اتم څپركى
د۱۹۹۲ كال داگسټ په مياشت كې وروسته له هغې چې زمادنده په رياض كې پاى ته ورسېده، زه لینگلي ته راوگرځېدم څو دنويوعملياتوچې (ايران دعملياتوځواك) نومېدل د مشری مسولیت په ِغاړه واخلم.
د۱۹۹۲ كال داپريل په مياشت كې كابل دمسعود، تاجكوځواكونولاسته ورغى اودنجيب حكومت له منځه لاړ. هغه وړاندوینه چې گټونكې مجاهدین به د کمونسټانو په وړاندې د بدل اخستنې لپاره ستره وژنه ترسره کړي، سمه نه وه.
نجيب دملگروملتونودفترته پنا يووړه اود هغوی په یوه کلا کې په غيررسمي ډول ترڅلوركلونوپورې نظربندپاتې شو، څودمجاهدينو نوی رامنځ ته شوی دولت دنجيب په اړه پرېكړه وكړي.
كله چې طالبان كابل ته په کال ۱۹۹۶ او د سپټمبر په وروستیو کې ورننوتل، دهغوی ترټولولومړى گام دملگروملتونودفتر ته په زورننوتل ؤ، چې نجيب له دفترڅخه كشولوراوباسي اوترټولوسخته او وحشيانه سزا وركړي.
په ټایم مجله کې هغه انځور چې ډاكټرنجيب الله په كې دسړك پرغاړه له ولاړې مټې په ناوړه توگه راځوړند و، لویدیځ ته دطالبانودغوښتنوڅرگند پيغام ؤ.
برياليومجاهدينود حزب اسلامي د لیډر(ښایي مراد یې جمېعت اسلامي وي. ژ) رباني ترمشرۍ لاندې په بيړه يوه نوې اداره را منځ ته کړله، او احمدشاه مسعوديې ددفاع وزير وټاکه.
خليلي اوس مهال په پاكستان كې ددغه نوي دولت سفيروټاکل شو، كله چې مجاهدينودنوي دولت ځواکمن او واگي یې په لاس كې واخيستل، سي، ای، اې ته په رسمي ډول امر وشوچې له مجاهدينوسره دمرستې دولس كلن پروگرام ته پای ورکړي. تر دغه وخت پورې د مجاهدینو لپاره د پخواني جوړ شوي پروگرام(د مجاهدینو سره د مرستې پروگرام. ژ) یوازې نوم پاتې ؤ.
زموږلپاره ددغه پروگرام بندول په دا مانا چې د هغومجاهدينوسره چې موږ ورسره معاملې کړې وې، اړیکه ونیسواو خداى په اماني ورته ووایو، خوپاكستانيانوته په كابل كې د روانو سياسي حالاتو له امله فرصت په لاس ورغى څوپه افغانستان کې خپلې اجنډا (موخې) ته دوام ورکړي.
پاكستان له گلبدين حكمتيارسره چې دنوي دولت دبهرنيوچارو وزير ټاکل شوی ؤ، ، اوددې ترڅنگ يې له نورو سخت دريځوپښتنو مشرانو ته د مرستې ورکولو ته دوام ورکړ څو دنوي تاجك دولت او نورغیر پښتون پروړاندې وجنگېږي.
پروفيسور رباني اواحمدشاه مسعوددپاكستان له دغومرستوڅخه بې برخې ؤاوبې له شكه چې دغه ډول حالاتوخپل منځي جگړې ته هرکلی وایه.
د۱۹۹۲ كال په نيمايي كې داحمدشاه مسعوداوگلبدين حكمتيارترمنځ دكابل په لوېديځه برخه كې جگړه پيل شوه، دڅومياشتوپه اوږدوكې دكابل ښارويجاړاوودانۍ په ودانۍ ړنگ او په لوټو او خاورو بدل شو، چې د هغې ورانۍ ځیني برخې خو لا تراوسه هم د کابل په ښار کې لیدل كېږي.
دپاكستان دغه ډول مرسته له گلبدين حكمتيارسره ډېره بېشرمانه وه اوخليلي په پاکستان کې خپلوخلكواونړۍ ته له دغومرسته څخه دپردې په پورته كولوكې ډېرفعال ؤ.
پاكستان دخليلي دغه ډول كړنې ستړى كړ(ويې نه زغملې)، نوخليلي اودده كورنۍ دپاکستان لخوا ونیول شو او د څو ورځو لپاره دده کور تنگ ؤ او د هغه کورنۍ هم وځوروله. د هغه په پاى كې دئ له بند څخه ازاد شوخو
اته څلويښت ساعته وخت وركړل شوچې دپاكستان له خاورې څخه ووزي، خليلي دامريكې د تابېعت په لرلوسره وكولاى شول چې خپله كورنۍ دامريكې شمالي ويرجينا ايالت ته ولېږدوي، كله چې زه امريكې ته دخليلي له راتگ څخه خبرشوم، نو سي ای اې دفترته مې خبروركړ، خوكوم رسمي دليل نه ؤچې ما اوخليلي يې بايدله مخې سره ليدلي واى، يوازې ددووملگروټوليزه ليدنه وه.
مابه په مياشت كې يوځل له خليلي سره دغرمې ډوډوۍ خوړه، هغه د مېډیا سره ښې اړېکې ساتلې او د افغانستان دولت ته به یې کار کاوه، ، ځینې وخت خو به دومره په زړه پورې څه ویل چې یو څوک به د هغه په هېواد کې د روانو چارو د څرنگوالي په اړه د پوهېدلو لپاره ورته غوږ نیوه، د ۱۹۹۰ په نیمایۍ کې د افغانستان خبرونه د وروستي مخ خبرونه وو او دا د جگړه سالارانو ترمنځ په یوه ډېر وران شوي او وروسته پاتې هېواد کې هغه ناندارې وې چې دجگړې لپاره پکې ډېر لږ او هیڅ څه شته والی نه درلود. خليلي پخپل هېوادكې د روانو حالاتو څخه سرټکاوه او خلیلي لکه د زیات شمېر نورو افغانانو په څیر د هغه حقیقت چې د متحده ايالاتو دولت او سي، ای، اې د مجاهدینو سره د بریالیتوب د راوړلو لپاره څومره مرستې وکړې، او اوس مهال چې بریا یې ترلاسه کړله، لیرې ولاړ دي او د هېواد په غمېزه کې د رادانگلو څخه انکار کوي، سخته کرکه کوله.
دده له نوموړې سردردۍ سره سره زموږترمنځ ملگرتياهمغسې توده وه، ما له خليلي سره دده په ستونزوكې پرته له غمشريكۍ نورهېڅ مرسته نه شواى كولاى، موږپه افغانستان كې نه سي، ای، اې پرسونل اونه هم سفارت درلود، او ما هم دغه پړه پرځان منله، دافغانستان په اړه زموږڅانگوچې په اسلام ابادكې وې ډېركم مالومات راكول، دهغوڅانگوډېرپام نشه يې توكيواواړوندچارو ته وه.
په ۱۹۹۴ كال كې زه اروپاته د(ايراني عملياتو) په دنده وگمارل شوم اوبیټسي ته هم په اروپا كې جي اېس او یا عامه خدماتو په څانگه کې مهمه دنده ورسپارل شوې وه، موږدواړه اروپاته دتگ له امله خوښ ؤ، زه له خليلي سره بياخداى په امانۍ ته اړشوم، وروسته خليلي دافغانستان دولت لخواپه هندكې سفيركړاى شو، هغه د ددغه دندې لپاره وړ شخص ؤ، په هغه وخت کې دا حقیقت چې زموږ دندو د یو بل سره مخامخ كېدل، ډاډي کول، ناشونۍ ښكارېده.
ماپه اروپاكې دڅلوروپينځوكالولپاره دپاتې كېدوهيله درلوده، خو په ۱۹۹۵ کال په اكټوبر کې دسي، ای، اې په لوړپوړوچارواكوكې دناڅاپي بدلون راغی، په اسلام اباد کې سیمه ایزه مشر د لوړې دندې د مشرۍ په غاړه اخيستلو لپاره قرارگاه ته ورغی او ماته امر وشو څو د هغه ځایناستی شم. دا یوه دنده وه چې ما ترې انکار نشو کولای، ما هر وخت دغه دنده غوښتله، زه او بېټسي په نوموړي دنده باندې وغږیدو، که څه هم چې زموږ تر منځ بل بیلتون سخت ؤ خو دنده ډېره قیمتي وه او د ۱۹۹۶ کال په جنوري د پاکستان په لورې وخوځېدلم.
د۱۹۹۶ كال داگسټ په مياشت کې مابيا دافغان اوپاكستان د سرحدي سیمو دعملياتومسؤليت پرغاړه واخست، په هغه وخت كې دپاكستان ډېرپام عنعنوي کورنیو حالاتو ته ؤ، سياسي بدلون هم له نږدې څارل كېده خود پاکستان د پام تمرکز دهندوستان سره په اړیکو ؤ، د هندوستان لخوا د نیول شوي كشمير کې د جنگياليوسره د هند د پوځ په وړاندې د پاكستان پټې مرستې، دهندوستان اوپاكستان ترمنځ اتومي جگړې ته ښه راغلاست وايه، دپاكستان حالات خراب ؤاو د هر واکمن سیاسي گوند له امله د زيات اداري فساد په کراره خو په ډاډ سره د بربادۍ په لور روان كړى ؤ، د دواړو لویو گوندونو–دنوازشريف ترمشرۍ لاندې دمسلم ليگ اودبېنظيربوټوترمشرۍ لاندې دپاكستان د پيپل(خلک) گوند د هغوی د واکمنیدو پرمهال د اداري فسادونوترمنځ كوم توپيرنه ؤ، له دې دووگوندونوڅخه به چې هريوپه واك كې ؤ، كوښښ به يې كاوه چې څومره زياتې پيسې هغوبانكونوته چې په بهركې وو، ولېږدوي.
په ۱۹۹۴ كال كې كله چې دگلبدين سخت دريزه قوماندانانو د مسعود، د شمالي ټلوالې لخواماتې وخوړه، نوپاكستان دغه ماتې دخپل سياست ماتې وگڼله، همدالامل ؤچې د ۱۹۹۴ په نیمایۍ كې پاكستان دملامحمدعمرترمشرۍ لاندې دطالبانو نوی پیدا شوي تحریک ته پام واړوه.
دطالبانوتحريك له هغوسخت دريځومدرسوڅخه چې په بلوچستان او د پاكستان په شمال لوېديزو ولايتونوكې وې راوپارېد، په سلگونومدرسو بې كوره افغان اودپاكستان غريبوماشومانوته كور، ډوډۍ اومذهبي درس وركاوه، له دغومذهبي مرستوسره دپاكستان دسخت دريځه سياسي گوندونو او په سعودې كې ؤ د بسپنې د څو لویو مرکزونو څخه ورسره شخصي مرستې كېدلې او په دغومدرسوكې زده كوونكيوته سخت دريځه، جدي اوحتی د اسلام د بې فکره بڼه ورته ښوول كېدله.
ملامحمدعمردمجاهدينوله وخته يوتجربه كار جنگيالى ؤ، هغه د جگړې یو ریکارډ جوړ کړ چې هغه ته یې په قران کې د زیاتې پوهې شهرت ورکړ.
په ۱۹۹۴ كال كې ملامحمدعمرخپل عمليات كندهارته وغزول اوپه ورو، ورو يې د رشوت خورو او بې قانونه قوماندانانو په وړاندې جگړه پيل كړ.
په لومړيووختونوكې خلكودملامحمدعمر تود هركلى وكړ، ملامحمدعمر له ځان سره ملگري راټول او دطالبانو نوم يې وركړ.
پاكستان دطالبانوتحريك له مخې په افغانستان كې خپلې سياسي موخې ته رسېدل شوني وگڼل اوله دې امله يې خپله ټوله مرسته طالبانوته متوجه كړه.
دپاكستان له دغه ډول مرستې سره طالبان په ثابت اوگړندي ډول دافغانستان سويلي ولايتونووالکه په لاس كې واخيسته.
د۱۹۹۶ كاله په نيمايي كې طالبانودهېوادپه درېيوكې دوه برخې په لاس كې واخيستې، داطالبانوتحريك چې دپاكستاني اوعرب جنگياليو پواسطه ځواكمن ؤ، دكابل په څنډوكې يې ځواكمنې دفاعي ليكې جوړې كړې او افغان اداره چې په هېواد باندې یې نازکه والکه لرله، له گواښ سره مخامخ کړله.
د۱۹۹۶ كال داگسټ ترمياشتې پورې دامريكې حكومت په افغانستان كې دسياسي بدلونونو څخه اندېښنه نه درلود ه.
د متحده ايالاتو حکومت په افغانستان کې یوازې په دوه سیمو کې لږه دلچسپې درلودله، يو په دغه هېواد کې د مخدره موادو د سخت زیاتوالي او بیا له دغه سیمي اروپا ته د مخدره موادو لیږد ؤ. دا حقیقت چې افغانستان د نړۍواله ترهگرو د پټیدلو لپاره لویه سرپناوه، راڅگندېده.
په هغه وخت كې په اسلام ابادكې بې ساري عمليات پيل شول، ددغوعملياتويوه برخه يې په افغانستان پورې اړونده وه چې هغه دميرعمل قاسي ښكارؤ، ميرعمل قاسي هغه پاكستانى بلوچ ؤچې دامريكې په مکلين، ويرجنيا په ۱۲۳ سړک، په کال ۱۹۹۳ د جنوري په درويشتمه سهار د سي، ای، اې مرکزي قرارگاه په عمومي دروازه کې دسي، ای، اې دوه تنه مامورين مړه اودرې نوريې ټپيان كړل.
ميرعمل قاسي پاكستان ته په تېښته بريالى شو، سي، ای اې اوایف، بې، ای له ډېروهڅو سره سره دهغه په نيولوبريالي نشول، هغه دخپلوبلوچوملگرولخواساتل كېده، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د کوټې او کندهار په سیمو کې یې خوځښت کاوه.
اسلام اباد يوافغاني گروپ دميرعمل قاسي دښكارلپاره جوړاو سي اى اې ورسره ددغه گروپ په جوړولوكې موافقه وكړه. دغه ډلې د طالبانو په اړه په سیمه کې د طالبانو د شخصیتونو او د هغوی د فعالیت څارگره مالومات راوړل او د څو سي، ای، اې څېړونکو افسرانو د دلچسپۍ سبب گرځېده او موږ په اسلام اباد کې د طالبانو او په افغانستان کې پر حالاتو پوهاوی پیل کړ.
که څه هم چې دغه گروپ ونه توانېده چې قاسي ښكاركړي، خو ما د اف بې ای سره د هغه عملیاتو په رهبري کې د هم غاړې توب څخه خوند واخست چې په پایله کې یې په کال ۱۹۹۷ د جون په ميا��ت کې مېرعمل ونیوه. د دلته ددغه كېسۍ ویل ارزښت لري، که نور نه وي، ددی دلایلو لپاره چې په نوموړو عملیاتو کې سي، ای، اې څومره مهم رول درلود، ارزښت لري). دا ما ته واضح وه چې یوه ورځ خو ژر د متحده ايالاتو حکومت به هغه حقیقت ته چې طالبان د افغانستان د پوره كنټرول کولو ته نږدې دي او کله چې پوره ځواکمن شو، هغوی به افغانستان د نړۍواله ترهگرو لپاره په یو بې مثاله ځاله بدل کړي، راويښ شي او ورپسې به د کانگریس نعارې او ژړا چې ولې سي، ای، اې نوموړی حالت له پامه غورځولای دی، راوپاریږي.
موږبايد د سياسي پرمختگ په اړه د مالوماتو په ورکولو پیل کړی وای. پوښتنه دا ؤچې څنگه دواشنگټن خپل لږ پام دغه هېوادته راواړوؤ؟ ددغه ډول هڅې د پیل په پام کې نیولو سره مو څو عامله او فکټورونه مخې ته ولاړ وو،
په سويل كې طالبانودجنگ سالارانوبې وسلې كول پيل كړل اوطالبانودغه عمل ددې لپاره په ټولنه كې دمنولو وړؤ چې ټولنه دشل كلن جنگ څخه ستړې وه، طالبانوپه لومړيووختونوكې ښه شهرت درلودخودوخت په تېرېدوسره خلك ددوى نه هم ستړي شول، دطالبانوله تنگ نظرۍ څخه چې داسلام په نام يې كوله خلك ستړي شول.
زيات قومي مشران دطالبانوله دغه كړنلارې څخه ستړي ؤاوداهغه قومي مشران وو، چې په زړه ورتوب سره دروسانواودافغان كمونيستي ژريم پروړاندې جنگېدلي وو، زه ډاډه وم چې دشرايطوپه برابرېدوسره به نوموړي قومي مشرانوحتماً له سي، ای، اې سره دطالبانوپروړاندې لاسنيواى كړى واى، خو په سويل افغانستان کې د طالبانو د سخت كنټرول په نظر کې نیولو سره به داډول اړیکې له ستونزو خالي نه وي.
په شمال كې دتاجكونظامي ځواك دطالبانوپروړاندې په جگړه کې نښتی ؤ خ وله بهرڅخه دمرستې له نشت��الي يې هغه ورو په وروټوټه كیدلواوشاتگ ته اړ كړ، دشمال له قوماندانانوسره اړيكې نيول هم يوڅه ستونزمن ؤخوزه ډاډه وم چې هغوى به له سي ای اې سره دلاسنيوي تازه کولو ته حاضر شي.
ماپه دې ترتيب فكروكړچې دانتقالي دولت له دفاع وزير احمدشاه مسعودسره اړيكې ونيسم، ځكه چې مسعودترټولوځواكمن قوماندان ؤاود په شمال کې یې د هر توکم گروپونو له مشرانو سره اغېزمنه اړیکې لرلې، او د هېواد په کچه یې د غیر تاجک قوماندانانو سره هم اوږدمهاله اړیکې لرلې.
مابايدواشنگټن ته له مسعودسره داړيكوټينگولولپاره يومعقول دليل وړاندې كړى واى، ځكه چې واشنگټن له طالبانوسره كارنه درلود، خودواشنگټن اندېښنه دنړيوالوترورويستانولكه اسامه بن لادن اودهغه ملگروته وه چې طالبانوساتلي وو.
د ۱۹۹۶ كال په مۍ مياشت كې اسامه بن لادن دامريكې د زیات فشار له امله خپله عملیاتي قرارگا له سوډان څخه افغانستان ته ولېږداوله، بن لادن په افغانستان کې د پخوانیو فعالیتونو په اساس دغه هېواد د ځان لپاره ښه امن ځای وباله. افغانستان ته دهغه له رسېدوسره سم اسامه بن لادن دسخت دريځه جهادي قوماندانانولكه پروفيسورسياف اويونس خالص ميلمه شو.
د اسامه د جهاد باورلیک او د لوېدیځې نړۍ سره د هغه مخالف دریځ او دپیسولوى صندوق په لرلوسره ملامحمدعمرهغه خپل گران ميلمه وگاڼه.
په ۱۹۹۰ كې پاكستان افغانستان اوسرحدي سيمووزيرستان ته دنظامي زده كړوپه موخه دخپلوكشميري جنگياليولېږل پيل كړل، دپاكستان دولت لپاره دغه خوځښت له ماناډك ؤ، داځكه چې دنړيوالې ټولنې اودمرېكاله دولت څخه په پاكستان فشارؤ، چې دكشميري جنگيال(د خپلواكې جنگيالي) كمپونه له خپل ملك څخه وباسي.
زيات عرب ترهگر چې له خپلوملكونوڅخه په منډه كې وو، په دغه كمپونوكې چې كشميري اوپاكستاني خپل خوښو (داوطلبو)په كې زده كړې كولې ځاى پرځاى شول، دغه اړيكې چې نن ورځ ددغولويوډلوترمنځ ښكاري، له دغه وخت پيل شوې.
کله چې د ۱۹۹۶ په نیمایۍ کې د ترهگرو دغه تور جوړښت په راڅرگندېدو شو، اسامه بن لادن د سي، ای، اې اصلي هدف وگرځېد.
په افغانستان كې داسامه شتون، له مسعود سره په کابل کې زما د لیدنې لپاره معقول دلیل پیدا کړ څو د اسامه او په افغانستان د بهرنیو ترهگرو په وړاندې د سي، ای، اې سره د هغه د مرستې د کولو توان او د هغه رضایت وسپیړو!
زه په دې هم پوهېدم چې زماپخوانى دوست خليلي چې تراوسه په نوي ډهلي کې افغان سفیر دی، د مسعود سره د یوې مثبتې او بریالۍ لیدنې په دايرولوكې اړين كس وي، مادغه وړانديز یوه تلگراف کې د ترورېزم پروړاندې دمبارزې مركزته ورولېږه، هغوی خپله د نوموړي سفر لپاره د بودیجې ورکولو هوکړه وکړله.