دېرشم څپركى

ریک سټان او ډاکټردکابل سره له لومړۍ کرښې څخه دغرمې لږ وروسته راوگرځېدل او خبر یې راکړ چې یو ساعت وړاندې په موټرکې د راتگ پرمهال یې د قوماندان مسعود دقبردغونډۍ سر دوېرکوونکو څخه ډک ولید. ما په دغه مراسمو کې د گډون هيله درلوده خو دعوت نه شوو. مانه غوښتل چې په داسې حال کې چې زموږ کورباگانو خپل احساسات څرگندول نابللی ورشم. په مراسمو کې زموږ گډون به دهغوی پام اړولی وای اومااحساس وکړچې دوېر او خپگان څرگندولو لپاره دغه وخت دهغه چا لپاره دی چې دقومندان سره اوسېدلي او دهغه سره یې په یو ځای جنگېدلي دي. دکړكۍ بهرنۍ برنډې کافي په چټكې سره پام ځان ته واړوه

او سټان، ریک او ډاکټرددغه کافي لومړنی پیالې په بیړه څښلې، فکر يې کاوه چې دکافي دوهمو پیالوتر ډکولو وړاندې به هغه ختمه شي.

ممتاز زموږ کورته دڅلور بجو په خوا اوشا کې راغی هغه له قهره ډک، خپه اوغلی ښكارېده اوویې ویل چې دقومندان مسعود لپاره مراسم ډېرپاروونكي ؤ. زه پوهېدم چې هغه ټوله ورځ ژړلي ؤاو زه پوهېدم چې دده لپاره دغه سخته ورځ وه. ما ورته وویل چې دغرونو په سر هوا ښه ده.

او زموږچورلکې له دوشبې څخه خوندي راورسېدې.

موږ هیله مند ؤ چې د اېگروپ به دخپل مهال وېش سره سم په همغه ماښام راورسېږي. ممتاز وویل چې هغه به په انجمن کنډوکې دهواله ليدونکي څخه دهواحالات وپوښتي اوهمدارنگه دشپې مهال دگروپ د ليږلو لپاره موټروانان او موټرونه د ښکته كېدلو په محل کې انتظار کړي.

دماښام په شپږوبجومودټاسک فورس ډاگر سره په تاشکند کې تماس ونیوه اوریک دډگروال مل هولانډ سره خبرې وکړې. دهغه ماښام لپاره دهوا حالات ښه اټکل شوي ؤخو په لوړو ارتفاعوکې دیخ سره دمخامخ كېدو خطرؤ.

۵۵۵ گروپ دندې ته تیار ؤ. دگروپ یوولس غړي به په دوه ټیټ غږلرونكو اېم اېچ 53 ډوله چورلکوکې دندې ته دتللولپاره الوتنه کوي. په استنه کې دکوزیدلوتخميني وختلس بجې ؤ. ایډاوگرېک هلته انتطار ؤاودچورلکوله پیلوټانوسره یې لس دقیقې یازیات وخت تېر کړڅو د هوایي کرښې دڅراغونو په واسطه دمځکې په نښه کول، اودمځکې جغرافیایي کوارډنیاټسره وڅېړي. جان محمد راغی اوله ما او رېک یې وغوښتل چې د اې گروپ داوسېدلولپاره دویم کورله نږدې وگورو. دغه کورزموږ دځای څخه تقریباً پينځه سوه فوټه لرې ؤاودبارک دکلي په یوه غاړه باندې پروت ؤ. دغه یو دوديز داوسېدلو دوديز کورؤچې دخټوجوړشوی لوړو دېوالونوپه واسطه درې کوچنی ودانۍ چې هغه هم له خټوجوړې شوې وې، چاپېره وو.

