عزیز خان هوتک –

ایران په افغانستان کې له فرهنګي یرغله تر پیلیدونکې تروریستي ماموریته.

په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې او ورانکاره فعالتیونه له څو لسیزو راپدیخوا روان دي او د افغانانو د بدمرغۍ او په افغانستان کې د روانو ستونزو لوي لامل هم همدا لاسوهنې بلل کیږي.له تېرو ۱۳ کلونو چې په افغانستان کې نسبتا ولسواک نظام حاکم شوی له همغې ورځې پاکستان په دغه هېواد کې د طالبانو او تررویزم په ګډون د یو شمېر مافیايي کړیو، قاچا وړونکو او نورو ډلو ملاتړ کوي. له پاکستان ورهغې خوا ایران د افغانستان هغه ګاونډی چې په افغانستان کې د لاسوهنې ګڼ تورونه ورپورې دي چې تل یې په وړاندې جدي غبرګونونه راپاریدلي دي.

ایران په تیرو کلونو کې د افغانستان په فرهنګې چارو کې په ښکاره لاسوهنه کوي او او د ځینو داخلي کړیو له لارې  د افغانستان د ملي ارزښتونو د له منځه وړلو پروژه مخکې وړي. د دې ترڅنګ ایران افغانان اعداموي، ایران څو واورې افغان زندانیان په دار ځړولي دي. ډیر کله افغان زندانیان په ایران کې پرته له دې چې مدافع وکیل ولري او یا په عادلانه توګه محاکمه شي په اعدام محکومیږي.

 وال ستریت ژورنال وايي، تهران په ډېره ارامۍ له طالبانو سره د وسلو ، پیسو او جنګيالیو د مرستې بهير پیل کړې دی، اوس خبره دېته رسیدلې ده،چې په خپله کې دافغانستان د لا ناامنه کولولپاره طالب جنګيالي روزي. ورځپاڼه وايي، زیاتوي، ایران اوس د طالبانو پر راګرځيدو پانګونه کوي، ایرانیان نه پوهیږي،چې افغانستان کومه خوا روان دی ؟ ځکه خو ټول احتمالات په پام کې نیسي.

داسې انګیرنې هم شته چې ایران په افغانستان کې له مخالفینو سره په خبرو کې په وروستیو پرمختګونو خوښ نه دی او فکر کوي، چې په دې پروسې کې پاکستان ته امتیاز ورکول کیږي. ایران دا مهال د افغانستان له وړو مسایلو رانیولې تر ملي هغو پورې لاسوهنه کوي او په کې ښکیل دی.

ایران چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو د خوندیتوب څنډې ته رسېدونکی دی، له دې سره هماله یې په افغانستان کې د خپل مداخلوي حضور په اړه له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي دي او هڅه کوي چې په هېواد کې روان بحران دوامداره پاتي شي. که امریکا له  ایران سره اتومي پریکړې ته ورسیږي او بندیزونه ترې پورته شي ، کېدای شي ایران به په سیمه کې له جنګيالیو سره خپلې مرستې لا ډېرې کړي او د افغان دولت پر ضد د وسلوالو طالبانو ملاتړ ته به دوام ورکوي. له وسلوالو طالبانو د ایران ملاتړ کولې شي د افغانستان د ثبات د ګواښلو ترڅنګ په دغه هیواد کې شته امنیتي وضعیت نور هم پیچلی کړي.

داعش چې د ایران لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي، او داعش هم په چټکۍ په دې هڅه کې ده چې ایران ته د ننوتو لپاره ځانته لاره برابره کړې ایران یې تر ننوتو وړاندې د ځپلو هڅې پیل کړي دي. ایران به د طالبانو له ملاتړ څخه دوه ګټې پورته کړي، لومړی دا چې ایران ته د داعش له خوا مخامخ ګواښنه تر بریده طالبان دفع کړي او بل دا چې که افغانستان کې سوله او ټیکاو راشي، نو افغانستان له د دغه هېواد څخه د هریرود اوبه راوګرځوي چې دا بیا د ایران لپاره د منلو وړ خبره نه ده.

نړیواله ټولنه تیر ۱۳ کاله په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف وجنګېده او نن ۱۳ کاله وروسته بیا هم هغه جګړه په افغانستان کې په هغه توګه روانه ده، د تروریزم په خلاف جګړه په افغانستان کې ناکامه شوې.

کله چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه ونه توانیدل چې [تروریزم] ته شکست ورکړي، نو اوس به د ایران د ملاتړ سره دې ډلې ته ماتې ورکول ستونزمن وي، ځکه تر دې وروسته افغانستان د دوه لورو سره په جګړه کې ښکیلیدونکی دی داعش او طالبان هغه ډلې دي چې درې واړه یو د بل پر وړاندې جګړه کوي.

ګله چې د ایران په نسبت پاکستان یو کمزوري هېواد ۱۳ کاله د طالبانو ملاتړ وکړ او نړیواله ټولنې مات نه شوای کړی، نو که ایران یې ملاتړ وکړي کیدی شې له دې سره سم د طالبانو قوت نور هم مثبوت شي او دغه جګړه د یوه ناټاکل شوي وخت لپاره په افغانستان کې وغځول شي.

افغان حکومت باید له طالبانو سره د ایران د همکاریو مساله جدي او هر اړخیزو وڅېړې او پرې نږدي چې د سولې خبرو تر پیلیدو وړاندې طالبان یو ځل بیا د یو ګاونډي او مغرض چې هم وسله، هم پیسې او هم پټنځای ورکوونکي له خوا تقویه شي او د سولي پيلیدونکی بهیر وننګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *