د سپوږمۍمخ داسې راته ښکاري، لکه څوک چې ناست وي او د ځمکې د خلکو ټول کړه وړه څاري. موږ چې واړه وو، مشرانو ښځو به راته ويل، چې دا اسرافيل شپېلۍ په خوله ناست دى، چې څه وخت ورته خداى امر وکړ، پو به يې کړي او قيامت به شي. د قيامت هيبت او پر سپوږمۍ د حضرت اسرافيل موجوديت خوند نه راکاوه. حسن دې ولې ويره وزېږوي؟

د اوړى په شپو کې له کټ نه مخامخ سپوږمۍ ته کتل خوند کاوه؛ خو د ژمي په شپو کې چې له کوټې بهر مو وتل کم وو، د شپې د وحشت له ډېروالي سره يخنۍ او سپوږمۍ غبرګه مرسته کوله، نه مو ورکتل.

استاد ښکلی
استاد ښکلی

موږ ته هغه وخت پته نه وه، چې سپوږمۍ يوه ډبرينه کره ده، چې له ځمکې نه ګرځي، لمر نه رڼا اخلي او زموږ سترګې پرې برېښوي. که موږ خبر واى، چې سپوږمۍ هوا نه لري او تودوخه او يخنۍ يې انسان وژني؛ نو د مينې پرځاى به مو ترې کرکه شوې واى. له کوم حسن سره چې د نېکۍ تصور نه وي تړلى، هغه د ترخې مڼې غوندې وي.

لرغوني اسطوري انسان ته هر څه ژوندي او متحرک ښکارېدل:

سپوږميه تا وکړل سيلونه

درتې پرتې دي سپينې خولې، تور اوربلونه

 په لنډيو کې د سپوږمۍ د ډېرې يادونې يو علت به هغه وخت د رڼا د وسايلو کمى هم و؛ خو نور ډېر علتونه هم لري.پخواني انسان په دې جهان کې ځان يواځې انګېره او دې انګېرنې يې د ويرې له زياتولو سره مرسته وکړه. شپه چې تياره وه، ډار ورپورې وتړل شو؛ خو سپوږمۍ چې تروږمۍ يې رڼوله، راته ګرانه شوه او د خپل يار له ګرد سپين مخ سره مو تشبيه کړه. په غياب کې مو ترې يار ته د خپل دردمن زړه د حال رسولو لپاره استفاده وکړه.

که دې زما ديدن يادېږي

سپوږمۍ ته ګوره، زه په بام ولاړه يمه

سپوږميه تا ته مې سلام دى

زما جانان به تا ته ډېر کتلي وينه

په تشبيه کې که ارادي مشبه ته فضيلت ورکوو؛ نو ناارادي په مشبه به کې هم ښکلا يا بدرنګي وينو.

په پخواني کلچر کې چې به چا سپوږمۍ په خوب کې وليده، د بادشاهۍ شګوم ګڼل کېده او که به يې دړې وړې وليده، له لاسه به د قدرت په وتو تعبيرېده.

اوس چې د سپوږمۍ په اړه د ساينس د خولې واقعيتونه لولو، د شاعرۍ له خولې هم غورځېدلې ښکاري او د پخوانو غوندې خوند نه راکوي. دا راته د ادبياتو او مرموزتيا ترمنځ ژور تړاو ښيي. مرموزتيا د اسطورو خصوصيت دى او هغه ابهام ته وايي، چې بوګن او څو مانيزوالى ورسره وي.

موږ که په ادب کې له شيانو سره علمي سوړ چلن وکړو، د ادبياتو په ايجاد کې له ستونزو سره مخېږو. کوم شيان چې راته عاطفي او تعجبي ارزښت ونه لري، سمه شاعرانه استفاده ترې نه شو کولى. په سمبوليکو شعرونو کې چې ټول مسووليت د سمبول پر غاړه وي، دا مرموزيت او عجيبه والى ښه ليدلى شو. د بېلابېلو ماناوو تراکم له مانيز پلوه د سمبول له پړسولو سره مرسته کوي.

د سمبول يو بل اړخ دود دى. موږ عموما هغه سمبولونه لولو او کاروو، چې تاريخي اساس ولري او تر شا يې د دود يا زموږ د کلچر اوږد تاريخ ولاړ وي. له دې سره لوستونکي ته د سمبول د مانا تاويلول اسانېږي. تاويل د کلمې اصلي مانا ته د ورګرځېدو مانا لري.

بل علت له اسطورې او ارکي ټايپ سره د سمبول اړيکه ده. موږ که په نوې شاعرۍ کې سپوږمۍ کاوو، مطلب به مو د ستورو د رڼاوو پخوانۍ نړۍ وي، چې ستوري او سپوږمۍ پکې له رڼا سره ښايست او اسطورې هم شيندي، ځکه سپوږمۍ زموږ حال نه دى، بلکې ماضي ده، چې اوس پکې يواځې د روژې او اخترونو مخونه ګورو.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *