دوه دېرشم څپركى

راتلونكې سهاردکافی څښلوپه مهال دتېرې شپې راغلو لیکونوته کتنه وکړه. دالفا(هغه گروپ چې ددوستم سره په مزار شریف کې یوځای شوی ؤ.)لخوا یولنډ لیک راغلی ؤاوپکې لیکلي یې ؤچې دوسلې اومهماتوغورځونه تېر ماښام دمهال وېش سره سمه تر سره شوه. په لیک کې ددغه اکمالاتودغورځونې له امله دعطا غبر گون په اړه څه نه ؤلیکل شوي،. ریک دخوندي مخابرې له لارې الفا گروپ سره اړیکه ونیوه. دهغوی دمخابرې افسر تصدیق کړه چې غورځونه ښه ترسره شوه اوټول نبډل ترلاسه شوی دی اوحالات ارام دي. آر جې اودالفا گروپ نور غړي ددوستم سره دلیدنې لپاره تللي ؤ. ریک له هغه وغوښتل چې آر جې موږسره هر څومره ژر چې وخت پیداکړي موږسره اړیکه ونیسي. داچې دعطا لخواسمدستی کوم غبرگون نه ؤ، د ستايلو وړوه. خودورځې په بهير کې به څه پېښ شي، داهغه څه ؤ چې موږیې اندیښمن کړي ؤ. دترورېزم په وړاندې له مرکز څخه یوپه زړه پورې لیک راغی چې ددوستم اوعطا ترمنځ په کې د حالاتو څېړنه شوې وه. په تلگراف کې لیکل شوي ؤچې ددغه ستونزې دحل ځواب یوداؤچې باید دعطا سره دیوځای كېدلو لپاره دسي اى اې بل جلا گروپ ولېږل شي. دعطا دجنگیالو شمېر ددوستم سره برابر ؤاودمزار شریف په سیمه کې دجگړیزوعملیاتودپیل سره سم دشمالي ټلوالې ددواړولویوقومندانانوسره سم د سي اى اې دگروپ شتوالی مهم ؤ. سي ټي سي (دترورېزم په وړاندې د مبارزې مرکز)نظرورکړی ؤچې دالفا گروپ په منځ نیم شي اودگروپ نیمه یې برخه دعطاسره یوځای شي. دغه سمون به دلنډ وخت لپاره وي ځکه چې دواړه گروپونه به دکارمندانودکموالي سره مخ شي خوسي ټي سي داضافه کارمندانودلېږلولپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې وې. زموږلپاره چې دلته دمېز چار چاپېره ناست ؤو، داښه نظرڅرگندشوخوزموږلپاره ددغه پرېکړې په اړه دالفا گروپ دنظرڅرنگوالی په زړه پورې ؤ. دقرارگاه څخه وروستنی لیک کې لیکل شوي ؤچې سنټ کام غواړي چې دپنجشېر درې ته دویم اې گروپ راولیږي. سينټ کام او ټاسک فورس ډاگر مخکې له مخکې دلوجستیکوترتیباتونیول پیل کړي ؤ. ددې څخه پرته، ددې لپاره چې دلته دفعالیتونودانسجام اوددواړو او ډي اې گروپونولپاره دیوه امر دموجودیت په خاطرد او ډي اېاړوند سي سي اي (دقومندې اوكنټرول کسان)دگروپ پنجشېر ته رالېږلوپه سر هم بحث روان ؤ. ریک وویل چې په عنعنوي ډول دځانگړوځواکونویوگروپ دیوه تورن یا دلوړپوړي ساتندویه افسر (هغه افسرچې دگروپ دغړواوتوكودساتنې شول وي. ژ)لخوا قومنده کېږي. ددې لپاره د او ډي اې (دځانگړوگروپونوبل نوم. ژ)څوگروپونه ساحې ته لیږل کېږي. ددغه گروپونولخوا به دهوا له لارې دهدفونه په نښه کولوپه سيالۍ غوښتنې کېږي اود او ډي اې قومندان دپوځي خوړوله کمښت سره هم مخامخ ؤاودمنابعولېږلوته په حق اولیه ورکولوکې به داکمښت ستونزه رامنځته کړي. په هرځل دځانگړوځواکونود او ډي اې / سي سي اي ددویم بریدمن لخوا قومنده کېږي اودهغه رتبه دااجازه ورکوي چې دهوایي مرستې لپاره سياليزې غوښتنې انسجام اودهوایي دارایى (شتو)ویش وکړي. زه لهدې سره لېواله شوم. موږنظر داؤچې له هغوی وغواړوچې د او ډي اې دویم گروپ خواجه بها والدین ته ولېږل شي څودجنرال بریالي خان سره دتخار په لومړۍ کرښه باندې کار وکړي، اود او ډي اې/ سي سي اي (قومندې اوكنټرول کسان)گروپ زموږترڅنگ په هغه ودانۍ کې چې د او ډي اې لخوا خالي شوي وه، ځای په ځای کړای شي. ریک وویل چې هغه به له ټاسک فورس ډاگر سره اړیکه ونیسي څوله هغوددغه اضافه لیږنې په اړه وپوښتي.

دسهار په اووه بجو او لس دقیقوممتاز راغی اودانجينر عارف لخوا یې یوپیغام چې غواړي هغه له موږسره وڅېړي راوړ. موږدلیدنو اوکتنوکوټې ته چې دغه ودانۍته مخامخ وه. سره دکافي ولاړو. ممتاز خپه ښكارېده اودا ښکاره وه چې مخکې له دې چې هغه دعارف پیغام راواوروي، بدخبرؤ. هغه وویل چې دشمالي ټلوالې دمشرانوگروپ تېره شپه ددوستم اوعطا ترمنځ دحالاتودڅېړلولپاره غونډه درلوده. ممتاز په شرمندوكي ډول سره وویل چې ددوی غونډه په دې سره هوکړې ته ورسېده چې د الفا (Alfa)گروپ حتماً بایدددوستم څخه راووځي. جنرال فهیم اودشمالي ټلوالې مشرانود سي اى اې هغه پرېکړه چې ددوستم سره باید یو گروپ یوځای شي، یوه جدي تېروتنهده. داهغه ځواب نه ؤ چې ما یې هیله درلوده. زه پوهېدم چې په هیڅ وجه به سي اى اې شمالي ټلوالې ته اجازه ورنکړي چې زموږدساحوي گروپونودچېرته اوچا سره دلېږلوپرېکړه په زور سره بدله کړي. الفا گروپ مخکې له مخکې موجودؤاوباید پاتې وای اولږتر لږه درې گروپونه دراتلونكو دوه اوونیو په بهير کې د رالېږلولپاره تیارېدل. ما ممتاز ته وویل چې زه پوهېږم چې په دره کې دشمالي ټلوالې مشران له دې چې موږدهېواد په لویدیځ کې دشمالي ټلوالې قومندانانوته په خپلواک ډول گروپونه ولېږل، خپه دي. سره له دې زموږپلان داؤچې د سي اى اې اودځانگړوځواکونوگروپونه دهېوادپه سطحه داغېزمنوقومندانانوسره یوځای کړوڅودطالبانوپه وړاندې جگړه په ښه ډول په مخ یوسي. دغه ستراتیژي داسې پرېكړه نه وه چې دشمالي ټلوالې ځواک ته په پټه زیان ورسوي. موږدعطا هغه اندیښنې چې ددوستم سره د سي اى اې اړیکې به هغه له ډگره غاړې ته وباسي، پوهېدوخوداپه حقیقت کې داسې نه وه. موږدعطا سره د سي اى اې دپرسونل دیوځای پلان باندې مخکې له مخکې بحث درلود اوښایي راتلونكو یوه یا دوه ورځوکې تر سره شي. ماله ممتاز وغوښتل چې دغه پیغام انجينر عارف ته ورسوي. زه پوهېدم چې زما له دغه ځواب سره هغه خوښ نه ؤخوهغه هوکړه وکړه چې هغه به هر څومره ژر چې وکولای شيله انجينر عارف سره لیدنه وکړي. څوزما خبرې هغه ته ورسوي. ممتاز په اته بجو بېرته راوگرځېد. عارف هم واضحاً چېرته نږدې کارکاوه اوممتاز له اول ځل څخه هم ډېرخپه ښكارېده. انجينر عارف هغه څه ته چې ما ددوستم اوعطا دحالت په اړه ویلي ؤ، توجه سره غوږنیولی ؤخودشمالي ټلوالې پرېکړه بدله نه شوه. دالفا گروپ باید ددوستم څخه راووځي. ما په چوكۍ کې تكېه وکړه سرمې وښوراوه اوپه ادبانه ډول مې ورته ورته وویل ممتاز دامريكې ددولت ترټولولوړپوړوچارواکوداپرېکړه کړې چې د سي اى اې گروپونه به دټولواغېزمنوقومندانانوسره چې دطالبانوپه وړاندې په مخالفت کې درېږي پرته له دې چې دهغوی مذهبي، نژادي اوقومې سابقه په پام کې ونیول شي. دهغوی سره دندولپاره یوځای کړي. موږدوهم گروپ ددوستم سره دامنیتي اواداري دلایلواوهمدارنگه ځکه چې هغه یواغېزناکه قومندان دی، ولېږه. موږبه یوگروپ عطا ته هرڅومره ژرچې ترتیبات ونیول شي، ورولېږو. موږدالفا گروپ ددوستم څخه راونه باسو. لطفاً عارف ته ووایه چې داپرېکړه دامريكې ددولت پرېکړه ده. زه په خوښی سره کولای شم چې دغه موضوع دعارف اویا دشمالي ټلوالې له نورومشرانوسره، هر‌ډول چې دوی غواړي، وڅېړم. کله چې دروازې ته دتگ په حال کې وم، ممتاز ته مې موسکا وکړه، اوپه شا مې وټپاوه. هغه يوازې یوپیغام وړونكى ؤ. هغه ته ځان ډېر ښکته ښکاره شوما هم پرې زړه وخوږېده. زه باید دا ومنم چې ماته هم ځان ډېر ټیټ ښکاره شو. دغه حالات ښه روان نه ؤ. موږددوستم اودعطا دحالت په باره کې ښه هیله مندؤ. هغه ډول خبرچې دغه جنجال له منځه یوسي اوعطا دهمکاری کولوته وهڅوي. کله چې زه اوریک دفتر ته راورسېدو، کریس موسکا وکړه. هغه دالفا گروپ څخه راغلی تلگراف په لاس کې و. داهغه ښه خبر ؤ، چې موږورته اړتیا درلوده. آر جې لیکلي ؤچې دوستم تېره شپه دعطا له استازو سره په داسې حال کې چې آر جې اودالفا گروپ څونور غړي په کوټه کې موجودؤ، لیدلی ؤ. دوستم دگروپ غړوته ویلي ؤچې دهغه لپاره به دا وړ وي چې د سي اى اې ټوله مرسته یوازې دی ترلاسه کړي ځکه چې امريكایان افغانستان ته دشمالي ټلوالې سره طالبانوته په ماتې ورکولوکې دمرستې کولولپاره راغلی دي. امريكایان غواړي چې دغه یوه گډه هڅه شي اوهغه اکمالات چې په همغه ماښام موترلاسه کړي دي دعطا سره په مساوي ډول شریک کړل شي. دوستم خپلوخبرو ته دوام ورکړاوویې ویل چې دعطا استازي اودهغوټول قوماندان چې داکمالاتوراغورځېدلو ځاى ته بدرگه کړي. او وڅاري. بيا به دغه توكي زموږ كېمپ ته راوړل شي اوهلته به په مساوي توگه وویشل شي. قومندان عطا چې هرکله تیارشو. کولای شي خپله برخه یوسي. دوستم وویل چې د سي اى اې لخواپه راتلونكې کې ټول راغورځېدونكي اکمالات به په مساوی ډول وویشل شی.

آر جې وویل چې په غونډه کې ددوستم ددښمن په لورې ددغه له سخاوت ډک غبرگون ته ټول هک پک ؤ. ددوستم دغه پرېکړه دهغه دخصوصیاتوڅخه بهر وه. اوددوستم دغه یوناڅاپي پرېکړه دعطا قومندانان دومره حیران کړل چې نور یې هیڅ ونه ویل خوله هغه یې مننه وکړه.

الفا گروپ ددوستم له قرارگاه څخه لیدنه وکړه څودعطا قومندانانوته دوسلې اومهماتو لېږدول چې هغوی دهایلوکس پیک اپ موټرپه کاروان کې خپله برخه وړله، له نږدې وکتله. آر جې وویل چې دالفا گروپ دنیمایي کولونظرسره موافق دی. هغه په همغه سهاردغه ددوستم سره شریک کړ اودوستم هم له دغه حرکت سره هوکړه کړې وه. دعطا سره هم په همغه ماسپښن دلیدنې لپاره وحت ټاکل شوی څو آر جېله عطا سره دغه نظر گډ کړي.

دایوفوق العاده خبر ؤ. زه پوهېدم چې جنرال دوستم یوهوښیارساحوي قومندان دی اوزه هروخت په دې عقیده وم چې هغه زیات دعمل سړی ؤنه یوسیاسي ټگ برگ اوغولوونكى سړی. د سي اى اې داکمالاتودشریک کولوعمل یې یوځیرک عمل ؤ. د سي اى اې گروپ نیمایي کول اوعطا ته نیمایي برخه گروپ ورلېږلوسره دهغه هوکړه هم ځیرکتیااوله لیدو، دوستم اوس په لوړځای ولاړؤ. اوعطا ته یې ددوستم سره دهمکاری کولوڅخه بل انتخاب نه و ایښی اوپه داسې نه کولوسره به عطا هغه ته کوچنی اوټیټ سړی پېژندل كېده څوک چې طالبانوته په ماتې ورکولوکې نه بلکې په خپل شهرت ،کبر اولویي ته تږى دی. که چېرې عطا دوستم سره همغږۍ ته تيار شي. دابه دجنرال فهیم دپښوڅخه قالینه راوباسي. ددې لپاره چې دوستم اوعطا په خپل منځ کې همکاري ولري اواکمالات سره وویشي. دالفا گروپ د مخې لېرې کولو لپاره کوم دلیل شتون نه لري. که چېرې داکارهغه ډول چې ما فکر کاوه، ترسره شي نوجنرال دوستم ته دیوې پگړۍ دکولو پوروړی کېږم. انجينرعارف په همغه ماسپښن زموږکورته تقریبا درې نیمې بجې راغی اوموږ نوي دقيقې غونډه درلوده څودغه موضوع حل کړو. ددوستم دغه ښه حرمت چې دقومندان عطا سره یې دهرڅه شریک کول ؤ، هغه بحثونه چې عارف دلیدنې په مهال رامنځته کړل له منځه یوړلې. دمزارشریف په سیمه کې دیوبل سره پرېکړه اومرسته کوي اودماموریت په بشپړولوکې چې دطالبانودځواکونوماتول ؤ، مرسته کوله. دغه حالت په پنجشېر کې دشمالي ټلوالې دمشرانودلاس څخه وتلی ؤ. الفا گروپ دوه برخې كېده چې یوه برخه یې براو (BRAVO) نومول كېده، له عطا سره یوځای كېدله موږهرڅومره ژر چې كېدله. دواړه گروپونه تقویه کول اوپه ځانگړو او ډي اې گروپونوباندې فشارراوړڅوله دواړوقومندانانوسره ددندې لپاره گروپونه یوځای کړو.

ماهغه ته د سي اى اې هغه پرېکړه واضحه کړه چې په شمالي افغانستان کې دامکان په صورت کې دهرڅومره اغېزمنوقومندانانوسره دگروپونویوځای کولوموضوع کې دبحث لپاره هیڅ ځای شتون نه لري.

انجينر عارف اوپه دره کې دشمالي ټلوالې نور څه نه شوکولای خودغه حقیقت حتمي پېښېدلو له امله غاړه اېښودلوته اړ ؤ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *