په پکتیکا ولایت کې د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځی (CME) تر یو کلن ځنډ وروسته بیا ځلې خپل فعالیت پیلوي.
یاده اداره د پکتیکا د ولایتي ادارې په غوښتنه او هلو ځلو سره بیا کار پیلوي او نجونو ته د قابله ګۍ زده کړې ورکوي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د ( CME ) مؤسسې فعالیت د پکیتکا لپاره یوه ستره اړتیا ده او په وینا یې په دې سره به ډېری نجونې د قابله ګۍ په برخه کې په مسلکي ډول وروزل شي.
ښاغلي وحدت وویل، هغه روغتیایي مرکزونه چې دا مهال پکې ښځینه قابله وې شتون نلري، په وینا یې د دغه روزنیز پروګرام له مخې به یاده ستونزه هواره شي.
پکتیکا والي غوښتنه کوي چې یاد پروګرام دې اوږدمهاله شي او ډېرو نجونو ته دې د مسلکي روزنې زمینه برابره کړي.
د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځی ( CME) مؤسسه د یونسېف په چوکاټ کې په خپله دوه کلنه دوره کې ۳۰ نجونو ته د قابله ګۍ زده کړې ورکوي.
د یادونې ده، دامهال په پکتیکا ولایت کې ۳۶ روغتیایي مرکزونه شتون لري چې له دې ډلې په ۷ مرکزونو کې قابلې نه دې موجودې.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر