سپوږمکۍ یا سټلایټ له نامه سره خو ټول اشنا یو او هرومرو به مو دا په ذهن کې هم راغلي وي چې سټلایټ څه دی، څنګه کاریږي او څه ګټې لري راځو دلته یې څیړو.
آیا تاسی پوهیږئ چې زموږ اکثره ورځني کارونه په یو نه یو ډول له سپوږمکۍ یا سټلایټ سره تړلي دي، د بیلګې په ډول که هغه د تلویزیون کتل وي، په موبایل کې د GPS کارول وي یا هم نورو ملکونو ته موږ د ټلیفون له لارې خبرې کول وي نو دا ټول کارونه په یوه نه یوه سټلایټ پورې تړلي دي. سقراط به تل ویل چې انسان باید له ځمکې پورته ولاړ شي او هغه ځمکه وپیژني چې ژوند پکې کوي، د سقراط دا خبره تر 1729 کال پوري صرف یو خوب او خیال ښکارېده. خو د نیوټن قانون هر څه بدل کړل نوموړي د خپلې تجربې په اساس چې ویل یې که چېرته موږ د غره په سر یو توپ په افقي ډول په پوره فشار وتوغوو نو توپ به وروسته له پورته کېدو او یو څه ځنډ وروسته بیرته د ځمکې د جاذبې قوې له امله په ځمکه راپریوځي خو که چېري توپ په ډير فشار سره یا په داسی ډول وتوغوو چې سرعت یی 40320 کېلومتره في ساعت وي نو د ځمکې د جاذبې قوه به پرې غالبه نه شي او د ځمکې له جاذبې نه به ووځي او د ځمکې په یوه مدار کې به تر ابده حرکت پيل کړي. نو هماغه و چې روسیي د نیوټن قانون عملي کړ او لومړنی مصنوعي سپوږمکۍ یې د (Sputnik 1) په نامه په کال 1957 کې د اکتوبر میاشتی په 4 نیټه چې حجم یی د باسکټبال د میدان په اندازه وه تشیال ته واستوله چې خپل مدار ته په 98 دقیقو کې ورسیده.
د نوموړي سپوږمکۍ ماموریت د فضا د تودوخي درجی په اړه معلومات راټولول او ځمکې ته را استول ول.بیا نود نورو هیوادونو سیالی هم پیل شوه چې تر 2500 مصنوعی سپوږمکیو پوری یی تشیال ته واستولی چې په دی کې د روسیی په ګډون امریکا، چین، فرانسی، جرمنی او نور هیوادونو سپوږمکۍانی شاملی وی .

په سپوږمکۍ کې ډیر لوړ او مغلق سیستمونه وجود لري خو مونږه یی دلته څو ظاهری برخو ته اشاره کړیده . د سپوږمکۍ د فعال ساتلو لپاره انرژی ته ضرورت وی چې دا انرژي د پینلونو یا د سولر تختو نه بیټریو ته او بیا سپوږمکۍ ته ورکول کېږی چې په اوسط ډول د پینلونو اوږدوالییی تر 30 مترو رسیږی او په مینځ کې د ډرم یا بیلر په شان ته ورته جسم چې Transpondersورته وایی وظیفه یی د سیګنالونو اخیستل او لیږدول دي ورسره په څنګ کښی ځینی Control Motors یا خوځیدونکې بیړی هم شتون لري چې د هغي په واسطه د سټلایټ تنظیمول د مدار تغیرول یا د سټلایټ زاویی ته تغیر ورکول یی مهمه دنده ده.
سپوږمکۍ په خپل مدار کې د ساتلو لپاره یو سیستم لري که چېرې سپوږمکۍ د ځمکي د جاذبې قوې یا د نورو عواملو له وجی له خپل مدار نه اووځي د نو په ځمکه کې د موجود اداري کسانو ته دغه معلومات د دغی سیستم له لیاري رسیږی چې بیا یی په سپوږمکۍ کې موجودهغوموټورونوته په مناسب فشار ورکولو سره بیرته ځای ته راولی او تنظیموی یی. سپوږمکۍ د یوه راکټ په مرسته تشیال ته استول کېږي. په لومړيو کې راکټ تشیال ته په مستقیم ډول توغول کېږي او بیا وروسته ددې لپاره چې انرژي یی کمه مصرف شي د اتموسفیر له هغي برخې نه چې ډیره نرۍ وي د زاويی په تغیر ورکولو سره پورته فضا ته خیژول کېږي.
عموما مونږ سټلایټ د خبرو کولو لپاره ډیر استعمالوو، که مونږ وغواړو د نړی له یوی نقطی نه بلی نقطی ته خبری وکړو نو نه شو کولای چې د راډیویی څپو په واسطه وغږیږو ځکه راډیویی څپی مستقیما حرکت کوی نو د همدي لپاره له سټلایټ نه کار اخلو، اوس نو سټلایټ پاس په فضا کې شتون لری، مونږ له ځمکې سیګنال ور استوو سټلایټ سیګنال اخلي او استول شوی سیګنال بیرته دوهمی نقطی یا د ځمکې طرف ته انتقالوي
چې په همدي ډول زمونږه اړیکه له یوه مکان نه بل مکان ته ټینګیږی
تر اوسه پوري 173 طبیعی سپوږمکۍ پیژندل شوي چې د شمسی نظام چار چاپیره څرخی او تر 1100 څخه زیاتی مصنوعي سپوږمکۍ په فضا کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي. نو سپوږمکۍ یا سټلایټ په لنډ ډول داسی تعریفولای شوی چې هر هغه کوچني څیز چې په فضا کې د یوه بل لوی څیز په شاوخوا وڅرخیږي د سپوږمکۍ یا سټلایټ په نامه یادیږی، سپوږمکۍ په مجموع کې په دوه ډوله دی: طبیعی سپوږمکۍ (Natural Satellite): لکه څنګه چې له نومه بریښی ټولي هاغه سپوږمکۍ یا سیاري چې د لمر شاوخوا څرخی طبیعی سپوږمکۍ بلل کېږی زمونږ ځمکه هم یوه سپوږمکۍ لري چې د سپوږمی یا (Moon) ده. او مصنوعي سپوږمکي (Artificial Satellite) : او مصنوعي سپوږمکۍ همدا د انسان په واسطه جوړی شوی او فضا ته لیږل شوی سټلایټ ته ویل کېږی .
ګرانه لوستونکیه! هیله ده چې پورته مطلب درته ګټور تمام شوي وي او د وخت ضایع مو نه وي ګرځیدلي.
په پښتني میني