پنځم څپركى

د نولسم سپټمبر په سهار په پينځو بجو له خوبه راویښ شوم او یو ځل مې بیا په راسره توكو نظر واچاوه څو رایاد کړم چې په نومړو دریو بکسونو کې کوم توكي موجود دي. زياتې جامې مې په يو لوی بکس چې اوسپنيزه فریم یې درلود، ایښې وې. خواړه او نور توکي مې په دوه متوسطه اونرمو بکسونو کې و. د بکسونو وړل او څکول راته یو څه ستونزمن او بې رقمه ښکاره كېدل خو د مياشتو سفر او د اکمالاتو نشتوالی راته په ياد و.

 بیټسې خپل کار ځای ته د تگ تیاري نیوله. ما ارام کاوه او کافي مې څښله.

خپلې لور جینې ته مې ویلې و چې تر کار ځای مې په موټر کې وېسې څو موټر مې په سي ای اې دفتر کې ولاړ پاتې نشي.

بیټسي راکوزه شوه، کار ځای ته تگ لپاره تياره وه، خپله وروستنۍ خدای په اماني موسره وويلې، يو او بل ته د مينې داظهارولو او يو او بل څخه مو د جدايې په مهال د محتاط اوسېدلو د ټېنگار څخه پرته نور د ويلو لپاره څه نه و پاتې.. موږ د ښه ځنډ لپاره سره ودرېدو، ټينگې غېږې مو سره ورکړې وې او دهغې اوښکې زما په غومبوري راولوېدلې. په غېږ کې نیولو يې ډېر خوند کاوه او هغه حقیقت چې د مياشتو جدايې یې را په یادوله، دغه غېږ ه نوره هم له مانا ډکه کوله. موږ سره ومچول او ورته ومې ویل چې زه به بیرته خوندي راگرځم.

دې سر وښوراو د خبرو کړلو کوښښ یې وکړ خو غږ يې بندشو، موسکا یې وکړه، مخ یې بل خوا وگرځاوه اوله دروازې ووتله.

 دفتر ته د تگ په مهال جيني هم خو شبيني څرگنده کړه. ما ورته وویل چې سي ای اې د دفتر په دروازه کې به د ترورېزم په وړاندې رياست د لو جستيک افسرسره وينم اوهغه به ټول توكي د راټولولو(تر دې مهاله ناڅرگند. لېکوال) ځای ته ولېږدوي او د غرمې خوا او شا به خوځښت وكړو. زه پوهېدم چې جېني دخندا ډک مخ نه شو ساتلای خو هغه تکړه وه. جېني ډاډ راکړ چې هغه او کېټ به د بېټسي سره زما په نشتوالي کې په تماس کې وي. هغې ته مې وويل چې په دره کې د سمبال کېدو وروسته امکان لري چې د سټلایټ تېلفون له لارې ورته ټلېفون وکړم. دفتر ته په رسېدو مې جېني ته وويل چې موټر د دفتر مخ ته ودروي. ما د وېديو کمرې له لارې ځان وروپیژانده، او امنیتي مامور ته مې وويل چې زه کارمند يم او د پذیرايې د دروازې ترڅنگ له موټره ښکته شوم.

 له جیني سره مې رخصتي اخستنه پیل کړه. ټینگې غېږې مو سره ورکړې او په غومبوریو مې ښکل کړه په سترگو کې یې اوښکې راتاو شوې. هغه تاو شوه د موټر دروازه یې خلاصه کړه، بیا یې د موسکا سره راوکتل او ویې ویل چې پر ما گران يې او پر تا فخر کووم بيا به راځې. موټر ته ور ننوتله، زه هم ولاړ وم د جیني موټر ته مې کتل څو مې موټر له سترگو پنا شوه، دغه یواځینی ځای و چې له سترگو مې اوښکې را وبهېدې.

 توكي له وعدې سره سم تېره شپه فرانکفورټ، جرمني ته دترورېزم په وړاندې رياست او د ځانگړو عملیاتو د مامورینو لخوا لېږل شوي و. گروپ د ځانگړې فرقې او د ترورېزم په وړاندې د مرکز له نماینده سره د حمل او نقل د تيارولو لپاره ليدنه وکړه. ميوري، سټان او پاپي بايد په يوولس بجو حرکت کړای وای. موږ د خپلو شخٌصی بکسونو سره په لس او پينځه څلوېښت دقيقې موجود وای. ددې لپاره چې ما او ریک باید یو څه جدي لیدنې کړې وای، نوموږ لږ وروسته حرکت کاوه، زموږ وروستی ليدنه د کاپر بلاک سره وه. د هغې په څار د دوور هوايي ډگر ته بايد چارتر تجارتي الوتکه کې تللي وای. د گروپ له نورو غړو سره مو د مساپرينو د ترمينل د روانېدو په برخه کې لېدل. زموږ بله نابللې موضوع د اې پينځه سي الوتکې ددې په ځای چې په رين مين هوايي ډگر کې کښيني، په رمسټېن هوايي ډگر چې دفرانکفورټ څخه د سويل په خوا يو سل اويا ميله واټن لري، کښيناستله. زموږ په رسېدو سره يو ملكې بس چې بايد فرانکفرټ ته يې رسولي وای، ترتيبات نيول شوي و. له دې هاخوا نور داسې کوم شخصي څه نو و پاتې چې باید ترسره کړي مو وای.

زه په ۱۰:۳۰ بجو د ترورېزم ضد مرکز ته ولاړم او له هغه ځايه مې درې مليونه ډالر چې د کارډبورډ په بکسونو کې وؤ، له ځان سره را واخيستل. پيسې سل گون نوټونه و، ټول زاړه وو، په نويو بنډلو کې نه وې، او ټول په لس زريزه بنډلو کې وې. لس ددغه بنډلو څخه په پلاستيكې بنډلو کې چې هر يو يې سل زريزه بنډل جوړاوه، تړل شوي و. په هر بکس کې د ددغه خښتو لس بنډل په صحيح ډول بند شوي وو. د هر يوه بکس تقريبا پنځلس پاونډه وزن درلود نوځکه زه اړ شوم چې ددې د وړلو دپاره يوه کراچې پيدا کړم. ددغه دريو بکسونو هرې خوا ته څکول واضح يوه دنده وه.

 په لس او پينځه څلوېښت دقيقو زه د گروپ له نورو غړو سره په هوايي ډگر کې انتظار وم او د گروپ غړو په خپل منځ کې ټوکې کولې. ددغه مسلكې کسانو گروپ ته په رسېدو سره ارام شوم. دغه ډول ماموريتنونه د دوی لپاره عادي وؤ ځکه هغوی ډېر ځلې خطرناکه ساحو ته د دندې لپاره تللي وو، د ا شېبه هغه ډول لکه په کوم کمپني کې چې د نوکرۍ د ساعت د بدلېدلو پرمهال ډلې سره ولاړې او په خپل منځ کې سره ټوکې کوي. دوی په دې خوښ و چې دوی لومړی کسان و چې په افغانستان کې به د اونیو په موده د یو نا ازمویل شوي دوست سره د یوې خطرناکې کرښې تر شا چې په زرگونو طالبان او عرب جنگیالو په وړاندې واقع و، دنده اجرا کوي. موږ ټول له خطر څخه خبر و او داوطلبې موکړې وه، په ساده الفاظو که ووايم، زموږ دنده وه او باید پرته له ډېرې اندیښنې مو بشپړه کړې وای.  ما خپل درې بکسونه سټان ته وسپارل اوله هغه مې وغوښتل چې دغه پېسې د نور سامان سره يو ځای کېږدي، فرانکفورټ ته د سي پينځه اې پرځای په موټر کې په سفر له امله مو یو څه ټوکې سره وکړې اود هغې وروسته مو سامان شاته ورواچوه. مېوري، سټان او پاپي وروختل، او موټر حرکت وکړ. ما او ریک د جلسو خپله دوره پیل کړه. کله چې په دهلیز کې راوان شوم هر افسر چې به ددې ماموریت په باره کې اورېدلي و، رادرولم څو زموږ دپاره د ښه سفر غوښنتې دعا او په عین حال کې به هر یو زموږ د گروپ سره د یوځای كېدو ارمان کاوه. په دهلیز کې مې یو پخوانی دوست چېز برانډون هم ولید او د هغه سره مې ددغه ماموریت او زما د بچيانو په اړه لنډې او جدي خبرې وکړې. د چېز سره مې ددغه ماموریت او زما د بچيانو په اړه د خبرو کولو هغه حقيقت چې ښايي کور ته ژوندی را ونه گرځم، را ياد کړ.  رېک او زه دواړه د کوفر په دفتر کې په خپل وخت حاضر شو هغه گوښی و او د هغه سره مو روغبړ وکړ، د هغه د غونډې مېز گرد چاپیره كېناستو، د عادي خبرو اترو وروسته مې د خپلې تيارۍ ډاډ او د سفر د پلان په اړه لنډ مالومات ورکړل. کوفر مخ ته راټيټ شو او خپل لاسونه یو پر بل كېښودل، یو ځل يې ماته او بل ځل یې ریک ته وکتل او ویې ویل چې زه غواړم چې تاسې ته د تیارسی امر درکړم او غواړم چې ښه یې واضح کړم.  ما ددغه موضوع په باب د ولس مشر سره هم خبرې کړېدي، هغه هم راسره ومنله. ستاسې دنده داده چې شمالي ټلواله زموږ سره گډ کار او مرستې ته و هڅوی چې زموږ پوځ ته په پنجشېر دره کې اجازه ورکړي څو سيمه د عملياتو د مرکز په توگه يې وکاروؤ. د هغې نه پرته ستا دنده داده چې اسامه بن لادن او د هغه جگپوړي چارواكې پيدا او ويې وژنی!! يو څه يې خبرې ودرولې څو هغه څه چې یې وويل تېر کړي، او بيا يې ادامه ورکړه: زه نه غواړم چې اسامه بن لادن او د هغه جنایتکاره ‌ډله ژوندي ونېول شي. زه غواړم چې هغه مړه ووینم او نه غواړم چې ژوندي يې وساتم او په متحده ايالاتو کې د هغوی زندانول به د نوروو تروريستانو د راغونډیول لپاره یوسمبول او جالبه نقطه وگرځي. دوی زموږ په زرگونو بې گنا ښاريان ووژل. دوی حتماً بايد ووژل شي، او زه غواړم ددوی د سرونو انځورونه د نېزو په سر ووېنم! زه غواړم چې د اسامه سر ماته په يو بکس کې چې د وچ يخ څخه ډک وي، راولېږل شي!؟ زه غواړم چې هغه د امريكا ولس مشر ته وښايم. ما له هغه سره د دغه کار د ترسره کېدلووعده کړې ده! کوفر خبرو ته ځنډ ورکړ او بيا ېې وپوښتل چې ايا کومې خبرې چې ما وکړې په هغې ستا سر خلاص شو؟

رېک او ما يو بل ته وکتل او موسكې شوو. ما ورته وویل: کوفر ستا په خبرومې سر په پوره ډول خلاص شو،. زه نه پوهېږم چې وچ يخ به په افغانستان کې له کومه پيداکړم خو زه ډاډه يم چې په دښته کې به د نېزو سرونه ډېر پراته وي!!  د سي ای اې سره مې د ديرشو کلونود دندې په بهير کې لومړی ځل و چې محکمې ته د راکشولو په ځای د يو چا د مرگ امر راکول كېږي! موږ ولاړ شوؤ، لاسونه موسره ورکړل او موږ ته يې د برياليتوب دعا وکړله.  کله چې له دفتر څخه بهر ووتم، له ما ته د کاپر په ډول د خپل زړه ورتوب او ځان ښودونکې وېنا د الن ولف هغه وينا (هغه ته يې پکې ماتې ورکړه. لېکوال) چې په کال ۱۹۷۸ د اگسټ په مياشت کې مې ترې واورېده، را ياد کړله، هغه وويل چې سي ای اې به افغان کمونسټ رژيم راغورځاوي او ددغه کار لپاره هڅه همدا اوس له دغه کوټې څخه پيل کوؤ. موږ د ولف سره په مېز باندې څلور کسان په کوټه کې ناست و، چارچاپېر مې ټولوته وروکتل، او فکر مې وکړ چې نوموړی پلان ېواځې د څلورو کسانو په واسطه سرته رسول خو ډېرخوشبین ښکاري!! د کوفر د دفتر څخه دوتلو پر مهال مې همدې ته ورته احساس درلود. زموږ د ژامې ماتوونكې گروپ اوو کسانو ته ېې د کار خپله برخه را بېله کړه. !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *