يودېرشم څپركى 

د۵۵۵ د گروپ په راتگ سره ددې لپاره چې دورځې زیات کار مومخې ته پروت ؤنسبتاً وختي پاڅېدلو. موږباید د اې گروپ په همدغه سهارزموږدشمالي ټلوالې دکوربه گانوسره دحالاتواوموضوع گانوڅخه خبر کړی وای، اوهمدارنگه هغوی مو انجينرعارف ته ورپېژندلي وای اوله هغوی موغوښتي وای چې ۵۵۵ گروپ یې بگرام ته لېږدولى وای څو له جنرال بسم الله خان سره یوځای شوي وای. مااوریک له سټان څخه وغوښتل چې د اې گروپ سره یوځای شي څوزموږاودهغوی ترمنځ اړیکه وصل شي. سټان ددغه رول دپاره منطقي انتخاب ؤ.

ځکه چې هغه دجنرال اودهغه مهموافسرانو سره ښې وظیفوي اړیکې درلودې. دې ته په مساوی ډول مهم داؤچې دسټان مهارت په روسي ژبه کې به د اې  گروپ زموږافغان کوربه گانوترمنځ داسانه پوهاوي سبب وگرځي.

مېوري مخکې له مخکې دA گروپ دڅوکسانوسره ملگرتیا جوړه کړي وه اوهغه هم په خپله خوښه دسټان سره بدرگې ته تیارشو. ریک، کریس، سټان، مېوري اوزه د۵۵۵ گروپ خوندي سمڅې(1) ته پیاده ورغلو او سرتېرو خپل توكي ددې په هیله چې دورځې په وروستی برخه کې به ددندې لپاره سويل ته ولېږل شي، تیارول.

دگروپ غړي ارام ښكارېدل اوواضحً دوی له دې چې افغانستان ته رارسېدلي ؤ، خوښ ؤ.

دوی له دې امله چې موږ ورته داوسېدلوښه ځای، سټاربکس کافي اودتازه خواړه ورکول، پام نشو اړولای. دوی دلته دراتگ سره فکر کاوه چې هغوی به بهرپه سخته هواکې دکمپونولاندې په خوندسره کارکوي. دغه هوسایي اوارامتیا دهغوی دپاره تقریباً دخپگان سبب گرځېده (لیکوال دلته د خپلو ځواکونو ستاینه کوي. ژ). تورن آر اوساتندویه افسر ډي او د گروپ جگپوړوغړوته د دې په اړه چې ورځ به څنگه تېره شي، تشریحات ورکړل. اوهمدارنگه مې هغوی له هغه پلان چې له مخې یې گروپ نن ورځ دبگرام هوایي اډې لېږدېده، خبر کړل. ما اوریک سټان اومېوري هلته پرېښودل څوټول گروپ ته تشریحات ورکړي. کله چې موږکورته راوگرځېدو، ممتاز خبر راکړ چې انجينر عارف غواړي چې په لسو بجو د ليدنې لپاره دلته راشي. ریک د اې گروپ ته بیا ورغی څودگروپ مشر دانجينر عارف سره دلیدنې لپاره راوغواړي.

لیدنې ته دتیاری لپاره ډېرلږڅه اړین ؤ (موضوع ښکاره وه. ژ) موږقرارگاه ته تېر ماښام یولنډ تلگراف ولیږه څوهغوی د او ډي اې 555 گروپ دخوندي رارسېدلوڅخه خبر کړو خوما بیا هم غوښتل چې ددغه عملیاتو له مکمل تشریحاتو څخه یې هم خبر کړم. ماغوښتل چې د اې گروپ لپاره زموږ د هرکلي گروپ د تیاري نیولو، دکوزېدلو ډگر په احتیاط سره په نښه کول، دلارې په اړه دځانگړوعملیاتو د پیلوټانو او زموږ د پیلوټانو تر منځ مخکې له مخکې تماس اودکوزیدلو دمحل لپاره دجغرافیایي کوردنیاتوتايېد او تصدیق په صحیح ډول بیان کړم. ماشک گاڼه چې ټاسک فورس ډاگر به د  اې گروپ د هوایي ډگر د غلطولواو په پايله کې دگروپ  په یوځای کولوکې دگډوډۍ اوحیرانتیا درامنځ ته كېدلوله امله کومه موضوع جوړه کړي خو که چېرې داسې شوي هم وای، ما ددغه موضوع حقیقت په رسمي تلگراف باندې غوښتنه کوله.. دسهارپه لیکونوکې یو لیک مخ ته راغی چې یوڅه خپگان زېری یې درلود. د اېن اېس سي په سویه باندې د سي اى اې لخوا د دوامدار فشار سره سره، دبهرنیوچارووزارت بې لا خره اوپه ټینگه سره دواشنگټن څخه دډاکټر عبدالله لیدنه رد کړه. ما باید عارف له دغه موضوع خبر کړی وای. عارف دقیق په خپل وخت راغی. کله چې ما اوریک هغه دغونډوکوټې ته بدرگه کاوه، دهغه طبعیت خوښ ښكارېده. هغه واضحاً له دې چې د اې گروپ رارسېدلی ؤ، خوښ ؤ.

ماله هغه څخه دتېرې شپې دگډوډۍ اوحیرانتیا له امله بخښنه وغوښتله او د دغه ستونزې پړه مې دلومړۍ چورلکې په غیبجنو اسبابو باندې ورواړوله. زه ونه پوهېدم چې عارف دزما په كېسۍ باور راغلی وي خوهغه دغه موضوع دلاس په ښورولو سره له منځه یووړله. هغه وویل چې مهمه داوه چې د اې گروپ دلته خوندي راغلی وي. عارف غوښتل چې پوه شي چې کله د اې گروپ بگرام ته دتگ لپاره تیار دی. ما ورته وویل چې هغوی همدا اوس هم دتیاری نیولوپه حال کې دي. کله چې لوجستیكې ترتیبات اود جنرال بسم الله خان سره اړیکه ونیول شي، گروپ سويل ته ددندې لپاره تیاردی. ما ورته وويل چې سټان اوميوري به دگروپ سره په دنده وگومارل شي څود جنرال بسم الله خان سره اړیکې ترتیب کړي. کله چې ماوویل چې زه غواړم چې عارف دگروپ قومندان ته وروپېژنم، خوله یې له خندا ډکه شوه. کله چې ریک لاړ څو آر را بدرگه کړي، ماله ځان سره وویل چې هو هغه خو په پوځي یونیفارم کې دی! تورن آر کوټې ته د ریک څخه مخکې راننوت اودعارف مخامخ مېزته ودرېده. عارف ولا ړشواو آر په داسې حال کې وروکتل چې ورکوږ شوڅولاس ورکړي. دعارف له مخ څخه موسکا هیڅ ورکه نشوه. اولکه دنور وخت په څېریې داوسېدلودځای اودخوړو دښه والي په باره کې پوښتنې کولې. تورن آر عارف ته ډاډ ورکړ چې ۵۵۵ گروپ څنگه چې زموږ افغان کوربه گان هغوی ته دتگ امر ورکړي، تیاردی. عارف هغه پوښتنه چې ما یې انتظار کاوه، ترې وکړه آیاد آر کسان به د دښمن دځايونو په ضد د جگړې په ډگر دلایزر په واسطه په نښه کولوعملیات ترسره کړي؟آر په چټكۍ سره ځواب ورکړ. صاحب: دایواځنی دلیل دی چې موږافغانستان ته راغلي یو. څنگه چې دبگرام په هوایي اډه کې ځای په ځای شو، موږ به د دښمن ځايونه د بمبارۍ لپاره په نښه کول، پیل کړو.

دعارف مخ هم له موسکا څخه ډک شو اوویې ویل چې داخو ښه زېری دی. سويل ته دخوځښت لپاره به تیارى نیول دلیدنې وروسته سمدستي پیل شي. دعارف یا زموږدنوروافغان کوربه گانوله خوا دیونیفارم موضوع په هغه وخت یا وروسته هم هیڅ ذکر نه شوه. ما باور درلود چې د آر لخوا د لایزرپه واسطه دهدف نښه کولوپوښتنې ته مثبت ځواب، دیونیفارم موضوع حل کړه. دامريكې لخوا دشمالي ټلوا لې ددښمن په ضدبم غورځول دشمالي ټلوالې رهبرانوته له دې چې د اې گروپ څه ډول لباس په تن ولری، ډېر زیات ارزښت درلود. ما اوریک دانجينر عارف څخه الفا گروپ شتون ته دقومندان عطا دغبرگون په اړه وپوښتل. عارف یوڅه ارام اوخپه شو. هغه وویل حالت هلته جدي دی. هغه د سي اى اې لخوا دپیسې دورکړې څخه منندوی ؤخوددوستم سره دالفا گروپ شته والی دمنلو وړنه ؤعطاد مزارشریف په سیمه کې یو لوی قومندان ؤ او مزار شریف په دوديز ډول دتاجکو تر ولکې لاندې سیمه ده.

عطا له دوستم سره اړیکې درلودې اوله دې چې ماښام دهوا له لارې وسلې غورځول کېږي، خبر شوی ؤ. عطا خبر داری ورکړی ؤ چې که چېرې دوستم ته دغه وسلې وروغورځول شي، هغه به ددوستم په ځواکونوبرید وکړي. ما عارف ته وویل چې له دغه ډول عمل سره به واشنگټن ډېر زیات خپه شي. دالفا گروپ دغړو ژوند به له اړتیا پرته په خطرکې واچول شي. اوددې ثبوت چې دشمالي ټلوالې دوه قومندانان ددښمن مخې ته په خپل منځي جگړوکې ښکېل دي، په واشنگټن کې دزیاتو کسانودانظر چې دامريكې دمرستې تمرکز باید په سويل کې دپښتنو سره وي، تصدیق کړي.

ماله عارف وغوښتل چې له جنرال فهیم څخه وغواړي چې عطا اړ کړي چې ارام شي اود دوستم په ضد دجگړې هرډول پلان له منځه یوسي. عارف هوکړه وکړه چې له فهیم به وغواړي چې د ورځې په بهير کې له عطا سره اړیکه ونیسي. په دې وخت کې زه پوه شوم چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ډاکټر عبدالله د ليدنې ردول ښايي چې د یوې مثبتې پايلې لپاره وکارول شي. دابه زما د هغه تبصروچې په لویدیځ افغانستان کې دشمالي ټلوالې د دوه لویوقومندانانودجگړې اغېزه یې په واشنگټن کې په گوته کوله، په ځواکمنولو کولوکې مرسته وکړي. ماله عارف څخه له دې امله چې دبهرنیو چارو وزارت دډاکټر عبدالله ليدنه ونه منله، بښنه وغوښته خوداپه واشنگټن کې دلوړو پوړو چارواکو له خوا دشمالي ټلوالې داوږد مهاله هدفونوپه وړاندې دهغوی بدگماني تصدیق کوي. ما ترخپله حده کوښښ وکړڅوشمالي ټلواله په افغانستان کې زموږترټولوځواکمن ملگری په حیث وروپېژنم اوفشارمې راوړڅودامريكې دبم غورځونې کمپاین ټول زور دلته په شمالي کې دطالبانوپه وړاندې متمرکز کړي څوشمالي ټلوالې ته دبريد کولولار پرانستل شي. زمابحثونوتراوسه پورې دسي اى اې رهبري کړی اونورکسان د اېن اېس سي ټولنې په منځ کې د دغه ستراتیژی دسمولولپاره رضا کړي دي اوهیله مند یم چې په پايله کې د رهبرۍ پاتې کړۍ به هم له دې هوښیاری چې په شمال کې په جگړه باندې تمرکز وکړي، خبر شي. سره له دې ددوه جگپوړوقومندانانوترمنځ جگړه د دې په سر چې څوک باید د سي اى اې گروپ مېلمه کړي، او یاڅوک یواندازه وسله اومهمات باید تر لاسه کړي، به داپه ډگر کړي چې دشمالي ټلوالې سره له مرستې بایدډډه وشي اوپه دوی باندې دطالبانوپه وړاندې دجگړې په رهبری کولوکې باور نشي کولای. عارف په مطلب پوه شواوویې ویل چې له دې امله چې عبدالله به ونه توانېږي چې دامريكې متحده ایالاتو ته سفروکړي، خپه شو اودی به عبدالله پخپله ددغه پرېکړې څخه خبر کړي. عارف ډاډ راکړچې هغه به له جنرال فهیم څخه وغواړي چې د دواړو قومندانانو تر منځ منځگړيتوب وکړي او هغوی وپوهوي. لیدنه له دې سره چې عارف تصدیق کړه چې هغه به له ممتاز وغواړي چې د اې گروپ سويل بگرام ته ولېږدوي پای ته ورسېده. عارف وویل چې دمازدیگر پورې به هرڅه تیاروي. دالفا گروپ سره مې دمخابرې له لارې اړیکه ونیوه. آر جي د دوستم سره له لیدنې همدا اوس راوتلی ؤ. اوهغه هم تصدیق کړه چې عطا گواښ کړی ؤ چې که چېرې د دوستم ځواکونو ته دهوا له لارې اکمالات او وسلې راوغورځول شي. هغه به ددوستم په ځواکونو باندې بريد وکړي ، آر جي وویل چې حالت ترینگړی ښکاري اوله ما یې وپوښتل چې د درې په دغه برخه کې له شمالي ټلوالې سره څه پېښږي؟

ماورته وویل چې له جنرال فهیم مووغوښتل چې راودانگي وکړي څودواړه قومندانانوسره اړیکه ونیسي. اود دغه احتمالي خطرڅخه یې منع کړي. ماله آر جي څخه دعطا دبريد په صورت کې دهغه پلان په اړه وپوښتل. هغه وویل چې دوستم ډاډ راکړچې هغه به دوی ته د بريد په وخت کې په کافي اندازه کسان د الفا د ساتنې لپاره ورکړي. آر جي وویل چې هغه احساس کوي چې دخوندي ساتنې دغه ډاډ قبول کړواونور خپل کارته دوام ورکړو، که چېرې عطا بريد وکړ، الفا گروپ به د حالاتو د پرمختگ سره سم عمل وکړي. ماورته وویل چې دماښام لپاره د وسلې غورځول وځنډوي خو آر جي  وویل چې باید ترسره شي. د دوستم ځواکونه اکمالاتو ته اړتیا لري. اودامهمه وه چې د پنجشېرڅخه دباندي په شمال کې دشمالي ټلوالې له قومندانانوسره د سي اى اې مرستې  پيل شي. دماسپښن وختي برخه مودعارف سره دلیدنې د پايلو او د دوستم اوعطا ترمنځ په حالاتو باندې درپوټ په لیکلوتېره کړه.

ماواشنگټن ته مشوره ورکړه او فکر مې کاوه چې دوستم ته دوسلې دغورځولوبندول به ترهغې چې حالات له خطره راووځي، هوښیاري وي. وسله مهمه وه خودوستم دوسلې په دومره لوی بهران کې نه ؤ. او د دې په هیله چې جنرال فهیم به مداخله وکړي. دیوې یا دوه ورځو لپاره داکمالاتو په غورځونه کې ځنډراوستل به یوه ښه کړنلاره وي.

څو له اړتيا پرته اورته ته تېل ورگډ نه کړو. ممتاز په درېو بجو راغی اوخبر یې راکړچې د جنرال بسم الله خان سره ټول انسجام اوترتیبات بشپړ شوي. او په شپږو بجو د اې گروپ لپاره کور ته دموټر ورلېږلوترتیبات نیول شوي. څو هغوی سامان بار کړي. ما په تیاره کې دگروپ لېږدول په دغه کوږوږ، له جمپونو ډک او خطر ناک سړک له امله اندېښنه وښوده. ممتاز ډاډ راکړچې دهغه موټروانانوپه دغه سړک باندې ډېر ځله موټرواني کړې. دوی سړک سره دومره بلدیت لري. چې په پټوستر گوهم پرې موټرواني کولای شي. ماورته وویل چې همدغه دلیل دی چې زه یې اندیښمن کړی یم. ممتاز په دغه ټوکه پوه نه شو. موږسټان ته یوروسی جیپ موټرورکړڅود۵۵۵ گروپ سره په خپل موټرکې سفر وکړي اوهمدارنگه په بگرام کې خپل ټرانسپورټ ولري. دشپږوبجولږ وړاندې مودهغوی سره جیپ موټرته دسامان په بارولو کې مرسته وکړه. ریک اوزه د اې گروپ کورته ورغلوڅو هغوی سره مخه ښه وکړو. دمهالوېش سره سم ممتاز د یو شمېر پیکپ موټرواوسرف جیپونوسره هلته موجودؤ. اود هغه کسانو دسرتېرو دسامان د لویواودرنوبکسونو په وړلو بوخت ؤ. په همغه سهار مودشپې د سفرلپاره له دوی سره د توکو په ترتیب کولواودلۍ کولوکې مرسته وکړه اوما د دغه بکسونو دپورته کولوکوښښ کړی ؤ. فکر کوم چې دمځکې څخه مو یواینچ جگ کړاوبیا تسلیم شوم. تقریبا دوه سوه پاونډه وزن یې درلود. دغه ځوان افغانانودغه بکسونه موټر ته اچول او یو یو یې په دریوکسانوشریک کاوه. یوځل دځانگړو ځواکونو یوه سرتېري هغه افغانانوته چې دبکس دپورته کولوکوښښ یې کاوه، ورغی. هغه په عادي ډول دغه بکس په یولاس کې ونیوه، اوپه یوه اسانه حرکت سره یې خپلې شا ته راوڅرخاوه. هغه دوه ځله خپلې مټې وښورولې څوبکس لږ نورهم پورته کړي او بیا یې دانتظار موټرو په لورې حرکت وکړ. دغه دوه افغانان او زه سرتېری ته چې سخت زور یې وکړ، په داسې حال کې چې خولې موخلاصې پاتې وې وروکتل. ما دخوندي ټلیفون له لارې دتوریرېزم په وړاندې په مرکز کې له هانک سره اړيکه ونیوه. هغه هم دالفا په شا او خوا کې د حالاتوله پرمختگ څخه اندېښمن ؤ. خوآر جې دمهالوېش سره سم په همغه ماښام داکمالاتودغورځولوټینگه سپارښتنه کړې وه. آر جې وویل چې دوستم دخپل څو لوړپوړي چارواكي له عطا سره د لیدنې لپاره لیږلي دي. او دوستم ډاډه وه چې دغه بحران به حل شي. هانک وویل چې ځکه چې ار جې هلته په صحنه باندې لوړ پوړی چارواكى دى هغه به د هغه سره ددندې په اجراکولوکې مرسته وکړي.

داکمالاتوغورځېدل به ترسره شي. ماله دغه پرېکړې سره ارام احساس نه کاوه خو هرڅه ؤ هغه به وي. ما يوازې هیله درلوده چې الفا د ډزوپه منځ کې راښکېل نه شي. خوزه نه وم خبر چې په همغه شپه دالفا گروپ څخه موږ ته د ډزوپه منځ کې په راښكېدلوکې ډېر خطر ؤ. په همغه ماښام د لسو بجو لږ څه وروسته په داسې حال کې چې د دفتر کارونه مې خلاص کړي وو او د چېرکټ په لورې تگ ته تیارېدم، زموږسويل لورې ته داتومات وسلوناڅاپي ډزې دکلي په سر تېرې شوې. دکلا شینکوپونو ډزو دوام وکړ. ډاکټر د خپلې کوټې څخه دهلېز ته راووت اوویې ویل چې د وسلوکرېټ به خلاص کړو اومنتظر به واوسي. زه دکور بام ته د شپې دعینکوسره وروختلم. سمدستي دگروپ څو نور غړي راسره یوځای شول. اسمان شین ؤاوشپه هم سړه وه. بام ته د ختلوسره سم د ډزوغږ نورهم تیز او تېره شو. حتی د شپو د عینکوڅخه پرته موږ د ټوپکو د خولو پړکې چې د غونډۍ په ډډه کې دکلي هاخوا وې، لیدلې. د شپې دعینکوپه شین رنگه ځلا کې موږ ولیدل چې څوکسان د غونډۍ په ډډه باندې په لاره کې د خوځښت په حال کې ؤ. او د هغه کسانوپه وړاندې چې د دوی په لورې دغونډۍ له ښکتنۍ برخې د ونوله کرښې څخه د دوی په لورې روان ؤ. ډزې کولې. دبل اړخ دټوپکوله خولو څخه هم پړکې كېدلې او داسې ښكارېدله چې هغوی دغونډۍ په پورته لورې ډزې کولې. کریس راغی او ویې ویل چې ممتاز په داسې حال کې چې خوښ ؤاوستړی هم ؤ، راغی او ویې ویل چې اندېښمن نه شى. دا‌سې يوازې د واده دمراسمود لمانځلو لپاره کېږي. موږ د غونډۍ په لورې وروکتل ومولیدل چې تقریباًڅلورسوه فوټه لیرې دټوپکودخولوپړکې او شورماشور زموږ په خوا راروان ؤ. ما ورته وویل چې د واده مراسم نه زما کوناټي!! هر کس یو یوتوپک راواخلی، راځئ چې د راتلونکو مېلمنو لپاره انتظار شو. موږ لاندې ښکته شواو زه او ریک په دهلېز کې په داسې حال کې چې دگروپ هر غړي د کرېټ څخه یو یوکلاشینکوپ اود وسلې غاړه کۍ چې دېرش ډزې اوڅلوېښت ډزې شاجورې پکې وې، راواخیستلې. ریک وویل چې د دې لپاره چې دسیند لورى او کلي لاندینۍ برخه موتر نظر لاندې وي، دلاندینۍ ودانۍ بام ته څوکسان باید وروخېژی.

موږ به دغه بام وساتو او یوکس به دپخلنځي په بام وگمارو. هغه به وکولای شي چې دروازه او د غونډۍ لاندې لاره  په هغه لوري وساتي. دا ښه پلان ؤ. او ټاکلو ځايونو ته مو د تگ لپاره بیړه وکړه. ډزې یوڅه کراره شوې، خوبام ته درسېدلوپه مهال ډزې بیا ډېرې شوې. دټوپک د خولو پړکو تقریباًدوه سوه متره لیرې دغونډۍ ډډې هم رڼا کړې خودهیڅ مرمۍ لورى زموږ په لوری نه ؤ. موږ د بام په څوکۍ سرونه ټیټ کړل اوپه انتظار مو ورکتل. ممتاز څوورځې مخکې اعتراف وکړچې دطالبانوپلویان دلته په دره کې موجود دي. ښایي چې د۵۵۵ دگروپ له امله چې تېره شپه راغلي ؤ، خبر شوي وي. دغونډۍ په اړخ باندې لنډ مهاله تبادله بیا وشوه. په یوه شي باندې چې زه پوهېدم هغه دا و چې دا دلمانځلواوخوښۍ ډزې نه وې. تقریبا پينځه دقیقې نور هم كېناستلواو ډزې په کراره او لیرې كېدلې. د غونډۍ په سر کسان داسې ښكارېدل چې دغونډۍ په لمن کې له کسانو څخه پورته خواته په خوځښت او لیرې كېدل. په پای کې کسان د لویوتیږوسیمو ته ولاړل او زموږ له سترگو پناه شول. بیا ډزې ودرېدلې. پينځه دقیقې دکومو ډزوڅخه پرته تېرې شوې. او د غونډۍ په لمن کې مې خوځښت ترسترگو شو.

ما د ممتاز غږ د لویې دروازې څخه واورېد، اوبیا مې داېډ غږ  دپخلنځي له بام څخه واورېد. مخکې له دې چې داوسپنې دروازه له زنگېدلو سره خلاصه شي، یوڅه شور ماشور واورېده. اوممتاز په خبرو پیل وکړ. له بام څخه ښکته شوم او زموږ د ودانۍ په دروازه کې مې ولید. هغه وویل: او جنرال گیري خیر اوخیرت دی. تاسې کولای شی چې ارام وکړی. هغه په اندېښنه کې ؤخوهڅه یې وکړه څو په خندا يې تېره کړه. ماترې وپوښتل چې دا ډزې دڅه لپاره وې، اوهلته څه پېښه وه؟ممتاز تپ تپانه كېده اوکوښښ یې وکړ چې ځان ارامه وښيې، خوناکام شو. ویې ویل څوکسان لاندې د ښار له زندان څخه وتښتېدل. موږ پسې ورغللو. خبره ختمه شوه، هیڅ ستونزه نشته. ما وپوښتل:دطالبانوبندیان وتښتېدل؟نه مجرمين او داړه ماران ؤ. ما د سر په ښورولوسره د هوځواب ورکړ او د پېښې په اړه مې نور هیڅ ونه ویل. دهغه څخه دا ضافه حقیقت د پیداکولو لپاره نورې پوښتنې نه وې پاتې. زه تقریباً دخدای پامانی ویلو ته تیار شوم چې هغه وویل:هوهېره شوې مې وه. جنرال بسم الله خان له بگرام څخه اړيکه نیولې وه. د اې گروپ سټان ميوري، ټول تقریبا پنځلس دقیقې وړاندې خوندي راورسېدل. له ممتاز څخه مې د دغه خبر له امله مننه وکړه اوبیا مې دنوروکسانوسره یوځای وسله بېرته کرېټ (صندوق)ته واچوله.

(1) خوندي سمڅه هغه ځاى ته ويل کېږي چې د راکټ او مرمۍ د اصابت په پايله کې مقاومت ولري، دغه ډول سمڅه معمولاً د غره په لمن او يا د ځمکې لاندې جوړې وې. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *