کټ کې ناست و. په څه خوارۍ یې د کوچني سوري له لارې خټینې خزانې ته پیسې غورځولې.
همزولي یې له پلاستیکي موټرو او تمانچو سره راغلل· خوا ته یې کیناستل· یوه ورغږ کړ:
بخیله، د اختر پیسې هم ساتې؟
ماشوم خپلو پښو ته وکتل او بیا یې ویل: درې ټایره بایسکل اخلم. له کله چې په ماین الوتی یم، بیرون ځای مې نه دی لیدلی. نور مې دې وړه کوټه کې زړه چوي.
د لړم درېیمه، ۱۳۹۵