تاند- لس کلنه سپوږمۍ، چې د خپل ورور په وسیله مجبوره کړای شوې وه چې د پولیسو پر پر یوې پوستې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې ځانوژونکی برید وکړي او اوس په لشکر ګاه کې د افغان امنیتي ځواکونو په توقیف کې ده، وايي، که بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي ممکن ووژل شي.
د هغې له نیول کېدو یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې د پوره ضمانتونو له ترلاسه کولو وروسته دې دا نجلۍ خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.
خو سپوږمۍ، چې د قضیې په اړه یې تحقیقات روان دي، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې له دې سره مرسته وکړي.
سپوږمۍ وايي:
«نه غواړم بېرته لاړه شم، زه خدای پاک ځانوژونکې نه یم پیدا کړې.»
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل چې د سپوږمۍ پلار هم د خپلې لور د ژوند په اړه اندېښمن دی.
همداراز وویل:
«پلار یې وايي، غواړي چې خپله لور وروسپارل شي خو که وروسپارل شي خپلې ولسوالۍ ته یې نه شي بېولی ځکه چې ډارېږي چې ژوند یې په خطر کې دی نو له حکومته غواړي چې کومک ورسره وکړي، د ده غم دې وخوري ځکه چې خپله لور نه شي بېلولی او حتي که حکومت یې وروهم سپاري. »
ځواک دا هم وویل چې د هلمند والي د سپوږمۍ پر قضیې د غور لپاره یو پلاوی ګومارلی دی او اوس په دې برخه کې جدي تحقیقات روان دي.
«موږ د نجلۍ پلار وموند چې غفور نومېږي، ده له خپلې لور سره وکتل، دا خبره تایید کړه چې زوی یې ظاهر نومېږي او د طالبانو ملګری دی او دوی دا نجلۍ مجبوره کړې وه چې د انتحاري حملې واسکټ واغوندي او د پولیسو په پوسته کې ځان والوزوي.
پلار یې دا خبره منلې، وايي چې زوی یې د طالبانو له قومندان دی او ډېر وخت کېږي چې هغه یې نه دی لیدلی. د دوی له کورنۍ څخه مو چې څه توقع وه هغه مو ترلاسه کړي دي. »
په هلمند کې د بشري حقونو سیمه ییز مسوول بلال صدیقي وویل چې د سپوږمۍ د سوکالۍ لپاره له پولیسو سره په ګډه کار کوي.
ده زیاته کړه:«څرنګه چې خانشین ولسوالي حاضردمه خوندي سیمه نه ګڼل کېږي، د بشري حقونو شورا د دې ماشومې د مصوونیت په باب ژوره اندېښنه لري.»
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ځانوژونکو حملو کې له ماشومانو څخه د کار اخیستلو په باب د طالبانو اقدامات غندلي او ویلي یې دي چې دا عمل د افغانیت او اسلامیت پرضد دی.
خو وسله والو طالبانو له څو ورځو وروسته په دې مسله کې لاس لرل رد کړل.
زه فکر نه کووم چه دابه دسپوږمی اودهغی دپلار نظر وی؟ په هر صورت ددی موضوع پایلی به وروسته دمطبوعاتو له لیاری راوځی.
د دی نجلی د ژوند ساتل د افغانستان د خلکو او دولت دنده ده او په هرقیمت چی کیږی هغی ته باید نجات ورکړل شی. که د الله د حکم په مطابق تاسو یوه انسان ته له مرګه نجات ورکړ نو ټول بشریت مو ژغورلی دی او که یو انسان مو مرګ ته برابر کړ نو ټو بشریت مو وژلی دی.
له بلی خوا د هغی د ژوند نجات هم د لعنت الله محسنی په شان باید نه وی چی کله قوماندان مشتاق خپله خور ده ته پریښودله چی هغه به ګویا جهاد ته ځی او چی کله بیرته خپلی خور د بولو لپاره ورغی د خور په غیږ کی یی د محسنی پرکټی ولید . کله قوماندان مشتاق تری وپوښتل چی این کیه ؟ خور یی ورته وویل که این پسر مربوط حاجی آغایه. او محسنی ورته وویل که نګهداری دختر نامحرم کار مشکله پس مه او را محرم ساختم.
سلامونه وړاندي كوم دسپږومي ويب پاني ټولي ټول مسولينوته چي دمهمو نقاتو دخلكو توجه اړه وي دنومړي نجلي په ارتباط بايدووايم چي نجلي مجوره شويدي ده چي ځان وژنه وكړي خو دولت بايد دنوموړي نجلي اودنجلي پلارته په پلازموينه كابل داستوگوني يو محفظ كور وركړي ترڅو وكولاي شي له داسي ستنزوخلاص شي