود، پراخه نږدېوالی اواړیکې درلودې.

دافغانستان دژغورنې لپاره متحده اسلامي جبهې انگېرل چې دمسعود دمړینې سره یې دسیاسي ډلې ملكېت ترلاسه کړ. که چېرې مسعود ژوندی وای اوطالبانوماتې خوړلي وای زه ډاډه یم چې مسعود به متحده اسلامي جبهه (FSAIU)دطالبانوڅخه په وروستنې افغانستان کې، دخپلوسیاسي اهدافودلاسته راوړلولپاره دسیاسي متحد په توگه په داسې حال کې چې رباني به یې له صحني جلا کړي وای، کارولي وای.

په همغه ماسپښن تقریبا په یوه بجه براډ د خواجه بها ودین څخه اړیکه ونیوه اوبدخبر یې درلود. نوی وړانديز شوی ډگر په حقیقت کې هم داوسني ځای څخه اته میله په واټن کې پروت ؤخوبدبختانه جنرال بریالي خان له دې چې سړک دزیات شمېر ملكې خلکوله خواکارول كېده اود څولویوکلیو ترمنځ تېرؤ، یا دول هېرکړي ؤ. د شپې له خوا په سړک باندې غیرمعمولي سفر کړل به بې له شکه دخلکوپام راواړوي. له دې مهمه خوداوه چې دکوزیدلو دغه ډگر دسیند په پورې غاړې پروت ؤ او ورپورې كېدل د بېړۍ په ذریعه امکان درلود. دسیند دواړو غاړوته موټر موجود ؤسره له دې چې جنرال بریالي خان دکاروان مشري په غاړه درلوده. دسروې گروپ په سیند پورې كېدلولپاره شل دقیقې انتظار ؤ. موږله براډ وغوښتل چې جنرال بریالی خان ته ووایي چې موږبه دکوزیدلودهغه ډگر چې څه وخت راهیسې یې کاروؤ، مشوره ورکوو.

موږډگروال مل هولانډ ته ټليفون وکړڅوموضوع وڅېړو. ریک حالات اوپه وروستنی شېبه کې دتېرې شپې دماموریت د ځنډولوترشا حقیقت تشریح کړ. موږمل هولانډ ته وویل چې دجنرال فهیم لخوا نوی پېشنهاد شوی هوایي ډگردد فاع لپاره کمزوری دی اوموږ به داوسني ډگرپه کارولوباندې تاكېد وکړو. ډگروال موافق شواو ویې ویل چې د ځانگړو ځواکونو ددوه گروپونو راتگ به دراتلونكي ماښام پنځه ويشتم اكټوبر پورې وځنډوي. او دالوتکې هغه کاري ډله چې تېره شپه یې په هوا کې ډېر ساعتونه تېرکړي ؤ، کولای شي یوڅه ارام وکړي.

ریک ملهولنډ ته ډاډ ورکړچې موږبه دانجينر عارف اوداړتیا په وخت کې دجنرال فهیم سره بحث اوحل کړواوده ته به یې تفصیلات په راتلونكې سهار ورکړو.

دماښام نوره برخه موقرارگاه ته دلیکونوپه لیکلوچې دتېرو څلرويشتو ساعتونو پېښې اودراتلونكې ورځې لپاره زموږدپلانوڅرنگوالى پکې وه، تېره کړه.

(1)  د شرم ځاى دى چې دغه ډول خاينان او هېواد پلورونکي اوس هم په واک کې دي. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *