پزه يې کش کړه، د سوځېدلي ټوکر بوی ورباندې ولګېده، د کوټې دروازې ته يې مخ ورواړاوه.

ښځې په پلو د کاسې تودې څنډې نيولې وې، کوټه له لوګي ډکه شوه، ځوان په وينو سره پايڅه له ځنګانه راکش کړه.‌

– نن لکه چې بيا پياده راغلی يې، وينه دې له ځنګانه، تر پونډۍ رابهېدلې، بوټ دې هم سور و.

ځوان شخ شو، سترګې يې پټې کړې، غاښونه يې وځلېدل.

– و دې سوځولم.

ښځې په پلو د ټپ شاو خوا، وچه شوې وينه سولوله.

پنځه زره افغانۍ پاتې دي. روغتون ته ورشه، د ځان يو غم وخوره، خدای ناکرده په بدو وا نه وړي.

– ته وا دا يې اخېري جنګ وو. سبا به يې بيا قيامت جوړ کړی وي. جمال دې هېر شو؟ بدبخته په شل زره د ورانه مرمۍ وايسته، لس ورځې جوړ وګرځېده، اغه بله ورځ په انتحاري‌ کې شهيد شو.

ښځې په وينو سرې پايڅې ته کتل، ځوان په يوه ساه خبرې کولې.

– کاشکې يې هغه شل زره په ځان نه وای مصرف کړې، اوس خو به يې اولاد فقر نه کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *