اوه ويشتم څپركى
د اكټوبر پر اوولسمه نېټه د ترورېزم په وړاندې ریاست خبر راکړ چې د الفا گروپ ټول اته غړي د مزارشریف سويلي سیمې ته په كاميابۍ سره ننوتلي دي او د جنرال دوستم د ځواکونو سره د مهالوېش سره سم یو ځای شویدي.
تلگراف لږ خو موُجز و او د څو جملو په لوستلو سره مې احساسات وپارېدل، په شمالي افغانستان کې مو دوهم گروپ دندې ته تیار و او پلان هم جوړښت غوره کاوه. د الفا گروپ د امريكې د ځانگړو ځواکونو لخوا لېږدول شوی و. دا د امريكې د پوځ لخوا په سیمه کې لومړني عملیات و او دا هم د پرمختگ په لورې یو بل مهم گام و. د الفا گروپ ارتباتی سیسټم زموږ ارتباتي سیسټم ته ورته والی درلود نو په دې اساس موږ کولای شول چې دوه اړخیزه خوندي اړیكې ولرو.
ریک الفا گروپ ته د ښه راغلاست لپاره لنډ لیک واستاوه او همدارنگه د عطا ممکنه منفي غبرگون په اړه هم ترې وپوښتل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د وخت او شرایطو په اجازې سره موږ سره د خوندي مخابرې له لارې اړیگه ټیگه کړي، که چېرې د عطا لخوا کومهستونزه راخوټېدله، موږ مخکې له دې چې د جنرال فهیم سره مو په همغه سهار لیدلي وای، باید پرې خبر وای.
دتېرو څو ورځو په تېرېدو سره هوا د ژمي په كېناستلو سره نوره هم خرابه شوله. شمال خواته د هندوکش د غرونو لوړه ارتفاع کې د سختې واورې اټکل شوی و او جان محمد وویل چې د یوې اونۍ یا زیات وخت په تېرېدو سره باید د انجمن کنډو د موټرو د ټرافیک لپاره دراتلونكي پسرلي تر وروستیو پورې بندشي. سره له دېچې سهارشین اسمان و. حرارت بیا هممجبورکړوچې دژمي درنې جامې واغوندو.
ایډاوگریگ پلان درلودچې دوشنبې ته په چورلکه کې الوتنه وکړي څوهعه اکمالات چې موږدرې ته دراتگ څخه یوه اونۍ وروسته له قرارگاه څخه غوښتيراولېږدوي.
هغه الوتكې چې همدغه اکمالات يې له امريكې متحده ایالاتو راوړيو، دوشنبې ته يې سي اى اې یو درې کسیزه گروپ هم را لېږودولى ؤ. څو هلته د سي ای اې لنډ مهال دفترجوړکړي. ددوى لومړنۍاواصلي دنده دا وه چې زموږ اودسي ای اېنورگروپونه چې په شمالي افغانستان کې فعالیت کوي ملاتړ کړي. زموږافغان پیلوټ نصیرپه استانه کې دښکته كېدلو له ځايه دشمالي ټلوالې دمخابرې له لارې دهواله ناظر(کتونكي) سره چې د درې په پورتنۍ برخه اودانجومن کنډوپه سيمه کې اوسېده دهوا دکنټرول اوکتنې لپاره اړیکه ونیوله خوبیاهم ځکه چې هواهره شېبهبدلون کولای شو، نوهوايي کارمندانوسفرته دتیارېدولپاره سملاسي توب کاوه. مخکې ددې نه چې دوی چورلکې تهولاړشي ما بک ته ۸۵۰۰۰ ډالروبنډل چې د المونیم اوفلزپه نازکه پاڼوکې پیچل شوی ؤ، ورکړڅودوشنبې ته نوي راغلي افسر، رانته يې ورکړې.
موږ ته د كوربه افغانانو له خبرو اترو څخه وروسته دا څرگنده شوه چې په دوشنبې كې لږ ښه موټر پيداكېږي، ریک د ران سره د برېښنالیک له لارې اړيكه نیولېوه اوله هغه يې غوښتي ؤچې درې دانې كارول شويسرف (SUV)ټوېټا موټر(1) وپېري. ران باید موټر دشمالي ټلوالې استازي امرالله صالح ته ورکړي څوهغه يې درې ته راولېږي. جان محمد ډاډ راکړچې پينځه اتیا زره ډالربه ددریو موټرود پېرلو اوهمدارنگه په غرونوباندې دهغوی دراوستلوټول لگښت پوره کړي.
موږ يوازې داهیله درلوده څو موټردانجومن له کنډوڅخه راتېرشي، هوا به ودرېږي او د ژمي په داخلېدو به خرابه نه شي. ښایي چې دوی به زموږدتیلوټانکراوکاروان هم هلته پیداکړي، هوصحیح ده؟!
توربکس مې خلاص پرېښود، ما اوریک يو سل اووه ملیونه ډالر وگڼل څوجنرال فهیم اوډاکټرعبدالله ته یي دهمغه سهاردلیدنې په مهال ورکړو.
دشمالي ټلوالې دغښتلي کولو په اړه دکاپرله پیغام وروسته ماغوښتل چې دغه لیدنې ته ارزښت ورکړم هغه ډول ارزښت چې دشماليټلوالې درهبرانوهغه شک چې دامريكې دحکومت دصداقت اودهغوی په ژمنه یې درلود، په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د يو سل اووه مليونو ډالروڅخه یې اوه سوه پنځوس زره دفهیم لپاره وې چې باید دخپلوځواکونودجگړې لپاره دتیاري نیولولپاره یې ولگوي اودوه لکه پنځوس زره دهغه ملكي وگړودبشري مرستودبرابرولو لپاره وې چې دجگړې ډگرونوته نږدې وو. دغه لگښت دملكي خلکودجگړوله کرښوراباسل اوپه دره کې خوندي سیموکې دبیا ځای په ځای کولواوهمدارنگه دهغوی لپاره دخوړواودژمي دلباس درانیولولپاره ؤ. ما په ځانگړي ډول غوښتل چې قومندان عطاء سره دپیسومرسته وکړم څودهغه قهرچې دقومنداندوستم سره دتېرې شپې دالفا گروپ دیوځای كېدنې له امله پارېدلی ؤ، سوړکړم. دوه لکه پنځوس زره یوبل جلا بنډل موپه کاغذ کې پیچلی ؤاودبنډل په سرمې په دري ژبه دعطانوم پرې لیکلی ؤ. زه ډاډهنه ومه چې دغه پیسې به عطا ته ورسېږي. خوما غوښتل چې دسي اى اې هغه هڅه چې غوښتل یې ددوستم اوعطا ترمنځ اوبهسړې کړي، روښانه کړم. دیوسلواوه ملیونو څخه وروستني څلورلکه پنځوس زره ډالردانجينرعارف اودهغه داورگان دورځني عملیاتو اودطالبانو قوماندانانو ته دممکنه رشوت په خاطروې څوهغوی دشمالي ټلوالې سره دیوځای كېدلولپاره وهڅوي. ما دپیسود لېږدولو لپاره کوښښ وکړچې یوه کڅوړه پیداکړم خومجبورشوچې په یوه ناپاکه او مات شوي کلک کاغذي کارتن کې یې ورتخته کړو. ددې لپاره چې دپیسووزن ډېر ؤ نومجبورشوچې دکارتن بېخ په پلاستیكې تسمه کلک وتړو. غونډه د آستنې څخه لاندې په یوه ودانۍ کې چې زموږپکې لومړی ځل ؤ ترسره شوه.
داوداني دغونډۍ په اړخ باندې وه چې دپنجشېرسینداوختیځ لوري ته يې دغونډیویوه پراخه منظره درلوده. جوړښت یې اغېزناك ؤ او په رښتيا په بانډه كې يانې د ښار څخه بهریوتفریخي کور و او د ویلو ارزښت يې درلود.
په منځ کې يې دوه ودانۍ نورېوې چې بهرني دېوالونه یې دباسكېټبال په اندازه دغټو تیږوڅخه جوړشوی ؤ. دانگړچاپېره چمن یې دومره شین او منظمساتل شوی ؤلکه دگالف [یو ډول لوبه. ژ] دکلب په ډول او همدارنگه ونې اوبوټو ته یې ښه پاملرنه كېدله دکورسامان یې هم ډېرعصري لوېدیځ ډوله فرنیچراوغولی یې په روښانه کاشیو باندې جوړشوى او په افغاني گل لرونکو قالینو باندې برگ کړی ؤ.
دېوالونه یې دغولي څخه تر چت پورې په خوندورسپین رخت ټوټوباندې پوښل شوي ؤ. دغه کوردیوه شتمن افغان سوداگرؤ چې په ۱۹۸۰ كال کې دامريكې متحده ایالاتو ته تښتېدلی ؤ، په دره کې دجگړو په مهال دغه ودانيډېره زیانمنه شوې وه. داحمدشاه مسعود څخه د مننې لپارهچې روسان یې په زوره دافغانستان څخه وتلوته اړکړي وو، دغه افغان سوداگرنوموړی کورمسعود ته دسوغات په ډول ورکړی ؤ.
کور په صحیح ډول رغول شوی ؤ اودرې ته دلوړپوړو لېدونكو لپاره دمېلمستون په توگه کارېده. په حیرانتیا سره هغه دوه ژورنالستان چې مسعود یې وواژه په همدغه كور کې دمسعود سرهدمرکې لپاره د انتظارؤخت تېر کړی و. ما د کلک کاغذ څخه جوړ شوی کارتن له ځان سره واخیست اوکورته دننه مې یوړ. کله چې دغونډۍکوټې ته لارښوونه راته وشوه په بې احتیاطۍ سره مې په کوټه کې دننه په چوكۍ باندې کېښوده.
د جبري لاسونو ورکړې(1) اوستړي مشې وروسته موږټول په نیمه كړۍ کې په هوسا چوكيوباندې كېناستو.
جنرال فهیم زما ترڅنگ کښېناست او ډاکټر عبدالله اوانجينر عارف دهغه ښي خواته ناست وو. ریک زما گڅ خواته ؤاو ممتاز چې دیادښت اخیستنې دنده یې اجراکوله هم دده څنگ ته ؤ. له دې امله چې دغونډې دجوړېدوغوښتنه مې کړی وه، ماته د غونډې د پیل بلنه راکړل شوه. زه په چټكې سره په پنجشېرکې زما گروپ دراتگ څخه تراوس مهاله په پرمختگونوباندې په صادقانه ډول وغږېدم. ما دبمبارۍ له امله ددوی په خپگان په ځانگړي ډول دکابل سره په لومړۍ کرښه باندې اعتراف وکړ. ما یو څه نورو تېر وتنو ته هم اشاره وکړه، په خواجه بهاودین كې دبشري مرستې په خاطردخوړو دغورځولوناورین مې یوه بېلگه ورکړه ما همدارنگه بریالیتوبونه هم په گوته کړل لکه دانجينرعارف اغېزمنه څارگره اداره او په گل بهار کې نوی جوړشوی هوایي ډگر. ما دغه دریو افغانانوته ډاډ ورکړچې دامريكې حکومت طالبانوته په ماتې ورکولو هغوی د واك څخه په لرې کولواودالقاعده اوبن لادین په وړاندې جگړې ته په دوام ورکولو کې رښتینی دی. ددغه وړانديز په بهير کې مې له جنرال فهیم سره نېغ په نېغه خبرې کولې. په هغه باندې متمرکزوم او دا چې هغه په سترگو كې سړي ته مخامخ گوري ما هم ورته مساوي غبرگون ښکاره کاوه.
ماورته وویل چې دشپاړسم اكټوبر په وروستیو ساعتونوکې دالفا گروپ په كاميابۍ سره دجنرالدوستم سره یوځاى شو. دځانگړي ځواکونود اې گروپونه پنجشېر ته ددندې داجرا کولو په خاطر وروسته ددې څخه چې دازبکستان او تاجکستان حکومتونوسره بیورو کروتیک موضوعات پای ته ورسېږي، راځي. دایوواضح او مثبت ثبوت ؤ، دامريكې حکومت زموږ شریک دښمن ته په ماتې ورکولو کې صادق اووعده ورکوونكى دى. ماورته وویل چې شمالي ټلوالې ته مې دغې غونډې ته له ځان سره یوه زیاته اندازه پیسې راوړي دي. موږ غوښتل چې ډاډ ورکړو ، څو جنرال فهیم دجگړې لپاره دخپلوځواکونودپوره تیاري لپاره مالي اسباب ولري اوهمدارنگه وتوانیږيچې دملكي وگړواودشمالي ټلوالې هغه قومندانانوسره چې دپنجشېر څخه د باندې اودهېوادپه شمال لویدیځه سیموکې دي. اړینه مرسته اوهمکاري وکړای شي. په چوكۍ باندې کارتن ته مې اشاره وکړه اوورته ومې ویل چې په دغه بکس کې یو اعشاريه اووه مليونه ډالردي. دټولوسترگې دکارتن په لورې واوښتې اوزه پوه شوم چې زموږافغان کورباگان دپیسوددومره مقدارله امله خوښ شول. دپیسودوېش په باره کې مې مالومات ورکړل دځانگړوهدفونولپاره لکه پوځي عملیات بشري مرسته، اوڅارگر مالوماتو د كارولو لپاره مې دپیسومقدار ورته په گوته کړبیا مې دقومندان عطادپیسو په اړه بحث وکړ. ماورته وویل چې دجنرال دوستم سره د سي ای اې دگروپ دیوځای كېدنېپرېكړه دشمالي ټلوالې رهبران په ځانگړي ډول عطاخپه کړی دى. ما په مزار کې دعطاپوځي ځواکمنتوب اودهغه ارزښت په گوته کړاواعتراف مې وکړچې ددوستم سره د سي ای اې دښواړیکوپراختیاوه چې دالفا گروپ په چټكۍ اوخوندیتوب سره هلته ورساوه. دشرایطوپه برابروالي موږکولای شو چې دعطااودهغه دځواکونوسره نېغ په نېغه اړیکې ونیسو. په عین وخت کې دغه دوه لكه پنځوس زره ډالر چې ما دعطاء لپاره جلا کړي دي، دهغه مهمو قومندانانوسره چې په لویدیځه برخه کې دی، سره زموږد مناسبې معاملې دکولویوه نښه ده. زه هیله مند وم چې جنرال فهیم به دغه خبرې دقومندان عطا ترغوږونوورسوي او ډاډه يې کړي چې هر څومره ژرامکان ولري هغه ته دغه پیسې ورسوي. فهیم وروسته له دې چې د بودیجېلپاره له ما منني وکړي. په صادقانه ډول ځواب راکړ. هغه وویل چې هغه موضوعات چې مایې يادونه وکړه، په ځانگړي ډول دبمبارۍ داغېزې نشتوالي موضوع له ربړونو ډکه وه. دا ښه خبر و چې دامريكې حکومت دطالبانو په وړاندې دجگړې دراوړلو له پلان سره خوځښت کوي. هغه تاكيد وکړچې په دغه جگړه کې د كاميابۍ لار دهوایي ځواک په زور اوپه بمباری کې نه ده بلکه كاميابي دشمالي ټلوالې دځواکونولخوا دطالبانواودهغوی دعرب ځواکونو په وړاندې په ډگرباندې په جگړه اوهغوی ته په ماتې ورکولوکې ده. هغه وویل چې دقومندان عطاء سره به نن ورځ اړیکه ونیسي او هغه ته به زموږدمرستې ډاډ ورکړي. هغه وویل چې عواړي له قومندان عطاءسره ددې لپآره چې دجنرال دوستم سره دسي اى اې گروپ یوځای شوی هلته په حالاتو باندې وغږیږي. بیا ډآکټرعبدالله وغږېد اودبودیجې له ورکړې یې مننه وکړه. هغه هم جنرال فهیم ته ورته موضوعاتو باندې وغږید. هغه خبرې وځنډولې کوچنی موسکایي وکړه اوبیا یې وویل چې دغه زموږلخواسیاسي پرېكړه نه وه. دلومړیوکرښوسره دملكې خلکو لپاره دبشري مرستې په خاطرهرکلی وایو اود سي ای اې لخوادغه كړنه به دشمالي ټلوالې درهبرانودخوښۍ سبب وگرځي. هغه وویل چې دامريكې متحده ایالاتوته دهغه پلان شوى سفربه دبهترې جگړې دپرمخ بیولو په باره کې دنظریاتوتوپیرونه له منځه یوسي. د ځانگړو ځواکونو د یونیفارم موضوع یې ذکرنکړه، حاضرو کسانو ته مې د امريكې حکومت ته ددغه موضوع د ارزښت یادونه وکړه. امريكايي سرتېري ددې لپاره چې د شریک دښمن په مقابل کې و جنگېږي، دلته راځي او د شمالي ټلوالې سره څنگ په څنگ ودرېږي. دوی باید په ملكي جامو کې نه وي. بیا هم ډاکټر عبدالله او انجينر عارف خپلې اندېښنې څرگندې کړې او کله چې ماخبرې خلاصې کړې، ډاکټر عبدالله بیا په انگلیسي ژبه خبرې پیل کړې. هغه وویل چې د شمالي ټلوالې د مشرانو لپاره نوموړې یوه حساسه موضوع ده او سره له دې چې فهیم په خپل مقام باندې ثابت دی، د شمالي ټلوالې د ټولو مشرانو لخوا دغه پرېكړه تراوسه ټولو په پوره توگه نده منلې.
ډاکټر عبدالله د گروپ په منځ کې بحث ته دوام ورکاوه او زما په باور د نظریاتو د توپیر شته والی درلود، د جنرال فهیم د پوهېدو لپاره یې خپلې خبرې په انگلیسي ژبه ژباړلې، ما دري ژبه دومره زده وه چې هغه څه چې ډاکټر عبدالله به ویل، پرې پوهېدلم.
هغه د بحث په اوږدولو او د نظریاتو د توپیرپه اړه هیڅ ونه ویل، ممتاز چې په غونډه کې تر دې مهاله د ژباړن په توگه دنده اجرا کوله، د ډاکټر عبدالله د غږېدلو پر مهال چوپ ناست و. له دې سره غونډه و ځنډېدله. ریک او زه د گرمې خدای په امانی په ویلو سره له کوټې بیدیا بدرگه شوو. زه پوهېدم چې زموږ سره تر موټره د ممتاز د بدرگې پر مهال ډاکټر عبدالله، عارف او فهیم د پیسو په گڼلو بوخت وو. (1)
زما د وېش سربېره، ماپه دې کې چې د پیسو اصلي وېش به څوک کوي، شک نه درلود. زما یوازینۍ هیله دا وه چې جنرال فهیم دا په یاد ولري چې قوماندان عطا ته باید دوه لكه پنځوس زره ډالر ورسیږي.
ما نه غوښتل چې په داسې وخت کې چې د الفا گروپ يې په منځ کې را ښكېل وي، جنرال عطا او دوستم یو پر بل ډزې وکړي؟!
په همغه ماسپښین موږ ته خبر راکړل شو چې زموږ چورلکې له دوشنبې څخه خواجه بهاودین ته الوتنه کړې وه،. ميوري او براډ یې له ځان سره رااخيستى و خو د لوړو غرونو په سر د خرابې هوا له امله اړه شوه چې بېرته دوشنبې ته وگرځي. نوموړي کسان په دوشنبې کې د شپې لپاره پاتې او سهار یې بیا د راتگ هڅه کوله.
له دغه خبر پرته نور ماسپښین او مازدیگر دواړه هوسا تېر شول او د ورځې د پرمختگونو له امله مې مثبت احساس کاوه.
ما یو لیک ولیکه او په هغې کې مې د غونډې په اړه عمده مطالب او دپیسو د ورکړې له امله زموږ ددریو افغاني همکارانو د اغېزمن كېدلو طرح مې هم پکې وکړله.
د عبدالله د هغه ادعا په اړه چې د یونیفارم موضوع تراوسه تر څېړنې لاندې ده، ځانگړې یادونه وکړه.: کارونه د سمون په لورې خوځېدل او د شپې د ډوډۍ خوړلو وروسته په انگړ کې د ریک سره د سېگار(یو ډول غټ سگرټ. ژ) په گډه څکولو ته انتظار وم. ځان ته مې اعتراف وکړ چې زه باید تر دې ډېر پوهېدلای، تقریباً د شپې په اته بجې د ترورېزم په وړاندې له ریاسته څخه د خوندي ټليفون په کرښه اړیکه ونیول شوه او ویې پوښتل چې ایا زموږ گروپ کولای شي چې د ډگروال ملهولنډ سره په همغه ماښام د او ډي اې۵۵۵ گروپ دندې ته د لېږلو پخلى وکړي؟
سينټ كام د تروريزم په وړاندې ریاست ته خبر ورکړی و چې ډگروال ملهولنډ پلان شوې ننوتنه(دندې ته د گروپ لیږل. ژ) ترسره کوي خو دوی نه و توانیدلي چې د ټاسک فورس ډاگر(د نظامي هډې نوم. ژ) سره اړیکه ونیسي څو درپوټ تصدیق کړي. د تروريزم په وړاندې ریاست هم نه وتوانېدلی چې اړیکه ټینگه کړي. زه ددغه خبر په اورېدلو سره بالکل چوپ او گونگ شوم!!
ددغه هڅې په باره کې زما گروپ سره هیڅ ډول اړیکه نه وه نیول شوې او اوس مهال ددغه لوی گروپ د هرکلي دپاره ناچمتو و. د تروريزم په وړاندې ریاست تصدیق کړه چې ازبکستان او تاجکستان دواړو هېوادونو د خپلو هېوادونو له لارې دغه الوتنې ته اجازه نه ده ورکړې.
ټاسک فورس ډاگر سره د پخوانیو پلانونکو بحثونو په درلودلو سره پوهېدلو چې د او ډي اې 555 او گروپ به په اې اېچ53 ټیټ غږ لرونکي چورلکو کې الوتنه کوي.
دوی به اوس ددغه هېوادونو په هغه سرحدونو باندې چې دواړه یې له مځکې څخه فضا ویشتونكې روسي جوړ غورهميزایلو باندې سنبال و، ناخبره اوپه پټه الوتنې کوي.
دوی په لوړه ارتفا ع د ډارونكې او خرابې هوا سره مخامخ شوي ؤ. دا یوهغه حقیقت ؤچې موږکولای شوچې ورته تصدیق یې کړوځکه چې دهندوکش په سرونوباندې دهمدغه هواله حالاتوزموږخپلهچورلکه دوشنبې ته دورځې په پیل کې وگرځېدله. دانسجام څخه پرته الوتنه په دې مانا ده چې دکوزېدلومحل به نه وي په نښه شوي اودشمالي ټلوالې امنيتي چاپېريال به دنا اشنا(احتمالاً خطرناک. لیکوال)خلکودلیرې کولو لپاره شته والیونلري.
د سي اى اې کوم پرسونل به هم شتون ونلري څوپه سیمه کې ترکوزېدلو وروسته د او ډي اې لپاره انتظار او د لېږد او رالېږد وسایط ولري. دغه پرېكړه په لومړي سر کې یوناورین ؤ دشپې لخوا د او ډي اې 555 گروپ دننوتنې په اړه یواړخیزه نا انسجام شوېپرېكړه یوه بې باکه او نا سنجول شوېپرېكړه وه چې سړي پرې باورنه شوکولای.
که چېرې کومه غمجنه پېښه ددې لامل شوې وای چې ددغه اې گروپ غړي يې زخمي یامړه کړي وای. ښایي چېدامرېكېپوځ لخواددغه جنگ قانوني اوتعقیب کولوباندې یې لوی منفي اغېزې لرلي وای، خودشیطان غوږونه دي کاڼهوي اوس مهال دوه چورلکې دي چېدامريكېدځانگړوځواکونوسرتېريدزیان په لورروان کړي اود دوی مصونیت باید ترهرڅه لومړی شوی وای. ریک کرشي خان اباد هوایي اډې ته دخوندي مخابرې له لارې اړیکه ونیوه. نه ډگروال ملهولانډداوس لپاره موجود دی خوموږداتصدیق کولای شوچې او ډي اې 555 گروپ په دوو ټیټ اواز لرونكو اېم اېچ 53 چورلکو کې پنجشېرته ددندې لپاره ولېږدول شول.
په دره کې دښکته كېدلواټکل شوی وخت یې نن ماښام لس بجې دی ددوی د هركلي اوهغوی ته دهرڅه برابرونېلپاره موددوه ساعتونوڅخه هم کم وخت درلود.
ماممتازته دروازه وروټکوله اوپه دې مې خبر كړ چې د اې گروپ درې ته د خوځښت په حال کې دی، او له هغه مې وغوښتل چې دگروپ د رالېږدولو لپاره اړین وسایط تيار کړي. او همدارنگه ددولسو نویوکسانو لپاره داوسېدلو ځای اوهغه نورڅه چې ما یې هیله درلوده ددوه زروپاونډه وزن په خوا شا کې دهغوی سامان الاتولپاره ځای برابر کړي. ممتاز وویل چې له جان محمد به غوښتنه وکړي چې دغه کارترسره کړي اودی پخپله به انجينرعارف له دغه خبرکړي څودښکته كېدلوپه ځای کې عملي امنیتي تدابیرونیسي. په چارچاپېره غونډیوباندې ډېرکلي وو اوپه دې شپه کې ددوو چورلکو کوزېدل به حتماً دخلکووسوسې پیداکړي. ددې لپاره چې د اې گروپ لخوادوستانه ډزو(هغه ډزې چې په غلطۍ سره ددوست په وړاندې وشي او امريكایان یې عادتاً په افغانستان کې کوي. ژباړن) پېښه اویا هم په سیمه کې د اې گروپ په وړاندې دچورلکې څخه دکوزېدوپه مهال دطالبانو دملگروله خواپه هغوی بريد ونشي، بایدټولې هڅې په کارواچول شي.
ریک د هركليگروپ منظم کړی ؤاوهوکړې ته رسېدلي ؤچې هغه د کوزېدلو ځاى په نښه کولو مسولیت لري.
موږگمان کاوه چې راتلونكې چورلکه به داستنې په هوایي ډگرکې ښکته كېږي. زموږدتېروبحثونوپه مهال زموږپیلوټانودځانگړوځواکونوپیلوټانوته دهمغه ځای جغرافیایي کوارډینات اوهلته درسېدلولپاره یې د ښې لارې دکارولومشورې ورکړې وې. ډاكټر به د بیړني حالت لپاره له طبي سامان الاتو سره تیارزموږدگروپ دکوزېدلوپه مهال موجودوي. ریک د هركليگروپ رهبري کاوه اوما دپاپي سره دمخابرې دنوکریوالي دنده اجراکوله.
دریک گروپ دوه روسي جیپونو ته ورکوز شول اوپه توره شپه کې په داسې حال کې چې دموټروغړمبهاری په کراري سره وركېده، حرکت وکړ. زه ددفتر په ارامه سیمه کې كېناستلم اوپاپي مې په داسې حال کې چې دقرارگاه څخه یې لیکونه اوپيغامونه سمبالول اوهمدارنگه د ټاسک فورس ډاگر (دیوې هوایي اډې نوم. ژ)څخه یې هغه ټليفون ته غوږنیولی ؤچې دراتلونكې گروپ دموقف اودسفرتازه حال یې راکاوه، ورته وکتل ما يوازې دحالت دخرابوالي دڅرنگوالي په اړه فکر کاوه. ماددغه احمقانه اوناانسجام شوي هڅې داحتمالي سیاسي پايلې اودپېښې په صورت کې دالقاعده په وړاندې دامريكې حکومت په جگړه باندې دمنفي اغېزې په اړه فکر کاوه خوماته دغه اندیښنې هغه وخت بې ارزښته ښکاره شوې کله چې ماددغه ماموریت د او ډي اې 555 گروپ اوددوه چورلکوکارمندانچې بې له اړتیا یې په خطرکې اچول، په اړه فکروکړ. ریک د اېچ اېف(1) لاسي مخابرېله لارې له ما سره اړیکه ونیوه څورپوټراکړي چې دکوزېدلوډگردڅراغونو(ځانگړي څراغونه چې پيلوټان یي دشپې په دوربینوکې په اسانی سره ویني. ژ) په واسطه په نښه شوى اوممتازدیو جیپ اوټویټا پيک اپ موټرو سره سیمې ته راغلی دى. انجينرعارف د درې داړوند څانگې له قومندان سره اړيكه نیولې اوله هغه یې غوښتي ؤچې دکوزېدلو ځاى امنیت ساتلولپاره خپل ځواکونه ولیږي. تردغه وخته چې موږڅومره توان درلود، په همغه اندازه موتیاری ونیوه. دلسو بجوڅخه لږ وړاندې ډاگر ټاسك فورس خبرراکړچې چورلکې له خرابې هوا چې تېزباداویخ هم لري، سره مخامخ دي.
دوی ترحده پورې کوښښ کاوه خودهواترښه كېدلوپورې ددغه هڅه ښه نه ښكارېده. ریک ته مې ددغه خبردرسولولپاره اړيكه ونیوله اونورپه انتظارکښېناستلو. په کې دشپې په لس بجواوپنځهڅلویښت دقېقوباندې ډاگر ټاسك فورس خبرراکړچې دغه دوه ټیت اوازلرونكي چورلکې دخرابې هواله امله راوگرځېدلې اواوسمهال هوايي ډگرته دبېرته دحرکت په حال کې دي. زه ددغه خبرپه اورېدلو خوښ شوم. دمخابرهچي څخه مې مننه وکړه اوله هغه څخه مې وغوښتل چې له ډگروال ملهولانډ څخه وغواړي چې له ماسره سبا سهاراړیکه ونیسي څوددغه ماموریت پېښې ته بیا کتنه وکړو. زه ملهولانډ ته په غوسه وم اوفکرمې کاوه چې دغه پرېكړه له پوښتنې پرته یوبې باکه اوغلطه پرېكړه وه. نن شپه موددغه سرتېرودلېږلوله امله غلط ډزوکړاودوی ترې بچ شول خوداهغه مرمۍ وه چې په لومړي سرکې باید ویشتل شوې نه وای (لیکوال دلته بلا وه اوبرکت یې نه ؤله اصطلاح څخه منظور دی. ژ)ماله ریک سره تماس ونیوه اوورته مې وویل چې څراغونه له منځه یوسي اوکسان کورته راوگرځوي. له هغه مې وغوښتل چې ممتازته ووایي چې زه به سبا ته دشپې ددغهپېښې په اړه چې ولې دننوتنې څخه مخکې اړيكه نه وه نیول شوې، مالومات ورکړم. زه هم نوموړې لیدنې ته لېواله نه وم.
(1)(SUV) سرف ډوله يا فور رنر موټر ته ويل كېږي. ژباړن
(1)په لوېديځ كلتور كې د ستړي مه شې په وخت د لاسونو وركول ډېر رواج نه لري. ژباړن
(1)يوازې د څو ميلونو ډالرو په بدل كې شمالي ټلوالې د افغانستان خپلواكي وپلورله. ژباړن
(1)اېچ اېف لوړ فريكونسي لرونكي مخابرې دي چې پرته له اوږده انټن څخه تر ډېر لرې واټن پورې اړيكه ټينگولى شي، ژباړن