لومړنیودوه ودانيویو شمېر کوټې لرلې چې هره یوه یې پاکې اورڼاوې. دکوټوغولي خام ؤاودنویواوځیږوقالینو په واسطه پوښل شوي ؤ. دریمې ودانۍ دتشناب سهولت هم درلود. (غولی یې له کانگرېټ جوړ ؤچې په کونج کې یې یوغور ؤاوداوبو یو لویه بوکه ؤچې دکمود په توگهکارېده. (لیکوال)اویوه کوچنۍ سیمه یې درلوده چې دپخلنځي لپاره کارېدله. جان درې ځوانان درلودل چې ټولویې په پاک کاري او جاروکولو کې ډېر زحمت وباسه اوهغه ډاډ راکړ چې دغه ځای به درې ته دمېلمنودراتگ څخه وړاندې اوسېدلوته تیار وي. هغه وویل چې دمېلمنولپاره به تازه خواړه سره دچای اوکافي کورته دسرتېرودراتگ سره سمدستي تیار ولري. کله چې ریک اوزه خپل ځای ته راروان و، ومو لیدل چې دغه نوی کوردمهماتوډیپوته څومره چې زموږځای ورنږدې ؤ، هغومره واټن کې پروت ؤ. زما په فکر چې جان محمد غواړي چې ځان ډاډه کړي چې که چېرې دمهماتو ډیپوانفجار وکړي، باید موږ ټول پکې له منځه ولاړشو. ریک وویل چېهغه تراوسه هم د 122 ملي متره راکټونوغږچې درې شپې وړاندې هاخوا دېخواغورځېدلاوري.

په استنه کې په حقیقت کې دکووزیدلودوه ځايونه موجوددي. پاسنی ساحه په اسانی سره دوه چورلکې په ورته وخت کې ځایولای شي. نسبتاً کوچنی دویم محل دغونډی په ښکته لورې کې اودسیند سره په افقي سطحه پروت ؤ. شمالي ټلوالې خپل دوه اېم اى17 ډوله چورلکې په ښکتنی ساحهکې درولي وې. موږ هم خپله چورلکه ددوی دچورلکو سره یو ځای ودروله څودشپې دهوایي عملیاتولپاره پورتنی ساحه خالي شي. چې د اې گروپ یې لېږداوه کاوه باید دسويل لخواسیده اودرې ښکتنی برخې اودبارک دکلي له مخ څخه تېر اوبیا په سیند کې دکږلیچې سره چپ لورې ته چې دره پراخېږي، را گرځولی وای. دکوزېدلو دځاى دنښه کولوڅراغونه به دراتلونكې چورلکوپیلوټانوته په داسې حال کې چې ځاى ته رارسېږي دڅودقیقولپاره په اسانی سره سره لیدلای شي.

ډاکټربه یوځل بیا هم دخپلوطبيسامانونو سره دگړندي وخت لپاره منتظر ولاړ وي. کریس به له ممتاز سره له نږدې څخه کارکوي څو ډاډه شي چې ټول موټراودموټر چلوونكيحاضر وي اود اې گروپ به په چټكۍ اوموټرونوته واچوي. مېوري اوسټان غوښتل چې پکې شامل وای، ما هم غوښتل خوپه موټروکې ځای کم ؤنوددې دپاره باید زهله پاتې نور گروپ سره په خپل ځای کې پاتې وای. دشپې په نهو بجو د هرکليگروپ تیار اودکوزېدلو ځاى په نښه شوی ؤ. رېک داېچ اېف مخابرې په واسطه له موږ سره اړيکه ونیوه او ویې وویل چې ممتاز سره له ټرانسپورټ راورسېده. څلوردانې هایلوکس پک اپ موټرونه اوڅلورسرفجیپونهوو. تقریباًپه نهو نيمو بجوزه، ميوري اوسټان دکور بام ته وختلواوموږ دشپې عینکې هم درلودې څوچورلکې دکوزېدلو ځاى ته دتېرېدو په حال کې ووينو.

یوارام ماښام ؤاودتېرو دوه شپو څخه لږ څه گرم اواسمان هم پاک ؤاوسپوږمۍ هم دخپلوتیاره جاموڅخه دراوتلو په حال کې وه چې پریمانه چار چاپېره رڼا یې خوروله اودعینکوسره یې مرسته کوله. دراتلونكو چورلکوپیلوټانودالوتلولپاره ددې څخه غوره شپه نشوه پیداکولای.

په لس نيمو بجو مااوريک په مخابرې اړیکه ټینگه کړه څودراتلونكو چورلکو دراتگ حالت سره وڅېړواود ټاسک فورس ډاگر لخواوروستنی پیغام په نهو بجو او پنځه څلوېښت دقیقوباندې راغلی ؤاوهغوی خبر ورکړی ؤچې الوتنه دمهال وېش څخه لږوروسته پاتې ده ځکه چې د غرونو په لوړو څوکو د تیز باد اویخ سره مخ دي. موږ يوازې دومره کولایشول چې انتظارودرېږو. بیا دشپې په لس نيمو بجو موږشمال لورې ته دچورلکو وهونکو(درز لرونكې)څرخونو غږواورېد. دوی ټیټه الوتنه کوله اودغږڅخه موږ پوهېدوچې د درې په منځ کې سیده دسیند دجریان په تعقیب سره راروان ؤ. ماریک ته په داسې حال کې چې دوه توررنگه چورلکې زموږپه سر دتېرېدلو له امله غړمبهارکاوه، اوتقریباد يو سلو پنځوس فوټه په لوړوالي سره یې الوتنه کوله، دلاسي مخابرې په واسطه اړیکه ونیوه. دوی زموږ له موقیعت څخه په چټكۍ سره تېرې شوې اودکلي څخه لږوړاندې چپ لورې ته چې غټ کږلیچى ؤ، وگرځېدلې. دوی تقریبا یومیل دکوزیدلو ځاى ته ورنږدې شوې وې،خوکله چې دوی د درې کږلیچي ته ورننوتلې، دانجنونوغږیې بدلون وکړ. دا ښکاره وه چې دوی حرکت کراره اوپه هواکې درېدلوته یې تیاری نیوه. مېوري ډېرکوښښ کاوه چې ددې ښکته لورې ته په پام سره وگوري. ميوري وویل هغوی ښکته كېدلوته تیاری نیسي ددې فکرکوي چې دکوزېدلوکوارډنیاټو کې موقیعت لري خودوی یوميل یا لیرې زیات واټن لري. غږبیا بدلون وموند اوهغه وویل هوخدایه دوی خوښکته كېږي، داخوټوله سره گډه وډه شوه. ریک مخابره وکړه چې د درې په پورتنۍ برخه کې دوه چورلکې دکوزیدلوپه حال کېویني. بیا سمدستي یوې چورلکې پورته حرکت وکړاوله بلې چورلکې څخه لیرې ولاړه. کله چې ریک دپېښې په باره کې وغږیده، دوهمه چورلکه هم پورته شوه، داسې ښكارېده لکه دکوچنی غونډۍ څخه چې پورته شي اوبیاکېني تقریباً یوه دقیقه وقفه وه اوبیا دواړه چورلکې په هوا شوې اوانجنونویې غړمبهار تېز کړ. دکور دبام څخه موږ ولیدلچې دواړه چورلکې زموږخواته بیرته راروانې شوې اودرې سوه فوټه لوړې شوې اود درې شمال لورې ته زموږ په سرونوتېرې شوې. دکوم علت په اساس هغوى دکوزېدلوځاى غلط کړی ؤاود555گروپ یې په دوومختلفوځايونو کې کوز کړىوو. په مخابره کې دریک اواز مات شو. هغه وویل چې هغوی به له هغه ځایه حرکت وکړي څوگروپ پیداکړي. دوی سره بېل بېل ؤ. دوهمې چورلکې گروپ ډېر لرې د درې په ختیځه برخه کې ښکته کړی ؤ. ریک ته مې ځواب ورکړچې ميوري سټان اوزه به پیاده ووځو څوهغوی ولټوو. داسې ښکاري چې موږ ته به لومړنی گروپ ستاسې څخه نږدې وي. هلته به سره وگورو موږپه زینوکې ښکته منډې کړې، څراغونه موهم راواخیستل اودکلي په خواموښکته داستانې په لورې حرکت وکړ. موږډېرگړندي روان ؤتقریباً منډې ته نږدېؤاوله ځان سره مې پوښتنه پیداكېدله: چې څنگه كېدلای شي چې دغو کسانو دکوزېدلو ځاى غلط کړى وي. یواړخیزه ښکته كېدل خوهم نه ؤ، دښکته كېدلو ځاى هم په نښه شوی ؤ. دوی خوبایدله دوه میله واټن څخه هم لیدليوای. اوولې دغه دوه چورلکوگروپ سره بېل کړ؟که څه هم چې دوی پوهېدلي دي چې دوی په صحیح کوارډنیاټوکېنه ښکته كېږي، گروپ یې ښکته کړاوبیا یې ولې یوځای ښکته نه کړل. تقریبا دکلي څخه یومیل بیدیا، سړک دسیندغاړې سره غزېده. دکوچنیو کانالونویوه لړۍ دسیند اوسړک تر منځ بهېدله اوميوري له دغه لندې سیمې ورپورې شوڅوهغه نقطې ته چې موږ فکرکاوه چې لومړی چورلکه پکې کښیناستلهتېز ورورسېږي.

