دېرشم څپركى
ریک سټان او ډاکټردکابل سره له لومړۍ کرښې څخه دغرمې لږ وروسته راوگرځېدل او خبر یې راکړ چې یو ساعت وړاندې په موټرکې د راتگ پرمهال یې د قوماندان مسعود د قبر د غونډۍ سر د وېرکوونکو څخه ډک ولید. ما په دغه مراسمو کې د گډون هيله درلوده خو دعوت نه شوو. مانه غوښتل چې په داسې حال کې چې زموږ کورباگانو خپل احساسات څرگندول نابللی ورشم. په مراسمو کې زموږ گډون به دهغوی پام اړولی وای اومااحساس وکړچې دوېر او خپگان څرگندولو لپاره دغه وخت دهغه چا لپاره دی چې دقومندان سره اوسېدلي او دهغه سره یې په یو ځای جنگېدلي دي. دکړكۍ بهرنۍ برنډې کافي په چټكې سره پام ځان ته واړوه
او سټان، ریک او ډاکټرددغه کافي لومړنی پیالې په بیړه څښلې، فکر يې کاوه چې دکافي دوهمو پیالوتر ډکولو وړاندې به هغه ختمه شي.
ممتاز زموږ کورته دڅلور بجو په خوا اوشا کې راغی هغه له قهره ډک، خپه اوغلی ښكارېده اوویې ویل چې دقومندان مسعود لپاره مراسم ډېرپاروونكي ؤ. زه پوهېدم چې هغه ټوله ورځ ژړلي ؤ او زه پوهېدم چې د ده لپاره دغه سخته ورځ وه. ما ورته وویل چې دغرونو په سر هوا ښه ده.
او زموږچورلکې له دوشبې څخه خوندي راورسېدې.
موږ هیله مند ؤ چې د اې گروپ به دخپل مهال وېش سره سم په همغه ماښام راورسېږي. ممتاز وویل چې هغه به په انجمن کنډوکې دهواله ليدونکي څخه د هواحالات وپوښتي اوهمدارنگه دشپې مهال دگروپ د ليږلو لپاره موټروانان او موټرونه د ښکته كېدلو په محل کې انتظار کړي.
دماښام په شپږوبجومودټاسک فورس ډاگر سره په تاشکند کې تماس ونیوه اوریک دډگروال مل هولانډ سره خبرې وکړې. دهغه ماښام لپاره دهوا حالات ښه اټکل شوي ؤخو په لوړو ارتفاعوکې دیخ سره دمخامخ كېدو خطر ؤ.
۵۵۵ گروپ دندې ته تیار ؤ. دگروپ یوولس غړي به په دوه ټیټ غږلرونكو اېم اېچ 53 ډوله چورلکوکې دندې ته دتللولپاره الوتنه کوي. په استنه کې دکوزیدلوتخميني وخت لس بجې ؤ. ایډاوگرېک هلته انتطار ؤاودچورلکوله پیلوټانوسره یې لس دقیقې یازیات وخت تېر کړ څو د هوایي کرښې دڅراغونو په واسطه دمځکې په نښه کول، اودمځکې جغرافیایي کوارډنیاټ سره وڅېړي. جان محمد راغی اوله ما او رېک یې وغوښتل چې د اې گروپ داوسېدلولپاره دویم کور له نږدې وگورو. دغه کور زموږ د ځای څخه تقریباً پينځه سوه فوټه لرې ؤاودبارک دکلي په یوه غاړه باندې پروت ؤ. دغه یو دوديز د اوسېدلو دوديز کور ؤچې دخټوجوړشوی لوړو دېوالونوپه واسطه درې کوچنی ودانۍ چې هغه هم له خټوجوړې شوې وې، چاپېره وو.
لومړنیودوه ودانيو یو شمېر کوټې لرلې چې هره یوه یې پاکې اورڼاوې. دکوټوغولي خام ؤاو د نویواوځیږو قالینو په واسطه پوښل شوي ؤ. دریمې ودانۍ دتشناب سهولت هم درلود. (غولی یې له کانگرېټ جوړ ؤچې په کونج کې یې یوغور ؤاوداوبو یو لویه بوکه ؤچې دکمود په توگه کارېده. (لیکوال)اویوه کوچنۍ سیمه یې درلوده چې دپخلنځي لپاره کارېدله. جان درې ځوانان درلودل چې ټولویې په پاک کاري او جاروکولو کې ډېر زحمت وباسه اوهغه ډاډ راکړ چې دغه ځای به درې ته دمېلمنودراتگ څخه وړاندې اوسېدلوته تیار وي. هغه وویل چې دمېلمنولپاره به تازه خواړه سره دچای اوکافي کورته دسرتېرودراتگ سره سمدستي تیار ولري. کله چې ریک اوزه خپل ځای ته راروان و، ومو لیدل چې دغه نوی کوردمهماتوډیپوته څومره چې زموږځای ورنږدې ؤ، هغومره واټن کې پروت ؤ. زما په فکر چې جان محمد غواړي چې ځان ډاډه کړي چې که چېرې دمهماتو ډیپوانفجار وکړي، باید موږ ټول پکې له منځه ولاړشو. ریک وویل چې هغه تراوسه هم د 122 ملي متره راکټونوغږچې درې شپې وړاندې هاخوا دېخواغورځېدلاوري.
په استنه کې په حقیقت کې دکووزیدلودوه ځايونه موجود دي. پاسنی ساحه په اسانی سره دوه چورلکې په ورته وخت کې ځایولای شي. نسبتاً کوچنی دویم محل دغونډی په ښکته لورې کې اودسیند سره په افقي سطحه پروت ؤ. شمالي ټلوالې خپل دوه اېم اى 17 ډوله چورلکې په ښکتنی ساحه کې درولي وې. موږ هم خپله چورلکه ددوی دچورلکو سره یو ځای ودروله څودشپې دهوایي عملیاتولپاره پورتنی ساحه خالي شي. چې د اې گروپ یې لېږداوه کاوه باید دسويل لخواسیده اودرې ښکتنی برخې اودبارک دکلي له مخ څخه تېر اوبیا په سیند کې دکږلیچې سره چپ لورې ته چې دره پراخېږي، را گرځولی وای. دکوزېدلو دځاى دنښه کولوڅراغونه به دراتلونكې چورلکو پیلوټانو ته په داسې حال کې چې ځاى ته رارسېږي دڅودقیقولپاره په اسانی سره سره لیدلای شي.
ډاکټربه یوځل بیا هم دخپلوطبي سامانونو سره دگړندي وخت لپاره منتظر ولاړ وي. کریس به له ممتاز سره له نږدې څخه کارکوي څو ډاډه شي چې ټول موټراو د موټر چلوونكي حاضر وي اود اې گروپ به په چټكۍ او موټرونوته واچوي. مېوري اوسټان غوښتل چې پکې شامل وای، ما هم غوښتل خوپه موټروکې ځای کم ؤ نو د دې دپاره باید زه له پاتې نور گروپ سره په خپل ځای کې پاتې وای. دشپې په نهو بجو د هرکلي گروپ تیار او د کوزېدلو ځاى په نښه شوی ؤ. رېک داېچ اېف مخابرې په واسطه له موږ سره اړيکه ونیوه او ویې وویل چې ممتاز سره له ټرانسپورټ راورسېده. څلوردانې هایلوکس پک اپ موټرونه او څلور سرف جیپونه وو. تقریباًپه نهو نيمو بجو زه، ميوري اوسټان دکور بام ته وختلواوموږ د شپې عینکې هم درلودې څوچورلکې دکوزېدلو ځاى ته دتېرېدو په حال کې ووينو.
یوارام ماښام ؤاودتېرو دوه شپو څخه لږ څه گرم اواسمان هم پاک ؤاوسپوږمۍ هم دخپلوتیاره جاموڅخه د راوتلو په حال کې وه چې پریمانه چار چاپېره رڼا یې خوروله او د عینکوسره یې مرسته کوله. دراتلونكو چورلکو پیلوټانود الوتلولپاره د دې څخه غوره شپه نشوه پیداکولای.
