نهه ويشتم څپركى

د اې گروپونو ننوتل

د نولسم اكټوبر پر سهار دښوخبرونو په رارسېدوسره پیل شو. دترورېزم په وړاندې ریاست دلیک له لارې خبر راکړ دهر څه دلایلوپه اساس چې وي، دروسانوله خوا فشار یا دامریکې دپوځ له خوا د شپاړسم اكټوبرپه شپه دالفا گروپ په كاميابۍ سره دننوتلوله امله اویا هم په امريكې کې دادارې دجگپوړوچارواکو دهغه تجربې له امله چې ددغه لوړ پوړومامورینودلاسونو په تاوولو يا فشار اچولو کې یې لرله،دواړو د ازبکستان او تاجکستانحکومتونو د او ډي اې 555 گروپ دهوا له لارې د ننوتنې لپاره رسماً اجازه ورکړه. که چېرې دهوا حالات اجازه ورکړي، د اې گروپبه نن شپه الوتنه وکړي. په دوشنبه کې زموږ هوايي ډلې خبر راکړ چې دغرونو په سر هواپاکه دهاو دوی به دسهار په اتوبجوحرکت وکړي چې درې ته به لس نيمې بجې راورسيږي.

سټان ډاکټر اوریک دبگرام څخه تر اوسه نه ووراگرځېدلي نوځکه زه پیاده لاړم څوممتاز دچورلکې دراتگ اوله دې چې نن ماښام د اې گروپ راتگ تصدیق شوی او داځل یې وخت معلوم ؤ. له دې چې دڅلوېښتمې ورځې په مراسمو کې به ممتاز ته دغه خبر مزاحمت کوونکى وي ، بخښنه مې ترې وغوښته خوهغه د دغه خبر په اوېدو خوشال شو. هغه وویل چې مخکې له دې چې هغه مراسمو ته ولاړ شي هغه به دکوزردو په ځاى کې په همغه ماښام د رالېږدونې ترتیبات ونیسي. اوهمدارنگه کله چې ماسپښين هغه راوگر ځي د اې گروپونودهرکلي لپاره به هم ترتیب ونیسي. له دې چې له انجينر عارف سره مې تېره ورځ لیدنه ونه کړه ما وانگېرله چې شمالي ټلواله تر اوسه هم په دې پرېکړه ټینگه ولاړه ده چې د اې گروپونه درې ته دراتگ په مهال بایدملكي جامې په غاړه ولري. زه په مخابره باندې دډگروال ملهولانډدغبرگون څخه پوهېدم چې هغه به خپل کسان په یو یونیفارم کې رالیږي. دڅلویښتمې ورځې دمراسموپه ترسره كېدو سره نن ورځ دشمالي ټلوالېدکومجگپوړي مشر لیدل ناشوني ښكارېدل.

له دې امله چې دڅلوېښتمې ورځې مراسم تر سره كېدل، نن ورځ دشمالي ټلوالې دکوم جگپوړي مشر سره زموږ لیدنه ناشوني ښكارېدله. ما نشو کولای چې دغه موضوع ورسره وڅېړم. او ډي اې به راشي یا په یونیفارم کې اویا دیونیفارم څخه پرته او بیا به وگورو چې څه پېښېږي. دموټرودراتگ داواز له امله (ميوري)او دچورلکې څخه یې سامان راوړټول دروازې ته ورغلوميوري خوښ ښكارېده او په ورین تندي یې موسکا کوله. له ما یې وپوښتل چې (گیري)فکر وکړچې زه به له ځان سره څه لرم؟ما ورته وویل چې نور لس ملیون ډالر. هغه وویل چې نه دهغه څخه یوڅه بهتر دی خندا یې کوله اوویې ویل چې سل پاونډه سټار بکس (یو ډول کافي)کافي لرم. زه ددغه خبر له امله خوښ شوم خونه پوهېدم چې ولې قرارگاه ددې فکر کړی ؤچې سټار بکس کافي راولیږي. هغه وویل چې ایا تاته په یاد نه دي چې دبیا اکمالاتو په خاطر مولویه غوښتنه کړې وه، کریس پکې دسل پاونډه سټار بکس کافي او دانجیل کتاب غوښتنه کړې وه. موږ ټولووخندل خودادى دلته راورسېدل. دوی هغه دوه دکافي چڼوونكي اوسپنیز چاینک هم چې کریس یې غوښتنه کړې وه، رالېږلي دى او هو انجیل یې هم رالیږلی دی. براډ دسټار بکس دکمپنۍ دوه لویې کڅوړې راواخیستې او هره یوه یې دیوه پاونډ ځمکنۍ کافي څخه ډکه وه. دپیکپ موټرپه وروستۍ برخه کې دوه داخیستنې کڅوړېموجودې وې.

موږ ټول هلته په حیرانتیاسره ولاړؤ. ددېرشودقیقوپه جریان کې موږ تازهاوگرمه کافي بیا وڅکله. موږ جان محمد ته وروښودله چې څنگه دغه پخوانی ډوله کافي چڼوونكې څه ډول کارول کېږي اوباید څومره کافي پکې واچول شي. دورځې په جریان کې وروسته بیا هغه دوه نغري دکرسیون(یوډول تېل چې دسونگ موادو په ډول کارول کېږي. ژ)بخارۍ دپخلنځي دکړكۍ په باندینۍ برخه کې جوړې کړې وې او ځوان افغان يې ددغه لوښو دمسولینو په توگه ټاکلى و. داځای زموږدکافي دکان وگرځول شواو جان محمد له دې امله چې ځای یې ډېر پاک ساته زموږ له خوا ویاړ اخیستونكى شو.هغه هره ورځ یو لوښی دکافي څخه ډک او تیار درلود حتی دشپې دډوډۍ څخه تر ډېره ناوخته پورې. دمورال ساتلو لپاره دغه ټیله فوق العاده وه او دسهاردکا في لومړی پیاله هغه څه ؤچې موږ ټول به ورته انتظار ؤ. زه نه پوهېدم چې کریس به کله هم هغه غوښتل شوی انجیل لوستی وي خودترورېزم په وړاندې دریاست دلوجستیک افسردغه له فکره ډک عمل ؤچې دانجیل په اخیستلواو ده ته په رالیږلوکې یې اضافه هڅه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *