تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دافر سپنتا دا خبره ردوي چې د حامد کرزي د حکومت په مهال په پکتیکا کې له داعش سره شاوخوا دوه لکه ډالره مرسته شوې وه.
ښاغلي سپنتا دا خبره وروسته له دې وکړه چې د پکتیکا والي عبدالکریم متین وویل چې د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت د شورا له لوري په پکتیکا کې د داعش له کورنیو سره مرستې شوې دي.
د افغانستان جمهوري ریاست د پکتیکا د والي د دې ادعا د څېړلو لپاره د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په مشرۍ یو کمیسیون ټاکلی چې څېړنه وکړي.
دغه کمیسیون ته ارګ دا دنده سپارلې ده چې دا موضوع په هر اړخیزه توګه په لسو ورځو کې وڅیړي او خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
رنګین دادفر سپنتا، چې د حامد کرزي په حکومت کې د ملي امنیت سلاکار و، تاییدوي چې د ده تر مشرۍ لاندې شورا مرسته کړې خو دا مرسته یې له تروریستانو او یا د هغوی د کورنیو له غړیو سره نه بلکې له هغو ۳۵ زره وزیرستاني کډوالو سره د ملګروملتو تر څارنې لاندې کړې چې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونوکې مېشت شوي وو.
«هغه وخت موږ د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ، د دې موسسې د خوراکي پروګرام په همکارۍ او د اتو وزارتونو او افغاني اورګانونو لکه د کورنیو، دفاع، مالیې، سرحدونو چارو، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت سره په همږغۍ د خوراکي موادو کومک ورکړ. دا کاملاً انساني مرسته وه او هیڅ شی په دې کې پټ نه دي او که څوک کومه ادعا کوي د آی ایس آی په ژبه خبرې کوي.»
ښاغلي سپنتا همداراز وویل چې په هماغه وخت کې داعش نه و او دوهم دوی داسي کسانو ته مرسته ورکړې چې د شوروي اتحاد د یرغل په مهال یې پنځه ملیون افغانانو ته پناه ورکړې وه.
خو د پکتیکا والي ښاغلي متین ازادي راډیو ته وویل چې مرسته په برمل ولسوالي کې په داسی وخت کې وشوه چې د دې sFjkjولسوالۍ ډېره برخه د دولت له کنټروله وتلې وه:
« ما د تیرحکومت په پالیسو او ستراتیژیو باندې انتقاد کړی او مثال مې همدا ورکړی چې په تیرحکومت کې په برمل ولسوالۍ کې چې حکومتي حاکمیت لس فیصده نه و، دوه لکه ډالر د مهاجرینو په نوم هلته ځي او توزیع کیږي، ولې موږهغه خلک نه شو تشخیصولی چې ته مهاجر یې که نه یې.»
د پکتیکا والي ښاغلي متین د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې بخښنه وغوښته چې د ده د څرګندونو له کبله ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.
د سیمه ییزو اورګانونو له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلي متین وویل« زه د خپلو خبرو له امله، چې عامه ذهنیت کې یې اندېښنې او ناسم پوهاوی رامنځته کړی دی، د افغانستان له ملت او دولت څخه بخښنه غوړم.))»
پر دې موضوع د څېړنې لپاره د ولسمشرۍ له لوري په ګومارل شوي کمیسیون کې د عدلیې او د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیران، د ملي امنیت لوی رییس، په پوځي چارو کې د لویي څارنوالي مرستیال، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست، او د ولسي جرګې د څو کمیسیونونو ريیسان شامل دي.
زمونږ په هیواد کی خبری کول او آوازی خپرول مفتی دی او پیسی نه پری ځی . حتی زمونږ مشران هم کله کله بی مسوولیته خبری کوی هیله ده چی په راتلونکی کی مسوول کسان بی له اسنادو څوک متهم نه کړی او خپل اعتبار په مفتو خبرو له لاسه ورنکړی.