په لس نيمو بجو ما او ريک په مخابرې اړیکه ټینگه کړه څو د راتلونكو چورلکو دراتگ حالت سره وڅېړواود ټاسک فورس ډاگر لخوا وروستنی پیغام په نهو بجو او پنځه څلوېښت دقیقو باندې راغلی ؤاو هغوی خبر ورکړی ؤچې الوتنه دمهال وېش څخه لږ وروسته پاتې ده ځکه چې د غرونو په لوړو څوکو د تیز باد او یخ سره مخ دي. موږ يوازې دومره کولای شول چې انتظارودرېږو. بیا دشپې په لس نيمو بجو موږ شمال لورې ته دچورلکو وهونکو(درز لرونكې)څرخونو غږواورېد. دوی ټیټه الوتنه کوله او دغږڅخه موږ پوهېدوچې د درې په منځ کې سیده دسیند دجریان په تعقیب سره راروان ؤ. ماریک ته په داسې حال کې چې دوه توررنگه چورلکې زموږپه سر دتېرېدلو له امله غړمبهارکاوه، اوتقریباد يو سلو پنځوس فوټه په لوړوالي سره یې الوتنه کوله، دلاسي مخابرې په واسطه اړیکه ونیوه. دوی زموږ له موقیعت څخه په چټكۍ سره تېرې شوې او دکلي څخه لږ وړاندې چپ لورې ته چې غټ کږلیچى ؤ، وگرځېدلې. دوی تقریبا یومیل دکوزیدلو ځاى ته ورنږدې شوې وې، خوکله چې دوی د درې کږلیچي ته ورننوتلې، دانجنونوغږ یې بدلون وکړ. دا ښکاره وه چې دوی حرکت کراره او په هوا کې درېدلوته یې تیاری نیوه. مېوري ډېرکوښښ کاوه چې ددې ښکته لورې ته په پام سره وگوري. ميوري وویل هغوی ښکته كېدلوته تیاری نیسي د دې فکرکوي چې دکوزېدلوکوارډنیاټو کې موقیعت لري خو دوی یو ميل یا لیرې زیات واټن لري. غږ بیا بدلون وموند اوهغه وویل هوخدایه دوی خوښکته كېږي، دا خو ټوله سره گډه وډه شوه. ریک مخابره وکړه چې د درې په پورتنۍ برخه کې دوه چورلکې دکوزیدلوپه حال کې ویني. بیا سمدستي یوې چورلکې پورته حرکت وکړاو له بلې چورلکې څخه لیرې ولاړه. کله چې ریک دپېښې په باره کې وغږیده، دوهمه چورلکه هم پورته شوه، داسې ښكارېده لکه دکوچنی غونډۍ څخه چې پورته شي اوبیاکېني تقریباً یوه دقیقه وقفه وه اوبیا دواړه چورلکې په هوا شوې اوانجنونو یې غړمبهار تېز کړ. دکور دبام څخه موږ ولیدل چې دواړه چورلکې زموږ خواته بیرته راروانې شوې اودرې سوه فوټه لوړې شوې اود درې شمال لورې ته زموږ په سرونوتېرې شوې. دکوم علت په اساس هغوى د کوزېدلوځاى غلط کړی ؤ او د555گروپ یې په دوومختلفوځايونو کې کوز کړى وو. په مخابره کې د ریک اواز مات شو. هغه وویل چې هغوی به له هغه ځایه حرکت وکړي څوگروپ پیداکړي. دوی سره بېل بېل ؤ. دوهمې چورلکې گروپ ډېر لرې د درې په ختیځه برخه کې ښکته کړی ؤ. ریک ته مې ځواب ورکړچې ميوري سټان او زه به پیاده ووځو څوهغوی ولټوو. داسې ښکاري چې موږ ته به لومړنی گروپ ستاسې څخه نږدې وي. هلته به سره وگورو موږ په زینوکې ښکته منډې کړې، څراغونه موهم راواخیستل او د کلي په خوامو ښکته د استانې په لورې حرکت وکړ. موږ ډېرگړندي روان ؤتقریباً منډې ته نږدې ؤ او له ځان سره مې پوښتنه پیداكېدله: چې څنگه كېدلای شي چې دغو کسانو د کوزېدلو ځاى غلط کړى وي. یواړخیزه ښکته كېدل خوهم نه ؤ، دښکته كېدلو ځاى هم په نښه شوی ؤ. دوی خوبایدله دوه میله واټن څخه هم لیدلي وای. او ولې دغه دوه چورلکوگروپ سره بېل کړ؟که څه هم چې دوی پوهېدلي دي چې دوی په صحیح کوارډنیاټوکې نه ښکته كېږي، گروپ یې ښکته کړاوبیا یې ولې یوځای ښکته نه کړل. تقریبا دکلي څخه یومیل بیدیا، سړک دسیند غاړې سره غزېده. دکوچنیو کانالونو یوه لړۍ د سیند او سړک تر منځ بهېدله او ميوري له دغه لندې سیمې ورپورې شوڅوهغه نقطې ته چې موږ فکرکاوه چې لومړی چورلکه پکې کښیناستله تېز ورورسېږي.
موږختیځ او زموږ مخامخ لورې ته چې سیمه په غونډیوبدلېدله، څراغونه لیدل. هغه سیمه چې لرگي ؤ او دځنگلي واښو په واسطه پوښل شوې وه اویوشمېر څراغونه ښكارېدل چې ها خوا اودیخوا گرځېدل ميوري وویل چې هغه به گروپ وي. دوی پوهېږي چې په غلط ځای باندې ښکته شوي دي اوموږته اشارې کوي هغه منډه کړه او د ولاړوکانالونواوبه یې ورزولې. اودڅراغونو په طرف ورغی.
ما او سټان کوښښ وکړچې په هغه پسې ورورسېږوخوهغه اوس دمنډې په حال کې ؤ څراغونه هم زموږ په لورې راروان ؤ، او ميوري ورغږکړ موږ امريكایان یو، دېخوا موږ امريكایان یو، موږ دميوري څخه تقریبا شل فوټه لیرې ؤچې هغه دسیندغاړې ته ورورسېدداوبو جریان دلته تېز ؤاوپه شپه کې داوبو د ژوروالي مالومول ناشوني ؤ. ميوري تراوسه هم اوږده قدمونه اخیستل اوداوبو یخ جریان ته یې یوه سخته اوسطحي غوټه وروکړه. هغه په شدت سره لامبو وهله اوپه تیاره دلامبوله امله اوبه دسپین رش په ډول ښکارېدې. سټان او زه ودرېدلواودغه منظره موسروې کړه. سیند دلته پراخه ؤخوزموږ ښی خواته تنگ ؤ. سټان تیږې ولیدې چې دسیند هاخواپورې كېدلې اوموږ د تیږې په لورې حرکت وکړ. مېوري دسیند هاخواته ورسېد او د څلور فوټه جگ دخټوله پولې (مورې)سره مخامخ شو. هغه دسیند له غاړې دخس اوخاشک (یو ډول بیکاره بوټي)څخه په تیزی سره تېر شواوبیا دپنجواوپښو وهلوپه مرسته دښوینې پولې سرته پورته شو. کله چې ميوري ودرېده، څراغونه تقریبا د لسو فوټوپه واټن کې ؤاو د ده په لورې یې وربلولې. هې امريكايان يو، زه یو امريكایي یم اودلته راغلی یم چې له تا سو سره وگورم. ولې ځواب نه راکوى؟
هغه کسانوچې څراغونه یې نیولي ؤمېوري ته ورنږدې شول. اومېوري ولیدل چې دوی دامريكې ځانگړي ځواکونه نه بلکې یوڅو افغانان ؤچې د دغه شوراو نا کرارۍ له امله له کورونوبهر راوتلي ؤ.
ميوري چې په خټو لړلی ؤ، اوټول لوند ؤ چې دسر ویښتان یې ټول په سر باندې سرېښ ؤ. هغوی ته په بهرنۍ ژبه کې چېغې وهلې.
دوی ښایي فکر کړی وي چې دی دبهرنۍ فضا کس دى. له نېکمرغه هغوی سره وسلې نه وې ، زه اوسټان دسیند څخه پورې غاړې کې و، چې پښې پورې شوؤ. ميوري هم زموږ چپ لورې ته ؤ. دیوشمېرموټرو څراغونه هم زموږ ښکته او پورته كېدل اوموږ پوهېدوچې زموږ د هرکلي گروپ دی د اې گروپ په لټه کې ؤ.
موټرو خپل لوري ته بدلون ورکړاوموږهم ددوی په خوامنډې پیل کړې. مېوري هم زموږ مخې ته راغی او د 555 نیمایي گروپ هم همدلته په سیمه کې ؤ. دوی خپل سامان په یوه کړۍ کې د دفاع دپاره ایښى ؤ او زموږ د رارسېدوپه انتظار ؤ یوسرتېری چې وارنټ افسر ډي د کړۍ څخه راووت او د رارسېدونكي گروپ په لورې په احتیاط سره ورغی. ميوري هغه ته په داسې حال کې چې خپل لونداوپه خټوککړ لاس یې وروغزوه اوویې وویل: اې ملگرو، زما نوم ميوري دی:افغانستان ته په خیرراغلی. موټرتقریبا شل فوټه لیرې ودرېدل او د درېدو څراغونه یې بل ؤما ولیدل چې ریک د موټر څخه ښکته شواوما اوریک دځانگړوځواکونو گروپ ته د رسېدو لږڅه وړاندې سره یوځای شو. ماخپل لاس وروغزاوه اوومې ویل: افغانستان ته راتگ له امله درته هرکلی وایم: موږ دسي اى اې هغه گروپ یو چې تاسې به ورسره دلته کار کوی.
سرتېري یوڅه گنگس ښکاره شو. او د ده د اوږې هاخوا مې ولیدل چې د اې گروپ نورغړي زموږ په خوا د حرکت په حال کې ؤ. ماورته وویل چې موږ موټر لرواوموږ به تاسې سمدستي وروسته دهغې چې ستاسې پاتې کسان پیداکړو خوندي کورته ولېږدوو. کله چې تاسې هلته ځای په ځای شوی تاسې ته به تازه کافي اوتازه خواړه هم تیار وي راځی چې سامان موټروته ورواچوؤاو پاتې ملگري مو پیداکړو. کله دغه کار ترسره كېده، ساعت ته مې وروکتل دا وخت د شپې يوولس بجې وې. کریس وویل چې د دغه او ډي اې نیمایي گروپ سامان څلورپیک اپ موټرې ډکې کړې. هغه وویل چې دغه
موټرباید سامان ولېږدوي او بیا د هغې خوا څخه خالي موټر دگروپ بلې برخې سامان ته راولي. وارنټ افسر ( ډي) (1) زموږ سره هوکړه وکړه. د دغه گروپ دوه کسان اوزموږ دگروپ څوکسان د خوندي کور په لورې ولاړل. د 555 گروپ پاتې برخه موسهارپه دولس بجو او دېرشو دقيقو پیداکړه. دوی هم خپل سامان په واسطه یوه دفاعي کرښه جوړه کړې وه او د دې لپاره چې یا چاپیداکړي وای او یا هم د سهارسپېدي چاود لپاره انتظار ؤ. دگروپ قومندان تورن آر له دې امله چې موږ یې ولیدو، ډېرخوښ شو. په دولس بجو او پنځه څلويښتو دقيقو مو د او ډي اې ټول گروپ خوندي کورته راورساوه. د ژمنې سره سم جان محمد هم د خپلو هلکانو په واسطه گرمه ډوډۍ ،چای اوکافي هم تیار کړي وو. سټار بکس کافي وه. موږ د تورن آر(2) او د هغه کسان له دې امله خبر کړل. په سپین او رڼا کورکې دننه ومې لیدل چې ټول گرو پ په یونیفارم کې ؤ موږ په دې چې ولې دغه دوه چورلکو د کوزیدلوځاى غلط کړ هیڅ پوه نه شوو. موږگمان وکړچې یا خو پیلوټانوته غلط جغرافیاوي کوارډيناټ ورکړل شوي او یا د هغوی فکرونه گډوډ شوي اوفکر یې کړی چې دوی په هدف باندې دي خود هرکلي گروپ لا نشته، د دغه غلطۍ له امله څوک زخمي نه شول.خو غلطې ترسره شوه.
موږ انجينر عارف ته ډېره ستاینه کړې وه چې ځانگړي ځواکونه په شپه کې هم په خپل هدف باندې د کومې ستونزې څخه پرته كېنستلای شي اوموږ به د اې گروپ دکوزېدلو ځاى ته د رسېدلو وروسته د څو دقیقوپه بهير کې هغوى راوباسو. ددې په ځای لکه موږ چې په منځني ختيځ کې ويلي وو دا یو تاریخي توپیر ؤ. د درې د ټولو برخوکلي وال په دغه لټون باندې خبر شول اوزیاتوکسانوخوپه لټون کې برخه هم واخیسته. زه ډاډه وم چې دشپې دپېښې مالومات انجينرغارف ته دسهار دسپیدي چاودسره سم رپوټ کړای شوي او همدارنگه له دې چې گروپ په یونیفارم کې راغلی هغه ته خبرورکړل شوى. انجينرعارف سره دمعاملې کولولپاره یوبله په زړه پورې ورځ وه.
———————-
(1) وارنټ افسر هغه مسول کس و چې د گروپ د غړيو د خوځښت او خوندي اوسېدلو مسوليت يې په غاړه لري. ژباړن
(2) ليکوال د خپلو مامورينو د نومونو د پټ ساتلو لپاره د شخص د نوم يوازې يو حرف ليکى دى، هيله منديم چې لوستونکي ته د قضاوت په مهال ياد وي. ژباړن