سپورت کول د انسان لپاره د ټولو ذهني ناروغیو علاج دی، سپورت (ورزش) چې مونږ او تاسې ټول يې د نوم سره اشنا یو او په خاص ډول ځوانان د سپورت کولو سره ډېره مینه لري او غواړي چې د سپورت کولو لپاره وخت ولري او په دغه وخت کې کومه لوبه ( ورزش) ترسره کړي.
خو سپورت کول یواځې ځوانانو ته نه بلکې ماشوم، ځوان او بوډا ټولو ته پکار دی، ځکه د ټولو بدن لوی رب په یو ډول جوړ کړی دی، نو ضرور ده چې ټول څه نه څه ورزش ترسره کړي؛ که هغه ماشوم، ځوان او که بوډا وي خیر دی که د دوی د ورزش طریقه فرق ولري.
لکه ماشوم باید د څه وخت لپاره خلاص پرېښودل شي، چې هغه خپل دواړه لاسونه او پښې په ازاد ډول وخوزولی شي د ماشوم لپاره دغه حرکتونه ډېر ګټور دي.
په همدې قسم سره ځوانان باید کومه لوبه وکړي، ځکه چې د لوبې کولو پر مهال د انسان ټول غړي په هر طرف حرکت کوي، نو دغه غړي چست او چالاک روږدېږي نو بیا د دغه انسان د غورځېدو پر وخت د هډوکي د ماتېدو خطره کمه وي، ځکه چې د دغه انسان هډوکي د هر طرف د تاوېدو سره بلد شوي وي.
او هغه ځوانان چې د کومې لوبې سره مینه نه لري باید هره ورځ څه منډه ووهي د دغې منډې اندازه معلومه نه ده.
ځکه ورزش کول انسان ته زړورتیا وربښي، د دې تر څنګ مرضونه هم په اسانۍ نه شي کولائ چې پر انسان حمله وکړي، ځکه د انسان د فاعی سېستم (انټي باډي) بیداره وي او نه پرېږدي چې کوم مرض د انسان په بدن حمله وکړي.
بله دا چې انسان کولای شي چې د همدې سپورت له لارې ځان او هېواد دنیا ته وروپېژني او هم خپل اقتصاد پر مخ بوځي.
مشران هم باید د ورزش کولو لپاره یوه لاره ولټوي، هغه که د یو معلوم ځای بورې مزل کول وي، او که توان د مڼډې کولو لری باید منډه ووهي.
ځکه یواځې سپورت دی چې دټولو دماغي ناروغیو علاج کولای شی، د دې سره په څنګ کې سپورت د انسان زړه خوشحاله ساتي او کله چې انسان خوشحاله وي بیا نو د ژوند ټول کارونه په سم ډول پر مخ بوتلی شي .
خو د یادونې وړ ده چې زمونږ باید د سپورت وخت باید معلوم وي، داسې نه چې زمونږ د ژوند ټول سېستم یې راڅخه ګډ وډ کړی وي، کامیاب انسان هغه دی چې د خپل ژوند لپاره یې پلان جوړ کړی وي او د یو معلم پلان له لارې خپل ژوند پر مخ بوځي.