وروسته له هغې چې د اسټراليا پخواني لوبډلمشر مايکل کلېرک ټپونه بيا راسربېره شول، د اسټراليا کرکټ ادارې د هغه ځای ناستی سټيون سمېت لوبډلمشر وټاکه.
مايکل کلېرک د اسټراليا او هند ترمنځ د لومړۍ ټسټ لوبې وروسته داسې وښوده چې (د ورپېښو ټپونو له امله) ښايي نوموړی نور له کرکټ سره خدای په اماني وکړي. نوموړي زياته کړه چې که څه هم په بشپړه توګه يادې ټسټ لوبې ته چمتو نه و خو فېلېپ هيوجز ته د درناوي له کبله يې نوموړې ټسټ لوبه کې ګډون وکړ.
له بلې خوا د اسټراليا کرکټ اداره بيا وايي چې د ښاغلي کلېرک راتلونکی د هغه په روغتيا پورې اړه لري او د 2015 ز. کال نړيوال جام لپاره په 30 کسيزه ډله کې ګډون لري (چې له هغې ډلې به 15 تنه ټاکل کېږي او نړيوال جام کې لوبېږي). که چېرې تر 2015 ز. کال نړيوال جام پيل کېدو پورې روغ شي، نو په نړيوال جام کې به خامخا ولوبېږي.
که څه هم داسې برېښېده چې د اسټراليا په ملي لوبډله کې تر ټول مشر او د زياتې تجربې خاوند لوبغاړی براډ هېډن به د مايکل کلېرک ځای ناستی شي، خو د اسټراليا کرکټ ادارې په دې اړه وويل چې دوی غواړي ددې ستونزې لپاره يوه بشپړه حل لاره ومومي. دا ځکه سټيون سمېت د براډ هېډن (چې اوسمهال 37 کلن دی او ښايي په نږدې وختونو کې تقاعد شي) په پرتله ځوان لوبغاړی دی.
سټيون سمېت دمګړۍ 25 کلن دی او د اسټراليا لپاره په 23 ټسټ، 45 يو ورځنيو او 21 شل اوريزو لوبو کې لوبېدلی دی. نوموړي په ټسټ لوبو کې 5 سليزې او په يو ورځنيو لوبو کې 2 سليزې وهلې دي.
پاتې دې نه وي چې د سټيون سمېت ټاکنه د مايکل کلېرک په روغتيا پورې اړه لري، که چېرې پياوړی او له تجرې ډک 33 کلن مايکل کلېرک روغ شي نو پرته له شکه به بېرته د اسټراليا لوبډلمشر شي.