موږختیځ اوزموږمخامخ لورې ته چې سیمه په غونډیوبدلېدله، څراغونه لیدل. هغه سیمه چې لرگي ؤاودځنگلي واښو په واسطه پوښل شوې وه اویوشمېر څراغونه ښكارېدل چې ها خوا اودیخوا گرځېدل ميوري وویل چې هغه به گروپ وي. دوی پوهېږي چې په غلط ځای باندې ښکته شوي دي اوموږته اشارې کويهغه منډه کړه اودولاړوکانالونواوبه یې ورزولې. اودڅراغونو په طرف ورغی.

ما او سټان کوښښ وکړچې په هغه پسې ورورسېږوخوهغه اوس دمنډې په حال کې ؤڅراغونه هم زموږپه لورې راروان ؤ، اوميوري ورغږکړ موږ امريكایان یو، دېخوا موږ امريكایان یو، موږ دميوري څخه تقریبا شل فوټه لیرې ؤچې هغه دسیندغاړې ته ورورسېدداوبو جریان دلته تېزؤاوپه شپه کې داوبودژوروالي مالومول ناشوني ؤ. ميوري تراوسه هم اوږده قدمونه اخیستل اوداوبویخ جریان ته یې یوه سخته اوسطحي غوټه وروکړه. هغه په شدت سره لامبو وهله اوپه تیاره دلامبوله امله اوبه دسپین رش په ډول ښکارېدې. سټان اوزه ودرېدلواودغه منظره موسروې کړه. سیند دلته پراخه ؤخوزموږښی خواته تنگ ؤ. سټان تیږې ولیدې چې دسیند هاخواپورې كېدلې اوموږدتیږې په لورې حرکت وکړ. مېوري دسیند هاخواته ورسېد اودڅلورفوټه جگ دخټوله پولې (مورې)سره مخامخ شو. هغه دسیند له غاړې دخس اوخاشک (یو ډول بیکاره بوټي)څخه په تیزی سره تېر شواوبیا دپنجواوپښووهلوپه مرسته دښوینې پولې سرته پورته شو. کله چې ميوري ودرېده، څراغونه تقریبا دلسوفوټوپه واټن کې ؤاودده په لورې یې وربلولې. هې امريكايان يو، زه یو امريكایي یم اودلته راغلی یم چې له تا سو سرهوگورم. ولې ځواب نه راکوى؟

هغه کسانوچې څراغونه یې نیولي ؤمېوري ته ورنږدې شول. اومېوري ولیدل چې دوی دامريكې ځانگړي ځواکونه نه بلکې یوڅو افغانان ؤچې ددغه شوراو نا کرارۍ له امله له کورونوبهر راوتلي ؤ.

ميوري چې په خټو لړلی ؤ، اوټول لوند ؤچې دسرویښتان یې ټول په سر باندې سرېښ ؤ. هغوی ته په بهرنۍ ژبه کې چېغې وهلې.

دوی ښایي فکر کړی وي چې دی دبهرنۍ فضا کس دى. له نېکمرغه هغوی سره وسلې نه وې ، زه اوسټان دسیند څخه پورې غاړې کې و، چې پښې پورې شوؤ. ميوري هم زموږچپ لورې ته ؤ. دیوشمېرموټروڅراغونه هم زموږښکته اوپورته كېدل اوموږپوهېدوچې زموږد هرکليگروپ دی د اې گروپ په لټه کې ؤ.

موټروخپل لوري ته بدلون ورکړاوموږهم ددوی په خوامنډې پیل کړې. مېوري هم زموږمخې ته راغی او د 555 نیمایي گروپ هم همدلته په سیمه کې ؤ. دوی خپل سامان په یوه کړۍ کې ددفاع دپاره ایښى ؤاوزموږدرارسېدوپه انتظار ؤیوسرتېری چې وارنټ افسر ډي د کړۍ څخه راووت اودرارسېدونكيگروپ په لورې په احتیاط سره ورغی. ميوري هغه ته په داسې حال کې چې خپل لونداوپه خټوککړ لاس یې وروغزوه اوویې وویل: اې ملگرو، زما نوم ميوري دی:افغانستان ته په خیرراغلی. موټرتقریبا شل فوټه لیرې ودرېدل اود درېدو څراغونه یې بل ؤما ولیدل چې ریک دموټر څخه ښکته شواوما اوریک دځانگړوځواکونو گروپ ته درسېدو لږڅه وړاندې سره یوځای شو. ماخپل لاس وروغزاوه اوومې ویل: افغانستان ته راتگ له امله درته هرکلی وایم: موږدسي اى اې هغه گروپ یو چې تاسې به ورسره دلته کار کوی.

