د ناټو سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ وایي، موږ د افغان سولې په اړه په روانو مذاکراتو او خبرو کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د یوې معاملې یا هوکړې په لټه کې یوو، نه د افغانستان د پرېښودو.

د نوموړي په وینا، ناټو او متحدین یې هېڅکله هم افغانستان یوازې نه پرېږدي او د سولې په روانو خبرو کې هم ټوله هڅه دا ده چې دایمي سولې او ثبات ته ورسېږو، نه دا چې له افغانستان څخه پښې وباسو.

ښاغلی سټولټنبرګ وایي، موږ اړتیا لرو چې د خبرو په ټولو جزیاتو پوه شو او تر هغو چې پر وضعیت او ژمنو باوري نشو له افغانستان څخه نه وځو.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه شرط چې وسله وال طالبان یې له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو لپاره تکراروي، خو امریکا، ناټو او متحدین یې ټینګار کوي، تر هغو چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ نشي، افغانستان یوازې نشي پرېښودی.

ولسمشر غني هم دوه ورځې وړاندې د ترکیې له ټي‌ار‌ټي ټلویزیون سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل زموږ طرحه ده او تر دې وړاندې مو هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتو له طالبانو سره خبرې کېدای شي، خو هغه مهال چې هغوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *