تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وايي، د امریکا لخوا د سولې روانه کړې پروسه د افغانانو لپاره نه ده، بلکې دا د دوی په برخلیک یوه معامله ده.
ښاغلي سپنتا نن جمعه د هرات اتم امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل، روانه سوله د پاکستان او امریکا تر منځ د افغانانو په برخلیک معامله ده چې پخپله افغانان او افغان حکومت ترې خبر نه دی.
ښاغلي سپنتا وویل، افغان مشران هم افغانانو ته درواغ وايي، په داسې حال کې چې دوی پخپله هم د سولې له پروسې ناخبره ساتل شوي دي: (( د سولې په پروسه کې طالبانو ته د یو سیاسي قدرت په توګه مشروعیت ورکړل شوی او په نړیواله کچه طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکول د اسلامي امارت د راګرځېدلو په معنا دي، هغه امارت چې د افغانستان متحدینو منلی دی.))
ښاغلي سپنتا ټینګار کړی چې سوله باید د افغانانو په رهبرۍ وشي او امریکايي و نړیوال ځواکونه چې د افغان حکومت سره د تړون له مخې دلته پراته دي، باید هر اقدام له افغان حکومت سره په توافق وکړي، نه دا چې له نورو ډلو سره وغږېږي.
دادفر سپنتا همدا راز زیاته کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکې استخباراتي او نیابتي کثیفه لوبه ده: ((امریکا له روسیې، امریکا له چین، عربستان او ایران، پاکستان او هند ټولو په افغانستان کې خپلمنځي جګړه روانه کړې ده.))
ښاغلي سپنتا همدا راز پاکستان ته په اشاره ویلي چې دا هېواد لا هم په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه کې دی چې اوس د نورو ترهګرو په څېر داعش هم د پاکستان اهداف تعقیبوي.
د یادونې ده چې د هرات اتم امنیتي کنفرانس نن جمعه پیل شو او دوه ورځې به دوام ورکړي.
د کنفرانس ته ګڼ د شلو هېوادونو ګڼ امنیتي کسان، ډپلوماټان او سیاستوال ور بلل شوي دي.