لیکوال

زه دوو خبرو سرګردانه كړئ وم او تلوسه ئې را اچولى وه، يوه خو دا چى ما په بازار كښى يوه پېغله ليدلى وه او لېونتوب راسره وو چى دا ده څوك او او بيا دا هم چى څنګه به ئې د ځان كوم ولى چى د غضب ښكلا او حسن ئې درلود . بله خبره دا وه چى زه او زما دوه ملګرى به د ښار په يو ګران هوټل كښى كښېنستلو ، خو له څو شپو به هلته تل يو ناولد سړئ راغئ او په موږ به ئې غوږ ونيوئ ، زما د ملګرو خو به نه وو ورته پام ، خو زه به ورباندى پوهېدم چى هغه په ډېر ځير سره زموږ خبرى اورى او راځى هم خاص زموږ دپاره . زه به تل حېران وم چى ددغه سړى مطلب څه دئ ، دئ دئ څوك ، د پوليس جاسوس خو نه دئ ، كه داسى ده ، نو دغه دده غلط فهمى ده ، نه خو موږ څه سياسى خلګ يو ، نه مجرمان او نه مو چېرى د غلا نيت دئ . كله كله به ما ويل چىكېدئ سوائ په موږ كښى څوك وژل غواړى ، نو خبره دا وه چى نه خو موږ دښمن داره وو ، نه د چا ضد راسره وو او نه مو كله چاته څه بد رسولى وو يا ئې پور راباندى وو چى ددغه نمرود كافر غوږونه به تل په موږ كښى وو . دا رنګه زما بې عقله ملګرى خو نه ورباندى پوهېدل ، خو زما پام به تل په ده كښى وو ، پرېشان به ئې هم ساتلم او ملګرو ته به مى هم ځكه نه سو وئيلائ چى دا ونه واى چى لېونئ دئ ، برناحقه په چا شك كوى ، څو واره په زړه كښى راغلل چى دغه ناولد تر غاړى ونيسم ، خو بيا به مى وئيل چى شا وخوا ناست شريف او ورو ورو ګائېندونكى خلګ به را پورى حېران سى او وبه هم خاندى او د هوټل څښتن به د همېښ دپاره بنديځ راباندى ولګوى ، ولى چى هغه هوټل د مړو ، شتمنو او لويو سركارى خلګو دپاره وو ، د عامو او جنګيالى وګړو دپاره نه .

له كومى ورځى څخه چى مى حسن پرى ليدلى وه ، بس يو لېونتوب را لوېدلئ وو او تل به كړهانده وم چى كله به ئې بيا وينم . عجبه ده كله كله به د هغې په ياد كښى غم هم راباندى خور سو او د بنګلې په ښكلى چمنى كښى به ماخوستن يكړ كښېنستم ، نو ولى چى زه د خپل مور و پلار يواځنئ اولاد يم ، د موركۍ به ډېر ګروم راباندى كېدئ چى ناروغه خو نه ئې ، خو ما به ادې ته وئيل چى په تېز باد كښى د سپېدار د درختو شور او د شاوخوا ګلابو او چمبېليو خوشبوى خوند راكوى . په داسى حال كښى به مى كله كله د خپلى خوښى كتاب هم راواخيستئ ، په ارام كرسۍ كښى به ناست وم ، لوړ به د سپين بلب سپينه رڼا وه او تر ډېره به مى كتئ . دغه په رښتيا چى زما د زړه كتاب وو او نوم ئې وو د نطشې سپرمېن .

عجبه ده ما چى به كله دغه اثر وايه نو به مى ځان په رښتيا د نطشې سپرمين ګڼئ ، د هغه رښتونكئ آئيډيل او يو زورور سړئ چى كله هم ماته نه خورى .

په هغه وختونو كښى زه په كالج كښى وم ، خو له كومى ورځى څخه چى مى پېغله د ښار په يو ډك بازار كښى ليدلى وه او هغې راته خندلى وو ، نو د نطشې په كتاب كښى مى دلچسپى زياته سوى وه او زړه به مى زيات پكښى لګيدئ . قدرت وو چى دشپې به هم هغه وخت يو مرغه هم راغئ چى په درختو كښى به چېرى پټ كښېبستئ او خپلى غمزده سندرى به ئې پيل كړې . دغه راز به زما د زړه غمرازى نوره زياته سوه ، خو د جرمن ليكوال توان من سړى به بيرته راژوندئ كړم . و غمجن مرغه ته به مى بدورد ووئيل او ځان به بيرته سپرمين راته ښكاره سو چى زه خو هر څه كولائ سم ، دغه پېغله به پائ هم ولټوم او هم به ئې د ځان كړم .

اوس يو ځل بيا هغه پېغله ما په بازار كښى په يو بل داسى دكان كښى وليده چېرى چى د نارينوو او زنانو ګوټونه خرڅېدل . هغه د سترګو په رپ كښى زما له څنګ سره تېره سوه ، خو څرنګه چى زموږ سترګى سره دوې سوې ، نو راته مسكۍ سوه ، دا څه چى ما به كله پر مخ څه ښه تاثرات راوستل ، نو هم هغه مهال د دوكان و مخته په يو نوى هنډا سيويك كښى بيا شاته ناسته وه او ډرائېور ئې ګاډۍ روانه كړى وه او زه ئې ارمانجن پرېښولم . تېره پلا د هغې جلا موټر وو او دغه وار جلا ، مطلب دا چى خورا مړه وه ، خو ما په زړه كښى وخندل چى زه هم سپرمين يم او بل تر تا كم نه يم . پائ به دى د ځان كړم .

ماښام چى په هوتل كښى له خپلو ملګرو ذيشان او سليم سره كښېنستلم ، نو بيرته هغه د پاخه عمر ناولده سړئ راښكاره سو چى زما زړه ورسره درز وهل ، د څنګ په ټېبل كښېنستئ او زموږ و مجلس ته غوږ غوږ سو .

موږ به تل په مست حسن ګائېدلو ، يوه خو ځوانى وه ، بل موږ كله څه ليدلى هم نه وو ، ناليده وو او د يوې حسينى و شونډو ته به مو بلګ وهئ ، ځكه به مو تل سړې ساوى كښې او له ارمانه به ډك وو ، خو رښتيا خبره دا وه چى ما ځان سپر مين ګڼئ او دا مى يقين وو چى دغه نېكمرغه ورځ به هم حتما راځى .

ناولد سړى نن هم و موږ ته خورا په دلچسپۍ كتل او زه پرله پسې خوړل كېدلم چى دئ ولى داسى كوى ، څو واره مى زړه وغوښتئ چى ورولاړ سم او تر ګرېوانه ئې ونيسم چى ستا مطلب څه دئ ، خو زما دوست د خپل ګاوند د يوې ښكلى مړې كونډى قيصه راواخيسته او داسى په خوند خوند ئې كوله چى څرنګه د يو ځوان فقير او هغې دوستى سوه ، باچا ئې ځنى جوړ كړ او بيا يوه ورځ په يو هوټل كښى يو شناخته د مينى په حال كښى ونيول .

نن شپه چى زه بيا په لان كښى كښېنستلم ، نو بيرته د ناولدى پېغلى يادونو نشه نشه كړم ، هغه تل زما ومخته ولاړه وه او مسكل ئې ، په داسى حال كښى ناڅاپه د پټ مرغه دړدېدلى ناره سوه او پېغله په خندا زما له تصوره ووته . بيرته مى په روح د غم ساې خورى سوې او جداى احساسات ئې را زيات كړل ، خو كور ئې ودان د نطشې چى زما ئې كتاب ته پام سو او بيرته ئې له ما د كمزورى سړى په ځائ زورور سړئ جوړ كرئ .

بله ورځ مى د ښار په ماركيټ كښى د ځان دپاره ټاى رانيوله چى ښاپېرۍ مى بيا تر سترګو سوه ، واه نن مى بخت بيا برابر وو . اوس ما داسى رډ ورته وكتل لكه زه او داچى له ډېرى مودې شناخته يو ، خو هغې نن هم يوازى له مسكا كار واخيست او د يو ګړى دپاره ئې په خپلو بادامى سترګو زما د وجود جاج واخيست ، په هغو سترګو كښى زما دپاره ډېر ښه تاثرات وو بلكه كه دا ووايم چى ډېر څه وو ، نو بده خبره به نه وى ، خو له بده مرغه ناڅاپه څو ښكلى ماډرنى ښځى راښكاره سوې چى سوداوى ئې اخيستى وې او د هغې ښكلى نظر په نيمئ لارى كښى زه يكړ پرېښولم او هغه له دوئ سره روانه سوه . ماوئيل چى نن به څه نه څه ورته وايم ، خو ټول ارمان مى په زړه كښى وران پاته سو .

په هغه ماښام چى زه او دواړه ملګرى په هوټل كښى كښېنستلو ، نو بيرته موږ وو او د ځوانۍ خبرى ، كه مى كتل هغه د پاخه عمر جاسوس بيرته راښكاره سو او راغئ زموږ د څنګ په ټېبل كښېنستئ ، زما نن پوخ نيت وو چى پوښتنه به ځنى كوم چى كاكو ستا مطلب څه دئ چى هره ورځ راسې ، زموږ له څنګ سره كښينې او بيا غوږ دى هم راباندى نيولئ وى كه زما ملګرى په تا نه پوهېږى ، زه خو درباندى پوهېږم ، اخير ته غواړې څه . زما نيت وو چى يو دوه سكان به ئې هم وهم . مه كوه چى هغه ناڅاپه را پورته سو او راغئ سم دم زموږ د تېبل په څلرمى خالى كرسۍ كښېنستئ ، خو تر دې دمخه چى په موږ كښى به چا اعتراض كوئ چى ولى په هوټل كښى بل ځائ نسته ، په ډېر ښائسته وزم ئې اجازه وغوښته ، زما ملګرو هم په خندا د هغه هر كلئ وكړئ او وېټر ته ئې د هغه دپاره د كافى آرډر وركړئ .

هغه ناولد يودم په خپله خبره راغئ چى زه تاسى درې سره ښه پېژنم چى خورا مړې كورنۍ مى دى او بله دا چى له څو شپو ستاسى د شوقه ډكى خبرى هم اورم ، څه تاسى په رښتيا حسن پرستان ياست ، اور در لګېدلئ دئ او د ښځو قربت غواړئ .

دده دغى دلاورۍ موږ درې سره حېرانه كړو او يو بل ته مو وكتل ، خو تر ما زيات د سليم او ذيشان ماغزه ګرځېدلى وو ، هغو دغسى په هو كښى ځواب وركړئ او ناولد مسكئ غوندى سو .

“ زه نن شپه ستاسى دغه ارمان در پوره كوئ سم ، خو شرط دادئ چى پنځلس پنځلس زره روپۍ به را اخلئ ، موټران به نه راولئ ، د ښار ….. چوك ته به راځئ ، له دغه ځايه به مو زه و هغه ښكلى ځائ ته په پشو بيايم چېرى چى حسن دئ بلكه ستاسى په انتظار دئ ، ولى چى هغه خلګ په خپله كوڅه كښى د شريفانو په حيث اوسى او نه غواړى چى د كور ومخته دى ئې د ناولدو موټران ولاړ وى . “

ما به لا څه شك ښكاره كوئ او له هغه به مى څه نور وضاحتونه اخيستل ، خو سليم او ذيشان ځوانۍ داسى وړانده كړى وو چى يودم ئې پر ما خله خلاصه كړه چى ته خو ځان ته سپرمين واې ، څه د چغالانو رنګه اعتراضات كوې ، ځكه نو خله مى خپله كړه او هر څه مى ورسره ومنل . اوس يو بل شك راولوېدئ چى دا نه وى دغه سړئ يو فراډ وى او پيسې په يو نه يو چم راڅخه يوسى خو بيا زړه راته وئيل چى شكر دئ هر څه ډېر دى ، كوم د كالدارو كمئ دئ ، يو دى ئې سى . بس د ملګرو په شان اوس يو تجسس راولوېدئ او له ناولده مى ډېرى پوښتنى غوښتې چى دا نو څرنګه ښائسته خلګ دى ، خو ناولد خپل كار كړئ وو ، درو سرو د زړو د پټرولو و پمپو ته ئې اور وراچولئ وو چى اوس په هيڅ ګون نه مړېدئ . دا مال د درو سرو زړونه تخنېدل او خورا خوشحاله هم وو چى ياره پائ ګولډن چانس په لاس راغئ ، څومره خوند به وكړى ، څه مخلوق به وى ، څه نازواداوى به ئې وى ، موږ به څومره ازاد يو د هغو د ښائست په ستائلو كښى او څومره لېونتوب به وكړو . دارنګه دغى د ازادئ احساس به نور خوند راكړئ ، په داسى حال كښى مو څو وار و خپلى پابندى ټولنى ته بدرد هم ووئيل چى يورپ وال لا ښه دى ، ارمان دئ ئې نه كوى لائقان ، څومره په هر څه كښى ازاد دى ، څه ډول ئې هر هوس وزى او موږ د خپلو بى ځايو روايتو په قفس كښى بند مرغان هر وخت فضول سړې ساوى كاږو ، لعنت دى وى په داسى بې خونده ژوند .

څنګه چى د شپې لس بجې سوې ، نو سپرمين سره له خپلو دوؤ انډيوالانو و ټاكل سوى ځائ ته بيا رسېدلئ وو ، چېرى چى هغه ناولد دمخه لا زموږ په انتظار وو ، په غاړه كښى ئې مفلر وو او ډېر پراسراره معلومېدئ .

اوس چى څرنګه زموږ سترګى سره څلور سوې ، نو هغه داسى په خاموشى مخته سو لكه موږ چى ګرسره يو بل پېژنو لا نه . كله چى لږ مخته ولاړو ، نو هغه داسى كرار زموږ له يو ملګرى څخه د روپو پوښتنه وكړه چى هغه نه بلكه موږ ټولو خورا تسلۍ وركړې چى بې غمه سه . رښتيا خبره دا وه چى ما خو ګرسره شل زره راخيستى وې ، پنځلس مى جلا ايښى وې او پنځه جلا ، بيرته خاموشى سوه او زموږ تګ د نامعلوم منزل په خوا دوام درلود . كېدئ سى چى زما د ملګرو هم زما غوندى احساسات وى ، خو زه ډېر خوفزده وم ، ولى چى د بدنامۍ وېره هم وه . بهرحال عجبه احساسات مى وو ، چېرى چى مى زړه ډوب ډوب كېدئ ، هلته يو تجسس ، شوق او د خوشحالۍ جزبې تخنول هم . ولى چى دا د ژوند اوله تجربه وه او هغه هم په پراسرار انداز كښى كېده ، ځكه نو زړه به كله كله زيات وغورځېدئ ، خو ما به بيرته بيدار وساتئ چى ته خو سپرمين ئې او هغه هم د نطشې ، ته ولى بلګ وهې ، ته په څه وار خطا ئې ، خو بهرحال دا احساس مسلسله راسره وو چى څوك مى ونه وينى او بې عزته نه سو .

ياره عجبه كږې وږې كوڅې وې ، كله به سپو راپورى وغپل ، كله به څوكيدارانو يا د پوليس يو سپاهى په شك راته وكتل ، خو موږ ښارى ځوانان وو ، لوستى ، ځكه هر څه خېر وو او هر كتونكئ به مطمين سو . پائ هغه سړى يوې غوړى او له فېشنه ډكى علاقې ته راوستو ، چېرى چى هرى خواته بنګلې او د كمال ښكلى بنګلې وې چى له درختو او چمبېليو ډكى وې او دا راز هغه اوس په يوې يكړى او خاموشى كوڅې كښى و يو ګېټ ته ودريدئ او په ډېر احتياط ئې ګنټۍ ووهله .

لږ ساعت وروسته له دننه يو دروند غوندى ږغ سو “ څوك .”

“ زه يم ببو ګلى سرفراز “ ناولد سړى ځواب وركړئ . “ مېلمانه راسره دى . “ ښه نه ائ زنانه ده ، عجبه ده زما خيال خو دا وو چى له دننه به چا نارينه پوښتنه كړى وى ، د زنانى ږغ بيا دومره دروند ږغ .

دا څه ، ناولد تر موږ لا وار خطا وو او پر له پسې ئې په روډ او شاوخوا كورونو نظر وو چى څوك مو ونه وينى.

اوس د ګېټ كوچنۍ دروازه داسى كرار غوندى خلاصه سوه او موږ ټول ددننه ورغلو .

دا څه ، يوې خورا خوښ لباسى پنډى خو لنډۍ غوندى زنانى چى د پاخه عمر وه او خورا تېزه سرخى ئې وهلى وه ، زموږ هر كلئ وكړئ ، هغه دروند ږغ هم ددې وو . د هغې له مېك اپه ډك باړخوګان خورا پړسېدلى وو بلكه لږ و ډېر شړتېدل هم او په يو باړخو ئې لويه توره دانه هم وه چى سنګار او سپينى سپېدې هم څه نه سو ورباندى كوئ .

هغه يو وار وغوړېده”ځوانان دى ، زه دى د ځوانانو قربان سم ، په دوئ خو جهان ښائسته دئ ، پخېرونه دى وى پخېرونه ، چى راغلاست . “

اوس هغې په خپلو پنډو خو پستو لاسو له موږ سره پوښتنه وكړه او موږ درو سرو هم په وار خطاى كښى زر زر لاسونه ورمخته كړل ، وېرېدم چى اوس ئې څوك له ډېرى وار خطاى په لاس مچ نه كړى .

دا مهال د ناولد پر مخ يو عجبه مسكا راغله او ببو ته ئې ووئيل .

> ببو د ډېرو ابدارو كورنيو ځوانان دى ، خيال به ئې ډېر ساتې ، خدمتونه به ئې كوې خدمتونه چى خوبدى درڅخه ولاړ نه سى او وماته به زما د رخشې خرڅ راكړې ، ولى چى ډېر ناوخته دئ . “

“ د رخشې خرڅ به څرنګه نه دركوم ، تر تا خو به ځان هم قربانوم ، بس ته ځوانان را له ګوره او خدمتونه ئې زموږ كار دئ ، بيا به ئې ګام هر وخت زموږ په دروازه وى “ له دې سره سم ببو له خپل درانه ګرېوانه يوه كوچنوټى بټوه راوكشه او د زر زر روپو څو نوټونه ئې ناولد ته وركړل.

ناولد نوټونه وشمېرل چى پنځه وو ، ښكل ئې كړل او په منډه او په يوې ساه دباندى ووتئ ، ظالم له موږه رخصت لا نه واخيستئ .

اوس ببو موږ و يو لوئ او ښكلى ډرائنك روم ته راوستو او كښې ئې نولو ، له دې سره سم يوې بوډۍ غوندى ښځى چى مذدوره معلومېده ، د شربتو ډك ګلاسونه چى يخى پكښې پراته وو . په پتناسه كښى راوړل او موږ هم دغسى خپل وچ هلكونه ناوده كړل . دا څه شربت نه يوازى تنده راماته كړه بلكه څه بل غوندى شئ وو چى نشه غوندى ئې هم كړو ، زما په خيال څه خاص او ګران بيه انګرېزى شربتونه وو . كه څه هم په موږ كښى اوس يو څه اعتماد او دلاورى راغلى وه ، خو بيا هم وېره راسره وه او دا شوق او تجسس هم چى هغه حسن چېرى دئ چى ستاينى ته ئې موږ راغلى وو .

ببو په خپلو غټو سترګو موږ ته په يو خاص ښكارى نظر كتل او مسكا ئې په مخ خوره وه . زموږ په وار خطاى او بيا په وساى هغه په خندا سوه چى كله د مخه هم داسى ځايونو ته تللى ياست ، درور سرو په خورا معصوميت ورته ووئيل چى نه ، هغې بيا وخندل چى وار خطا كېږئ مه ، بس دا هم خپل كور بولئ ، دلته هر څه آرام و قرار دئ ، څه ظلم به نه درباندى كېږى بلكه ستاسى د زړو و لارى ته به په زينو څوك درخېزى او دغه بندى دروازې به په اول ځل درخلاصوى.

شربت نه وو چى يوه عجبه دوا وه چى زموږ په طبيعت كښى ئې وار په وار راستى راوسته او سترګى مى سرې كېدلې . اوس ببو له خپلى صوفې راولاړه سوه او و خپلى اصلى خبرى ته راغله چى هر ځوان دى خپل پنځلس پنځلس زره روپۍ راوكاږى ، سرفراز به وختى لا پوه كړى ياست . موږ درو سرو هم دغه غوښتل ، بس د سترګو په رپ كښى مى بيا خپل جېبونه ورته خالى كړل .

اوس ببو په مسكا لوړو خونو ته وكتل او نارى ئې كړې چى كلثوم ، نرګس او ياسمينى راسئ چى ځوانان راغلى دى ، مېلمستيا وركړئ .

ډرائنك روم څه دا شان وو چى لوړى زينې هم پكښى ختې چى د تور سنګ مرمر وې او په پورته منزل باندى چى شاوخوا كومى خونى وې نو دروازې ئې هم هلته خلاصېدې چى په مخامخ لارو به په هغو زينو څوك لاندى ځنى راتلل .

ناڅاپه د دوؤ خونو دروازې خلاصى سوې او د خوشبوى يوه زوروره څپه ځنى راووته . څه وينم دوې ډېرى حسينى نازنينى ځنى راووتې چى په ښكلى لباس كښى نغښتى ښاپېرۍ وې چى شل شل كاله عمرونه به ئې وى . دغى نندارې په سليم او ذيشان اور ولګوئ او په ډېر جوش له خپلو صوفو ور ولاړ سول ، كمال دئ په ما كښى صبر وو او ناست وم او دوئ له بې صبرۍ ګرسره كپ اخيستى وو ، نازنينى او ګل اندامى چى څرنګه په ناز ناز لاندى په زينو راكښته سوې ، نو تازيل منو ملګرو وماته هيڅ موقعه نه كړه را ، خودغرضه مخلوق زما د زړه ، جزباتو او حق خيال هم نه وساتئ چى دئ مى هم ملګرئ دې ، دغسى ورمخته سول ، د هغوئ په لاسونو كښى ئې لاسونه واچول ، په ډېر لېونتوب او مسكا لوړ خونى ته ورسره وختل او زه او ببو ئې يكړ پرېښولو .

اوس نو ببو و ماته كتل او ما و ببو ته ، دا څه ، چېرى له بده مرغه خو ببو زما په نصيب نه سوه . زړه مى دغسى په دربى سو ، خولې راباندى راغلې چى له ائ دېبى سره به زه مينه څرنګه كوم خو هډونه به رامات كړى ، دغسى مى په زړه كښى پر ځان پېټ هم وكړئ چى برناحقه راغلم . دا څه ، ببو را ولاړه سوه ، زما وار خطاى نوره زياته سوه ، په ډېرى ادا او په خندا خندا زما په لور راغله ، په غاړه كښى ئې لاسونه راواچول او په تندى ئې ښكل كړم . اوس زما يقين سو چى زما وېره سمه وه او ائ افته مى اوس له ځانه سره يوې خونى ته بيايى ، خو داسى نه وسو بلكه هغې راته ووئيل .

“ ډېر صابره ئې ، پخپل صبر به تر ملګرو هم زياته ښه تعفه درملاوه سى ، ډېر خوښ نصيبه ئې ، اوس به د ښاپېرو ښاه زادۍ درته راسى . “

له دې سره سم ببو په لوړ ږغ نارى كړې .

“ ياسمينى غوږونه دى خراب سوى دى ، ولى نه راوزې ، خو مېلمه دى وتپوئ. “

اوس د دريمى خونى دروازه هم خلاصه سوه او يو ګلابى بلكه مثالى حسن ځنى راووتئ ، دا څه ، ما خپلى سترګى ورپولې ، ګرسره په خپلو سترګو يقين نه راتلئ ، څو واره مى ورته وكتل ، دا خو هم هغه وه چى حسن ئې رنځور كړئ وم ، لېونتوب ئې را اچولئ وو او ما به ئې تل خوبونه ليدل ، دا خو هغه څوك وه چى ما په بازار ، ماركيټ او د ګوټونو په عاليشانو دكانو كښى ليده ، دغسى مى بيا سترګى وموږلې چى څه زه خوب خو نه وينم ، خو نه دا حقيقت وو ، رښتيا وه .

هغې سرې ښكلى جامې اغوستى وې او سور د ځالې نرئ پرونئ ئې پر وږو وو ، تورو اوږدو زلفو ئې خورا قيامت جوړ كړئ وو ، ښكلئ وجود ئې ګرسره په سندرو وو او وماته ئې د پخوا په شان خندل ، په ډېر ناز و ادا لاندى راكښته سوه . زه بس د حېرانتيا بت وم چى په غټو سترګو مى ورته كتل ، ښه نو دا پرۍ ياسمينه نومېږى ، ما په زړه كښى ووئيل .

اوس يقين راغئ چى زه خو په رښتيا سپر مين يم او هر خوب مى پوره كېدئ سى .

هغه سمه زما پر لورى راغله ، زما لاسونه ئې ټينګ پخپلو پستو لاسونو كښى ونيول چى د ژوند له تودشه ډك وو او راته وئې وئيل .

“ودى پېژندلم ، كه نه . “

“ هو ولى نه . “ ما په ډېرى وار خطاى كښى ځواب وركړئ .

“ بيا هم په خپلو سترګو اعتبار درځى كه نه ، ډېر به دى راته كتل“

> نه ، ګرسره نه . “ ما په ډېرى وار خطاى ورته ووئيل او زړه مى جګ جګ غورځېدئ .

اوس هغه په خندا سوه ، په داسى حال كښى د ببو دروند ږغ سو . “ ددې مطلب دا دئ چى پخوانۍ يارانه مو هم ده ، قربان مو سمه. “

“ وئ ببو . “ هغه يودم د ببو ګوډو ته كښېنستله چى اوس په صوفې ناسته وه “ دا ځوان خو راپسى لېونئ وو ، بس چى چېرى به ئې هم په بازار كښى وليدلم ، سترګى به ئې رډى پكښى رانيولى وې ، لكه زه چى مقناطيس يمه . “

“ نيت ئې صفا وو ، مينه ئې درسره درلوده ، هغه دئ نن ئې ارمان پوره سو ، ارمانونه دى د داسى ځوانانو تل پوره سى . “ ببو په خپلو غونډو لاسونو دعا راته وكړه .

“ ببو “ يو دم زما د تندى سرخى د هغې تر سترګو سوه “ داسى ښكارى چى مړ زړه دى بيرته را ژوندئ سوئ وى “ اوس هغې په زوره زوره خندل .

“ كه څه هم ببو د خرپ ځوانى تېره كړه ، خو زړه بيا هم زړه وى ، لمر ئې نه وى ليدلئ . “ اوس ببو هم وخندل .

دا رنګه چى دواړو ښه وخندل نو ببو ووئيل “ اوس تر دې رښتونى عاشقه ځان قربان كړه چى ارمانجن درڅخه ولاړ نه سى . ما خو به خپل عاشقان كله هم نه مايوسه كول ، بس وختى ولاړې ، تېرى سوې ، ببو كله د اوس غوندى بدرنګه وه . “

“ وئ ولى نه ، ځان به تر قربان كړمه . “ ياسمينى په مسكا زما له خولو ډك لاس راكښېكاږئ .

اوس هغې سم خپلى خونى ته وخېزولم ، دوازه ئې بنده كړه او زما په غاړه كښى ئې لاسونه راواچول .

نوره وسيله خو نه راڅخه كېده ، بس كومى پنځه زره روپۍ چى جلا راسره وې ، دغسى مى وركړې ، هغې په خندانو سترګو واخيستې او نږدې په كوچنى ټېبل پروت خپل پرس ته ئې واچولې او بيا بټوه ئې تر پلنګ لاندى وغورځوله .

اوس زما ددنه سپرمين ناقراره سو ، خورا بې صبره وم ، دغسى مى په ګلابى او انارى شونډو ، شونډى وركښېښولې او په لږ ساعت كښى داسى لېونتوب راڅخه وسو چى حېران وم چى زه دومره لوې سپرمين هم كېدئ سم خو ياسمينه مينه مينه زما تر هرى سپرمينۍ قربانېده او وئيل ئې چى تنده دى ډېره زياته ده چى څومره دى زړه غواړى ماتوه ئې .

دوې ګهنټې لا نه وې تېرى چى ناڅاپه د خونى دروازه په درزى سره خلاصه سوه چى په مينه كښى ورك موږ دواړه ئې جګ راوغورځولو ، له ښه بخته دا مهال موږ دواړه په پړده كښى وو ، دا څه ، زموږ مخامخ درې سړى ، سره له توپنكچو ولاړ وو او مولونه ئې وهلى وو ، ظالمانو د راتلو سره سم په موږ دواړو د لغتو او سوكانو هغه باران وكړئ چى زما خو پرواه نه وه ، د ياسمينى و سياه سرى ته ئې لا نه وكتل . په دا حال كښى څاپېړو زما سر هم راګرځوئ چى دا هر څه ، څه دى . د هغو د خوفناكو توپنكچو له سوبه مى له خولې هيڅ ږغ نه راوتئ . ناولد غله معلومېدل ، ولى چى يودم ئې د ياسمينى المارۍ خلاصى كړې ، ګران بيه زيورونه ئې ځنى راوكښل او په يوې لوى كڅوڼى كښى ئې واچول. هغه ټول وماته ځكه هم په خشم وو چى زما په جېب كښى هيڅ نه وو ، البته زما د سرو زرو ګهړۍ او ګوتمۍ ئې و خپلى لوى كڅوڼى ته واچوله .

هغوئ درې سره كه څه هم ناترسه وو ، خو خورا وار خطا وو ولى چى غله وو او له نيول كېدو وېرېدل، ځكه ئې موږ د توپنكچو په زور لاندى راوستو ، چېرى چى زما ياران او ببو او نورى زنانى دمخه لا په وينو سره خوفزده ولاړ وو چى پر سر ئې شپږ نور غله ولاړ وو چى د نورو غوندى ئې مخونه په مولونو كښى پټ وو . اوس هغو د كور ټول دولت په هم هغى لوى كڅوڼى كښى واچوئ چى دوئ له جلا جلا خونو راخيستئ وو او ببو ئې له هر څه خلاصه كړه.

ناڅاپه په هغو كښى يوه په خپل غټ او درانه ږغ كښى چى د ببو تر ږغه هم زيات زورور وو ، ووئيل چى موږ ځو ، خبردار كه مو شور كړئ وو ، بيرته به راوګرځو او د ټولو تر زړو به ګولۍ وباسو .

كله چى نهه سره غله ووتل ، نو موږ په وارخطاى و يو و بل ته كتل ، بيا بې له ياسمينى نورى دواړى حورى په ژړا سوې چى وئ موږ خو ئې ملنګى كړو ، هر څه ئې راڅخه يوړل ، خو ببو ورته په خشم سوه .

“ چپ سئ ، خولې مو له خاورو ډكى سه ، په دغه كوڅه كښى موږ د شريفانو غوندى اوسو ، كه د كوڅې خلګ را خبر سول ، مړه به مو كړى ، زيور او روپۍ به بيا بيا پيدا سى ، هيڅ قيامت نه دئ راغلئ ، بس شكر وكاږئ چى لاس و پښې ئې درماتى نه كړې چى سر سلامت وى ، خولۍ ډېرى وى . “

اوس هغې په ډېر خشم موږ ته مخ راوګرځوئ ، دا څه ، هغه ګرسره هغه پخوانۍ مينه ناكه ببو نه وه بلكه يوه بدله او خشمناكه بلا وه لكه دا ټول ظلم چى موږ كړئ وى ، خو بيا هم كور ئې ودان د غلو په شان نه وه بلكه د اخلاقو په دائرې كښى ئې راته ووئيل.

“ تاسى هم مهربانى وكړئ او ځئ ، دا نه وى اوس ستاسى له سوبه بل مصيبت راته جوړ سى . “

موږ درې سره چى د تلو قابل نه وو او ډېر ټكول سوى وو ، اوس له لويه ګېټه له بنګلې وتلو چى ياسمينه په منډه دروازې ته راغله او زما هغى پنځه زره روپۍ ئې بيرته زما په لاس كښېښولې چى ما وركړى وې چى يو وار كورو ته مه ځئ ، په لاره كښى يو پرائيوېټ هسپتال ته ورسئ ، پټۍ به درولګوى ، څه دوا درمل به دركړى ، خو د شورېدو نه ياست ، د ببو دى زړه خاورى سى ، د دلالى ، پام كوئ چى سركارى هسپتال ته ولاړ نه سئ ، هغه پوليس درخبروى او مصيبت درته جوړوى ، بيا به مو ټول عمر تنګوى ، ركشه يا ټېكسى به مخته په اسانۍ درپيدا سى ، خو لوئ ښار دئ او دغه پېسې به په كار درسى .

ما له پيسو اخيستلو څخه ډېر انكار وكړئ ، خو هغه په ضد وه چى زه خبره يمه چى ستاسى دا مهال نوره هيڅ پيسه نسته .

د ياسمينى دغى انسان دوستۍ وماته عجبه خوند راكړئ . ما به بيا هم روپۍ بيرته وركولې ، خو په خوږو اخته انډيولانو دباندى را كش كړم او موز له ګېته راووتلو . په كوڅه كښى خاموشى وه ، لېرى مخته يو زړه رخشه په مخه راغله چى ډرائيور ئې همدرد هم وو ، زموږ په حال وار خطا سو ، خو د چرسو ډك سګرېټ ئې په لاس كښى وو . وئيل ئې چى موږ هم د يارانو دپاره خورو د غوى غوښى ، بې غمه سئ ، زه مو ډاكټر ته بيا يم او بيا كورو ته هم او دا ډول ئې يو پرائيوېټ هسپتال ته راوستلو .

دغه مهال به د شپې درې بجې وې .د ياسمينى مينى ، اخلاق او انسانيت زه ډېر متاثر كړئ وم . ما په هغه شپه په بستره كښى پروت پروت دا فېصله وكړه چى زه خو سپرمين يم ، د ياسمينى غوندى نېكه او وسيله ناكه ښځه به له هغى ګندګۍ راباسم او واده به ورسره كوم .

بله شپه ماخوستن لس بجې وې چى زه په هم دغه نيت د ببو كره ورغلم ، دا څه په كور لوئ كلپ ځړېدئ ، يو ګاونډئ ئې هلته ولاړ وو . وئيل چى نه يو خبر چى دغه خلګ نن ولى كډه سول او چېرى نامعلوم ځائ ته ولاړل ، رخصت ئې لا نه واخيستئ ، عجبه ده .

زه په ياسمينى پسې ډېر وګرځېدلم او په هغه ناولد سړى پسى هم چى هغه به ئې درك راكړى ، خو دواړه مى نه وموندل ، نه په يو بازار كښى ، نه په يوې كوڅې كښى ، نه په يو هوټل كښى يا بل ځائ .

د نطشې سپرمين به اوس هم ما لوستئ ، ځكه مى زړه ته باور وو چى پائ به يوه ورځ ياسمينه موندم .

په دغه حال كښى څلور كاله تېر سول ، زما دواړو ملګرو ودونه وكړل ، خو ما د ياسمينى په انتظار كښى واده نه وكړئ ، حالانكه موركۍ به وخت نا وخته راته ژړل ، خبره به ئې په مينه پيل كړه ، خو زما په انكار به پائ په جنګ سوه . ما به تل پلمې ورته كولې چى ادكى يو وار زما ايم اې اوسى ، واده به هم وكړم ، كوم اسمان نړېږى ، خو ادې به وئيل چى خاورى دى سى دغه ايم اې ، په موږ كښى كله د سبق د پوره كېدو رواج وو ، خو ټولو عزيزانو و خپلو هلكانو ته ودونه وروكړل ، ښه دئ كور به دى په بچيانو ښائسته سى ، زما به ساعت ورسره تېر وى ، اناګو اناګو به راته لرى .

يوه ورځ ما ناڅاپه په بازار كښى ياسمين له لېرى وليده چى د پخوا په شان ښكلى وه او هيڅ بدلون نه وو پكښى راغلئ ، حالانكه په دغه موده كښى زما په مخ كښى د هغې له سوبه د پرېشانۍ څو ګونجى هم پيدا سوى وې خو هغې له لېرى هم زه وپېژندلم ، پر له پسې ئې وماته په حېرانو سترګو كتل او په چشمانو كښې ئې مسكا وه . ما دغسى ګامونه ورتېز كړل چى زه به ئې په خپل نږدې ولاړ موټر كښى كښېنوم او سمه به ئې ودومه ، خو تر ما دمخه د سپينو برېتو او وېښتانو يو ناولد ښكلى ماډرن بوډا د يو ګران بيه موټر دروازه ور خلاصه كړه او ياسمينه د مخ په سيټ كښى ورسره كښېنستله . دا څه زه حق حېران سوم ، د موټر د شا په سيټ كښى دوه ګلالى سره او سپين د دوؤ او درو كالو ماشومان هم وو چى د دواړو په غاړه كښى ئې لاسونه اچولى وو او دوئ ئې ښكلولول ، ددې مطلب دادئ چى ياسمينى واده وكړئ او هغه هم له يو ماړه بوډا سره.كله چى هغه موټر زما له څنګ سره تېرېدئ ، نو د جنت حورى ياسمين بيا هم پر ما رحم نه وخوړئ او وماته ئې د پخوا په شان په مينه وكتل چى سترګى ئې د وسيلې له طوفانونو ډكى وې .

په هغه شپه ما په خپلى بې وسۍ ډېر وژړل ، زما سره سم دباندى په درخته كښى ناست پټ مرغه ، تېزو بادونو او درختو هم ماتم وكړئ ، خو خبر نه يم چى بيا څه وسو ، دغسى له خپله پلنګه ولار سوم ، د نطشې ښكلئ كتاب مى راواخيستئ او د مخامخ آتش دان په سره اور كښى مى وغورځوئ چى لمبو ئې تر ډېره پر ما خندل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *