تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۸مه: د ایران سپاه پاسدارانو په عراق کې د امریکایانو پر عین الاسد نظامي اډه له توغندیزو بریدونو وروسته خبرداری ورکړی که امریکا له دې وروسته د تاوتریخوالي لپاره یو ګام هم واخیست، ډېر دردوونکی ځواب به وویني.
سپاه پاسدارانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی فضايي ځواک د سلیماني په نوم بریالیو عملیاتو کې څو درجنه توغندي د عین الاسد پر نظامي اډه توغولي دي.
سپاه پاسدارانو د امریکا پر متحدینو هم غږ کړی چې هر څوک امریکا ته اډې ورکوي او امریکا د هر چا خاوره د دوی پر ضد استعمال کړه، ایران به یې پر ضد خونړي اقدامات وکړي.
سپاه پاسداران همدا راز وايي، ایران د اسراييلو حکومت په هیڅ ډول د امریکا د جرایمو له شراکت څخه نه شي ایستلی او دغه هیواد به هم په نښه کړي: (( موږ امریکا ته خبرداری ورکوو چې د لا زیات تاوان څخه د بچ کېدو لپاره دې له سیمې خپل پوځیان وباسي، تر څو د خپلو سرتېرو ژوند تر دې زیات د مرګ له ګواښ سره مخ نه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ایران تېره شپه دوه بجې په عراق کې د امریکایانو دوه نظامي اډې په لسګونه توغندیو وویشتې چې امریکا یې د تلفاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتن هافمین تاییدوي چې په الاسد او اربیل نظامي اډو یې بریدونه شوي دی خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا هر څه سم یاد کړي دي.
که د هیوادوالو په یاد وی تیره ورځ کوټه بلوچستان کی چاودنه وشوه او تیرکال امریکا بلوڅ بیلتون پال په تورلست کی واچول نو همدارنګه مخکی د ایران سپاه پاسدارانو ډلی پاکستان خبرداری ورکړی وو ځکه پاکستان جیش العدل او داعش ډلی نظامی او مالی ملاتړ کوی
داسی هم ویل کیږی چی امریکا ددفاع وزیر له باجوه سره خبری کړی نو امکان شته له داعشه ګټه وکړی
http://www.taand.com/archives/121462
د ایران سپاه پاسداران پاکستان ته خبرداری ورکړ