سرتېري یوڅه گنگس ښکاره شو. اودده داوږې هاخوا مې ولیدل چې د اې گروپ نورغړي زموږپه خوا دحرکت په حال کې ؤ. ماورته وویل چې موږ موټرلرواوموږبه تاسې سمدستي وروسته دهغې چې ستاسې پاتې کسان پیداکړوخوندي کورته ولېږدوو. کله چې تاسې هلته ځای په ځای شوی تاسې ته به تازه کافي اوتازه خواړه هم تیار وي راځی چې سامان موټروته ورواچوؤاو پاتې ملگري موپیداکړو. کله دغه کار ترسره كېده، ساعت ته مې وروکتل داوخت دشپې يوولس بجې وې. کریس وویل چې ددغه او ډي اې نیمایي گروپ سامان څلورپیک اپ موټرې ډکې کړې. هغه وویل چې دغه

موټرباید سامان ولېږدوي اوبیا دهغې خوا څخه خالي موټردگروپ بلې برخې سامان ته راولي. وارنټ افسر ( ډي) (1)زموږسره هوکړه وکړه. ددغه گروپ دوه کسان اوزموږ دگروپ څوکسان دخوندي کور په لورې ولاړل. د555 گروپ پاتې برخه موسهارپه دولس بجو او دېرشو دقيقو پیداکړه. دوی هم خپل سامان په واسطه یوه دفاعي کرښه جوړه کړې وه اوددې لپاره چې یا چاپیداکړي وای اویا هم دسهارسپېدي چاودلپاره انتظارؤ. دگروپ قومندان تورن آر له دې امله چې موږیې ولیدو، ډېرخوښ شو. په دولس بجو او پنځه څلويښتو دقيقو مود او ډي اې ټول گروپ خوندي کورته راورساوه. د ژمنې سره سم جان محمدهم د خپلوهلکانو په واسطه گرمه ډوډۍ،چای اوکافي هم تیار کړيوو. سټار بکس کافي وه. موږدتورن آر(2)اودهغه کسان له دې امله خبر کړل. په سپین اورڼا کورکې دننه ومې لیدل چې ټول گرو پ په یونیفارم کې ؤموږ په دې چې ولې دغه دوه چورلکودکوزیدلوځاى غلط کړهیڅ پوه نه شوو. موږگمان وکړچې یاخوپیلوټانوته غلط جغرافیاوي کوارډيناټ ورکړلشوي اویا د هغوی فکرونه گډوډشوي اوفکریې کړی چې دوی په هدف باندې دي خود هرکليگروپ لا نشت��، ددغه غلطۍ له امله څوک زخمي نه شول.خو غلطې ترسره شوه.

موږانجينر عارف ته ډېره ستاینه کړې وهچې ځانگړي ځواکونه په شپه کې هم په خپل هدف باندې دکومېستونزې څخه پرته كېنستلای شي اوموږبه د اې گروپ دکوزېدلو ځاى ته درسېدلو وروسته دڅودقیقوپه بهير کې هغوى راوباسو. ددې په ځای لکه موږچې په منځني ختيځ کې ويلي وو دایوتاریخي توپیر ؤ. د درې دټولوبرخوکلي وال په دغه لټون باندې خبر شول اوزیاتوکسانوخوپه لټون کې برخههم واخیسته. زه ډاډه وم چې دشپې دپېښې مالومات انجينرغارف ته دسهار دسپیدي چاودسره سم رپوټکړای شوياوهمدارنگه له دې چې گروپ په یونیفارم کې راغلی هغه ته خبرورکړل شوى. انجينرعارف سره دمعاملې کولولپاره یوبله په زړه پورې ورځ وه.

(1)وارنټ افسر هغه مسول کس و چې د گروپ د غړيو د خوځښت او خوندي اوسېدلو مسوليت يې په غاړه لري. ژباړن

(2)ليکوال د خپلو مامورينو د نومونو د پټ ساتلو لپاره د شخص د نوم يوازې يو حرف ليکى دى، هيله منديم چې لوستونکي ته د قضاوت په مهال ياد وي. ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *