اوه دېرشم څپركى 

پاتې نور ماښام هم په ارام سره تېر شو. د ماښام د ډوډی خوړلو وروسته موږ ټول د دفتر ساحې ته ولاړو څو راغلي لیکونه ولولو او ما هانک ته چې د ترورېزم ضد مرکز په دفتر کې و، ټليفون وکړ. هغه وویل چې مطبوعات هغه تبصرې چې گواکې د طالبانو په وړاندې د امريكې د بمباری ستراتیژي ناکامه ده، پیل کړيدي. د کابل سره د جبهې څخه رپوټونه هم د شمالي ټلوالې د پوځي قومانداناو څخه هم دې ته ورته د ناهیلۍ تبصېرې خپروي. هغه وویل چې که څه هم چې د پي سي (د مشرانو کمېټۍ) کمېټۍ ددغه موضوع په سر سره بیله شوې ده، د ملي امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې د امريكايي ځواکونو شمېر زیات کړي.

 اصلي ستونزه د امريكې د پوځ لخوا د ځانگړو ځواکونو په لیږلو کې کمزوری پرمختگ و. هانک وویل چې که چېری د ځانگړو ځواکونو دوه گروپونه چې د ماموریت لپاره انتخاب شوي، لیږل په كاميابۍ سره ترسره شول، نو د امريكې پوځ به په سیمه کې یوازې د ځانگړو ځواکونو دوه گروپونه اویوه ډله د ځانگړو عملیاتو د قوماندې او كنټرول غړي په سیمه کې ولري.

 د پوځ په ستراتیژی کې د شمالی ټلوالې سره د کابل د معاملې د څرنگوالي د بڼې ورځایول اوس هم ربړینه موضوع ده. هانک له هغوی سره زما ناامېدي هم شریکه کړې وه خو ما پرته له دې چې موضو ع ته نوره ټيله هم ورکړم، څو پرېكړه اخستونكې په سیمه کې په حالاتو باندې په پوره ډول پوه کړو، نور هیڅ هم له وسه پوره نه و.

کله چې د گروپ غړي خوب ته ولاړ، ما هم ځان ته د پیسو پربکسونو نیالي جوړه او پرې وغزیدم او د ځانگړو ځواکونو د ننه ایستنې ماموریت د پایلې لپاره د ریک لخوا ټليفون ته په انتظار وم. پاپي تر اوسه هم د راتلونکو پیغامونو په ترلاسه کولو بوخت و. د پاپي لخوا ځینې وخت د گاز د خلاصولو څخه پرته نوره کراره کراري وه. ما هم هلته سترگې پټې كړې او د لسو ملیونو ډالرو پر سر پروت وم، د سهار په تقریبا لس نيمو بجو باندې په مخابرې ټكار(لکه لرگي چې سوځي. ژ) وکړ او د ریک غږ پاک او روڼ راغی. پاپي له توشکې په بیړه راپورته شو او ځواب یې ورکړ.

 د گروپونو د ننه ایستنې ماموریت بې له ستونزې بشپړ شوی و. دواړه گروپونه په خوندي ډول ښکته او اوسمهال د جنرال بریالي خان سره مېلمانه وو.

 ډگروال اېچ او(دشخص نوم. ژ)SOCCE یا دځانگړوځواکونودقوماندې اوكنټرول غړو او د ډلټا ځواک درې سرتېري دریک اوزموږپیلوټانوسره دښکته كېدلوډگر ترڅنگ په کوچنی کورکې استرحت شول. د اې گروپ یا او ډي اې-585 لږوروسته په همغه سهارچېرې چې جنرال بریالي غوښتل چې دلومړی کرښه سره دکار لپاره خوځېدل. موږددوی سره د اېچ سي اى اې یوه ارتباطي افسرته اړتیا درلوده اوبراډ ددغه کار لپاره بهترین انتخاب ؤ. زه دفتر ته دسهارد اوو بجوڅخه لږ وروسته راغلم څودسهار پیغامونه ولولم اوبیرته لیکونه ورولیږم.

پاپي دبگرام هوایي اډې ته دسټان اومېوري په اړيکيزو توکو باندې دکارکولو لپاره روان ؤ. دوی دمالوماتودلېږلوسره ستونزې درلودل. اوپاپي غوښتل چې دهغوی (سيسټم)کې ځینې برخې بدلې کړي.

کریس هم غوښتل دهغه سره یوځای لاړشي څودسټان سره دڅارگره مالوماتودغونډولوپه پروسه باندې چې دجنرال بسم الله خان له کسانو سره وؤ

مشوره اوپه همغه ماسپښن دبگرام څخه دبېرته راتگ پرمهال په گلبهارکې له پروفیسورسیاف سره غونډه وکړي. کریس اوس هم کوښښ کاوه چې پروفیسورسیاف وهڅوٍي چې داسامه بن لادن یوجگپوړی چارواكى یوداسې ځای ته چې هغه پکې یا ژوندی ونیول شي اویا ووژل شي، زما په باوردایو ناهيلى ماموریت ؤخودکریس زیاتې علاقې له امله مې هغه وستایله. ده اوپاپي بارک کلي ته دبېرته راتگ وخت دماښام شپږبجې ټاکلی ؤ. په لس نيمو بجودخواجه بها ودین څخه چورلکه راوگرځېده. موږډگروال اېچ اودهغه کسان په هغه کورکې چې د او ډي اې-555 گروپ له خوا کارول كېده، ځای په ځای کړل.

او ډي اې – 585 گروپ هیله درلوده، چې ماسپښین مهال به په کار پیل وکړي. داپه زړه پورې خبرؤځکه چې موږمېله مند ؤچې ډگروال اېچ به نسبت او ډي اې-555 ته زیاتوهوایي حملاتودغوښتنې توان ولري. دامريكې ددولت په چوکاټ کې د(ښه)تلگرافي پیغامونه دسمدستي توب په مطابق په نښه کېږي چې عادي، لومړیتوب ورکوونكې، ژراوپړک (ډېرعاجل. ژ)په ډول وي چې ترلاسه کوونكې افسرته اجازه ورکوي څوعاجل تلگراف ته به لومړیتوب ورکولوکې ژرپرېکړه وکړي. دپړکې دود درښتني عاجل وخت دپاره کارول کېږي او زما په سي اى اې کې تقریبا دوه دېرشوکلونوپه دوره کې مې دلسو تلگرافونوڅخه زیات نه دي لیدلي چې دپړکې په واسطه نښان شوي وي. دغرمې څخه لږوړاندې موږداسلام اباد څخه تلگراف چې په پړکه نښان شوی ؤ، ترلاسه کړاوپکې لیکلي ؤچې دافغان مجاهدینوپخوانی قومندان عبدالحق اودهغه دهمکارانویوگروپ دجلال اباد څخه شمال لورې ته دڅومیله په واټن کې دطالبانوله خوا تعقیب شوی دی. ظاهراً په همغه سهار دسپیده چاود په وخت عبدالحق اودهغه کوچنی ډلې دپېښور له لارې افغانستان ته راننوتلې ؤاودښار شمال اوختیځ ته چېرې چې هغوی هیله لرله چې دعملیاتومرکزتاسیس کړي. اسلام اباد له دې چې عبدالحق په پېښور کې ؤ، خبر درلود خوددغه عملیاتوپه پلان کولوکې یې لاس درلود.

عبدالحق ددوو افغاني ـ امريكايي مشهورو سوداگرو له خوا چې سره وروڼه ؤاوهغوی باور درلود چې دپخواني قومندان په توگه عبدالحق کولای شي چې دطالبانوپه وړاندې په مبارزه کې اغېزمن رول ولري. ښه باور ؤخودغه دوه وروڼوپه افغانستان کې دسیاسي اوپوځي حالاتوڅخه په ډاروونكې توگه دنا پوهۍ سره سره له عبدالحق څخه ملاتړاوهغه یې خپلوهیلوته وهڅاوه. دغه دوه وروڼه چې په پېښورکې په هوټل کې په ارامه پراته ؤ، دعبدالحق سره دمخابرې اړیکه درلوده. دوی اسلام اباد ته په ډار سره ټليفون کړی اوله هغه یې دعبدالحق اودهغه کسانودژغورلولپاره څوک چې دمحاصره كېدلواودطالبانوله خوا دنیول كېدلوله خطرسره مخامخ ؤ، دامريكې دپوځ دمرستې غوښتنه کړې وه. دڅو اونیولپاره چې نا ارامي هم پکې زیاتېدله، ما د دې لپاره دامريكې دمتحده ایالاتومرستې ډاډه کړم، د دغه دوه وروڼو هلې ځلې څارلې. ما عبدالحق دجهاد له وختونوښه پیژانده. دجگړې په وخت کې هغه یوفعال اواغېزمن قومندان ؤچې دکابل په ختیځ اوسويل کې یې ځواکونه اداره کول. وروسته له دې چې هغه پرماین باندې دختلوله امله یوپښه له لاسه ورکړله، دامريكې دولت هغه متحده ایالاتو ته راوست اوهلته یې یوه باكيفیته مصنوعي پښه ترلاسه کړله په هر ترتیب، وروسته له دې چې هغه افغانستان ته راوگرځېد، دجگړې په ډگر باندې ځان دخطرسره دمخامخ کولوسره شوق اوذوق کم شواوپرځای یې په پېښورکې دمطبوعاتوسره لوبې پیل کړې. هغه یوفصیحه وینا وال شواومطبوعاتوله هغه سره مينه پیداشوه.

په سي اى اې کې دننه هغه دهالي ووډ عبدالحق په نوم شهرت وموند اوله هغه ځایه یې په خوله جگړه پیل کړله. د 1996 څخه تر 1992 په بهير کې دمجاهدینوله خوا درامنځ ته شوي حکومت کې یې هیڅ رول ونه لوباوه نوځکه ما فکرکاوه چې هغه هلې ځلې چې له هغه څخه یوداسې ساسي شخصیت جوړکړي چې وکولای شي دطالبانوحکومت وننگوي، هسې دوخت ضایع کول وو.

عبدالحق داسې قبیلوي اوقومي مرستې مرکز لکه حامد کرزي چې دکندهار په شمال په ترینکوټ کې ځواکمن قومي ملاتړ ترلاسه کړ، نه درلوده.

ما د دې وړاندوینه چې که چېرې عبدالحق د دغه ډول قومي مرستې دمرکز دجوړېدلوپرته دجلال اباد سیمې ته وردننه شي هغه به دطالبانوله خوا ووژل شي، کړې وه!! اوس دفلم دغه كېسه په یوه وژونكي حقیقت بدله شوې وه. دقرارگاه څخه دڅودقیقوپه بهير کې یوتلگراف راغی. دپېښورپه سیمه باندې داړونكې ځناور الوتکه (بې پیلوټه الوتکه چې پرمختللي وسله باندې مجهزه وي. ژ) چې ددوزخ اورپه مېزایلوباندې سمبال وه په سیمه کې الوتنې کولې. د پېښور څخه د جلااباد په لورې د عبدالحق او د هغه د گروپ د پیداکولو او په سیمه کې د حالاتو د ډاډه کولو لپاره سرحد څخه ورواړول شوه. یو ساعت وروسته د قرارگاه څخه یو تلگراف راغی او پکې لیکل شوي و چې پرېډیټر الوتکې په رښتیا هم عبدالحق او د هغه گروپ چې پوره محاصره شوى وو، پیداکړي و. د ترویزم په وړاندې ریاست خبر ترلاسه کړی و چې پریډیټر الوتکې د طالبانو څو سرف ډوله جیپونو په ضد توغندي توغولي وو او د هغوی په له منځه وړلو کې بريالې شوې وه خو دغه کار هم طالبان د هغوی په څارلو کې ځنډمن نه کړل.

داسې ښكارېدله چې د طالبانو لخوا د عبدالحق نیول یو حتمي حقیقت و. د ورځې په پای کې د انجينر عارف د مخابرې د كنټرول گروپ د طالبانو ترمنځ په مخابرو کې د خبرو کولو پر مهال غوږ نیولی و او خبر شول چې عبدالحق او د هغه شل کسيزه گروپ د طالبانو لخوا ونیول شو. په سیمه کې د طالبانو مسول افسر په کابل کې د مشرانو څخه د زندانیانو سره د معاملې د څرنگوالې د امر غوښتنه کړې وه.

په پاى کې عبدالحق او د هغه یو خپل باید محاکمه او بیا د ویشتونکې ډلگۍ لخوا وژل شوي وای، دهغه د گروپ پاتې غړي باید د همغه ورځې په پای کې راځوړند شوي وای. سیمه ایزه طالبانو ته ویل شوي و چې دغه ټول کسان د وژلو وړاندې باید سخت شکنجه شي. دغه پرېكړه په همغه ماسپښین ترسره شوله، دا هم د طالبانو د سختې بې رحمۍ یوه بله یادونه وه؟؟(1)

د عبدالحق د مړینې له امله په شمالي ټلواله باندې منفي اغېزه خپره شوله. د مطبوعاتو په واسطه د ناسمو رپوټونو چې گواکې امريكايي چورلکو د عبدالحق د ژغورنې لپاره دغه گونگوسې نورې هم زیاتې كړې او زموږ شمالي ټلوالې ته د عبدالحق راننه ایستلو ته د سي ای اې د لخوا د یو اړخیزه عملیاتو یوه بله بیلگه وبلله.

وروسته انجينر عارف وویل چې که چېرې موږ دغه هڅه د هغوی سره شریکه کړې وای هغه کولای شول چې په سیمه کې د شمالي ټلوالې طرفداره قوماندان د عبدالحق او د هغه گروپ ته ورپېژندلای وای. ما له دې امله چې عارف ډېر مودب خو څه یې نه اورېدل، ونشو کولای چې د سي ای اې لاس لرل رد کړم.

دغه هڅه د سي ای اې لخوا د شمالي ټلوالې له پامه غورځولو او په خپل سر د اشتبهاتو د رامنځ ته کول یو بل روڼ مثال و. په پنځه نيمو بجو مې د هانک سره خبرې وکړې او د عبدالحق په مرگ باندې هم وغږېدلو او په دې چې بې تجربه کسان په استخباراتي فعالیتونو کې ځانونه ښکېل کړي څه پېښېږي، محاوره پای ته ورسوله. هغه دوه افغاني لاصله امريکايان چې د ادارې له ډلې سره یې نږدې او ځواکمنه اړيکه درلوده د دې لامل شول چې ځانونو ته د عبدالحق نامناسبه پاملرنه ورواړوي کومې چې بدبختانه د هغه ناسم گمان چې گواکې دی په افغاني كېسۍ کې لاتراوسه یو لوبغاړی دی، نور هم تغذیه کړ. ددغه کار پایلې ویرجنې او غمجنې وې.

هانک د شمالي ټلوالې سره د معاملې د څرنگوالی په سر د کړنلارې هغه مباحثې ته چې په واشنگټن کې يې دوام درلود، اشاره وکړله. موږ د افسرانو یوه ډله چې د الفا او د براوو گروپونو سره د گروپونو د بشپړیدلو او ځواکمن کولو، په سويل کې د کرزي سره د یوځای كېدلو په خاطر د یوه گروپ د تیارولو لپاره، دندې ته د تگ لپاره تیاره درلوده.

 کرزي ځان هغه یوازینۍ پښتون چې په سويل کې د ویرونکې دندې لپاره چې د طالبانو په وړاندې د مقاومت رامنځ ته کول و، لاسونه راونغاړل. سره له دې چې هغه یو نظامي قوماندان نه و، کرزی یو غوره سیاسي رهبر و او هغه څو کاله وړاندې د طالبانو لخوا په کوټه کې د هغه د مړینې وروسته د هغه د رهبری مېراث واخېست. هانک مشوره راکړه څو په شمال کې په حالاتو باندې یو بل ساحوي او د حلاتو د ارزښت ټاکنې یو بل رپوټ ولیکم. هغه وویل چې د سي ای اې او زموږ د پرمختگ له امله ولس مشر خوښ دی او د امريكې د پوځ د بمباري د ستراتیژي د بدلېدلو په صورت کې په شمال کې د حالاتو د بدلېدلو او له فکره ډک وړانديز به په سپینه ماڼۍ کې د موضوعاتو په بدلولو کې مرسته وکړي.

ما ورسره په همغه ماښام د رپوټ د لیکلو وعده وکړه ، څو راتلونکى سهار د هانک د وظیفې سره سم یې هغه په دفتر کې تیار ولري. د هانک سره د خبرو کړلو وروسته د ټليفون ترمخې كېناستلو او د امريكې د حکومت او د هغه په جگپوړو په هغه بې ارزښتې او ناپوهي چې نشي کولای دلته په افغانستان کې اساسي نظامي حالات درک کړي، فکر کاوه.

ښايي زه په هغه اندازه د هغه څه په اړه چې زما په باور ساده و، هومره روڼ او واضح نه وم.

د طالبانو د نظامي ځواک زیاته برخه او د هغوی د بهرني ملگرو گروپونه د القاعده په گډون د احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې په وړاندې دلته راغونډ شوي وو. د لته په شمال او په سويل کې د طالبانو د کرښوترشا په اسانتیاوو باندې د بمبارۍ کولو د طالبانو په پوځې ځواک باندې د جگړې کولو په توان او خوښۍ باندې ډېر لږ او حتی هیڅ اغېز نه درلود.

 کوم معمولي پوځ موجودیت نه درلود او واضحً زموږ بمباري اغېزناکه نه وه. دا باید په ډانگ پېیلی حقیقت وي چې دلته یوازینۍ پوځي ځواک چې غواړي او کولای شي د طالبانو په وړاندې اغېزناکه جگړه وکړي، هغه د مسعود شمالي ټلواله ده خو بیا هم د متحده ايالاتو د پوځ د مرستې او د درنې بمبارۍ پرته هغوی دومره ځواکمن نه و چې د طالبانو کرښې ماتې کړي. موږ باید د بمبارۍ د کړنلارې ته بدلون ورکړی وای او د کابل او دتخار سره په لومړیو کرښو باندې و متمرکزه کړى وای.

 په مزار کې د دوستم د ځواکونو لخوا بری به په شمال کې د طالبانو مقاومت له منځه یونسي. دغه هدف ته د ورسېدلو اصلي کيلي د جنرال فهیم د ځواکونو سره وه.

تر څو چې د جنرال فهیم ځواکونه ساکن او بې اغېزې وي، ترهغې به طالبان د هېواد په سطحه واکمن وي. د کابل په لورې کرښو ماتې، د لویدیځ او کندوز په خوا د جنرال بریالي خان اوپه مزار شریف کې د دوستم د ځواکونو بری به په سويل کې د طالبانو په رهبري باندې د پام وړ اغېزه ولري. په سويل کې بې مېله قومي مشران به د طالبانو په وړاندې د وسلو اخيستلو ته وهڅوي. په سويل کې جگړه لږه ډاډمنه او ښایي د څو مياشتو لپاره وغزول شي، خو په شمال کې د طالبانو د ځواکونو ماتې به په سويل کې د طالبانو په وړاندې كاميابي حتمي کړي.

ځینې وخت به حیران شوم چې که چېري په واشنگټن کې وای په ځانگړی ډول په روانه مباحثه کې، ښايي ددغه ټکو په راوړلو کې له اوسه ډېر اغېزمن نه وای.

دلته په پنج شیر کې داسې ښكارېدله لکه زه چې په تور او ژور سوري کې نارې وهم. ناوخت ماښام مې د ارزښت ټاکنې رپوټ ولیکه او خپل فکر مې په هغه څه چې ورته مې د یوه لنډ، موجز او منطقي وړانديز فکر کاوه، راونغوښت. د نیمې شپې څخه لږ وړاندې مې رپوټ ورولېږه. ړ ماښام په اووه بجې عارف راغی ، څو ما اوریک د ډاکټر عبدالله سره د غونډې لپاره ولېږي.

د بې بې سي پر ټلویزیون مې ډاکټر عبدالله ډېر لیده او هغه ځان د شمالي ټلوالې لپاره ځان یو بااستدلاله او فصیحه ویناوال ثبوت کړ. په انگلیسي ژبه د غه پوره مهارت او د ښکلي لویدځ ډوله لباس د تلویزیون د خبریالانو په منځ کې چې د لومړی کرښې څخه لویه شمېره دیخوا راوښتل، یو مشهور شخصیت وگرځاوه.

د عبدالله سره زموږ لیدنه بیا هم په استنه کې د هغه په وړه بانډه کې ترسره شوله. په زړه پورې لیدنه وه او په دره کې ددومره لنډ وخت چې ما له هغه سره لیدلې او کتلي وو، ما هغه ډېر خوښ شو. ډاکټر عبدالله په همغه شپه ډېر ارام او خوښ و. هغه له كېنې پرته د بهرنیو چارو وزارت هغه پرېكړه چې امريكې ته یې دهغه د ليدنې څخه ملاتړ ونکړ، په بهرنیو چارو وزارت باندې د ناکامۍ پړه ورواچوله او ویې ویل چې یوازې وخت به دا څرگنده کړی چې د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېكړه یوه سهوه وه.

موږ د کابل په اړه د پریکړې لپاره د اوسنۍ هڅې په باره کې هم خبرې اترې وکړې او هغه وویل چې په واشنگټن کې د ځینو کړیو په شمالي ټلواله باندې د بې باورۍ له امله هم خبر لري. ما ډاکټر عبدالله او عارف ته وویل چې زما او ریک او د گروپ ځینو نورو غړو ته ځایناستي په نږدې وخت کې راروان دي ، څو زه هلته په روان کړنلارې جوړونكې بحث کې گډون وکړم. عارف لدغه پریکړې سره خوښ نه و خو عبدالله وویل چې د شمالي ټلوالې څخه په واشنگټن کې زما له شتون څخه هرکلی کوي. ددغه کار د ترسره كېدلو لپاره تر اوسه کوم ثابت پلان نه و رامنځ ته شوی او په پای کې ښايي دا کار هيڅ ترسره هم نشي.

څو ک خبر و ښايي کړنلاره او ستراتژي د منطق د قوي كېدلو او دلته په حقیقتونو باندې د پوهېدلو په صورت کې بدلون ومومي او ښايي موږ ټول د یوې اوونۍ په موده کې کابل ته ورسیږو، انشاالله مو ورسره وویلې! کریس او پاپي زموږ تر راتگ وړاندې رارسېدلي وو. کریس زما او ریک دپاره یو كېسۍ چې د ځانگړو ځواکونولخوا ورته ویل شوې وه، درلوده.

دوه ورځې وړاندې د تنکۍ غرمې پر مهال د كنټرول برج د طالبانو لخوا د ۴۱. ۵ ملي متري توپک (فکر کوم چې دهشکه به یې مراد وی. ژ) په واسطه د مستقیمو ډزو لاندې راغی. د بدلون او حیرانتیا لپاره داځل د هغوی نښه برابره وه او گولۍ د دېوال په بهرنی برخه او ځینې یې د کړکۍ څخه دننه راننوتلې.

له مېوري څخه پرته نور ټول په مځكه راپرېوتل، ميوري چې په مېز یې خپلې پښې ایښې او خپل چاقو یې تېره کاوه! یو چا پرې غږ وكړ چې ځان پټ کړي، هغه موسکا شو او ویې ویل:د طالبانو ډزې خو ډېرې سپږنې او بې نښې وې، که چېرې هغوی ما په دومره واټن کې په نښه کولای شي، هغوی د دې مستحق دي چې ما ووژني. هغه په سټيل باندې د چاقو تېره کولو او تیغ کشولو راکشولو ته په داسې حال کې چې مرمېو د کانكرېټ ټوټې او دوړې راپورته کولې، دوام ورکړ. ما او ریک دغه كيسې ته په ډار غوږ نیولی و. ما فکر وکړ چې مېوري باید دلته راولېږدوو. زړه ورتوب خو یو ډول وي خو داخو بېخي بل څه وو! ما له ریک وغوښتل چې مېوري ته ټليفون وکړی او هغه ته د بیرته راتگ امر ورکړي او ما د ارزښت ټاکنې رپوټ پر لیکنه پیل وکړ.

(1)  د ابوغريب په زندان کې د جنګياليو سره د شوي ظلم او سپکاوي په پرتله د عبدالحق وژلو ته بې رحمي ويل مناسب نه ده. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *