ما له حکایتونو سره زیاته جوړه ده. په زرګونو حکایتونه مې لوستي ا وپه سلګونو مې پښتو کړي دي. زما په ګومان هغه حکایت چې د ژوند لپاره عالي پیغام ولري، چې د جوړښت په لحاظ منسجم او راټول وي او چې پای یې د منلو وړ خو نه اټکل کېدونکی وي، په لوستونکي ډېر ښه لګېږي. ( سپموونکی درزي) چې مې د ۱۳۹۲ کال د نوروز په ورځ له انګریزي راژباړلی دی، همدا ځانګړنې لري. ویې لولئ او خوند ورنه واخلئ.( غضنفر)

سپموونکی درزي

و نه و یو وخت یو درزي و او دا درزي ډېر تکړه و. دی په سپما کې هم ډېر تکړه و. هیڅ شی یې نه ضایع کاوه.
یوه ورځ یو لوی شتمن له یو توپ ټوکر سره ورته راغی ، ورته ویې ویل: ښه درېشي راته جوړه کړه، ښه اجوره به درکړم.


درزي کرۍ شپه په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څیره وهله، درېشي تېاره وه. ډېره ښه درېشي! شتمن ډېر خوشحاله شو، ښه اجوره یې ورکړه او پاتې ټوکر یې درزي ته ورپرېښود.
درزي د پاتې شوي ټوکر په باره کې فکر وکړ. دی چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څېره وهله، له پاتې شوي ټوکره ښکلی کوټ جوړ و. درزي کوټ د ځان لپاره جوړ کړی و، وایې غوست، هره ورځ یې اغوست، تر هغو پورې یې واغوست چې بېخي زوړ شو.


کوټ چې له ښې ووت او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. دی چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې د زاړه کوټ د ټوکر په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څېره وهله، له پاتې شوي ټوکره ښکلې کورتۍ جوړه وه. درزي کورتۍ د ځان لپاره جوړه کړې وه، وایې غوسته، هره ورځ یې اغوسته ، تر هغو پورې یې واغوسته چې بېخي زړه شوه.


کورتۍ چې له ښې ووته او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. دی چې چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې د زړې کورتۍ د ټوکر په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څېره وهله، له پاتې شوي ټوکره ښکلی واسکټ جوړ و. درزي واسکټ د ځان لپاره جوړه کړی و، وایې غوست، هره ورځ یې اغوست، تر هغو پورې یې واغوست چې بېخي زوړ شو.


واسکټ چې له ښې ووت او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. دی چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې د زاړه واسکټ د ټوکر په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څیره وهله، له پاتې شوي ټوکره ښکلې ټوپۍ جوړه وه. درزي ټوپۍ د ځان لپاره جوړه کړې وه، په سر یې کړه، هره ورځ یې په سر کوله، تر هغو پورې یې په سر کړه چې بېخي زړه شوه.


ټوپۍ چې له ښې ووته او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. دی چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې د زړې ټوپۍ د ټوکر په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څېره وهله، له پاتې شوي ټوکره ښکلی دسمال جوړ و. درزي دسمال د ځان لپاره جوړ کړی و، ور وایې اخیست، په جیب کې یې کېښود، هره ورځ یې وراخیست او تر هغو پورې ورسره و چې بېخي زوړ شو.


دسمال چې له ښې ووت او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. دی چې د سپما سړی و، کرۍ شپه یې د زاړه دسمال د ټوکر په غوڅولو، په بیاتي کولو، په ګنډلو، په بخۍ وهلو تېره کړه او چې سهار لمر څېره وهله، له پاتې شوي ټوکره یې ښکلې تڼۍ جوړه وه. درزي تڼۍ د خپل کمیس لپاره جوړه کړې وه، په کمیس پورې یې وګنډله او تر هغو پورې یې په کمیس پورې ګنډلې وه چې بېخي زړه شوه.


تڼۍ چې له ښې ووته او د ایسته اچولو وخت یې راغی، درزي ته په زړه کې ورتېر شول چې ولې ورنه یو بل څه نه جوړوي. درزي ورنه دا ځل دا کیسه جوړه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *